مسؤلانه خبرې کوه؛ د توري زخم جوړیږي خو د ژبې زخم نه

– دا څه وايي، دا نو بیا څه خبره شوه چه د ژبي زخم د توري تر زخم ژور وي، ژبه څنګه سړي زخمي کوي، ته ځان ته هوښیار وايي خو بیا د ماشومانو خبري کوي. انسان خو سپي نه دي چه سړي وداړي او زخمي يي کړي، خو هو ځیني انسانان په چا خوله لګوي کله چه له چا سره جنګ کوي، سړي ډیر خوږوي چه دا کسان بیا له سپیو هم بدتر دي. خو دا چه په خبرو او یا ژبه سړي زخمي کیږي دا خبره ماته یو څه بل ډول ښکاري.

– ته هري خبري ته په سطحي شکل مه ګوره، همدا خبري دي چه موږ یو بل ورباندي پیژنو، یو بل درک کوو، زموږ شخصیت د همدي خبرو څخه معلومیږي او ته پوهیږي چه په همدي خبروحتي سړي کافر او مسلمان کیږي. په همدي خبرو دي مرګ روا کوي او په همدي خبرو دي سر درنه غوڅوي. تاته خبري ټوکي ښکاري او خپله ژبه داسي کاروي لکه هیڅ مصرف چه ورباندي نه راځي خو په حقیقت کي دا خبري ډیر لوي قیمت لري او انسان د خپلي هري خبري قیمت پري کوي. تا تاریخ لوستلي که نه، که نه نو خپلي انا خو به دي خامخا د منصور کیسه درته کړي وي. هغه يي د همدي خبرو په خاطر وواژه. اوس هم خلک متل کوي چه وايي حال (حق) منصور ویلی سر يې په دار دی.

– نو سړي چه حق وايي سر يي ولي په داریږي؟ حق خو د خداي نوم دي، حق ویل خو فرض عین دي او رښتیا ویل خو زموږ انساني او ایماني وظیفه هم ده.
– لوي به شي او پوي به شي چه زلفي د یار څه معنا. ته پوهیږي چه منصور یوازي نه وو چه په دي لاره کي يي سر وبایله، په تاریخ کي داسي ډیر مثالونه شته چه حق ویلو ډیر انسانان له تیغه تیر کړي دي. له نن څخه څه د پاسه ۴۰۰ کال مخکي ( د فبروري ۱۶ کال ۱۶۰۰) د وخت رومان کلیسا برونو (Giordano Bruno, philosopher and scientist) په دي خاطر ژوندي وسیزه چه ویل يي مځکه د کایناتو مرکز نه دي بلکه د یوي سیاري په توګه د لمر چاپیره ګرزي. هغه يي لمړي اته کاله بندي کړ چه له خپلي عقیدي تیر شي، ټول کتابونه يي ورته وسیزل او کله چه يي خبره ونه منله نو اور يي ورته کړ او ژوندي وسیزه. ته پوهیږي چه سقراط يي هم مجبور کړ چه له میلاد څخه ۳۹۹ کاله مخکي زهر وخوري ځکه د خلکو عقاید يي چیلنج کړي وو او د یونان له خدايانو منکر وو. دي ټولو کسانو خبري کولي چه سرونه يي خوړل. او ته وايي چه خبري څه ارزښت لري.
– خیر له دي تاریخو کیسو به تیر شو، زه ځکه درته وایم چه موږ باید خپلو خبرو ته متوجي اوسو چه د هیواد حالات ډیر نازک دي. موږ په دي تشو خبرو د دوښمن په تله کي کاڼي اچوو او بي له دي چه د خپلو خبرو وزن درک له دوښمن سره مرسته کوو. د امریکي د ۲۰۱۶ کال ټاکني دي په یاد دي چه ټرمپ يي قدرت ته ورساوه، خو جنجال يي تر اوسه هم روان دي، ځکه خلک تور لګوي چه روسيي په دي ټاکنو کي د ترمپ په پلوي مداخله کړي وه. ویل کیږي چه روسيي په زرګونه فیسبوکونه جوړ کړي وو چه له ټاکنو وړاندي عامه افکار د ټرمپ خواته مایله کړي. ته پوهیږي چه امریکایان ښه لوستي او تکړه خلک دي خو بیا هم د تبلیغاتو تر اثر لاندي راغلل او د دومره لوي ملک د ټاکنو پایلي يي بدلي کړي. دا کار زموږ په ملک کي هم روان دي، خلک لګیا دي د خپل نظام خلاف تبلیغ کوي، خلک په فیسبوک، ټویټر، انسټاګرام او نورو ټولنیزو رسنیو کي داسی خبري، پوستونه او نظریات شریکوي چه د زموږ د هیواد د ګټو له پاره زهر دي. د ګاونډیو ملکونو استخبارات هم په دي کار کي لاس لري، خو زموږ زیاتره خلک په نااګاهانه توګه خپلي پښي وهي او دا کار ددي خلکو په ساده توب دلالت کوي. ته فکر وکړه د افغانستان په تاریخ کي په لمړي ځل عوامو ته واک ورکړل شو چه د نظام له مخالفینو سره د روغي جوړي له پاره تګلاره جوړه کړي.

کونډی، بوري، یتمان د جکړي قربیانیان، معلولین او معیوبین په لمړي ځل ددي واک مومي چه خپل اواز د ټولي نړي تر غوږونو پوري ورسوي، خو که تاسو فیسبوک ته لاړشي داسي زهرجن تبلیغات به وګوري، ته به وايي چه که دا جرګه ددي له پاره جوړه شویده چه هیواد خرڅ کړي. خلک په لمړي ځل د سیاسي نخبه ګانو( فرعونانو) له تسلطه خلاص شول، خلکو ځانونه په نظام کي ولیدل، خلکو ولیدل چه ددوي خبري وزن لري ، ارزښت لري او ټوله دنیا غوږ ورته نیسي چه دا ډیر لوي بري دي.
زموږ ډیر لوستي کسان فیسبوکونو ته ناست دي، او په پټو سترګو داسي پوستونه کوي ته به وايي ددوښمن له خوا ډالري معاش ورته حواله دي، خو دا کسان له ډیري ناپوهي دا کار کوي نه به څوک معاش ورکوي او نه به يي څوک تشویقوي.
نیش زدن عقرب نه پي کین است
مقتضا طبیعش این است

موږ او تاسو باید په خپلو بي پرواییو، ساد ه ګیو او کم عقلیو د خپل ملک زخمي ټټر نور زیات زخمي نه کړو او ددي پر ځاي په کار ده چه له عقل څخه کار واخلو او زخمونو ته يي مرهم پیدا کړو. ځکه وطن د مور حیثیت لري او له مور سره بي پروايي کول د ځان سپکاوي دي.

محمد اکبر پیمان

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب