مفت جنت غواړې که په پیسو دوزخ؟!

 

یوه سپین ږیري خپل زوی ته وویل: زویه! ته پوهېږې چې جنت وړیا دی او اور په پیسو دی؟

زوی وویل: پلاره! دا څنګه؟!

پلار وویل: اور یا دوزخ په پیسو دی:

هغه چې خمار کوي پیسې به ورکوي

هغه چې شراب څښي پیسې به ورکوي

هغه چي سګرېټ څکوي پیسې به ورکوي

هغه چې ساز او موسیقي اوري پیسې به ورکوي

هغه چې د بدو کارونو لپاره د باندنیو هېوادونو ته سفر کوي پیسې به ورکوي

او زویه! جنت مفت دی!

هغه چې لمونځ کوي په مفته یې کوي

هغه چي روژه نیسي په مفته یې نیسي

هغه چي استغفار وایي په مفته یې وایي

هغه چې د الله جل جلاله له وېرې له حرامو څخه سترګي پټوي په مفته یې پټوي

په آخر کې وایم: مسجدونه وړیا دي خو د رقص ځایونه په پیسو دي.

اوس نو ستا څنګه خوښه ده، غواړې چي په اور پیسې ورکړې او که په مفته جنت ته ولاړ شې!

مولوي عنايت الله علمي صاحب

لیکنه : احمدجنیدمبارز

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب