محمد یاسر عرفات- نوبل ګټونکي مسلمان پوهان

محمد یاسر عرفات

محمد عبدالرؤف عرفات د ۱۹۲۹م کال د اګست په ۲۴مه نېټه د مصر په پلازمېنه قاهره کې نړۍ ته راغی. پلار یې د رخت/ کپړو سوداګر و، مور یې د بیت المقدس له یوې فلسطیني کورنۍ څخه وه.  د ارواښاد عرفات نیکونه پخوا له مصر څخه فلسطین ته تللي او هلته مېشت شوي ول. نوموړی په ماشومتوب کې د کورنۍ غړو یاسر باله. یاسر پنځه کلن و، چې مور یې له دې دنیا سترګې پټې کړې. د مور تر وفات وروسته بیت المقدس کې د ماما کره واستول شو، څو هلته لږ تر لږه د مور مینه ماته کړي. دا مهال نو بیت المقدس د انګریز تر استعمار لاندې فلسطین پلازمېنه و. فلسطینیانو به تل په دې ټکي اعتراض کاوه، چې بیت المقدس دې د اشغال شوي فلسطین پلازمېنه وي.

یاسر عرفات د خپل تېر ژوند په ځانګړې توګه د ماشومتوب په باب ډېر لږ څه ویل. خو د ماشومتوب یوه ترخه خاطره ، چې ځينو ته یې ویلې وه، دا وه چې کله دی د ماما کره تللی و؛ نو یو ځل په نېمه شپه کې د ده د ماماګانو کور ته بریتانوي عسکر ور واوښتل، د کور ټول اوسېدونکي يې سخت وترهول او وهل –ډبول یې هم ورکړل . همدارنګه یې د کور توکي او سامانونه هم ټول مات مات کړل.

یاسر په بیت المقدس کې څلور کاله تېر کړل او بېرته قاهرې ته د خپل ابا غیږې ته ستون شو. د ده مشرې خور د خپلو ماشومو خویندو او وروڼو پالنه کوله. پلار یې دومره مینه نه ورکوله،ځکه ده یې کله هم په ژوند کې چېرته یادونه نه ده کړې، آن دا له دې هم جوتیدای شي، چې په ۱۹۵۲م کال کې چې د عرفات پلار ومړ، نو عرفات یې په جنازه کې هم چا ونه لید.

ښاغلی عرفات لا تنکی اوه لس کلن ځوان و، چې له قاهرې نه یې فلسطین ته په قاچاقي لارو باندې وسلې اړولې. ځکه ده غوښتل، چې د انګریزانو او یهودیانو ضد مقاومت کې وسلو ته اشد ضرورت دی او باید وسلې پریمانه شي.دوه کاله وروسته یې د عربو او یهودیانو په جګړه کې مستقیما برخه واخسته.

مرحوم یاسر عرفات د قاهرې په پوهنتون کې چې هغه وخت «فواد پوهنتون» نوم پرې ایښودل شوی و، زده کړې کولې. خو د غزې په جګړه کې د برخه اخیستو په نیت یې خپلې زده کړې نیمګړې پريښوولې. کله چې په دې جنګ کې عربانو ماتې وخوړه او یهودیان وتوانیدل ترڅو اسرائیلي حکومت رامنځته کړي، نو دی زښت زیات مایوسه شو، دومره ناکراره و، چې هغه مهال یې د امریکا د ټیکساس پوهنتون ته د داخلې لپاره درخواست ورکړی و،له هغه هم تېر شو. خو دا چې د فلسطین د ازادۍ په فکر کې و، نو ښه ورته ښکاریده،چې قاهره کې هم پوهنتون ولولي او هم د خپل هیواد د استقلال او خپلواکي لپاره د ملګرو په موندلو او منظم کولو بوخت شي. همدا و، چې د قاهرې پوهنتون انجنیرۍ پوهنځي ته شامل شو. د پوهنتون سره خوا کې يې ډېر وخت د فلسطیني محصلینو او زده کړیالانو په را ټولولو او د فکر په ورکولو تېراوه.په پای کې په ۱۹۵۶م کې له پوهنتونه د ډګرۍ او سند په اخستلو موفق شو.

یاسر عرفات د زده کړو تر پای ته رسولو وروسته د لنډې مودې لپاره مصر کې پاته شو او بیا کویټ ته ولاړ او هلته استوګن شو.په لومړیو کې يې د ساختمان په برخه کې کار وکړ او وروسته یې یو ساختماني شرکت جوړ کړ او کامیاب یې هم کړ . نوموړي د کاروبار تر څنګ خپل ټول فارغ وخت سیاسي فعالیت ته ورکړ، په دې لاره کې يې په زیاته پیمانه په خپل مټ او د کاروبار له لارې ګټلې پیسې خرڅولې.

ارواښاد عرفات په ۱۹۵۸م کال کې د فلسطین د خپلواکۍ لپاره د «الفتح» په نوم ګوند تأسیس کړ. یو کال وروسته یې له اسرائیلو سره د وسله والې مبارزې د پيلولو په اړه یوه رساله خپره کړه. نوموړي بالاخره په ۱۹۵۹م کال کې کویټ کې د پردیسۍ ژوند پای ته ورساوه او د انقلابي چارو په پيلولو شو. ده پر اسرائیلو باندې د خرپ و ترپ او غلچکي جګړې پيل کړې او د همدې لپاره یې اردن خاوره د قرارګاه په توګه کاروله.

په ۱۹۶۴م کې د عرب لیګ په مرسته د فلسطین د ازادۍ غورځنګ (P-L-O) را منځته شو.په دې تنظیم کې د فلسطین ټول خپلواکي غوښتونکي غورځنګونه او ګوندونه را ټول شول. ځينې وايي، دا تنظیم ځکه تاسیس شو، چې د الفتح غورځنګ له پالیسي سره تر ډېره عرب هیوادونه همغږي نه ول او وېره یې ترې لرله، ځکه عرب لیګ تر وروستي حده د دې کشالې د وسله وال حل  پر ځای سوله یېز حل غوښت. کله چې په ۱۹۶۷م کې د اسرائیلو او عربانو ترمنځ د شپږ ورځنۍ جګړې په پایله کې اسرائیل پر عربانو زورور شول او ماتې يې ورکړه. نو د فلسطین د ازادي غوښتونکو په ډله کې یوازینی «الفتح» غورځنګ و، چې په دې جګړه کې وځلیده او تر ډېره یې مقاومت وکړای شو، نور ټول کابو په بشپړه توګه له صحنې ووتل یا وایستل شول.همدا وو، چې ډګر یوازې د یاسر عرفات په مشرۍ د «الفتح» غورځنګ ته ور پاته شو ، څه موده وروسته یعني په ۱۹۶۹م کال کې ښاغلی عرفات د فلسطین د ازادي غورځنګ (پي،ایل،او) مشر وټاکل شو، ده په خپل مدیریت سره د یاد تنظیم په اړه هغه شکونه او ګنګوسې په بشپړ ډول ختمې کړي، چې ګنې دا تنظیم د عرب هیوادونو له لورې یوازې د فلسطیني مقاومت د خاموشه کولو لپاره کار کوي؛ نه د استقلال لپاره.

عرفات هڅه کوله، چې د فلسطین د ازادي غورځنګ د یوه ملي مقاومتګر تنظیم په توګه مطرح او را میدان ته کړي. د نوموړي د هڅو ورځ په ورځ رانګ راووړ او له سیاسي او نظامي اړخه  غورځنګ پرمختګ کاوه. د څه مودې لپاره یې د اردن خاوره د خپلو نظامي فعالیتونو او روزنې لپاره کاروله، وروسته له دې چې د یاد تنظیم جنګیالیو پر اسرئیلو باندې ګڼې خونړۍ حملې ترسره کړې، د اردن ولسمشر شاه حسین اړ شو، چې دوی ته ځواب ورکړي او له خپلې خاورې یې وشړي. عرفات له دې وروسته په لبنان کې د یوې قوې پایګاه د ایجادولو هڅه وکړه، خو دا پروګرام یې د اسرائيلو په مستقیمې نظامي مداخلې شنډ شو.وروسته یې تونس ته مخه کړه او دا ځل په خپل تکتیک کې بریالی وخوت، که څه هم څو ځلې له مرګونیو پېښو سره مخامخ شو، خو خپل سر یې وژغوره.

یاسر عرفات که څه هم د اسرائیلو او یهودي څارګرو شبکو تر سخت تعقیب لاندې و؛خو بیا هم له نړیوالو سره د اړیکو د جوړولو په تکل  ډېرو هیوادونو ته په سفر ولاړ. د ده یو عادت دا و، چې د خپل شخصي ژوند او ورځنیو چارو په اړه یې هېچا ته څه نه ویل. آن داسې هم پېښه وه، چې کله نوموړي واده وکړ، نو تر کابو یو نیم کالو پورې هېڅوک پرې خبر نه ول. بیا یې چې کله لور وزیږېده، نو ځينې نږدې کسان يې په واده خبر شول.

ارواښاد عرفات او د ده د فلسطین د ازادۍ غورځنګ  هغه مهال له سختو ننګونو سره مخ شو، کله چې پر دوی باندې د لبنان ځمکه تنګه شوه . نوموړي په ۱۹۸۸م کال کې په جینوا کې د ملګرو ملتونو په غونډه کې یو ډېر مهم اعلان  وکړ او ویې ویل: « د فلسطین د ازادۍ غورځنګ تروریزم غندي او د منځني ختیځ په شخړه کې ښکېل هیوادونه د دې حق لري، چې په سوله او امنیت کې ژوند وکوي.» په ښکېلو هیوادونو کې د ده نېغه نغوته (اشاره) فلسطیني دولت، اسرائیل او نورو ګاونډیانو ته وه. له دې اعلان وروسته نړیوالو وفهموله، چې د سولې شونتیاوې شته دي. که څه هم په ۱۹۹۱م کال کې د ایران او عراق ترمنځ په جګړه کې د عرفات او د ده د ګوند له خوا د عراق ملاتړ دا بهیر لږ ټکنی کړ، خو بیا هم په دې لړ کې پرمختګونه وشول، په ۱۹۹۳کې د اوسلو تړون لاسلیک شو. په دې تړون کې راغلي وو، چې فلسطینیان باید انتخابات وکړي، چې بیا په ۱۹۹۶م کې ټاکنې هم وشوې او په پایله کې يې یاسر عرفات د فلسطیني دولت د منتخب جمهور رئیس په توګه وټاکل شو.

 په منځني ختیځ کې د سولې لپاره د همدې کوښښونو په ترڅ کې یاسر عرفات ته په ۱۹۹۴م کال کې د نوبل دسولې جایزه ورکړل شوه.

ژباړه او لنډیز: فرید احمد وحید

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب