اخلاقګناهونه

منافق څوک دی؟

منافقت:

منافقت يوډېرلوی اوعام  مرض دی،په چاکي که راشي دهغه انسان په بربادئ کي څه شک اوشبهه نشته دامنافقت داسي مرض دی چي انسان به په ځان خبرنه وي،منافق شوی به وي .سلف صالحين به ترې وېرېدل،له الله پاک څخه به ئې داسي دُعاګاني غوښتې چي له دې مرضه مووساته .
داسلام سترلارښودجناب محمدرسول الله صلی الله عليه وسلم به داسي دُعاءکوله:اللهُم اني اَعُوذُبکَ منَ الشقَاق وَالنفَاق وَسُوءالاخلاق (ياالله زه په تاسره له بدمرغئ،منافقت اوبداخلاقئ څخه پناه غواړم) په دې دُعاءکي ئې مقصدامت ته تعليم دی چي له منافقته پناه غواړئ ځکه داډېرعام مرض دی .

حسن بصري رحمه الله فرمايي:ماخافه الامؤمن ولاامنه الامنافق(بخاري)له منافقت څخه مؤمن وېريږي اومنافق ترې بې غمه کيږي .
له دې امله بايدمسلمان هروخت په دې غم اوفکرکي واوسي چي داسي نه وي داسترمرض په ماکي راغلی  وي .
داسلام دوهم خليفه عمرفاروق رضی الله عنه  حذيفه رضي الله عنه  ته (چي درسول الله صلی الله عليه وسلم رازداروو،هغه ته ئې دځينومنافقانونومونه هم ورښودلي وو)وويل:   أسألك بالله يا حذيفة هل عدَّني رسول الله -صلى الله عليه وسلم- من المنافقين؟ {اې حذيفه!دالله په نوم پوښتنه درنه کوم چي آيازه رسول الله صلی الله عليه وسلم  په منافقانوکي شمېرلی يم؟
حذيفه رضی الله عنه ورته وفرمايل
: لا ولا أزكي بعدك أحدا.
نه ته ئې په منافقانوکي نه يې شمېرلی خوترتاوروسته دبل چاتزکيه به نه کوم(يعني بل چاته به داحال نه وايم چي نوم دي په منافقانوکي نشته) عمرفاروق رضی الله عنه سره ددې چي جنتي صحابي دی،دجنت زېری په دُنياکي ورته راغلی دی،بياهم له منافقته دومره وېرېدی.
ابن ابي مليکه رحمه الله فرمايي:ادرکتُ ثلاثين من اصحاب النبي صلی الله عليه وسلم کلهم يخافُ النفاق علی نفسه (بخاري)

مادرسول الله صلی الله عليه وسلم دېرش صحابه ليدلي،هريوئې پرځان باندي له منافقته وېرېدی.
نوچي صحابه ټول په ځانوله منافقته وېرېدل،په داسي حال کي چي هغوی دډېروقوي ايمانوخاوندان وو،موږته خولاډېره وېره پکارده.
ا إبراهيم التيمي -رحمه الله- فرمايي: ما عرضت قولي على عملي؛ إلا خشيت أن أكون مكذبا(بخاري)ماچي کله خپله خبره پرعمل ورپېش کړې زه وېرېدلی يم چي زه به مکذب اوله اسلامه منکر يم.
ځکه زه خبري څنګه کوم اوعمل مي څنګه دی ؟
حسن بصري رحمه الله ته چاوويل چي ځيني خلګ وايي :موږله منافقته نه وېريږو.

حسن بصري ورته وفرمايل:په الله جل جلاله  مي دي قسم وي که زه په دې خبرشم چي زه له منافقته خلاص يم،داماته تردې ډېره خوښه ده چي ټولوزمکه دسروزروډکه زماوي ـ(احياءعلوم الدين)ځکه دامرض دومره ډېردی چي  که څوک دمنافقانوصفات ولولي،په ځان به هم شکمن شي .
حذيفه رضي الله عنه  يوسړی وليدی چي داسي ئې ويل:اللهُم اهلک المنفافقين ـ ياالله منافقان تباه کړې؟
حذيفة رضي الله عنه  ورته وفرمايل:اذًاتستوحشُ الطُرُق  که داسي وشي نولاري به وحشتناکي شي .
مطلب داچي ټول منافقان تباه شي،لاري به خالي شي،په لاروکي چي څوک نه وي نوانسان پکي وېرېږي .
يعني دامرض دومره زيات دی چي که په دې رنځ اخته خلګ ټول تباه شي ،لاري به وحشتناکي اوخالي شي ..
حذيفه رضي الله عنه  ته چاوويل:اني اخافُ النفاق{زه له منافقته وېرېږم}حذيفه رضی الله عنه ورته وفرمايل:لوکنتَ منافقاماخفته
{که ته منافق وی،نه به ترې ډارېدې}مطلب دادی چي دمنافقت لويه علامه داده چي کله څوک ترې  بې غمه شي  نوداسړی دي پرځان وډارشي .

دمنافقت علامات زده کول اوپه هغوباندي علم راوستل ډېرضروري دي ځکه له يوه خطره هغه وخت انسان محفوظ کېدای شي کله چي ورباندي علم ولري  ابوادريس الخولاني رحمه الله فرمايي چي حذيفه ابن اليمان رضی الله عنه وفرمايل:کان الناس يسئلون  رسول الله صلی الله عليه وسلم عن الخير،وکنتُ اسئله  عن الشرمخافة ان يدرکني.(رواه البخاري)

خلګو(نوروصحابۀ کرامو)به دخيرپه اړه پوښتني له رسول الله صلی الله عليه وسلم  څخه کولې،(چي اې دالله رسوله!کوم کارثواب لري؟،کوم ښه کاردی؟)خومابه دشرپه اړه پوښتني کولې(چي کوم کارګناه لري)ددې وېري له امله  چي زه پکي اخته  نشم ..يعني له دې امله نه چي دشرسره مي محبت لری بلکه ددې لپاره چي ځان ترې وساتم .
نودشرمعلومول په دې غرض ډېرضروري دي چي انسان ځان ترې وساتي ځکه که چاته ګناه معلومه نه وي نودهغه په ګناه کي دواقع کېدلوډېره خطره شته په نسبت دهغه چاچي هغه ته معلومه وي.
ددې لپاره دمنافقانوصفات بيانووچي ورباندي خبرشواو بايدهرهغه څوک دامعلومات وکړي چي پرالله اوآخرت ايمان لري
ترڅودځان په هکله فکروکړوچي ترکومي اندازي موږله دې  بدوصفاتو خوندي يو ورپسې به انشاءالله تعالی ددې مرض دعلاج يادونه هم وکړو.

منافقت په دوه قسمه دی :

اعتقادي  اوعملي .

اعتقادي منافقت:په ژبه ايمان راوړل اوپه زړه کي دايمان نه قبلول،دې ته اعتقادي منافقت ويل کيږي
په دې سره انسان کافرکيږي .

عملي منافقت:

دې ته ويل کيږي چي په ژبه ايمان راوړي،په زړه کي تصديق هم لري خوعمل يې  دايمان دغوښتنوسره سم نه وي،دالله پاک ټول احکامات مني خوعمل يې  کمزوری وي .
اعتقادي منافقت خومعلوم دی چي هغه کفردی دعملي منافقت ځيني علامات شته،داددې لپاره ذکرکووترڅوځان ترې وژغورو لکه څنګه موچي مخکي يادونه وکړه .

دامنافقت هم کله کله انسان کفرته رسوي کله چي څوک داکارونه هميشه کوي.
عن ابي هريرة رضی الله عنه قال :قال رسول الله صلی الله عليه وسلم :
آية المنافق ثلاث زادمسلم وان صلی وصام وزعم انه مسلم ثم اتفقا:اذاحدث کَذَبَ وَاذَاوَعَدَاَخلَفَ وَاذَاائتُمنَ خَانَ .(متفق عليه)
له ابوهريره رضی الله عنه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل: دمنافق درې علامې دي،له دې وروسته مسلم داخبره زياته کړې :که څه هم لمونځ کوي،روژه نيسي اوګمان کوي چي دی مسلمان دی ،بيادواړه(بخاري اومسلم)متفق دي(هغه درې دادي)
{1}چي کله خبري کوي درواغ وايي
{2}کله چي وعده(ژمنه) وکړي مخالفت  ئې  کوي .
{3}چي کله امانت ورسره کيښودل شي په هغه کي خيانت کوي .(بخاري اومسلم)
تشريح :په دې حديث شريف کي ويل شوي چي  دمنافق دادرې نښي  دي، داکه په چاکي موجودي وي هغه منافق دی .
سوال دادی چي داخواعمال دي
په دې سره څنګه څوک  منافق جوړيږي؟ ددې سوال  څوځوابونه دي:
(1)په دې حديث کي هغه څوک مراددی  چي هغه داکارونه جای  زبولي.
(2) له نفاق څخه  عملي نفاق  مراددی

(3)ترټولوغوره قول دادی چي څوک داعملونه هميشه کوي هغه منافق دی ځکه هميشه والی   په دې اعمالوسره انسان کفرته رسوي،په دې خبري باندي دليل لفظ داذادی چي معنی یې داسي ده: کله چي خبري کوي دروغ وايي،کله چي ژمنه وکړي،مخالفت یې کوي اوکله چي  امانت ورسره کېښودل شي خيانت پکي کوي . دمؤمن صفت دادی  چي کله ترې  دروغ وويل شي ،له  الله جل جلاله ويريږي، توبه باسي اوپه خپل  دې  ناوړه کارپښېماني څرګندوي .
دروغ يوډېربدعادت دی،خومتاسفانه ډېرزيات خلګ پکي مبتلادي .
په دين کي دروغ ويل خوبياډېرسترجرم دی .
واذاوعداخلف :يعني کله چي دراتلونکي وخت لپاره دخيرښېګړي وعده وکړي،دمخالفت اراده یې لري.دشردوعدې   خلاف کول ضروري دي، خامخابه له هغه کاره انسان  ځان ژغوري.
دشراوګناه په هکله دشوې ژمني مخالفت کول ګناه نه لري  بلکي دثواب لامل دی .
اَخلَفَ يعني دوعدې دکولوپه وخت کي اراده دمخالفت کوي  چي زه په خپلي دې ژمني وفانه کوم بلکي مخالفت به ترې کوم .
که څوک له چاسره وعده   وکړي اونيت یې دمخالفت نه وي،له وعدې وروسته  يومانع اوشرعي ضرورت ورته پيش شي چي دهغه له امله  ترې دوعدې خلاف وشي نوداسړی  نه منافق دی   اونه ګناهګارځکه له ده څخه  مخالفت دمجبورۍ له امله وشوچي دده له مخکي  اراده نه وه .
واذا ئتُمنَ خَانَ :يعني کله چي امانت ورسره کېښودل شي چي خلګ یې په يوه کاريايوې خبري باندي امين وګرځوي،دی خيانت پکي کوي .

لکه څنګه چي دمال امانت وي داسي دخبروهم امانت وي،که چاداسي خبره درته وکړه چي هغه غوښتل چي داخبره چاته مه کوه نودهغي خبري کول هم بل چاته په امانت کي خيانت دی  په حديث کي راغلي دي المجالس  بالامانة مجلسونه امانت دي دهغوافشاکول هم ګناه ده.
بياامانت عام دی که دبندګانووي لکه عهده،مال ،خبره ياداچي څوک  ورته ووايي : زماماشومانوته سبق وايه،دی چل   کوي، وخت هسي تيروي،ياپه تدريس کي له اړتياپرته غيرحاضرياني کوي.ياله چاسره مزدوروي  هسي وخت تيروي،ناراستي کوي صرف تنخايې  مقصدوي اوکارنه کوي  داټول صورتونه د خيانت دي.

يادالله تعالی امانت وي لکه دالله  عبادات په صحيح طريقه نه کول،داهم په خيانت خيانت دی.
په دې حديث کي یې دادرې خصلتونه په ځانګړي ډول دمنافقت ذکرکړي دي ځکه  په دې دروخصلتونوکي مخالفت شته چي دمنافقت اساس دی ځکه منافقت  له ظاهر(ښکاره)څخه   دباطن(يعني دزړه)مخالفت ته ويل کيږي .
په دروغوکي دحقيقت خلاف خبره وي.
دامانت حق دادی چي بايدخپل خاوندته ورورسول شي په هغه کي خيانت مخالفت دی .
دوعدې خلا ف خوڅرګنداوښکاره دی چي هرڅوک پرې پوهيږي..
په دې حديث کي درې علامات دمنافقت ذکرشوي دي په نورواحاديثوکي زيات ذکرشوي دي په دې کي هيڅ ډول تعارض نشته بلکي دوحی دتعددپه اعتبارسره بيان شوي دي اويادمجلسونوداختلاف په اعتبارسره بيان شوي دي .

له عبدالله بن عمررضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمای  لي دي :په چاکي چي داڅلورخبري موجودي وي هغه پوره اوخالص  منافق دی اوپه  چاکي چي يوعادت له هغوڅخه وي په هغه کي يوخوی   دمنافقت موجود دی،ترڅوچي هغه پرېږدي (هغه څلورخويونه دادي)
1.                   کله چي ورسره امانت کيښودل شي په هغه کي خيانت کوي .
2.                   چي کله خبري کوي درواغ وايي .
3.                   چي کله وعده وکړي  مخالفت یې کوي.
4.                   چي کله جنګ کوي نوښکنځل کوي . (بخاري اومسلم)
دحديث مطلب دادی :  چي په چاکي داکارونه پيداشي اوعادت   يې وګرځي  او هميشه یې کوي نوداسړی  منافق دی   ځکه مؤمن سړی په دې کارونوباندي  هميشتوب نه کوي که یې وکړي،توبه ترې باسي .

واذاخاصم فجر:چي کله له چاسره جګړه کوي نوښکنځل کوي،پوچه خوله پرېکوي اودرواغ وايي.
فجورپه اصل کي الميل عن القصدته وایي يعني  چي کله جنګ کوي نوله حقه باطل ته اوړي .
په دې حدیث کي ويل شوي  چي څوک په جګړه کي ښکنځل کوي په هغه کي د منافقت علامه موجوده ده اومنافق ورته ويل کيږي،نو دهغه چابه څه حکم وي چي له   جګړي پرته په ګپوکي هم ښکنځل کوي لکه ددې زمانې  ناپوهان ځوانان  چي سره وويني،دسلام پر ځای   له ښکنځلو   پيل کوي :دفلاني  زويه چيري وې؟آياداکاربه دمنافقت نه وي . په داسي  حال کي چي   دجګړې  په حالت کي ترډېره دانسان خپل نفس په کنترول کي نه وي په دې حالت کي هم  دادمنافقت علامه ده نوهغه خلګ دي ځانته   سوچ وکړي چي ښکنځل يې عادت وي چي ددوی  به څه حال  وي ـ
دااحاديث بايدهرسړی   لومړی   ځان ته متوجه کړي چي داصفتونه په ماکي شته کنه ؟
که په چاکي وي،دځان علاج دي وکړي اوکه نه وي،دالله جل جلاله شکردي اداکړي اودچاپيريال داصلاح په کوشش کي دي شي .
متاسفانه دډېروخلګوداعادت وي چي کله ددين  خبره واوري نوپرځای ددې چي دځان علاج وکړي دنوروعيبونوته ځيرشي  چي په پايله کي  نه يوازي داچي ځان له خيره محروم کړي بلکي ځان ته لوی تاوان ورسوي چي دنورومسلمانانوپه عزت کي ولوېږي اوغيبت ئې وکړي .

وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله وصحبه اجمعين

عصمت الله عزام
صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: