افغانستان مشاهیرمسلمان پوهاننړۍ مشاهیر

مسلمانان ساينسپوهان – ابوريحان البيروني

د اسلامي نړۍ د دې نامتو عالم اصلي نوم محمد دى ، په (۳۶۲)لېږديز سپوږميز کال د خوارزم په يوه كلي ( بېرون )(1) كې زېږېدلى دى، او د پلار نوم يې احمد دى.

څرنګه چې خوارزم په هغه وخت كې د علم او پوهې مركز و؛ نو د نږدې او لېرې سيمو څخه به خلك د علم د زده كړې لپاره دغه ښار ته راتلل، البيروني هم خپله لومړنۍ زده كړه د خوارزم د واكمن د تره د زوى منصور بن علي څخه وكړه ، منصور بن علي د رياض يو لوى عالم و، دواړو (استاذ او شاګرد) د ساينس په اړه (12) كتابونه ليکلي.

 د سياسي ستونزو د راپيداكېدو له كبله ابوريحان البيروني دې ته اړ شوچې خوارزم پرېږدي او رۍ ته ولاړ شي ، رۍ هغه مهال د طبرستان د واكمن تر ولكې لاندې سيمه وه ، كله چې د خوارزم حالات بېرته مخ په ښه كېدو شول، د وخت واكمن (علي بن مامون) البيروني ته ليك ولېږه چې بېرته خوارزم ته راشي ، علي بن مامون ، البيروني ته په خپل دربار كې ډېر عزت وركړ، په داسې حال كې چې بوعلي سينا هم له وړاندې نه په دې دربار کې موجود و.

كله چې سلطان محمود غزنوي خوارزم ښار ونيوه، ابوريحان البيروني دسلطان محمود غزنوي دربار ته راغى، سلطان محمود غزنوي البيروني ته د څېړنو لپاره يو مركز جوړ كړ.

البيروني څو ځلې د سلطان محمود غزنوي سره هندوستان ته هم تللى دى ، او کوم وخت چې سلطان محمود غزنوي پر سومنات بريد كاوه، البيروني هم ورسره و، د هندوستان ډېر عالمان له البيروني څخه اغېزمن شوي وو، نو له دې كبله هغوى ورته د ( دويا ساګر ) يعنې د پوهې د سمندر لقب وركړى و.

البيروني په اصل كې د طبعي علومو ، نجوم او رياضي عالم و خو په طب ، منطق ، تاريخ ، اثارپېژندنې، دارو پېژندنې او معدن پېژندنې كې يې هم ډېر معلومات درلودل .

البيروني سربېره په خوارزمي او فارسي په عربي ، عبراني ، سرياني ، سانسكريټي او تركي ژبو هم پوهېدى. البيروني ډېرې ليكنې كړې دي، چې د نړۍ مشهورو ژبو ته هم ژباړل شوي دي ، يعني نوموړى نړيوال شهرت لري ، د البيروني د كتابونو او ليكنو شمېر تقريباً (195) ته رسېږي.(2)

 د  البيروني مشهور كتابونه :

(1)   كتاب الهند ،او اثار الباقيه: دا دواړه د البيروني ډېر مشهور كتابونه دي، كله چې د ( كتاب الهند) يا (اثار الباقيه) نوم اخيستل كېږي، نو د هر عالم په زړه كې د البيروني نوم راياديږي.

(2)قانون مسعودي: دا كتاب د سلطان محمود غزنوي زوى سلطان مسعود ته منسوب شوى دى، په دې كتاب كې البيروني زياتره ليکنې د ستورو د پېژندنې په اړه ليکلي دي، ، دغه كتاب د(400) څخه تر (407) لېږديز سپوږميز  كال پورې د جرجانيې د څېړنو په مركز كې ليكل شوى دى ، د دې كتاب په ليكلو سلطان مسعود ډېر خوشحاله شو او البيروني ته يې دومره سره زر ډالۍ كړل چې يوه زورور فيل هم پورته كولاى نه شول، خو البيروني دا ټول بېرته شاهي خزانې(بيت المال) ته وسپارل .

(3)تحديدالاماكن: دا كتاب هم د ستورو د پوهې په اړه ليكل شوى دى، د دې كتاب د لوستلو څخه  معلومېږي چې البيروني د ځينو اړتياوو له كبله په دنياوي چارو كې برخه اخيستې ده، دنياوي چارو د هغه پر ساينسي څېړنو لوى تاثير غورځولى و،په دې كتاب  كې ده په خپله ليكلي دي : ( ما د خليفه مامون په وينا د ځمكې د نصف النهار د معلومولو د الې د جوړولو لپاره د جرجان او اغوز (د تركانو د سيمي) تر منځ يو ځاى ډېر ښه وګاڼه، خو زما مسؤول سلطان قابوس دې تجربې ته زړه ښه نه كړ، د ډېرې ناهيلۍ او خفګان سره سره بيا هم زه د خپل كتاب په ليكلو اخته شوم او بالاخره مې پوره كړ.)

(4)   كتاب الجواهر: دا د البيروني يو بل مشهور كتاب دى ، دا كتاب په دوو ټوكونو كې ليكل شوى دى ، لومړى ټوك يې د قيمتي ډبرو او دوهم ټوك يې د سيمو او د هغو د ځانګړتياوو په اړه ليكلی دى، له دې پرته چې نوموړي د يوناني ، روسي او هندي ژبو څخه كوم معلومات تر لاسه كړي ، هغه يې هم په دې كتاب كې ليكلي دي .

(5)   القمر : دا كتاب نوموړي د لويو ستورو  په اړه ليكلى دى .

 هغه كارونه چې په لومړي ځل البيروني كړي دي:

د البيروني هغه كارونه چې په نړۍ كې تر اوسه پورې تاريخي ارزښت لري دا دي :

(1)   البيروني دا په ثبوت رسولې چې ځمكه په خپل محور ګرځي راګرځي.

(2)   په لومړي ځل د ځمكې عرض البلد او طول البلد البيروني پيدا كړى دى .

(3)   په لومړي ځل د ځمكې څخه د سمندر د تل غوچوالى البيروني پيدا كړى دى.

(4)   په لومړي ځل نوموړي د ډېرو بوټو ځانګړتياوې پيدا كړي  او په مختلفو ژبو يې ليكلي هم و.

(5)   په لومړي ځل البيروني د معدنياتو په اړه بشپړ كتاب ليكلى دى .

(6)   په لومړي ځل نوموړي دا نظريه وركړې وه چې د چينو اوبه له ځمكې څخه د برقي كيمياوي عمل د زوره راوځي.

(7)   په لومړي ځل نوموړي دا نظريه وركړې وه چې د نړۍ ډېر رېګستانونه پخوا د سمندرونو غاړې وې، چې د وخت په تېرېدو سره اوس په وچو بدلي شوي دي، لكه دپاكستان د سندهـ ايالت .

لنډه دا چې البيروني د ډېر كوچنيوالي څخه د علم سره شوق درلود،  هغه د خپل عمر په (17)  كلنۍ كې د ځمكې د نصف النهار د معلومولو لپاره يوه ساده اله جوړه كړې وه.

ياده دې وي چې نوموړي په خپله مورنۍ ژبه (خوارزمي) هيڅ ليكنه نه ده كړې .او  د ژوند په داسې حال كې چې د ( ۷۸ ) كلونو عمر ته رسېدلى و، په (440) لېږديز سپوږميز كال د دې نيمګړي نړۍ څخه د تل لپاره د غزني په ولايت كې سترګې پټې كړې، او بيا همهلته خاورو ته وسپارل شو .(3)



(1) په هغه وخت كې د خوارزم اوسېدونكو هغو خلكو ته چې د كليو څخه به ښار ته راتلل ( البيروني ) ويل ، څرنګه چې ابوريحان هم د يوه كلي څخه ښار ته راغلى و نو له دې كبله دى هم په ( البيروني ) مشهور شوى. اسلام كے سو عظيم شخصيات (611)مخ.

(2) معارف مجله درېيم كال شپږمه ګڼه (2001)ز كال پېښور، (3) مخ .

(3) اسلام كے سو عظيم شخصيات (611) مخ.

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: