افغانستان تاریخافغانستان مشاهیر

محمد نادر خان

د محمد نادر خان واکمني او سیاست

د محمد نادر خان واکمني (۱۹۲۹م – ۱۹۳۳م )

‍ محمد نادر خان د سردار محمد يوسف خان زوي د يحيي خان لمسي د هند په ديره دون کې زيږيدلي دي او د امير حبيب الله کلکاني څخه وروسته په ۱۵ د اکتوبر ۱۹۲۹م کال کې په ډير لوړ شان او شوکت سره کابل ته ننوت او د خپلو طرفدارانو لخوا د افغانستان د پاچا په توګه اعلان شو. دده دوره هم له ستونزو ډکه دوره وه په دې دوره کې ړنګ شوي دولتي نظام بيرته په پښو ودرول شو. اجرائيه، مقننه او قضائيه قواوې د قوانيو په اساس بيرته فعالې شوې، کابينه جوړه شوه، ملي شورا او د اعيانو مجلس داير او محاکم بيرته جاري شول. واليان، مستوفيان او مامورين انتصاب او امنيت تأمين او ملي دفاعي قوه بيرته جوړه شوه. د اعليحضرت امان الله خان د زمانې ټول قوانين چې په سقاوي کې باطل شوي وو په پټه خوله يې په بل نوم (اصول نامې) سره نافذ شول، د ښوونځيو او اداراتو دروازې چې تړل شوې وې بيرته پرانستل شوې، د امان الله خان واکمني چې د زياتو دلايلو پر بنا د خلکو د بيزارۍ موجب ګرځيدلي او د څو کسو بې باکه، بې سواده، زړورو، ماجراجو خلکو په لاس دوطن د داخلي او خارجي دښمنانو د دسيسو په لارښوونه راغورځول شوې او کابل يې بې اساساً په تش لاس تصرف کړي وو او د نهو مياشتو د پاچاهۍ په دوره کې دغه حکومت لويه مليشايي قوه جوړه کړه او له مکملو جنګي تجهيزاتو او ډيرو پيسو سره له کابله تښتيدلي او د هيواد امنيت لپاره لوي خطروو، دا خطر رفع او هغه مقاومت مات شو.

د امان الله خان پلويان چې اکثريت يې منورين وو په ولايتونو کې چې کومې ستونزې منځ ته راغلې وې هغه لرې شوې. د خپلواکۍ د استرداد په جګړه کې کومه پنځه سوه جريبه ځمکه چې د لمر د نښان په ضميمه محمد نادرخان ته مکافات ورکړل شوې وه، هغه نادرشاه ته وقف شوه او هلته د علي آباد شفاخانه او وروسته پوهنتون جوړ شو په همدې دوره کې زوړ، وران شوې تاريخي بالاحصار بيرته آباد او هلته د هيواد د عسکري صاحب منصبانو د روزنې بنسټ د ترکې استادانو تر لارښوونې لاندې کېښودل شو. همدارنګه د طب پوهنځي هم تأسيس شو او د کابل پوهنتون اساس کېښودل شو.
دملي اقتصاد په برخه کې چې سقاوي انقلاب په دوران کې ددولت ټولې منقولې دارايي ګانې له منځه تللې وې، ارګ چور او دولتي ادارات وران شوي وو. بيا د هيواد پالو افغانانو په لاس په پښو ودريدل. د هيواد چارې په هيواد مين ځوانانو، عملي اقتصاد پوهانو، لکه عبدالمجيد زابلي او همکارانو ته چې ملي هيوادپال تاجران وو وسپارل شو. زابلي او همکارانو يې په لنډه موده کې ملي بانک او د افغانستان بانک جوړ او په خپل اعتبار يې د تجارانو اعتماد جلب، تجارتي شرکتونه يې تأسيس او د هيواد د صنعتي کيدو بنسټونه يې کېښودل. اعليحضرت محمد نادرخان له معارف نظام سره مينه لرله او د هغوې دتشويق لپاره يې په خپله په خپل لاس انعامات ورکول.

اعليحضرت محمد نادر خان د هيواد د ترقۍ او پرمختيا ليوال و، خو هيڅ رنګ مخالفت يې نشو زغملي. نوموړي چې خپل تحصيلات د خپلې کورنۍ د تبعيد په زمانه کې په بريتانوي هند کې کړي وو يو آرام، متين، د نظم او ډيسپلين خاوند مدبر قوماندان و، خو د امان الله خان په شان يې ډير بيانات نه ورکول، اما خپل اهداف يې دقيق او بريالي پرمخ وړل.

د محمد نادرخان کورني سياست

د نادرخان په زمانه کې قدرت په لومړي قدم کې د اعليحضرت او له کورنۍ شورا سره وو، چې دا شورا د محمد نادر خان د کورنۍ پخوانۍ عنعنه وه. په دويم قدم کې کار د اعتماد وړ لايقو او اهل اشخاصو ته سپارل کيده. محمد نادرخان چې په ۱۹۲۹م کال واک ته ورسيدو لومړي اقدام يې په دولت کې د کابينې جوړل وو چې لاندې اشخاصو څخه يې د نوې دورې حکومت تشکيل کړو.
1) سردارمحمد هاشم خان د اعليحضرت نادرخان ورور دامان الله خان په دور کې عالي رتبه مامور، د ننګرهار حکمران بيا نايب سالار اود امان الله خان د دورې په وروستيو کلونو کې په مسکو کې سفير وو، له ۱۹۲۹م کال څخه تر ۱۹۴۶م کال پورې يې ۱۸کاله د صدراعظم په مقام پاتې شو.
2) سردار شاه محمود خان د نادرخان بل ورور، د امان الله خان په دور کې کله د شمال په صفحاتو کې او کله په ننګرهار کې عالي رتبه نظامي مامور و نوموړي له ۱۹۲۹م کال څخه تر ۱۹۴۶م کال پورې ۱۸کاله د حربيې وزير و او بيا يې د سردار هاشم خان له استعفا نه وروسته د صدارت چارې په لاس واخيستې.
3) سردار فيض محمدخان زکريا چې نيکه يې سردار زکريا خان له سردار يحيي خان د نادرخان له نيکه سره ورونه وو او پخوا له دې د سقاو د زوي په دربار کې منلي او د اعليحضرت امان الله خان په واکمنۍ کې د معارف وزيرو دې ۱۰ کاله خارجه وزير پاتې شو او بيا په نورو مهمو پُستونو کې مقرر شو.
4) محمد ګل خان مومند چې نظامي تحصيل او زده کړه يې په ترکيې کې کړې وه د اعليحضرت امان الله خان په واکمنۍ کې د مشرقي په قواوو کې غونډ مشر او د نجات په جګړه کې د سپاه سالار په څنګ کې ودريدو او محمد نادرخان ده ته ورور ويلي وو د کابل په نجات جنګ کې لويه برخه لرله، علاوه له امنيتي چارو محمد ګل خان مومند د هيواد په ټولنيزو او فرهنګي وده کې د ملي احساس پر بنسټ چې په ترکيې او د اروپا په محيط کې يې پر ده باندې اثر کړي وو.
5) حضرت صاحب فضل عمر مجددي (نورالمشايخ) د عدليې وزير په توګه درې کاله دنده ترسره کړه وروسته يې زوم حضرت فضل احمد مجددي د عدليې وزير شو چې د محمد هاشم خان د صدارت تر پايه د عدليې وزير وو.
6) محمد ايوب خان د کابل د قزلباشو له معززينو څخه و درې کاله د ماليې وزير وو.
7) حاجي محمداکبرخان دوه کاله د تجارت وزير ؤ او ورپسې ميرزا محمد يفتلي د تجارت وزير شو.
8) علي محمد خان بدخشي د پوهنې وزير په توګه څلور کاله دنده ترسره کړه.
9) الله نوازخان د خان بهادر نواز هندي زوي د فوايد عامې وزير ؤ.
10) محمداکبرخان له ۱۹۲۹م نه تر ۱۹۳۴م کال پورې د طب خپلواک مدير ؤ.
11) رحيم الله خان د کابل ښار اوسيدونکي وو او پلار يې د زرګرۍ حرفه لرله کورنۍ يې په زرګرانو مشهوره وه له ۱۹۳۲م کال نه تر ۱۹۳۹م کال پورې د پُست او تلګراف خپلواک مدير په توګه پاتې شو او بيايې د وزارت مقام ته ارتقا ورکړه.
12) سردار احمدشاه خان دنادرخان د تره زوي د دربار وزير وو .
13) عبدالاحد خان مايار د شورا رئيس وو.
14) ميرعطامحمد حسيني د اعيانو د مجلس رئيس وو.
15) ميرزا محمد نوروزخان د لوګر د کلنګار له سيمې او د نجات د جنګ په اوږدو کې د محمد نادر خان له نږدې همکارانو او لارويانو څخه ؤ د پاچا د سرمنشي په توګه دنده ترسره کوله.
صدراعظم د هر وزير څخه په جدي توګه د کار راپور غوښته او هره شپه يې د ټولو ولاياتو احوال په ټيلفون کې اخيسته.

د محمد نادرخان خارجي سياست

محمد نادرخان د خارجي سياست په ساحه کې د بيطرفۍ او د مساويانه اړيکو وده يې له ټولو هيوادونو سره اعلان کړه، او د ټولو ګاونډيو هيوادونو او د نړۍ له لويو دولتونو سره يې دوباره سياسي مناسبات قايم کړل، خو ددې هيوادونو په منځ کې يې انګلستان ته په ځانګړي مقام باندې قايل ؤ دا ځکه چې انګريزانو هغه سره د تخت په حاصلولو کې لازمه مرسته کړې وه . او د هغه د واکمنې په جريان کې هم د هغه دولت يې د مالي او نظامي اړخه تقويه کولو او د پاچاهۍ په لومړي کال کې يې ۱۰۰۰۰ټوپکونه او پنځه ميليونه کارتوس او ۱۸۰۰۰۰ پونډه يې نقدې مرسته کړې وه.

محمد نادرخان واک ته له رسيدو وروسته يې خپل ورور مارشال شاه ولي خان د پاچا خاص نماينده اود مختار وزير په توګه لندن ته وليږل شو او همدارنګه د انګريزپاچا ځانګړي نماينده کابل ته راغلو نادر خان د شوروي سره عادي اړيکې وساتلې او په ۱۹۳۱م کال يې د دوستي او عدم تعرض تړون د دواړو هيوادونو ترمنځ لاسليک شو او روسيه هم لومړني هيواد ؤ چې د محمد نادرخان حکومت يې په رسميت وپيژندو.

همدارنګه د ترکيې، سعودي عربستان، عراق او ايران سره هم د دوستي تړونونه لاسليک شوي د نادرخان په زمانه کې د افغانستان خارجي سياست تر يوې کچې بريالي وو او وې کولې شو چې هيواد د نړۍ په سطحه نړيوالو ته ورپيژني.

د محمد نادرخان کړنې د مخالفينو په وړاندې

د اعليحضرت محمدنادرخان او د اعليحضرت امان الله خان د اداري طرزونه دوه د يو بل مخالف قطبونه وو. د محمد نادر خان په ادارې کې ګوند او ګوندي ماري ځاي نه درلود. دلته د جمهوري او غيرې جمهوري او نورو احزابو ځاي نه وو. دنادرخان په زمانه کې په لومړي قدم کې قدرت د اعليحضرت او له کورنۍ شورا سره وو، چې دا شورا د محمد نادر خان د کورنۍ پخوانۍ عنعنه وه. په دويم قدم کې کار د اعتماد وړ لايقو او اهل اشخاصو ته سپارل کيده. 

د امان الله خان پلويان چې اکثريت يې روشنفکران وو، لکه عبدالرحمن لودين، يا په دولتي کادرونو کې دمحمد نادرخان د کورنۍ رقيبان وو، لکه د غلام نبي خان چرخي کورنۍ، دحکومت نوي طرز هغه نه شو زغملي او په خشونت له هغوي سره معامله وشوه، چې د خشونت پايله بيرته خشونت و او خپله اعليحضرت محمد نادر خان او ورور يې سردارد محمد عزيز خان ددې دود قرباني شول.

د نادرخان کورنۍ د مخالفينو په ځپلو کې ځانګړي مهارت درلودو او دلاندې لارو څخه يې ګټه پورته کوله.
الف: د مخالفينو په ضد اقدام ته به يې اسلامي رنګ ورکړ، د عدليې وزارت پريکړه اود درباري پيرانو او ملايانو به يې فتوي ترلاسه او اعلان کړه، دوي به يې عملاً له لښکر سره يوځاي کړل او د عملياتو سيمې ته به يې وليږل.
ب: د هر قومي پاڅون په خلاف يې ژر اقدام کولو، په خپل لومړي مورچل کې به يې د هغه د ځپلو بندوبست کاوه او موقع يې نه ورکوله چې هغه وده وکړي خپور شي او نورو سيمو ته سرايت وکړي.
ج: له مخالفينو سره يې په ډيره بې رحمۍ سلوک کولو. ددوي د کورونو ورانول، د شتمنيو چور کول، مؤثرو مشرانو وژل او په دار خيژول، کليو ته اور اچول، خپلوان يې نيول، او محبسونو ته ليږل او ترهغه دوي په زندان کې ساتل چې د بيا مخالفت ټول توان طاقت يې وځپل شي. داکار دوي له هغه چا سره کړي چې د دوي مخالفت يې کړي دي.
د : د مخالفت کوونکو په خلاف د فوځي قطعاتو ترڅنګ د هغو قومونو له لښکرو نه استفاده کول چې ددوي مشران به يې په پيسو واخيستل او د نورو په ضد به يې جنګول، په دې سره نه يوازې دوي روان پاڅون وځپلو بلکې په قومونو کې د دښمني را ولاړولو له لارې به دوي هر راز ملي پاڅون مخه نيوله او ددې امکان به يې ختمولو چې قومونه يو بل ته لاس ورکړي او د دې کورنۍ ظالمانه واکمنۍ ته د پاي ټکې کيږدي.
هـ: د مخالفينو په ضد عملياتو کې برخه اخيستونکو قومي مشرانو ته به يې ځمکې، پيسې او اعزازي رتبې ورکولې، په دې سره به يې دوي له حکومت سره داسې وتړل او له نورو به يې داسې رابيل کړل چې تل به د حکومت شاته ولاړ او له هغه نه دفاع کولو ته اړ وو او نورې لارې ورباندې وتړل شوې.

د غلام نبي خان چرخي وژنه

دا چې محمد نادرخان په خپله دوره کې ګڼ شمير هيوادوال ووژل چې په دې وژل شوو کسانوکې د غلام نبي خان چرخي وژنه ډيره دردونکي وه. نادرخان هغه ته بلنه ورکړه چې دليدلو لپاره يې قصرته راشي نو غلام نبي خان هم له خپل ورور جنرال غلام جيلاني خان اود تره زامنو، نايب سالار جانبازخان چې له نادرخان سره يې په لوګر کې د حبيب الله کلکاني له پوځونو سره د جنګ په دوران کې مرسته کړې وه او دې يې له مرګ نه ژغورلي و د جنرال شيرمحمد خان سره د دلکشاه ماڼې په لور وخوځيدو. نادرخان په قصر کې دده د وژلو لپاره ځانګړي تدابير نيولي وو او مسؤلو کسانو ته يې لازمې لارښوونې ورکړې وې. له قصر نه بهر يوه عسکري قطعه درول شوي وه ، نادرخان د دلکشا په ماڼې کې منتظر وو، غلام نبي خان او ملګرو يې احترام په ځاي کړ خو شاه له څه ځواب پرته هغه ته وويل.
غلام نبي خانه! افغانستان له تاسره څه بد کړي چې خيانت کوي؟
غلام نبي خان ورته وويل: افغانان پوهيږي چې څوک خيانت کوي؟
د پاچا رنګ سور شو او په ډير غصه ناک غږ يې د ګارډ عسکرو ته وويل! وئې وهۍ هماغه وو چې عسکر را مخکې شول او هغه يې په ځمکه رانسکور کړو او د سوکانو او کنداغونو تر بريد لاندې ونيولو، نادرخان بيا ورباندې غږ وکړو داسې يې ووهۍ چې ومري، نوعسکرو هم بغير له کوم ځنډ څخه پر هغه د مرګ ګوزارونه پيل کړل تر دې چې هملته يې ساه وخته او مړ شو دده مړي يې چې ټول هډوکې او اندامونه يې مات وو کورنۍ ته وروليږلو.

حکومت ګڼ شمير پاڅونونه داسې وځپل او د مختلفو سيمو د اوسيدونکو ترمنخ يې د دښمنۍ داسې فضاء راپيدا کړه چې د رژيم مخالفين له ملي پاڅون نه مأيوسه شي. او له دې لارې د رژيم له پرځولو نه ناهيلي شي او په نورو لارو فکر وکړي. هماغه وو چې د ټولنې د عدالت غوښتونکو ډلې پټې مبارزې ته مخه کړه او د واکمني کورنۍ د مهمو غړو د ترور لړۍ پېل شوه.

لومړي سردار محمد عزيز خان د محمد نادرخان ورور د داؤد خان پلار چې په برلين کې د افغانستان له لورې مختار وزير وو، د يوه افغان محصل پواسطه چې سيدکمال نوميده په قتل ورسيدو.

د محمد نادرخان مړينه

د نادرخان له لورې چې غلام نبي خان چرخي په ۱۹۳۲م کال د نوامبر په اتمه نيټه په ډيرې بيرحمۍ سره په دلکشا ماڼې کې ووژل شو نو د همدغې وضعې په عکس العمل کې د ۱۹۳۳م کال د نوامبر په اتمه اعليحضرت محمد نادرخان د دلکشا ماڼې په چمن کې چې شاګردانو ته يې مډالونه ورکول د عبدالخالق خان نومي شخص چې د نجات ليسې د يوولسم ټولګي زده کوونکي او ممتاز ورزشکار وو د خپل بادار غلام نبي خان چرخي په بدل کې يې محمد نادر خان په تفنګچه باندې ترور کړو او ډير ژر يې ساه له تنه وخته.

 

ثناءالله صالحي

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: