مسلمان دعوتګر ځان ته نيك ملګري غوره كوي
“له ابو موسى اشعري رضی الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلی الله عليه وسلم و فرمايل :
« إِنَّمَا مَثَلُ الْجَلِيسِ الصَّالِحِ وَالْجَلِيسِ السَّوْءِ كَحَامِلِ الْمِسْكِ وَنَافِخِ الْكِيرِ فَحَامِلُ الْمِسْكِ إِمَّا أَنْ يُحْذِيَكَ وَإِمَّا أَنْ تَبْتَاعَ مِنْهُ وَإِمَّا أَنْ تَجِدَ مِنْهُ رِيحًا طَيِّبَةً وَنَافِخُ الْكِيرِ إِمَّا أَنْ يُحْرِقَ ثِيَابَكَ وَإِمَّا أَنْ تَجِدَ رِيحًا خَبِيثَة ً » [رواه مسلم]
د صالح ملګري او بد ملګري مثال د مشكو د را باروونكي او په بنۍ كې د پو كوونكي اهنګر په څير دى ، د مشكو را باروونكى يا په خپله د مشكو نه دركوي يا به يې ته ترې (په پيسو) اخلې او يا به يې پاكيزه بوى تا ته رسيږي هر چې د اهنګر په بنۍ كې پو كوونكى دى يا دې جامې در سوځوي يا يې بد بوى تا ته در رسيږي ”
« عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ( عَنِ النَّبِيِّ قَالَ : الْمَرْءُ عَلَى دِينِ خَلِيلِهِ فَلْيَنْظُرْ أَحَدُكُمْ مَنْ يُخَالِلْ »[متفق عليه]
“له ابو هريره رضی الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلی الله عليه وسلم و فرمايل : هر كس د خپل ملګري په دين (لاره طريقه ) وي ، نو په تاسې كې بايد هر كس دا پاملرنه وکړي چې له څه ډول كس سره ملګرتيا كوي”
انسان په خپل طبيعت كې يو ټولنيز موجود دى، الفت خوښوي له ملګرو سره مينه كوي څنګه چې مرغان هر يو د خپلې نوعې سره الوزوي ، انسان هم د خپلو امثالو او هغو كسانو سره يو ځاى كيږي چې له هغوى نه د مينې او اطمينان احساس كوي .
مينه د انسان په ژوند كې يوه مهمه قضيه ده ، انسان خپل هغه پروردګار سره مينه كوي چې دى يې په غوره صورت پيدا كړى، خپل هغه مور او پلار سره چې د ده د پيدايښت سبب شول او په ماشومتوب كې يې په غيږ كې اخيستى وه غذا يې وركوله او د ځوانۍ په دور كې يې ورته پاملرنه كوله ، مينه لري . خپلو ورونو ، خپلوانو او ګاونډيانو سره مينه كوي او كه په مينه كې غټ زړه ولري نو بيا ټولو خلكو سره مينه كوي او د خير او عافيت هيله ورته لري .
دې سره يو ډول بله مينه هم شته چى سړى يې د يو شمير داسې خلكو سره لري چې د نورو نه يې ځان ته غوره كړي وي . د دوى سره په ملاقات باندې د آرامتيا احساس كوي او په خبرو كې پرې ډاډه وي . كه د څه ستونزې سره مخامخ شي د دوى لور ته ور منډه كړي او كه تكليف ورته ورسيږي هغوى ورته را منډه كړي، دوى (اصدقاء ) ملګري دي .
د الله تعالى د رضا لپاره د دوستۍ عاطفه عامه ده ، خو ولې د ملګرتيا او صداقت عاطفه خاصه ده . رسوالله صلی الله عليه وسلم ټولو سره مينه كوله . خپلو يارانو سره يې مينه كوله او هغوى له ده سره مينه كوله . او هر چا احساس كولو چې دى د نورو په نسبت رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ډير نږدې دى ، د دې سره سره يې يوه ورځ د جومات لور ته ټولې ورخلاصې كړكۍ بندې كړي ، يوازې د ابو بكر رضی الله عنه كړكۍ يې همداسې پريښوده . او يوه ورځ چې ځينې صحابوو له ابوبكر رضی الله عنه سره په څه خبره كې اختلاف او جنجال وكړ رسول الله صلی الله عليه وسلم و فرمايل :
« إِنَّ اللَّهَ بَعَثَنِي إِلَيْكُمْ فَقُلْتُمْ كَذَبْتَ وَقَالَ أَبُو بَكْرٍ صَدَقَ وَوَاسَانِي بِنَفْسِهِ وَمَالِهِ فَهَلْ أَنْتُمْ تَارِكُوا لِي صَاحِبِي مَرَّتَيْنِ فَمَا أُوذِيَ بَعْدَهَا » [رواه البخاری]
“زه الله تعالى تاسې ته راوليږلم او تاسې وويل : دروغ وايې خو ابوبكر رضی الله عنه زما تصديق وكړ او په مال او ځان يې زما ملاتړ وكړ ! نو ايا زما ملګرى راته پريږدئ ؟ ! دا خبره يې دوه ځله وكړه ، له دينه وروسته بيا ابوبكر رضی الله عنه هيڅ ونه ځورول شو”
نو چې كله دا موضوع دومره اهميت لري او هر څوك د خپل ملګري په دين وي او په مثبت يا منفي شكل ترې اغيزمن كيږي ، اسلام هم دې موضوع ته جدي پاملرنه كړې او خپلو پيروانو ته يې حكم كړى چې بايد په دې كار كې د پوره دقت نه كار واخلي او پام وكړي چې له څه ډول كس سره ملګرتيا كوي او څنګه ملګرتيا ورسره كوي .
بايد خپل ملګرى د صالحو خلكو له منځ نه غوره كړي او د ملګرتيا حقيقت يې و ازمايي په دې اړه ځان پوره ډاډه كړي ځكه څنګه مو چې وويلې د ملګرتيا تاثير يو پر بل باندې ډير ژور وي او يو د بل عاداتو ته په خپل شخصيت كې ځاى وركوي ، څومره زيات ليدل شوي چې سړى په هغه لور ځي چې ملګرى يې غواړي .
رسول الله صلی الله عليه وسلم د ډير اهميت له كبله دا موضوع د يوه مثال په ضمن كې بيان كړې چې د نيك ملګري مثال د مشكو د پلورونكي په څير وي چې د مشكو بوى ترې خپريږي د بد ملګري مثال د اهنګر په بنۍ كې د پوكوونكي په څير دى چې پرته له لوګي او توروالي نه سړي ته بل څه نه وركوي .
مسلمان دعوتګر چې د اسلام لور ته په دعوت كولو ايمان لري او دا عقيده لري چې غوره او درست حل د فرد او ټولنې د ستونزو لپاره ، همدا اسلامي د عوت دى په همدې عقيده را خوځيدلى اسلام په خپل ځان تطبيق کوي او نور خلك همدې كاروان سره يو ځاى كيدو ته رابللي . همدا دعوتګر چې خپل پاكيزه بوى په ټولنه كې خپروي، خلكو سره د الله جل جلاله لپاره مينه كوي ښه چلند ورسره كوي او په ورين تندي ورسره مخامخ كيږي ، دوى باندې مهربان وي په ډير اخلاص سره ورته نصيحت كوي . نه د دوى غيبت كوي او نه نورو ته د دوى د غيبت اجازه وركوي ، له بې ځايه جنجالونو او ځوروونكو ټوكو نه ډډه كوي خلكو ته په ځان باندې ترجيح وركوي . له دوى سره رښتنى وي چل ، خيانت او ټګي نه ورسره كوي . تل د خلكو خير غوښتونكى وي د نيكو اخلاقو څښتن ، حياناك ، نرم ، مهربان او مشفق وي .
دا مسلمان دعوتګر مخلص ملګري ته اړتيا لري تر څو د هغه په مرسته خپلې نيمګړتياوې بشپړې كړي . نو كه د داسې ملګري په انتخابولو كې موفق شو او نيك ملګرى يې غوره كړ، دا ملګرى به يې د مسؤليتونو په ادا كولو او د نورو د حقوقو په ساتلو كې يار او مرستندوى وي ، كه چيرې غلط شي ملګرى به يې سمې لارې ته راولي او كه حرامو ته نږدې شي ، ور څخه به يې وډار كړي او كه د باطل ځواك په وړاندې د كمزورتيا احساس وكړي ، عزم به يې ور قوي كړي او كه د ژوند لارې پرې تنګې شوې د ده او عيال تر څنګ به يې ودريږي په حضور او غياب كې به يې ملاتړ كوي .
خو ولې كه چيرې د ملګري په غوره كولو كې تيروت او ځان ته يې بد او شوم ملګرى غوره كړ ، نو داسې ملګرى به بيا ورته ناروا كارونه ښائسته كوي د منكر لارې به ورته برابر وي او د معصيت فنونو ته به يې ور داخلوي . د غه مهال به دى د هغه كس په څير وي چې په خپل لاس يې ځان د هلاكت د كندې په څنډه اودرولى وي .
الله تعالى فرمايي :
(وَيَوْمَ يَعَضُّ الظَّالِمُ عَلَى يَدَيْهِ يَقُولُ يَا لَيْتَنِي اتَّخَذْتُ مَعَ الرَّسُولِ سَبِيلاً () يَا وَيْلَتِي لَيْتَنِي لَمْ أَتَّخِذْ فُلاناً خَلِيلاً () لَقَدْ أَضَلَّنِي عَنْ الذِّكْرِ بَعْدَ إِذْ جَاءَنِي وَكَانَ الشَّيْطَانُ لِلإِنسَانِ خَذُولاً) (الفرقان ـ ۲۷ ـ ۲۹)
“په هغې ورځ به ظالم انسان خپل لاسونه چيچي او وايي به چې كاشكې ما د رسول لاره نيولې واى . اى زما بدې ورځې كاشكې چې ما فلانى سړى په دوستۍ نه واى نيولى . زه يې له هغه پند نه بې لارې كړم چې ما ته راغلى وه او رښتيا هم چې شيطان د انسانانو غولوونكى دښمن دى ”
پر همدې اساس چې كوم اشخاص د ملګرتيا لپاره غوره كوو ، لكه څنګه چې امام غزالي رحمه الله په “احياء العلوم” كې ذكر كړي ، بايد پنځه صفات پكې مو جود وي :
۱ــ بايد هوښيار وي ، ځكه د احمق سړي په ملګرتيا كې څه خير نه شته .
امام ثوري رحمه الله فرمايي : “د احمق سړي مخ ته كتل هم ګناه ده ”
په يو متل كې وايي چې : “د جاهله دوست څخه هوښيار دښمن ښه وي”
۲ ــ بايد د ښو اخلاقو څښتن وي ، ځكه اكثره عاقلان د شي حقيقت په ښه توګه درك كوي خو ولې كله چې د غضب ، شهوت ، بخل او بزدلۍ غريزه پرې غالبه شي بيا د نفس د هوس مننه كوي ځكه د هغې كمزورتيا له كبله چې د خپلو غرائزو په را ټينګولو او د اخلاقو په برابرولو كې يې لري ، د رښتيا خبرې سره مخالفت كوي . نو پر همدې اساس د دا ډول خلكو په ملګرتيا كې هم خير نه وي .
۳ــ بايد نيك انسان وي له فسق او فجور نه پاك وي . ځكه كوم انسان چې د الله تعالى نه نه ويريږي ، نه شو كولى چې په ملګرتيا او تعهد باندې يې باور وكړو او له ضرر نه يې په امن واوسو .
الله تعالى فرمايي :
(فَأَعْرِضْ عَنْ مَنْ تَوَلَّى عَنْ ذِكْرِنَا وَلَمْ يُرِدْ إِلاَّ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا)(النجم ـ ۲۹ )
“نو اى پيغمبره ! له هغو خلكو مخ واړوه چې زموږ له پند نه يې مخ اړولى او له دنيا يي ژوند پرته يې بل هيڅ هدف نه وي ”
بل ځاى فرمايي :
( وَلا تُطِعْ مَنْ أَغْفَلْنَا قَلْبَهُ عَنْ ذِكْرِنَا وَاتَّبَعَ هَوَاهُ ) ( الكهف ـ ۲۸ )
“او د هغه چا مننه مه كوه چې د هغه زړه مو له خپل ذكر نه غافل كړى ، په خپلو خواهشاتو پسې روان دى ”
۴ــ بايد بدعتي نه وي ، ځكه د داسې كس په ملګرتيا كې ده ته د بدعاتو د راتلو خطر وي . له بل پلوه ، بدعتي چې د پريښودو او مقاطعې وړ وي ، نو څنګه هغه د ملګرتيا لپاره غوره كړو ؟
حضرت عمر رضی الله عنه په هغه اثر كې چې سعيد بن المسيب ترې را نقل كړى فرمايي :
“ځان ته رښتينی ملګرى غوره كړه ترڅو يې په څنګ كې ژوند وكړې ځكه دوى د خوشحالۍ پر مهال سړي ته ښائست وي او د كړاوونو پر مهال ورته توښه او همكار وي . د خپل ورور خبره دې تر هغه مهاله ښه طرف ته اړوه چې بد يې بيخي په ښو غالب شوي نه وي . دښمن نه لرې اوسيږه له خپل دوست نه هم ويريږه مګر هغه چې امانت دار وي، او امانت دار كيداى نشي مګر هغه چې الله جل جلاله نه ويريږي . بدكار سره ملګرتيا مه كوه ځكه ته به يې هم ترې زده كړې او په خپل راز يې مه خبروه او په خپل كار كې داسې كسانو سره مشوره كوه چې الله تعالى نه ويريږي ”
۵ ــ دنيا يې بايد اساسي هدف نه وي ، ځكه په دنيا د حريص سړي ملګرتيا وژونكي زهر دي . څنګه چې د انسان طبيعت په نورو پسې اقتدا او مشابهت خوښوي نو په دنيا باندې د حريص سړي ملګرتيا د سړي لالچ او حرص را پاروي بخل او د مال مينه يې نوره هم ډيروي .
نو مسلمان دعوتګر بايد د ملګرو په غوره كولو كې، خپل ځان ونه غولوي، بلكې په پوره پاملرنه سره بايد داسې انسان غوره كړي چې صالح هوښيار، رښتنی او د ښو اخلاقو څښتن وي ترڅو يې په ملګرتيا سره الله تعالى ته نږدې شي .
يوه غلطي چې بايد تصحيح شي !
كله نا كله ځوانان په يوه اشتباه كې را ګير كيږي او موضوع پرې ګډه وډه كيږي . دلته او هلته ځان ته ملګري پيدا كړي که څه هم چې په ابتدا كې يې دوستي مخلصانه او هر عيب نه پاكه وي ، خو وروسته بيا په كې انحراف رامنځ ته كيږي او دا انحراف كه څه هم په سر كې ډير كم تر سترګو كيږي خو ولې د زمانې په تيريدلو سره يې كړۍ غټيږي . نا څاپه دى په ځان پوهيږي چې د ده ملګري خو د ده ټول احساسات او مشاعر په واك كې اخيستي دي . نو د دې تړاو په تياره كې خپل واجبات او مسؤليتونه هم هير كړي د دعوت ، درس او تعليم په اړه د دوي ترمنځ خبرې تش په خوبونو بدلې شي او دوى دواړه ملګري په عاشق او معشوقه بدل شي يو بل پسې تږي كيږي دا سوځوونكى عشق له دوى نه ټول ديني فرائض او دنياوي مسؤليتونه هير كړي .
په نتيجه كې تكړه شاګرد كمزورى شي، پلټونكى داعي مهمل او بې فائدې شي او ديني احكامو ته پابند مسلمان د تهمت او تور لګولو ځاى ته واوړي .
هيڅكله نه …… اى ګرانو ځوانانو ! لازمه ده چې خپلو نفسونو او دوستانو ته مراجعه وكړئ او كتاب الله او سنت رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يې وړاندې كړئ كوم چې اسلامي لارښوونو سره موافق وه وې ساتئ او كوم چې د اسلامي لارښوونو سره په ټكر كې وه ترې بيزاره شئ . ځكه د غوږ، سترګې او زړه ټولو په اړه به پوښتنه كيږي .
كوم ملګرى چې تا غوره كړ هغه پر تا ځينې حقوق لري چې په لاندې ډول يې وړاندې كوو :
– ستا په مال كې حق لري ، او دا حق مختلفې درجې لري ، يو دا چې له خپل اضافي مال نه څه وركړې ، دوهم دا چې له خپل ځان سره يې برابر وګڼې او دريم دا چې په خپل ځان باندې ورته ترجيح وركړې چې همدا د ورورولۍ د حقوقو په مراعاتولو كې تر ټولو لوړه درجه ده .
په حديث كې راځي : “كله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د عبد الرحمن بن عوف (مهاجر ) او سعد بن ربيع (انصاري ) تر منځ د ورورولۍ تړون رامنځ ته كړ . سعد خپل ورور عبد الرحمن ته په خپل مال او ځان ترجيح وركړه او ورته يې عرض وكړ چې را ځه خپل اهل او مال در سره نيمايي كوم !! عبد الرحمن په جواب كې ورته وفرمايل : الله تعالى دې تا ته په مال او اهل دواړو كې بركت واچوي ، ماته بازار را وښيه ”
– حاجت يې بايد په خوشحالتيا او ورين تندي سره ورپوره كړې ،
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :
« إن لله تعالى في الأرض أواني ألا وهي القلوب فأحبها إلى الله أرقها وأصفاها وأصلبها أرقها للإخوان وأصفاها من الذنوب وأصلبها » [جامع المراسيل]
“الله تعالى په ځمكه كې لوښي لري چې هغه د انسانانو زړونه دي ، په دې ټولو كې الله تعالى ته غوره هغه زړه دى چې په ټولو کې ډير نرم ، ډير پاك او ډير برابر وي ، ورونو ته ډير نرم وي ، له ګناهونو نه په دې ټولو زړونو كې ډير پاك وي او په دې ټولو كې د الله تعالى په دين كې ډير برابر وي ”
– د عيبونو ذكر كولو نه يې بايد په حضور او غياب كې چپ واوسې ، ځكه كريم انسان په خپل ذهن كې د خپل ورور نيكي ساتي ترڅو يې په زړه كې ورسره مينه ، احترام او دوستي پيدا شي . هر چې لئيم او بد مخی انسان وي هغه پرته له عيبونو او بديو نه بل څه نه ويني .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :
« استعيذوا بالله من جار السوء الذى عينه تراك وقلبه يرعاك إن رأى خيرا دفنه وإن رأى شرًّا أذاعه » [مسند الديلمی]
“له هغه بد ګاونډي نه پناه وغواړئ ، چې سترګې يې تا ويني او زړه يې ستا په څارنه كې مصروف وي كه خير وويني هغه پټوي او كه بد كار وويني خلكو كې يې خپروي”
څنګه چې واجب ده چې په ژبه باندې د هغه د عيبونو د ذكر كولو نه چپ واوسې، بايد په زړه كې يې هم د عيبونو له ذكر كولو نه چپ واوسې او دا په دې توګه چې په زړه كې پرې بد ګومان ونه كړې ځكه بد ګومان كول په حقيقت كې په زړه كې غيبت كول دي .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :
« حَرَّمَ مِنَ الْمُؤْمِنِ ثَلَاثًا: دَمَهُ، وَمَالَهُ، وَأَنَ يُظَنَّ بِهِ ظَنَّ السَّوْءِ » [مصنف ابن ابی شيبه]
“الله تعالى د يو مسلمان په بل مسلمان درې شيان حرام کړي، وينه، مال، ابرو او دا چې بد ګمان پرې وكړای شي ”
بل ځاى فرمايي :
“ځان وساتئ د ګومان نه ، ځكه ګومان تر ټولو دروغجنه خبره ده ”
– د لغزشونو او تيروتنو نه يې بايد تير شې، هغه شى ترې واخله چې ګټور وي او تيروتنو پسې يې مه ګرځه .
– په دې يې بايد خبر كړې چې ته د الله تعالى د رضا لپاره ورسره مينه كوې ، ته بايد هغه ته او هغه تا ته دعا وكړي او ووايي : ” تا سره دې هغه ذات مينه وكړي چې د هغه لپاره ته ما سره مينه كوې اى زما ربه ! ما او زما ورور ته بښنه وكړې ”
– د خير دعا بايد ورته وكړې
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :
«إنَّ دَعْوَةَ الْمَرْءِ مُسْتَجَابَةٌ لأَخِيهِ بِظَهْرِ الْغَيْبِ عِنْدَ رَأْسِهِ مَلَكٌ يُؤَمِّنُ عَلَى دُعَائِهِ كُلَّمَا دَعَا لَهُ بِخَيْرٍ قَالَ : آمِينَ ، وَلَك بِمِثْلِهِ » [سنن ابن ماجه]
“د سړي دعا خپل ورور ته د هغه په غياب كې قبوله وي د سر سره يې پرښته ولاړه وي او په دعا باندې يې “امين” وايي او هر كله چې د خير دعا خپل ورور ته وكړي پرښته امين كړي او بيا وايي تاته دې هم همدا ډول وي ”
– بايد وفادار او مخلص دوست يې و اوسې !
وفا په دوستۍ او مينه كې ثبات ته وايي . ځكه د هغو اوو كسانو د جملې نه چې الله تعالى يې د خپل عرش د سيوري لاندې دروي، دوه هغه كسان دي چې يوازې د الله تعالى د رضا لپاره يو بل سره مينه كوي د الله تعالى د رضا لپاره يو بل سره يو ځاى كيږي او د الله تعالى د رضا لپاره يو بل نه جدا كيږي .
د نني مسلمان ځانګړتياوې – له کتاب څخه