محمد على ” كلى”

دا الفاظ د سوك وهني د لوبي د هغه عظيم لوبغاړي دي كوم چي يو عظيم لوبغاړى نه غالبا يو عظيم شخصيت هم دى چاچي د خپلي شعبې د ټولو لوبغاړو د مجموعي دولت څخه زيات دولت ګټلى دى او د رواني پيړۍ په لسو لويو لوبغاړو كي يې اول نوم راځي. “كيټس كلې” دا هغه نوم دى چي د سوك وهني په لوبه كي ددنيا په ګوټ ګوټ كي مقبول ترين دى د چا تكنيك چي تر اوسه پوري نه بلكي راتلونكو لوبغاړو ته به هم د نصاب درجه لري، په 17 جنورى 1942ع كال په امريكا كي زېږيدلى كيټس كلې د 1990كال د اولمپيك په سياليو كي د سرو زرو مډال و ګاټه، ددې كاميابۍ سره سره د لوبو ماهرينو دده نه د هغو كاميابيو توقع نه كوله كومي چي په راتلونكي كي د ده په برخه شوي، په 1964 كي كيټس كلې په اسلام مشرف سو او د كيټس كلې نه “محمد علي” شو دده په اسلام قبلولو ځيني خلكو دناخوښۍ اظهار وكړ مګر كوم سعادت چي د محمد علي په برخه شوى هغه هيچا هم ايسارولاى په داسي موقع ده ويلي وو.

                        زه هغه څه كول نه غواړم چي تاسي يې له مانه كول غواړى، زه به هغه څه كوم چي زه يې وغواړم؟ او ده همداسي وكړل.

 (نسل پرست) امريكايي سپين پوستى له اول نه د ده خلاف وو مګر د ده د اسلام په راوړلو سره يې نور هم حسد ډېر شو كله چي محمد علي د سوك وهني لوى لوبغاړى “سوني لسټن” ته ماتې وركړه نو خلكو ته اندازه ولګېده چي هغه څه وشول چي دوى نه غوښتل، اوس محمد على د سوك وهني د لوبي بادشاه وو او نړيوال اعزاز يې دراتلونكو دريو كالو لپاره د ځان سره وساته، د محمد علي د سوك وهني په لوبه كي پاتي راتلل ناممكن وو خو دده مخالفينو ته يوه داسي موقع په لاس ورغله كله چي په 1967 كي محمد علي د ويتنام په جنګ كي په پوځ كي د شموليت نه انكار وكړ دويتنام په جنګ كي هغه اول امريكايي نه وو په دې ورځو كي په امرېكا كي همدا يوه ناره وه:

زمــا د ويـتـــنـام ســـــره هـــــيڅ جـــنـګ نــشته.

مګر مخالفينو ددې موقع څخه ګټه پورته كړه او د محمد علي د سوك وهني لايسنس يې منسوخ كړ او پوره درې نيم كاله هغه د خپلي لوبي څخه ليري و ساتل شو ، وروسته د متحدو ايالاتو ستري محكمې دا كار بې ځايه وګاڼه او د محمد علي لايسنس يې په حال كړ، محمد علي ته خو لايسنس په لاس ورغۍ خو دده سوك وهني نړيوال مډال يې بيرته په همهغه رنګ حاصلول غوښتل ده خپلي تيارۍ مكملي كړې او په 1974ع كي يې ددې وخت نړيوال اعزاز لرونكي لوبغاړي “جارج فورسين” سره سيالي وكړه او خپل نړيوال اعزاز يې ترلاسه كړ.

په 1975 كي يې (جوفريزر) ته ماتي وركړه او د خپل اعزاز دفاع يې وكړه خو د عمر د ډېروالي له وجي نه بيا ونه شو كړاى چي خپل نړيوال اعزاز له ځان سره وساتي اخير كال په 1981ع كي يې د لوبو د ميدان سره خداي په اماني وكړه، په 1996ع كي چي كله د اټلانټا اولمپيك لوبو افتتاح كېدله نو د تماشاچيانو په منځ كي د محمد علي فولادي لاسونه د سختو مرضونو  لكه د ونو د پاڼو په څير ريږدېدل دا هم هغه محمد علي وو چي د 2002 كال په وروستيو كي زموږ د ګران وطن افغانستان د قدر وړ ميلمه وو.

ابراهيم ابراهيمي

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب