مطالعه څنګه دود کېدای سي؟

دا پوښتنه چې مطالعه څنګه دود کېدای شي ډېره زړه ده، خو نوي اړخونه هم لري، موږ اورو چې بايد کتابونه ولولو خو کوم کتابونه؟ څنګه کتابونه او …

۱ ـ تاسې وينې چې د اکثره افغانانو اقتصاد کمزوری دی او وايي چې که سل افغانۍ په کتاب وروکوم ښه داده چې ډوډۍ پې واخلم چې پچيان مې وږي نشي، دا دليل سم دی چې خېټه مړول د ژوند اوله اړتيا ده، خو که هره ورځ درې افغانۍ د کتاب لپاره هم بېلې کړو او د مياشتې په پای کتاب پرې واخلو ډاډه يم چې نه به مو ډوډۍ کمه شوې وي او نه به مو ماغزه له فعاليت لوېدلي وي.

۲ ـ په افغانستان کې اکثره کتابونه له کره کتنو او ارزونو پرته چاپيږي، يو کس راپوته شي خپلې بابولالې راټولې کړي او د کتاب په بڼه يې خپرې کړي. دا داسې کتاب وي چې د زده کړې شئ نه پکې موندل کيږي او چې چاته په لاس ورشي نو له نورې مطالعې يې هم زړه توری کړي. اړينه ده چې د افغانستان علوم اکاډيمي مرکز او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د يادې ستونز د حل په موخه جدي او آساسي اقدام وکړي.

۳ ـ د ښوونځي ملعمان او د پوهنتونونو استادان اړ دی چې کتاب لوستنې ته تر بل هرڅه زيات کمپاين وکړي، زموږ يو استاد وو ( عایل) کتاب ته، مطالعې ته او د پوهې لاسته راوړلو ته به داسې انګيزه راکوله چې ته وا چور دی او بايد چې نوي کتابونه ژر واخستل شي او په بيړه ولوستل شي.

نو د ټولو استادانو په ګډون له رسنيو او د فکر له خاوندانو هيله کيږي چې خپل وګړي د کتاب لوستلو ته وهڅوي. کتاب لوستل د ويښې ټولنې نښه.

your ads

۴ ـ ځينې کتابونه چې د نړۍ په نورو ژبو چاپيږي موږ ورته لاس رسی نه لرو، يو نيم يې هغه وخت را ژباړل کيږي چې ښه ډېر وخت پرې وتلی وي، ترڅو چې بيا موږ ته په لاس  راځي اکثره موضوعات يې بدل شوي او نوي شوي وي. تاسې ټولو به اورېدلي وي چې ايران د اونۍ په دا خېل خامخا هغه کتاب په فارسي ژباړي چې د نړي په بله ژبه خپور شوی وي. دا چې موږ لار تر اوسه د اطلاتو او کلتور په وزارت کې د ژباړې کوم مرکز يا نلرو او يا که وهم په نشت حساب دی، دا ستونزه نوره هم جدي شوې ده . دغه وزارت بايد پدې برخه کې هم ګړندي، درانه او هر اړخيز ګامونه واخلي.

۵ ـ يو ځای مې لوستي وو چې د اېټاليا هېواد په زندانو نو کې چې کوم بندي څومره زياته مطالعه کوي په هماغه اندازه يې د بند ورځې کميږي خصوصا د هغه کتابونو د مطالعې امتياز ډېر دی چې د دولت لخوا ورته ټاکل شوي وي.

۶ ـ  په افغانستان کې ژباړه، ليکوالي او… يو بې مزده کار دی، کتاب چاپلول هم اکثره وخت د اړتيا په موخه نه بلکې د يوه شخص يا ليکوال په ذوق ليکل کيږي او خپريږي.

که دولت يا نورې مرستدويه موسېسې ليکوالو ته يو مناسب مياشتنی معاش ورکړي او د کتاب د چاپ لګښتونه يې هم ومني نو ښکاره ده چې ليکوال به زړه ښه کړي او خپل کار به دوه ځل ورته مهم شي. يو دا چې د خوښې کار به يې وي او بل دا چې همدا کار به مادي ګټه هم ورته ولري، نو د کتاب عام کېدو، ډېرېدو… يو نوی باب به پرانستل شي.

کېدای شي ځينې کسان استدلال وکړي چې کتاب بايد د خپل معنويت، شخصت، پوهې او مينې په آساس وليکل شي، د دوی منطق سم دی خو ماديات د ژوند اړتيا ده اوس اکثره ليکوال خپل زيات وخت د روزۍ په ګټلو او کم وخت په کتاب خپرولو لګوي او په هغه صورت کې به زيات وخت ليکوالۍ ته ورکړای شي.

۷ ـ د کتابتونونو زياتېدل: ـ  شخصي کتابخانې په هغه ولايتونو کې زياتې دي چې خلک يې خامخا کتابونه اخلي او مطالعه کوي يې، او په ځينې نورو ولايتونو کې چې د خلکو اقتصادي او علمي سويه يې ټيټه ده شخصي کتابتونونو ځکه نشته چې ګټه نلري.

که د اطلاعاتو اکلتور وزارت د راتلونکي کال په تخصيصاتو کې هر ولايت ته يوازې دوه دوه لکه افغانۍ د کتابونو د پېرلو او کتابخانو جوړولو لپاه وليږي نو حتمي به دولت او راتلونکی وخت مثبت ګټه ترې واخلي.

ددې تر څنګ هر کورنۍ بايد خامخا په خپل کور کې يو وړه او د خپل وس مطابق کتابخانه ولري چې ماشومان يې دا درک کړي چې کتاب نه يوازې په ښوونځي بلکې په کور کې هم مهم دی.

 

۸ ـ د ټولنيزو رسنيو اکثر هغه کارونکي چې کولی شي د کتاب په ارزښت خبرې وکړي او مهم کتابونه خلکو ته معرفي کړي بايد د نورو فعاليتونو تر څنګ دغه کار هم په خپلو اږو واخلي او هغه کتابونه چې نوي چاپيږي، مهم دي او لوستل يې د نورو ګټو تر څنګ فکري ترميم ته زيات ګټور ثابتيږي معرفي کړي او ټينګار وکړي چې دا کتابونه بايد ولوستل شي.

۹ ـ د هر چا چې ورور، زوی… له پوهنتون يا کوم بل اکاډيميک مرکز فارغيږي، په لمانځغونډه کې فارغ شوي کس ته که خپل عزيزان د ګلونو پر ځای کتابونه ډالۍ کړي نو د کتاب په اهميت به يو نوی تاکيد وشي، دا خبره چې تکړه انځور ګر حميد الله ارباب کړې وه خوښه مې شوه او د کتاب د ارزښت مهم راز دی او کولی شو په همدې طريقه هم خلک وهڅو چې تر پوهنتون وروسته هم کتاب لوستل اړين دي.

شايد نورې لارې چارې هم وي، خو د نني وخت هر هغه افغان چې د مطالعې لپاره کمپاين کولی شي بايد خپل استعداد ونه سپموي او خلک وهڅوي چې کتابونه ولولي. مطالعه مو افکار روزي، مطالعه مو له نړۍ خبروي، مطالعه مو ماضي ته ورستنوي، د وحشت تابلوګانې درباندې ګوري او د راتلونکي ژوند سمه بڼه او پلان په لاس در کوي، مطالعه مو تخيل روزي، عالي تخيل مو له اکثره ناوړه عمالو را ګرځوي، مطالعه مو ټولنيزه، دينې، کلتوري، سياسي، نړواله، تاريخي … پوهه زياتوي او د اصلاح او پرمختګ کنجانې په ګوتو درکوي چې د دماغ بند کلپونه، پرانيزئ او تياره ماغزه مو روښانه وساتئ. نو مطالعه، مطالعه او مطالعه.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب