مسلمانانو تعداد په نړۍ او اروپايي هیوادو کې

په  اوسنۍ دنیا کې د مسلمانانو شمېر يو مليارد او اوو سوه ميليونو كسانو ته رسېږي. يعنې د نړۍ د مخ په هرو څلورو كسانو كې كابو يو كس مسلمان دى . د مسلمانو او د نورو اديانو د پيروانو د نفوس په اړه یوه وروستۍ او جامع څېړنه امريكن پيو ريسرج سنټر فورم كړې ده. له دې څېړنې سره سم په نړۍ كې د مسيحيانو شمېر دوه زره دوه سوه پنځۀ اویا ميليونو ته رسي.

  د نړۍ په هغو پنځو ملكونو كې چې تر ګردو ډېر مسلمانان پكې ژوند كوي يوازې يو ملك په منځني ختيځ كې دى. اندونيزيا ، پاكستان او بنګله دېش د نفوسو د اسلامي دنيا اوله ، دويمه او دريمه درجه هيوادونه دي. مصر چې په منځني ختيځ كې واقع دى ، په پنځم نمبر كې دى.

  له همدې څېړنې سره سم، په روسيه كې د مسلمانانو شمېر د سوريې او ليبيا تر نفوس ډېر دى او د چين د مسلمانانو شمېر د سوريې هومره دى.

  دغه مطالعه په کابو ټولو ملكونو كې شوې ده او د غربي دنيا د سياستونو د جوړولو لپاره خاص اهميت لري. د مسلما نانو د نفوس د معلومولو په باره كې په امريكا ، انګلستان او د اروپايي اتحاديې په نورو هيوادونو كې وخت په وخت سروې ګانې شوې دي خو ويل كېږي چې همدا اوسنۍ سروې تر ګردو جامع او اعتباري سروې ده.

  له همدې وروستۍ سروې سره سم، په هرو دريو مسلمانانو كې دوه كسه په اسيا كې اوسي. د اروپا د مسلمانانو شمېر اوس تر څلویښت  ميليونو ته رسي. د تركيې په یو اتیا ميليونه نفوس كې تر نوي فيصدو زيات مسلمانان دي.

  دې سروې يوازې د دينونو په برخه كې نه بلكې د مذهبونو په برخه كې هم احصاييې وړاندې كړې دي. دغه سروې اټكل كوي چې په اسلامي نړۍ كې د شيعه وو شمېر د لس او ديارلس فيصدو تر منځ دى. پاتې مسلمانان سنيان دي.

مسلمانانو نفوس په هیوادونو کې:

 د پيو ريسرچ سنټر له معلوماتو سره سم ، مسلمانان چې د نړۍ دويم لوى دين د همدوى دى ، په اكثرو ملكونو كې د اقليتونو په توګه ژوند كوي. په هندوستان كې يو سلو دوه اویاميليونه مسلمانان اوسي. په اتيوپيا كې شاوخوا دیرش ميليونه مسلمانان، په چين كې دوه ويشت ميليونه مسلمانان ، په روسيه كې شپاړلس ميليونه مسلمانان او په تانزانيا كې ديارلس ميليونه مسلمانان ژوند كوي. دغه احصاييه وايي چې په دقيق ډول د نړۍ په هرو سلو كسانو كې درويشت كسان ځان ته مسلمان وايي.

د مطالعاتو دغه مركز اټكل كوي چې په راتلونكو پنځه ویشت كلونو كې به د نړۍ په هرو سلو كسانو كې پنځه دېرش كسه مسلمانان وي او د مسلمانانو شمېره به تر دوه زره پنځوسم كاله پورې نوره هم زياته شي. په دوه زره پنځوسم كال كې به د نړۍ په هرو دوو كسانو كې يو كس مسلمان وي. دغه مركز د نړۍ د كابو ټولو هيوادونو د مسلمانانو په اړه معلومات خپاره كړي دي.

  په امريكا كې د مسلمانانو شمېر دوه ميليونه دى چې د امريكا د ټول نفوس صفر اعشاريه اته فيصده تشكيلوي. په جرمني كې د مسلمانانو ټول شمېر څلور ميليونو ته رسي چې د دغه هيواد پنځه فيصده نفوس تشكيلوي. په انګلستان كې شپږويشت لكه مسلمانان اوسي چې د دغه هيواد د نفوسو په سلو كې دوه اعشاريه اووه فيصده برخه ده. د فرانسې په هرو سلو اوسېدونكو كې يو كس مسلمان دى. د فرانسې د مسلمانانو تعداد درې ميليونه او شپږ سووه زرو ته رسېږي. د البانيا اتيا فيصده يعنې دوه نيم ميليونه اوسېدونكي مسلمان دي. په بوسنيا هرزه ګونيا كې كې دوه نيم ميليونه مسلمانان اوسي چې د دغه ملك د ټول نفوس څلوېښت فيصده خلك كېږي. كاسوو دوه ميليونه مسلمانان لري يعنې نهۀ اتيا اعشاريه شپږ فيصده خلك كې مسلمان دي. په اذربايجان كې په هرو سلو كې كسانو كې نهۀ نوي كسه مسلمان دي. په دغه هيواد كې اتۀ ميليونه او اتۀ سوه زره كسان مسلمانان دي. په اوزبكستان كې شپږنوي اعشاريه درې فيصده خلك مسلمان دي او د مسلمانو شمېشر يې شپږويشت ميليونه اعشاريه پنځه فيصدو ته رسي. د تاجيكستان د مسلمانو شمېر پنځۀ اعشاريه نهه ميليونه دى چې څلوراتيا اعشاريه څلور فيصده نفوس تشكيلوي. په تركمنستان كې په هرو سلو كسانو كې درې نوي كسان مسلمان دي. د دغه هيواد د ټول مسلمان نفوس شمېره څلور ميليونه او اتۀ سوه زره كېږي.

  د ګارډين ورځپاڼې ليكوال پيتر بيومونټ وايي چې دغه اوسنۍ احصاييه به له لويديځو هيوادونو سره مرسته وكړي چې په خپلو خاورو كې اوسېدونكو مسلمانو اقليتونو ته لا زياته توجه وكړي او په خپلو پلانونو او پروګرامونو كې مسلمانان د يو مهم اقليت په توګه وشمېري. دى وايي چې :

  ( دغه حقيقت چې مسلمانان يوازې د منځني ختيځ خلك نه دي بلكې په ګرده دنيا كې د زياتېدو په حال كې دي او داسې ورځ راروانه ده چې تر مسيحيانو به د مسلمانانو شمېر زيات وي، دا له لويديځو سياستوالو سره مرسته كوي چې په خپلو خارجي پاليسيو كې په نويو بيلانسونو پسې وګرځي. )

 د مسلمانانو د شمېر په باره كې نوي معلومات روسيې، چين ، امريكا ، او د اروپايي اتحاديې لويو هيوادونو ته دا پوهه وركوي چې د مسلمانانو په اړه نوې پاليسۍ جوړې كړي .

  د نړۍ په مختلفو ګوټونو كې مسلمانان مخ په زياتېدو دي خو جنوبي امريكا يوه داسې ساحه ده چې نه عيسويان او نه مسلمانان پكې د ډېرېدو په حال كې دي.

 د مسلمانانو د شمېر د زياتوالي په باره كې په وروستيو كلونو كې دقيق معلومات د دې سبب شوي دي چې د نورې نړۍ خلك تركيې ته چې د نفوسو په سلو كې نوي برخه يې مسلمانان دي ، ډېره توجه وكړي. تركيه اسلامي هيواد دى خو ورسره له تېرو پنځه اتيا كلونو د دموكراسۍ نظام او پارلماني سيستم لري. په تېرو  څو نوي كلونو كې د تركيې نظام له لازم ثباته برخور پاتې شوى دى. له بلې خوا ، له ټولو مشكلاتو سره سره تركيه يو داسې اسلامي هيواد دى چې منظمه او ثابته وده يې كړې ده. كه څه هم تركيه قومي مشكلات لري او هلته كردو ته د ژبې له دركه او ځينو نورو اړخونو حقونه نه دي وركول شوي ، چې دغه مساله تركيې ته همېشه خطر پېښولى شي، خو بيا هم تركيه يو هغه اسلامي هيواد دى چې له ډېر ثبات او ټيكاوه برخور دى .

  هغه كسان چې په دنيا كې مسلمانان د ځانونو لپاره خطر بولي، اشتباه كوي. له نويو احصاييو سره سم ، مسلمانان د دنيا په اكثرو ملكونو كې په سوله او امن كې ژوند كوي او د تشدد پلويتوب نه كوي. له بلې خوا، مسلمانانو ته که کوم واقعي خطر متوجه دی، هغه د دوی د خپلو افراطیانو له لاسه دی چې د جهاد په نوم مسلمانان ووژني او د مسلمان میشتو هیوادونو نظامونه تخریبوي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب