مدينه کې د رسول الله ص لومړنۍ وينا

ابوسلمه بن عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه  وايي: په مدينه منوره كې درسول الله  صلی الله عليه وسلم  لومړنۍ وينا داسې وه: دالله تعالى حمد او ستاينه يې وكړه بيايې وويل:

اې خلکو! له ځان نه وړاندې دنېکو عملونو توښې وليږئ څو مو آخرت کې په کار راشي، او په دې پوه شئ چې تاسو هر يو به مړ کيږئ او ميږې به درڅخه پاتې کيږي او بياچې د الله پاک دربارته وړاندې شئ ستاسو او الله ترمنځ به نه کومه پرده او نه ترجمان وي؛ نو الله جل جلاله  به درته ووايي: ايا زما استازي تاته زما دين نه و در رسولى؟ شتمني او ډېرې لورينې مې نه وې درکړي؛ نو تا له ځان نه وړاندې څه راليږلي دي؟ دى به شاوخواته وګوري؛ خو هيڅ به ورته ترسترګو نشي، بيابه مخامخ وګوري نو له دوزخ پرته به بل څه په نظر نه ورځي

ځانونه له اوره وساتئ اګر که دخورما ديوې ټوټې په مټ هم وي او که چا سره هغه هم نه وي بيادې نيکه خبره وکړي؛ ځکه چې ددې په بدل کې په لسګونو آن اووه سوه نيکۍ ورکول کيږي. والسلام على رسول الله ورحمة الله وبرکاته.

راوي وايي: بل وخت يې بله وينا کوله؛ نو داسې يې وويل: ټولې ستاينې الله لره دي دهغه حمد او ثنا بيانوم، دنفس له شرونو او بدو عملونو له هغه نه پنا غواړو هغه چې څوک په سمه لار کړي، څوک يې بې لارې کولاى نشي او څوک چې بې لارې کړي، بل څوک يې پرلار کولاى نشي، او ګواهي ورکوم چې له الله پرته بل څوک دعبادت وړ نشته هغه يو دى شريک نه لري.

[irp][irp][irp]

غوره خبرې دالله دکتاب خبرې دي، هغه بريالى شو چې الله يې زړه (په قرآن ) ښائسته کړ او له کفر وروسته يې اسلام ته راوست او دخلکو له خبرو يې دقرآن خبرو ته راوست همدا ترټولو کره  او سپيڅلي خبرې دي، هغو سره مينه وکړئ چې له الله سره مينه کوي او له زړه نه له الله سره مينه پيدا کړئ، دالله له خبرو مه مړيږئ او زړونه مه سختوئ ځکه چې خداى پاک په خپل مخلوق کې ځينې کارونه غوره کوي او لوړه مرتبه ورکوي او بيا هغه: غوره عملونه، عبادتونه او نيکې خبرې نوموي او دا په هغو کې دي چې خلکو ته يې حرام او حلال په ګوته کړي دي، يوازې ديو الله عبادت کوئ او شريک ورسره مه نيسئ او په حقه له هغه نه وډارشئ او څه چې په خوله واياست هغه د الله په وړاندې رښتيا کړئ او له يو بل سره مينه پيدا  کړئ  الله هغه چاته په غضب کيږي چې خپله ژمنه ماته کړي.

والسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.([1])

د رسول الله  صلی الله عليه وسلم  دجُمعې وينا :

سعيدبن عبدالرحمن الجمحي رحمه الله وايي: رسول الله  صلی الله عليه وسلم  چې په “بنو سالم بن عوف” کلي کې دجمعې لومړنۍ وينا کوله داسې يې وويل:

ستاينې الله تعالى لره دي، له هغه نه مرسته او هدايت غواړم، پر هغه ايمان لرم او له انکار کونکو سره يې دښمني کوم، ګواهي ورکوم چې الله يو دى هيڅ شريک نه لري او محمد دهغه بنده او رسول دى هغه چې له هدايت، نور او لارښوونو سره يې په داسې وخت کې را وليږه چې دپيغمبرانو لړۍ ځنډېدلې، علم ډېر کم شوى و، خلک بې لارې شوي وو، زمانه لنډه او قيامت ته نږدې شوې وه، څوک چې دالله او رسول ومني هغه سمه لار بياموندله او څوک چې ددوى ونه مني هغه بې لارې او خطا دى او په ګمراهۍ کې ليرې تللى دى، زه تاسو ته دتقواى وصيت کوم؛ ځکه چې ديو مسلمان خپل ورور ته ترټولو ښه نصيحت دادى چې هغه آخرت ته متوجه کړي او دتقوا لارښوونه ورته وکړي؛ نو الله چې دځان په اړه له څه نه ويرولي ياست هغه نه وويريږئ، تردې غوره لارښوونه او نصيحت بل نشته، د الله وېره په هغو چارو کې ترټولو ښه مرسته کونکې ده چې تاسو يې دآخرت په چارو کې غواړئ او څوک چې پټ او ښکاره الله سره معامله سمه کړي، په دنياکې به دنېک نامۍ او دآخرت په سختو او اړينو شيبو کې د زخيرې لامل وي، او چا چې له الله سره معامله سمه نه کړه هغه به په آخرت کې ارمان کوي چې کاشکې له ناکاره عملونو څخه ډېر ليرې واى! او الله تاسو له خپل ځان نه ويروي او هغه پربندګانو ډېر مهربان دى، الله خپله خبره رښتياکوي او ژمنه پوره کوي هغه چې په قرآنکريم کې وايي: مَا يُبَدَّلُ الْقَوْلُ لَدَيَّ وَمَا أَنَا بِظَلَّامٍ لِلْعَبِيد  [ق/ 29]

ژباړه: ماسره خبره نشي بدلېدلاى او نه زه پرخپلو بندګانو ظلم کونکى يم.

[irp][irp][irp]

نو له الله نه په هر وخت کې وويريږئ؛ ځکه چې څوک له الله نه ويريږي، الله دهغه ګناوې له منځه وړي او لوى اجر ورکوي او چا چې تقوا غوره کړه هغه لويه کاميابي ترلاسه کړه؛ ځکه چې تقوا انسان دالله له ويرې، عذاب او عضب څخه ژغوري، او تقوا مخ سپينوي، رب خوشحالوي او درجې لوړوي، ټول له تقوا څخه خپله برخه واخلئ او د الله په وړاندې کمى مه کوئ، الله تاسو ته دکتاب علم درکړى او خپله لاره يې درته روښانه کړې ده ددې له پاره چې رښتوني او درواغجن معلوم کړي؛ نو داسې نيکي وکړئ لکه الله چې تاسو سره نيکي کړې ده او دهغه له دښمنانو سره دښمني وکړئ او دهغه په لاره کې په حقه جهاد وکړئ، همهغه تاسو غوره کړئ او مسلمانان يې ونومولئ، ددې له پاره چې الله هغه کار ترسره کړي چې کيدونکى و، ترڅو هلاکېدونکي له ښکاره دليل سره هلاک او ژوندى له څرګند حجت سره ژوندى پاتې شي او ځواک يوازې الله ورکوي، الله ډېر يادوئ او دسبانۍ ورځې له پاره کار وکړئ؛ ځکه چې د چا له الله سره معامله سمه وي الله يې له بندګانو سره معاملې سموي او داځکه چې دبندګانو پرېکړې الله کوي او دالله پرېکړې بندګان نه کوي، الله دبندګانو مالک دى او بندګان دالله مالکان نه دي، الله ترهرڅه لوى دى او دنيکيو وس يوازې هغه ورکوي.([2])

 ژباړه او راټولونه: عبدالحق حماد


[1] : أخرجه البيهقي[في الدلائل: 2/524] وهذه الطريق مرسلة. كذافي البداية[3/214] وقد اخرج ابن عساكر عن انس اول خطبة خطبها رسول الله صلي الله عليه وسلم بالفاظ اخرى مختصرا كماتقدم.

[2] : أخرجه ابن جرير[2/394] قال في البداية[3/213]: هكذا اوردها ابن جرير وفي السند ارسال. انتهی. وذكره ايضا القرطبي في تفسيره [18/98] بنحوه مطولا بلا اسناد.

[irp][irp][irp]

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب