اسلامي سیاست او دولتسیرت النبي مقالېشخصیت

محمد (ص) د ځيرك سياستوال او واكمن په توګه

كه سياست په عامه توګه د خلكو د چارو سمبالول او سمول وي او يا هم د خلكو د مصالحو پر بنسټ د واك چلول وي، نو بې له شكه پيغمبران د دې فن مخكښان دي. موږ به د سياست له معاصرو پېچلو تعريفونو او ګڼو وېشونو څخه تېر شو، او يوازې د پېژندنې دوو اړخونو ته به يې اشاره وكړو.  په عام او ساده مفهوم كې، سياست د خلكو د چارو سمونه او په ښه توګه پرمخ بيونه ده.
په شرعي مفهوم كې، سياست په داسې توګه پر خلكو واكمني كول دي چې هم د څښتن احكام پرې پلي كړاى شي او هم يې دنيوي چارې ښې سمبال كړاى شي. همدا مانا د ابوهريره (رض) لخوا په روايت شوي حديث كې هم راخيستل شوې چې ويلې يې دي: قال النبي (ص) ” كَانَتْ بَنُو اِسْرَائِيلَ تَسُوسُهُمُ الاَنْبِيَاءُ كُلَّمَا هَلَكَ نَبِىٌّ خَلَفَهُ نَبِىٌّ وَاِنَّهُ لاَ نَبِىَّ بَعْدِى وَسَتَكُونُ خُلَفَاءُ …” (د بني اسرائيلو سياست د هغوى د پيغمبرانو په لاس كې وو. كله چې به يو پيغمبر وفات كېده، پر ځاى به يې بل راته، او له ما څخه وروسته بل پيغمبر نه راځي، خو زما ځايناستي (خلفاء) به موجود وي.)  ښايي د همدې حديث په رڼا كې به وي چې امام ابن جوزي (رح) هم په پرېكنده توګه ويلي چې الهي شريعت اصلا خپله سياست دى.
په دواړو ياد شويو ماناوو تر ټولو مخكيني سياستوال او د رښتينې سياست بنسټ اېښودونكي پيغمبران دي، چې تر ټولو غوره يې بيا طبعا محمد صلى الله عليه وسلم دى. او دلته د واكمن په توګه د پيغمبر څېړنه هم په پراخه مانا را اخلو چې قائد يا لارښود او د يو دولت  مشر دواړو ته شامل وي.

ولسي لارښود

كله چې د پخوانيو واكمنانو او تاريخي شخصيتونو ارزونه كوو، نو انصاف دا دى چې د هغوى كړه وړه د هغې زمانې د اوضاعو په هنداره كې وګورو چې دوى پكې اوسېدلي دي، نه د اوس مهال له ليدلورې. خو د وروستي پيغمبر (ص) تګلاره په ټوليزه توګه د هرې زمانې لپاره تر ټولو بشپړه او تلپاتې لاره ده.
د بېلګې په توګه كه وايو چې حضرت محمد صلى الله عليه وسلم له خپلو ملګرو سره له مشورې پرته مهمې پرېكړې نه كولې او يا تر هغه يې له چا سره تړون نه ماتاوه چې بل لورې به نه وو مات كړى، د مشورې او پر عهد د درېدلو اصول يې تلپاتې ارزښت لري او په هغه توګه چې پېغمبر (ص) مراعات كړي وو، ښايي سارى يې په هېڅ وخت كې ونه ليدل شي. دا هم سمه نه ده چې وويل شي پيغمبر په خپله زمانه كې نورو واكمنانو او مشرانو ته په پرتله دغو ارزښتونو ته زيات ژمن وو، بلكې هغه په مطلق ډول تر نورو د دغو اصلونو په مراعات كې غوره وو، او نه دا ويل سم دي چې دغه دوه اصول له هغه وخت سره لګېدل، خو اوس تر وخت تېر دي، بلكې هميشه مهم دي. په اوس مهال كې د سياست په نړۍ كې يو له ډېرو تودو شعارونو څخه ولسي توب دى. د ولس د خوښې احترام، د ولس پر ګټه ولاړ حكومت جوړول او په ټوليزه توګه ولسي نظام، ولسواكي يا دموكراسي نسبتاَ تازه اصطلاحات دي. خو د دغو شعارونو واقعي مفهوم مسلمانانو ته نوى نه دى. د مسلمانانو لارښود حضرت محمد صلى الله عليه وسلم د ولس د رايې او ټوليزو ګټو تر ټولو ښه بېلګه ده.
په اوس مهال كې د سياست په نړۍ كې يو له ډېرو تودو شعارونو څخه ولسي توب دى. د ولس د خوښې احترام، د ولس پر ګټه ولاړ حكومت جوړول او په ټوليزه توګه ولسي نظام، ولسواكي يا دموكراسي نسبتاَ تازه اصطلاحات دي. خو د دغو شعارونو واقعي مفهوم مسلمانانو ته نوى نه دى.
د مسلمانانو لارښود حضرت محمد صلى الله عليه وسلم د ولس د رايې او ټوليزو ګټو تر ټولو ښه بېلګه ده. و لكم في رسول الله اسوۍ حسنۍ. پېغمبر  (ص) له فردي اخلاقو نيولې تر قيادته پورې د ژوند په هره برخه كې ښه نمونه او اسوۍ ده.
دا چې حضرت محمد صلى الله عليه وسلم يو ولسي او د عامه خلكو، البته د مسلمانانو او له هغوى سره د تړون كوونكو، د رايې او ګټو مراعات كوونكى مشر وو، د د دې حقيقت د سپيناوې لپاره به د تاريخ پاڼې واړوو:
وروسته له هغه چې حضرت محمد صلى الله عليه وسلم د بعثت په ديارلسم كال له څو اويا تنو يثربيانو څخه بيعت واخيست، له هغوى څخه يې وغوښتل چې له خپله منځه دوولس تنه مشران د څارونكو په توګه وټاكي. پيغمبر (ص) دا واك خپله د مسلمانانو ډلې ته پرېښود چې خپل استازي وټاكي تر څو بېرته خپل ښار (يثرب يا مدينې) ته له ستنېدو وروسته يې چارې سمبال كړي. بيا هغوى ورته خپل12 استازى وټاكل چې په ډله كې د دوو موجودو قبيلو، خزرج او اوس، د شمېر په اندازه درې تنه له ټاكل شويو مشرانو څخه  له ‘اوس’ څخه انتخاب شول او نهه نور  د ډېركي قبيلې خزرج له منځه وټاكل شول. دا ټولټاكنې او د خپلو خلكو پر خوښه د واكونو سپارل د پيغمبر د ولسي توب يوه وړه نمونه ده.
كله چې مسلمانان په مدينه كې مېشت شول، پيغمبر (ص) د اسلامي دولت لومړى اساسي قانون وليكل چې پكې يې د مدينې د ټولو اوسېدونكو مصلحت او برابري په يو ډول په پام كې نيولې وه. په دغه قانون كې په مدينه كې اوسېدونكي يهودان او مشركين د هغه ولس برخه بلل شوي چې نوى دولت به يې پالنه او ساتنه كوي. په قانون كې ويل شوي وو چې كه د مدينې د هرې برخې امنيت ګواښل كېږي، په ټولو اوسېدونكو يې ساتنه واجب ده.
دا پكې په صراحت سره په يوه جلا ماده كې ويل شوي چې كه د مدينې پر نامسلمانو وګړو تېرى او ظلم كېږي، د حكومت دنده ده چې د هغه داسې دفاع او ملاتړ يې وكړي لكه د مسلمان. بله ماده وايي چې كله كه سوله د ولس په ګټه وي، په ټولو اوسېدونكو لازمه ده چې د سولې په ساتنه كې مرسته وكړي، كه مسلمان دي او كه نامسلمان. بله ماده د قانون په ډاګه څرګندوي چې نامسلمان وګړي د خپل دين په ساتنه كې ازاد دي او د اسلام په منلو باندې نه مجبوره كېږي. همدارنګه د دوى مالونه محفوظ دي، څوك پرې تېرى نه شي كولى. دغه قانون چې په اصل كې د لومړني اسلامي دولت بنسټ پرې اېښودل شوى، د عامه مصالحو، د عقيدې د ازادۍ او د امنيت په برخو كې د مدينې د مشركينو او يهودانو په ګډون د ټول ولس ګټې په يو ډول په پام كې نيسي.
د دې بېلګې ښايي بې شمېره وي چې پيغمبر (ص) تل د خپلو خلكو او ملګرو په مشوره او خوښه د دولت چارې پر مخ بيولې، پرته له هغو ځايونو چې پكې وحى نه وه. خو موږ به يوه هغه بېلګه راوړو چې كله د پيغمبر (ص) او خپله د ولس تر منځ د يو كار پر سر د رايو اختلاف شوى، دلته پرېكړه د چا په خوښه شوې؟
د احد د جنګ پر مهال كله چې د حكومت استخباراتو معلومات راوړل چې د مكې مشركينو د جګړې لپاره چمتووالى نيولى او د مدينې پر لورې را روان شوي، پيغمبر (ص) پر خپلو خلكو غږ وكړ چې مقابلې ته چمتو شي. كله چې خلك سره راټول شول، په دې اړه چې د جګړې لومړى كرښه دې چېرته واچول شي، د خلكو تر منځ نظرونه بېلابېل وو. د خزرجو د يو مشر، عبد الله بن ابى او خپله د پيغمبر (ص) په ګډون د يو شمېر خلكو نظر دا وو چې د جنګ كرښه دې د مدينې په لمنو كې ځاى پرځاى شي، خو ډېرى صحابه وو وويل چې بايد د جنګ لپاره له مدينې ووځي او د احد غره خواته ولاړ شي. پيغمبر (ص) دلته نه پر خپلې رايې عمل وكړ او نه پيغمبر (ص) د خلكو له منځه راپاڅېدلى او تر پايه د خلكو په منځ كې پاتې شوى مشر او لارښود وو. د عادي خلكو په مجلسونو او مناسبتونو كې يې ګډون كاوو، ځان يې په ټولنيز چلند كې تر نورو لوړ نه ګاڼه، اّن د واك په تر ټولو لوړه پوړۍ كې يې هم خورا عاجزي كوله، او له ځان سره يې باډيګارډان هم نه ساتل. په مدينه كې په لومړنيو كلونو كې له يو څه وخت پرته چې بېړنى حالت وو، هېڅكله پيغمبر (ص) ساتونكي نه درلودل. د عادي خلكو په ودونو، جنازو او د خوښۍ مراسمو كې يې په ازاده توګه ګډون كاوو، او د ټولنيزو خدماتو په برخه كې يې هېڅكله ځان تر نورو غوره نه دى ګڼلىهم د عبد الله بن ابى چې غټ شمېر پلويان يې هم درلودل، بلكې د اكثريت خلكو له رايې سره سم يې د جګړې ميدان د احد د غره  لمنه وټاكله.
د پيغمبر (ص) لومړنى وړانديز او نظر په مدينه كې پاتې كېدل وو او په لومړي سر كې يې پر خلكو غږ هم وكړ چې همدلته ځاى پر ځاى شي، خو كله چې يې د خپلو ډېرى ملګرو ټينګار وليد، د هغوى له نظر سره سم يې كار وكړى. پيغمبر (ص) د خلكو له منځه راپاڅېدلى او تر پايه د خلكو په منځ كې پاتې شوى مشر او لارښود وو.
د عادي خلكو په مجلسونو او مناسبتونو كې يې ګډون كاوو، ځان يې په ټولنيز چلند كې تر نورو لوړ نه ګاڼه، اّن د واك په تر ټولو لوړه پوړۍ كې يې هم خورا عاجزي كوله، او له ځان سره يې باډيګارډان هم نه ساتل. په مدينه كې په لومړنيو كلونو كې له يو څه وخت پرته چې بېړنى حالت وو، هېڅكله پيغمبر (ص) ساتونكي نه درلودل.
د عادي خلكو په ودونو، جنازو او د خوښۍ مراسمو كې يې په ازاده توګه ګډون كاوو، او د ټولنيزو خدماتو په برخه كې يې هېڅكله ځان تر نورو غوره نه دى ګڼلى. دلته يې يوه بېلګه رااخلو: په يوه غزا كې مسلمانو سرتېرو يو پسهء حلالاوه.
اصحابو په خپل منځ كې د پسه د سمبالونې او پخلي كولو دندې ووېشلې، يوه وويل زه به يې حلال كړم، هغه بل د پوستولو دنده پرغاړه واخيسته، پيغمبر (ص) وويل: ”زه بايد خاشاك راټول كړم.” ملګرو يې ورته وويل چې اې رسول الله، اړتيا نشته چې ته كار وكړې، خاشاك به موږ خپله راټول كړو، پيغمبر (ص) ورته وويل: ”زه پوهېږم چې تاسې دا كار زما پر ځاى كوئ، خو زه ښه نه ګڼم چې تر تاسې بېل او ځانګړى واوسم ځكه خداى د خپل بنده دا كار نه خوښوي چې تر نورو ملګرو ځان ځانګړى او ممتاز ونيسي.”

د پلان او تدبير خاوند

د كارونو لپاره يوه ښه طرحه جوړول چې ګام په ګام په غوښتل شوې بڼه پياده شي دا د هر انسان لپاره په كارونو كې د برياليتوب يو غټ راز دى، په تېره بيا د واكمنانو او مشرانو لپاره. پلان جوړونه او management  كه څه هم د علم په توګه په وروستيو كې رواج شوى، خو عملاً په تاريخ كې زيات شمېر داسې باتدبيره شخصيتونه تېر شوي، چې په اوس مهال كې د دغو فنونو او علومو كارپوهان هم ورته هك پك دي.
د اسلام پيغمبر د ژوند د بلې هرې برخې په څېر، د پلان جوړونې او تنظيم په ډګر كې هم زموږ لپاره غوره بېلګه يا اسوۍ ده. بيا به هم ځينې هغه مثالونه ياد كړو چې د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم د تدبير او پلانګذارۍ نبوغ ښيي.1_ په لومړيو دريو كلونو كې چې دعوت په سري او پټه توګه روان وو او بيا چې كله برالا هم شو، تر ډېره د دعوت مركز پټ ساتل كېده ځكه د دې خطر هميشه وو چې ښايي مشركين د مسلمانانو د ځپلو او له منځه وړلو لپاره هغوى په يوځايي توګه تر بريد لاندې ونيسي، كه بريد پرې ونه كړي، لږ ترلږه د تربيوي حلقو مزاحمت او  مخنيوى خو به يې وكړي. د دعوت مركز د صفا غونډۍ په بېخ كې د ارقم ابن ابي الارقم كور ټاكل شوى وو.
ارقم (رض) چې هغه مهال پنځلس كلن زلموټى وو د بني مخزوم له قبيلې څخه وو چې د پيغمبر (ص) له بني هاشم قبيلې سره يې پخوانۍ دښمني وه.قريشو فكر كاوو چې د محمد صلى الله عليه وسلم د پلويانو مركز به د ده د معتبرو يارانو، لكه حضرت ابو بكر صديق او يا حضرت عثمان بن عفان رضي الله تعالى عنهما په كور كې وي.
دوى هېڅكله بريالي نه شول چې د مسلمانانو د را ټولېدو مركز كشف كړي. هيچا دا ګمان نه كاوو چې مسلمانان به د ارقم په كور كې سره ټولېږي ځكه يو خو هغه خورا كشر هلك وو، او بل د هغه كورنۍ د پيغمبر (ص) د قبيلې مخالفين پاتې شوي وو. كله چې حضرت عمر رضي الله عنه په اسلام مشرف كېده، له خپل اوښي څخه يې پوښتنه وكړه چې پيغمبر (ص) او ملګري يې راته وښيه. هغه چې كله د ارقم كور ته بوت، حضرت عمر (رض) حيران پاتې شو چې مسلمانان دلته څه كوې؟ د حضرت ارقم بن ابي الارقم كور د دعوت د مركز په توګه ټاكل بې له شكه چې د پيغمبر (ص) د ښه تدبير څرګندونه كوي.

2_ د بعثت په پنځم كال چې پيغمبر (ص) حبشې (ايتوپيا) ته د يو شمېر مسلمانانو د هجرت پرېكړه وكړه، يو غټ حكمت چې پكې په پام كې نيول شوى وو دا وو چې كه قريش په مكه كې پر مسلمانانو ځمكه تنګه كړي او هغوى د عمار د كورنۍ په څېر يو په بل پسې تر شكنجو لاندې له منځه يوسي، يو بل داسې مركز به وي چې نور مسلمانان پكې په امن كې اوسي. په حبشه كې مېشت مسلمانان احتياطي سرتېري وو چې كه اړتيا پېښه شوې واى، ډګر ته به يې رادانګلي وو. همدارنګه كه په مكه كې حالات بېړني شوي واى، هغوى له مخكې يو د پناه ځاى موندلى وو چې نور مسلمانان هم ور كوچېدلي واى.

3_ يو ښه باتدبيره مشر تل له موقع او حالاتو سره سم پرمختګ كوي او هېڅكله داسې نه ځينې پېښېږي چې ها د چا خبره سوك تر كټوه وباسي. د يومخيز بدلون د راوستلو په ستراتيژۍ كې كارپوهان تل پر تدريجي خو دوامدار پرمختګ ټينګار كوي چې لومړى له نرمو ټكو څخه پيل او له حساسيتونو څخه  ډډه وشي. موږ وينو چې پيغمبر (ص) خپل دعوت لومړى يوازې د عقيدې د جوړولو، د شرك له پرېښودلو او پر اخرت باندې له ايمان څخه پيل شو. كله چې په شپږم كال د حضرت عمر (رض) او حضرت حمزۍ (رض) په مسلمانېدو باندې اسلام ښه پياوړى هم شو، صحابه وو د بتانو په ماتولو او فاحشه خانو په ورانولو لاس پورې نه كړ. (كه د مكې تاريخ وګورئ اّن د كعبې تر نژدې سيمو پورې عامې رنډۍ خانې موجودې وې چې سرې جنډې به پرې لګېدلې وې.)

هسې نه چې په دې پړاو كې اصحاب بې زړه يا ډارن وو، بلكې د پيغمبر (ص) له لورې ورته د زغم او پړاويز پلان خبره شوې وه. كه نه، د حضرت عمر (رض) چې په اسلام مشرف شو، له پيغمبر (ص) څخه يې وپوښتل چې تر ټولو زورور دښمن دې څوك دى؟ هغه ابوجهل ور په ګوته كړ. حضرت عمر په اس سپور د ابوجهل كور ته ودرېد، دروازه يې ور وټكوله او كله چې ابوجهل راووت، ورته ويې ويل چې د دې لپاره درته راغلم چې خبر دې كړم چې په الله او محمد صلى الله عليه وسلم باندې مې ايمان راوړى. حضرت عمر (رض) چې د مكې تر ټولو زورور مشر ته دا خبره كوله،حضرت عمر (رض) غيرت به بيا څنګه دا منلى شواى چې د شرك او جهالت هغه څلې دې هسې خوندي ولاړ وي چې پيغمبر (ص) يې پر ضد تبليغ كاوو. حضرت عمر (رض) چې په اسلام مشرف شو، له پيغمبر (ص) څخه يې وپوښتل چې تر ټولو زورور دښمن دې څوك دى؟ هغه ابوجهل ور په ګوته كړ.

حضرت عمر په اس سپور د ابوجهل كور ته ودرېد، دروازه يې ور وټكوله او كله چې ابوجهل راووت، ورته ويې ويل چې د دې لپاره درته راغلم چې خبر دې كړم چې په الله او محمد صلى الله عليه وسلم باندې مې ايمان راوړى.

حضرت عمر (رض) چې د مكې تر ټولو زورور مشر ته دا خبره كوله، هغه بيا د وېرې سړى نه وو، چې د بتانو له ماتولو او منكراتو له مخنيوي دې وېريدلى واى، او نه نور صحابه له مرګه او ګواښه وېرېدل. موږ وينو چې په مكه كې د سميۍ ام عمار په څېر ډېرو مسلمانانو په سرو ګرميو كې تر شكنجو لاندې خپل ژوند له لاسه وركړ او ابوجهل يې خېټې ورته څېرې كړې. مسلمانانو ورته كتل، ځكه لايې وخت نه وو را رسېدلى.

په دې كې شك نشته چې هله مسلمانان ټول فدائيان وو، خو د ابوجهل او نورو مشركينو  نادودو ته يې صبر كاوو، چې وخت يې راشي. كه پيغمبر (ص) خپلو ملګرو ته ويلي واى چې په هماغه مهال كې په زوره د نارواوو مخنيوى وكړي او پر مشركينو غلچكي بريدونه وكړي، دا به يو احساساتي ګام وو چې نوى را ټوكېدلى اسلامي خوځښت يې له بېخه ايستلى شواى او يا يې لږترلږه د دعوت پرمختګ له سخت خنډ سره مخامخولى شواى.

وروسته بيا ګورو چې كله مسلمانان يو خپلواك قوت جوړ شول او په مدينه كې يې خپل دولت تاسيس كړ، د بنو قينقاع يهودانو له لورې يوې مسلمانې ښځې ته د سپكاوي لامله اسلامي لښكر د تيرى كوونكو په ضد لويه جګړه پيل كړه.

او كله چې بيا د مكې د بتانو د نړولو وخت راغى، په ډېره سوله ييزه توګه دا كار وشو، او اّن د دغو بتانو پخوانيو عبادت كوونكو هغوى ونړول، بې له دې چې پكې د يوه سړي وينه تويه شي.

4_ كله چې كابو ټول مسلمانان د هجرت په لړۍ كې مدينې ته ورسېدل، پيغمبر (ص) هم د هجرت تابيا وكړه. ده په ډېره ا ځيركۍ سره له مكې څخه د وتلو پلان جوړ كړ. په هغه سختو شرايطو كې چې مشركين سخت مسلمانانو ته قهرېدلي وو او د محمد صلى الله عليه وسلم د ترور كولو پلان يې جوړ كړى وو، او ټول سره په دې يوځاى شوي وو چې د مكې ټولې لارې بندې شي چې هغه وتلو ته پرېنښودل شي، په دغسې حالت كې چې پيغمبر (ص) يوازې له يو څو ملګرو سره د دښمن په منځ كې پاتې دى، نبوي تدبير په ډېره ښه توګه هغه ته د خلاصون لاره وښوده. پيغمبر (ص) د ابوبكر كور ته په ټكنده غرمه كې ورغى – غرمه مهال به د مكې خلك ټول وېدېدل – هغه ته يې له مشركينو څخه د تېښتې او هجرت پلان وښود.

هغه شپه پيغمبر (ص) پر خپله بستره باندې حضرت علي كرم الله وجهه پرې يوست. هغه ته يې ډاډ وركړ چې پر تا باندې څه نه كېږي، بيا يې خپله چپنه وركړه چې پكې ويده شي. مشركين چې كله پرې ورغلل، حضرت علي د سهار خواته له خوبه پاڅېد او مشركين يې هك پك كړل، چې دلته خو بايد محمد صلى الله عليه وسلم پروت واى. پيغمبر (ص) له مخكې له ابوبكر صديق رضي الله عنه سره د ثور د غره خواته مخه نيولې وه. د ثور غار د مكې جنوب ته پروت دى – كاملاً د مدينې د لورې په مقابل طرف چې شمال ته ده.

پيغمبر (ص) درې ورځې د ثور په يو غار كې پاتې شو تر څو مشركين د ده له لټون څخه ستړي او نهيلي شول، بيا يې د يمن پر لورې مخه كړه او نور هم د جنوب خواته ولاړ، بيا لېرې د مدينې پر خوا په يوې نا اشنا لارې راوګرځېد. دا په داسې حال كې وو چې د مشركينو د مشرانو مجلس (دارالندوة يا پارلمان ) د پيغمبر (ص) پر سر سل اوښان جايزه ايښي وو.

نو، په ټكنده غرمه كې چې د خلكو د خوب وخت وو، د ابوبكر كور ته ورتلل، د ثور په غره كې چې د مدينې د لارې په مقابل لورې كې پروت دى او د مشركينو هېڅ ګمان نه پرې كېده چې پيغمبر (ص) به دې خواته ځي ځاى پر ځاى كېدل، او درې ورځې انتظار كول چې مكيان د د? له لټون څخه لاس واخلي او بيا هم له جنوبه په نا اشنا لار مدينې ته تاوېدل ټول هغه ښه پلان شوي تكتيكونه وو چې هغه يې د مشركينو له منګولو خوندي مدينې ته ورساوو.

5_ د هجرت لپاره د لارې د هوارولو پروسې هم درې كاله ونيول. سره له دې چې مسلمانان په وروستيو كلونو كې له اقتصادي بنديز نيولې تر شكنجو پورې له هر په يوولسم كال د بعثت يې حج ته له راغليو قبايلو سره وكتل او ايله شپږ نفره يې د مدينې له خلكو وموندل چې اسلام يې ومنل. هغوى ته يې يوازې د اسلام بنسټيز عقيدوي اصول بيان كړل او نور يې نه كوم شرايط پرې كېښودل او نه يې د هجرت د پلان په اړه ورسره خبره وكړه. په دويم كال دغو يثربيانو له ځان سره څو نور كسان هم راوستل او دوو لس كسيزې ډلې له پيغمبر (ص) سره تړون وكړ.ډول ځورونې سره مخامخ وو، خو پيغمبر (ص) د هجرت په كولو كې بېړه ونه كړه. په يوولسم كال د بعثت يې حج ته له راغليو قبايلو سره وكتل او ايله شپږ نفره يې د مدينې له خلكو وموندل چې اسلام يې ومنل. هغوى ته يې يوازې د اسلام بنسټيز عقيدوي اصول بيان كړل او نور يې نه كوم شرايط پرې كېښودل او نه يې د هجرت د پلان په اړه ورسره خبره وكړه. په دويم كال دغو يثربيانو له ځان سره څو نور كسان هم راوستل او دوو لس كسيزې ډلې له پيغمبر (ص) سره تړون وكړ.

له دوى سره بيعت يوازې د عقيدې او عمل د جوړولو په توكو وشو، چې يوازې د خداى عبادت، له زنا، قتل او غلا څخه مخنيوى پكې وو. له دغې ډلې سره پيغمبر (ص) خپل يو تكړه شاګرد، حضرت مصعب ابن عمير (رض)، ولېږل. مصعب چې خورا خوږژبى او اخلاصمند سړى وو په مدينه كې خورا اغېزمن شخص وخوت.

دى مدينې ته د پيغمبر (ص) لخوا هم د سفير او هم د ښوونكي په توګه لېږل شوى وو. د پيغمبر (ص) دې استازي د زړونو په ګټلو او اسلام ته رابللو كې په يو كال كې هومره كار وكړ، چې د مدينې په هر كور كې محمد صلى الله عليه وسلم يادېده. ګڼ شمېر كسان مسلمانان شول او ډېر نور له اسلام سره اشنا شول.

د حج په بل موسم كې، چې دا د مدينې له خلكو سره د پيغمبر (ص) د تماسونو درېيم كال وو، څه باندې70 تنه چمتو شول چې له پيغمبر (ص) سره يوه ناسته او ټينګ بيعت وكړي. د پيغمبر (ص) او دغو خلكو تر منځ په پټه توګه استازي ولاړل او راغلل چې د يوې ناستې لپاره وخت وټاكي.

وخت د نيمې شپې نه وروسته وټاكل شو چې د عقبې غونډۍ په لمنو كې به سره ګوري تر څو هېڅوك پرې خبر نه شي. په ټاكل شوي وخت باندې ټول حاجيان او پيغمبر (ص) له خپلو يو دوو تنو ملګرو سره حاضر شول او د عقبې دويم بيعت يې وكړ، چې پكې مدينې ته د مسلمانانو د كوچېدلو او هلته د هغوى په ملاتړ د دفاع لپاره د جنګ په اړه هم مادې پكې ځاى شوې وې.

دا ځل دوى ژمنه وكړه چې له پيغمبر (ص) څخه به په سر او مال دفاع كوي. تر دې ځايه د خبرو اترو او تړون مساله خورا پټه پاتې شوه، خو د مجلس په پاى كې چې مسلمانان سره بېلېدل، يو مشرك خبر شو او د غونډۍ له سره يې خلكو ته غږ كړ چې هاى خلكو محمد (ص) له يثربي حاجيانو سره غونډ شوى او د مكيانو په ضد څه پلان جوړوي!

كله چې د مشركينو مشران خبر شول، د مدينې د حاجيانو په منځ كې وګرځېدل او په ګوښه كې يې له ډېرو پوښتنې وكړې چې ايا دوى تېره شپه له پيغمبر (ص) سره خبرې اترې كړې؟ هغوى ورته وويل موږ هېڅ نه يو خبر. بيا يې مدينې ته يو پلاوى په بيړه ولېږل او هلته يې د مدينې مشر عبد الله ابن ابى ته اعتراض وكړ چې ستاسې خلكو له محمد صلى الله عليه وسلم سره پټې خبرې كړې او كومه دسيسه يې جوړه كړې، خو هغه هم نه وو خبر، او ورته ويې ويل چې نه هېڅكله داسې كار نه دى شوى.

نو، له مكې څخه يو بل خوندي ځاى ته د كډوالېدو په موخه پيغمبر (ص) خپل پلان په خورا ځيركۍ، سريت او تدريج سره پلى كړ. لومړى يې شپږ كسان مدنيان پيدا كړل او يوازې عقيده يې ورته وښوده، بيا يې دوولس كړل او يوازې د ايمان د خلوص او نېك عمل سپارښتنه يې ورته وكړه او سربېره يې خپل يو تكړه استازى هم مدينې ته ورسره ولېږل چې نور خلك وروزي او مخكې له دې چې د جهاد او مبارزې پېټى ور له غاړې كړي، هغوى ښه روزل شوي اخلاصمند مومنان جوړ كړي ځكه راتلونكي لار بيا اوږده وه او عملاً د جګړې ډګر ته د راوتلو اړتيا پكې وه. دا ټوله پروسه هومره په محرميت كې ساتل شوې وه چې تر څو نژدې ټول مسلمانان په مدينه كې ځاى پر ځاى نه شول، مشركين ناخبره وو.

6_ د يو ښه تدبير او پلان غوښتنه دا هم ده چې د هر كار اوږدمهالې يا د ليرې راتلونكي پايلې په پام كې ونيول شي. څوك چې لنډ فكر كوي، هغوى واړه كارونه كوي او لنډه منډه كولى شي. خو پيغمبر (ص) پلان دا وو چې خپل دعوت به بالاخره ټولې نړۍ ته رسوي، نه به تر قريشو محدود وي او نه هم تر عربي جزيرې. كله چې د بعثت په يوولسم كال پيغمبر (ص) د هغو قبايلو په منځ كې چې د حج په موسم كې مكې ته د زيارت لپاره راغلي وو د ملاتړ په لټه كې وو، د بنو شيبان له قبيلې سره مخامخ شو.

د قبيلې مشرانو ورسره ومنله چې يوازې د عربو په ټاپو وزمه كې چې خپلواكه ده ورسره مرسته كوى شي چې خپل حكومت جوړ كړي او دعوت خپور كړي. خو دوى په ډاګه پيغمبر (ص) ته وويل چې دوى د فارس له واكمنانو سره په سرحدي سيمو كې اوسي او له كسرى سره همپمانه دي. له پيغمبر (ص) كولاى شول چې د بنو شيبان په مرسته يې په ټولو عربو كې اسلام خپور كړى واى او هلته يې ځان ته پناه ځاى موندلى واى. ده له كسرى سره هم جوړجاړى كولى شواى چې يو د بل په چارو كې لاسوهنه ونه كړي. خو د پيغمبر (ص) رسالت دا وو چې د كسرى د دربار په شمول به خپل دعوت ټولې نړۍ ته رسوي،كسرى سره د تړون له مخې، كه هغوى هر بل څوك په سيمه كې د امنيت لپاره ګواښ وګڼي بايد د فارس حكومت ته يې تسليم كړي.

پيغمبر (ص) كولاى شول چې د بنو شيبان په مرسته يې په ټولو عربو كې اسلام خپور كړى واى او هلته يې ځان ته پناه ځاى موندلى واى. ده له كسرى سره هم جوړجاړى كولى شواى چې يو د بل په چارو كې لاسوهنه ونه كړي.

خو د پيغمبر (ص) رسالت دا وو چې د كسرى د دربار په شمول به خپل دعوت ټولې نړۍ ته رسوي، او هغه مهال چې دى د فارس د همپيمانه قبيلې په منځ كې اوسي، بيا به دى څه ډول د هغوى واكمني وننګولى شي، كه د اسلام په مخكې خنډ واقع شي؟

د پيغمبر (ص) د پلان جوړونې او تدبير دغه څو بېلګې ټولې نړۍ ته پيغام وركوي چې دا اصلاً مسلمانان وو چې باتدبيره اود  منظم سياست مخكښان وو، او د كاميابي راز يې هم په همدې كې وو.

ټينګلارى او نه تېرېدونكى

دا كابو منل شوى دود دى چې واك ته د رسېدو په لار كې هر څوك معامله ګر شي. له همدې امله واكمنان تر ټولو لوى معامله كوونكي وي ځكه ډېرى يې واك ته د رسېدو او بيا پاتې كېدو لپاره هره روا او ناروا كوي. مستبد واكمنان په حقيقت كې كوم ځانګړي اصول نه لري چې ورته ژمن واوسي، بلكې د واك په چورليز كې د پاتې كېدلو هر ډول چل د دوى اصول ګڼلى شي.
له همدې ځايه ده چې ډېر خلك له لويه سره سياست د همدغسې كاواكۍ او ارتجاعيت وسيله بولي او پناه ځينې غواړي، خو رښتينى سياست چې پر اصولو باندې ټينګ ولاړ وي د پيغمبرانو كار دى او تر ټولو غوره بېلګه يې حضرت محمد صلى الله عليه وسلم دى. پيغمبر (ص) سره له نرمښت منلو او تدريجي تكتيك سره، په ډېرو سختو شرايطو كې هم پر خپلو اصولو خورا ټينګ پاتې شو. دلته د هغه د استقامت دوه بېلګې راوړو، چې د هغه د ژوند د كړكېچنو پړاوونو يوه برخه ښيي:
7_ كله چې دعوت برالا شو او په قريشو باندې نور د پيغمبر (ص) له لورې د پلرني دين، شرك، پرېښودلو بلنه ګرانه شوه، د مكې مشران د پيغمبر (ص) تره ابوطالب ته راټول شول او ځينې ويې غوښتل چې د خپل وراره مخه ونيسي، په لومړۍ غونډه كې خو يې كوم څرګند ځواب ورنه كړ او حالت همداسې روان وو. په دويم ځل بيا د مشركينو مشران په همدې موخه راټول شول او ابوطالب ته يې د خپل وراره د مخنيوي نه كولو په صورت كې ګواښونه وكړل.
د پيغمبر (ص) تره چې كله هغه ته وويل چې كه لږ نرم شي او د قريشو ځينو شرايطو ته دى غاړه كېږدي او ځينې نور به هغوى ورسره ومني، پيغمبر (ص) ګمان وكړ چې تره يې د ده له ملاتړه لاس اخيستى، ورته ويې ويل: ” اې تره، قسم پر خداى چې كه دوى لمر زما په ښي لاس او سپوږمۍ په چپ لاس كې هم كېږدي، زه به تر هغه خپل دعوت پرېنږدم تر څو چې يې خداى بريالى نه كړي او يا مړ شم.” قريشي مشرانو بيا هم خپلې هيلې له لاسه ورنه كړې او دا ځل يې مخامخ له پيغمبر (ص) سره د خبرو اترو لپاره ناستې وكړې.
په يوه غونډه كې يې هغه ته وړانديز وكړ چې اې محمده! كه د مال په خاطر دې دغه نوې خبرې پيل كړې وي، هومره مال او پيسې به درته راټولې كړو چې ته يې غواړې، كه غواړې چې زموږ مشر او رئيس واوسې، موږ به دې مشر وټاكو او كه پر تا باندې څه ناروغي راغلې وې چې داسې نااشنا خبرې كوې، موږ به دې درملنه وكړو، خو له خپلې بلنې څخه تېر شه.
له دې وروسته په يوه بله ناسته كې د مكې مشرانو د جوړجاړې وړانديز وكړ او پيغمبر (ص) ته يې وويل چې راځه ته زموږ د خدايانو عبادت كوه، او موږ به ستا د خداى، كه ستا خداى پر حقه وو موږ به له حق څخه برخمن شو او كه زموږ خدايان غوره  وو تا به هم نېك كار كړى وي. پيغمبر (ص) ورته وويل: يا ايها الكافرون لا اعبد ما تعبدون. و لا انتم عابدون ما اعبد… سورۍ الكافرون تر اّخره (اې كافرانو! نه زه د هغه څه عبادت كوم چې تاسې يې كوئ او نه تاسې زما د خداى عبادت كوئ…).

وروسته بيا قراّن هم د دوى د نيتونو په اړه خبرې وكړې چې: ودوا لو تدهن فيدهنون (دوى غواړې ته لږ نرم شې، بيا به دوى هم نرم شي. يانې كه ته تېرېدنه وكړې، دوى يې هم كوې.) خو پيغمبر (ص) له مخكې سپينه خبره كړې وه چې كه لمر او سپوږمۍ هم زما په واك كې راكړئ، له خپلې بلنې څخه نه تېرېږم.

8_ كله چې د بعثت په يوولسم كال پيغمبر (ص) د حج په موسم كې له راغلو عربي قبايلو سره په دې موخه كتل چې كه په خپلو سيمو كې ځاى وركړي، له بنو عامر قبيلې سره يې هم خبرې وشوې. د بنو عامر مشرانو ورسره ومنله چې ده به په خپله سيمه كې د دعوت د مركز لپاره ځاى وركړي او د دين په خپرولو كې به هم ورسره مرسته وكړي، خو په دې شرط چې كله چې پيغمبر (ص) وفات كېږي، واكمني او مشري به دوى ته پرېږدي. پيغمبر (ص) ورته وويل ان الډرض لله يورثها من يشاء من عباده والعاقبۍ للمتقين دا ځمكه د خداى ده، هر چاته چې هغه وغواړي سپاري يې.

په تېرو دواړو بېلګو كې حضرت محمد صلى الله عليه وسلم په تر ټولو سختو شرايطو كې وو، ځمكه له ټولې پراخي سره سره پرې تنګه شوې وه، او كه يې هدف واك، شرف او دولت ته رسېدل واى او اصول يې نه درلوداى بهترين فرصت ورته برابر وو چې همدغه موخې يې ترلاسه كړې واى. خو پيغمبر (ص) د ځمكې سيادت او واكمني نه غوښته، هغه يو دين غوښت چې واكمن واوسي او كه واك ده ته سپارل كېږي هغه دې د هغو اصولو (اسلام) د پلي كولو لپاره ور وسپارل شي چې بلنه ورته كوي.

د ملي يووالي پالونكى

د اوسني سياستوالو او واكمنانو د برلاسۍ تكتيك په دې كې خلاصه كېږي چې: بې اتفاقې واچوه او واك وچلوه. دا ځكه چې د دوى موخه همدغه واك ته رسېدل دي او نور څه د خير ښېګڼې راوړونكي خو نه دي. دا ډول سياست د مكياويليزم د فلسفې يوه برخه ده – هغه چې وايي واك ته د رسېدو لپاره د هرې وسيلې كارول روا دي او په دې لاره كې هېڅ ناروا نشته كه څه هم د ملتونو په تباهي او وراني وي. مكياويلي له خپلې دې فلسفې سره د لوېديځ د تمدن زېږنده ده او اسلام له خپله بنسټګره د دغسې سياست كاملاً مخالف لورى غوره كړى. همدا لامل دى چې كفري ښكېلاك چې د تاريخ په اوږدو كې كوم ځاى نيولى، په هغه ولس كې يې د خلكو وېش او اختلاف زيات كړى، خو اسلامي ځواكونه چې چېرته رسېدلي هلته يې خلك تر هر بل وخت په ښه توګه يو موټي كړي دي – تر دې چې اسلام په هر ځاى كې د يووالي سمبول ګرځېدلى. دا هسې خبرې نه، بلكې واقعيت دى چې عملي بېلګې يې بيا هم له تاريخ څخه رااخلو. خپله مستشرقينو او لوېديځوالو تاريخ ليكونكو همدا پېښې راخيستې دي
1_ د هغه مهال د عربو په قبيلوي ټولنو كې بدۍ او دښمنۍ د ګنډلو وړ نه وې. يو ځل چې به د يوې قبيلې له بلې سره دښمني شوه، بيا په زرو كلونو كې هم د رغېدو نه ول ځكه د هغوى د مېړانې بنسټ پر همداسې تعصب او ځېل باندې اېښودل شوى وو.
د هغوى لپاره غټ وياړونه په قبيلوي جګړو كې د مړو شمېر وو چې په شعرونو كې به يې نمانځل. په مدينه كې تازه د اوس او خزرج قبيلو تر منځ خورا خونړۍ جګړه شوې وه چې د بعاث په جنګ يادېږي. په مدينه كې اصلي لويې مېشتې قبيلې همدا دوه وې. له جنګه يو كال وروسته، په مكه كې د خزرج قبيلې شپږ استازو د حج په موسم كې له پيغمبر (ص) سره وكتل، هغوى بل كال ته له ځان سره د اوس قبيلې استازې هم راوستل او دوولس تنه شول.
په درېيم كال كله چې پيغمبر (ص) مدينې ته ورسېد، لومړى يې د اسلامي دولت د بنسټ منشور وليكل چې پكې ټينګار شوى وو چې: د مسلمان وينې پر مسلمان باندې بې له شرعي حده حرامې دي، ټول مسلمانان د يوه ولس غړي دي، هر چا چې تېرى وكړ د نورو مسلمانانو دنده ده چې مخه يې ونيسي اّن كه يې زوى يا پلار هم وي، هېڅوك د بل چا په ګناه نه نيول كېږي او مسلمانان ټول د حقونو او كرامت له اړخه يو برابر دي.چې كله د عقبې دويم تړون لاسليك شو په څو اويا كسيز پلاوي كې اوس او خزرج دواړه شامل وو. د ټولې مدينې سترګې محمد (ص) وې چې ګوندې د ورانوونكې جګړې پر پرهرونو به ملهم كېږدي او لاهم ګوته په ماشه قبايل به سره يو موټي كړي. همداسې يې وكړل. كله چې پيغمبر (ص) مدينې ته ورسېد، لومړى يې د اسلامي دولت د بنسټ منشور وليكل چې پكې ټينګار شوى وو چې: د مسلمان وينې پر مسلمان باندې بې له شرعي حده حرامې دي، ټول مسلمانان د يوه ولس غړي دي، هر چا چې تېرى وكړ د نورو مسلمانانو دنده ده چې مخه يې ونيسي اّن كه يې زوى يا پلار هم وي، هېڅوك د بل چا په ګناه نه نيول كېږي او مسلمانان ټول د حقونو او كرامت له اړخه يو برابر دي.
په بل عملي ګام كې پيغمبر (ص) د ټولو مسلمانانو تر منځ د ورورګلوي (مړاخاۍ) تړون وكړ – هر مهاجر له يوه انصاري سره د وروګلوي تړون وكړ، داسې ورورګلوي چې تر سكه او نسبي اړيكو هم مخكې وه ځكه كافر ورور له مسلمان ورور څخه ميراث نه شوى وړاى، خو تړونوال مكي له خپل مدني ملګري څخه ميراث وړاى شواى – تر هغه چې د واولوا الارحام بعضهم اولى ببعض اّيت نازل شو. انصارو خپل مالونه له خپلو مهاجرو وروڼه سره نيمايي كړل او اّن چا چې يې دوه مېرمنې درلودې يوه يې خپل مكي ورور ته ور طلاقه كړه. اوس خبره له قبيلې او كورنۍ وتلې وه او له وطنونو نه هم اوښتې وه. د يو بل وطن سړى، صهيب رومي او بلال حبشي او د مكې ټول كډوال د مدينې مېشتو مسلمانانو وروڼه شول.
پر هغه پخواني قبيلوي تعصب باندې نور د تل لپاره خاورې اوښتې وې او د وفادارۍ او تړاو محور يوازې اسلام وګرځېد. دا ډول يو تړون واقعاً د نړۍ په تاريخ كې بې سارى دى. هېڅ واكمن د يووالي او پيوستون دا ډول بېلګه نه شي وړاندې كولى.
همدارنګه كله چې پيغمبر (ص) مكه فتح كړه او په عربي جزيره كې تر ټولو زورور دولت يې جوړ كړ، هله هم د پخوانيو سيالو او دښمنو قبېلو تر منځ د دښمنيو ټغر ټول او ګرد مسلمانان د يو ملت په توګه له سره دوستان شول. هغه وو چې صحابه وو د نړۍ په تاريخ كې يو داسې پېر جوړ كړ چې نه مخكې كله تېر شوى وو او نه يې وروسته سارى ليدل كېږي.
2_ پيغمبر (ص) نه يوازې دا چې د قبيلې، نسب او قوم پر بنسټت هر ډول امتياز يې د ورورګلوي د تړون په څېر ګامونو له لارې له منځه يووړ، بلكې قبيلوي تعصب ته بېرته ور ګرځېدل يې داسې يو ناوړه كار وباله چې د مسلمانانو ټولې قربانيانې او اّن اسلامي هويت له بېخه ايستلى شي. يوه ورځ يهودانو چې د مسلمانانو يووالي او كميني ته يې كېنه راتله، يوه شيطاني دسيسه جوړه كړه چې د مسلمانانو په ليكه كې اختلاف واچوي. يو يهودي د انصارو په مجلس كې د پخوانيو زمانو د كېسو په ترڅ كې د بعاث جنګ ياد كړ او د اوس او خزرج قبېلو اتلوليو او مړو يادونه يې وكړه. هغه يهودي په پوره هنر سره د انصارو پخواني يادونه وپارول او نژدې وو چې له يو بل سره لاس واچوي. پيغمبر (ص) خبر شو او په بيړه مجلس ته ورغى.
مسلمانانو ته يې وويل: اّيا د جاهليت د زمانې غوندې دعوې كوئ، په داسې حال كې چې زه لا تر اوسه ستاسې په منځ كې (ژوندى) يم؟ ايا بېرته جاهليت ګرځئ سره له دې چې خداى د اسلام په واسطه تاسې ته عزت دركړى او ستاسې زړونه يې سره نژدې كړې دي؟ د انصارو دواړه خواوې پاڅېدې او يو بل ته يې غاړې وركړې او سخت يې وژړل.
البته دا شخړه په مدينه كې د رسول صلى الله عليه وسلم د لومړنيو كلونو په موده كې د تازه مسلمان شويو كسانو تر منځ وشوه چې زړونه يې لاهم له پخوانيو عادتونو څخه بشپړ نه وو پاك شوي. د پيغمبر (ص) له لورې د قوم او قبيلې پر بنسټ د وياړ او تعصب خبره له جاهليت سره برابرول د مسلمانانو لپاره چې پر اسلام يې ځان او مال وركاوو يو نه جبيره كېدونكى  عيب وو.
3_ د هجرت په پنځم يا شپږم كال د بني مصطلق په غزا كې عبد الله ابن ابى چې د منافقينو (په خوله مسلمان، خو په زړه كې كافر) مشر وو د مدينې د مسلمانانو په يو مجلس كې وغوښتل چې انصار د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم او د نور مكيانو پر ضد وپاروي. عبد الله ابن ابى ابن سلول مخكې له دې چې پيغمبر (ص) هجرت وكړي، ټاكل شوې وه چې د مدينې د مشرۍ تاج ورپه سر شي ځكه دى تر ټولو زيات اغېزلرونكى قبيلوي رئيس وو. ده څو ځلې په سختو شرايطو كې له حضرت محمد صلى الله عليه وسلم سره ناځوانۍ كړې دي.
ده ظاهراً اسلام منلى وو، خو په زړه كې يې پيغمبر (ص) او د هغه يارانو ته هر وخت شېبې شمارلې چې كه هغوى ماتې وخوري او يا له مدينې په وتلو مجبوره شي، دهء ته بېرته رياست وسپارل شي. د بني مصطلق په غزا كې هم عبدالله ابن ابى هڅه وكړه چې د پرلپسې جنګونو د ستړياوو په استفاده وكولاى شي د مدينې مسلمانانو ته قناعت وركړي چې د پيغمبر (ص) له ‘سرخوږي’ څخه ځان خلاص كړي.
ابن ابى د انصارو يوې ډلې ته وويل: څه خداى درباندې راوړې چې محمد (ص) او ملګرو ته مو پناه وركړې؟ خپله مالونه مو ورسره نيمايي كړي او لګيا ياست جګړې هم ورسره كوئ چې بچيان مو يتيمان شي. بس هماغه خبره ده چې سپى دې چاغ كړه چې ودې خوري. په خداى قسم چې كله مدينې ته دا ځل ولاړ شو موږ عزتمن خلك به دغه سپك خلك (پيغمبر او مكي ياران يې) وباسو.
دا خبره په چټكۍ سره پيغمبر (ص) ته ورسېده او د مسلمانانو په ټول كمپ كې خپره شوه. كله چې پيغمبر (ص) ته خبره سپينه شوه، حضرت عمر رضي الله عنه له پيغمبر (ص) څخه غوښتنه وكړه چې د عبد الله بن ابى د وژلو اجازه وركړي. پيغمبر (ص) ورته وويل: ”څنګه داسې يو كار وكړو چې خلك ووايي محمد خپل ملګري د عبد الله ابن ابى زوى چې هغه هم عبد الله نومېده توره يې راوكښه او پيغمبر (ص) ته يې وويل چې اجازه وركړي چې خپل پلار ووژني. ده وويل: اې د خداى پيغمبره (ص)، كه دې اجازه وي خپل پلار به زه ووژنم ځكه هغه منافق شوى او بل څوك دې نه وژني ځكه بيا به ما د پلار د دغچ احساس ونيسي او هسې نه چې زه بيا د هغه قاتل ووژنم او ځاى مې تل په اور كې شي. پيغمبر (ص) عبد الله ونازاوه او ويې هڅاوه چې له خپل پلار سره ښه وكړي. پيغمبر (ص) وويل: ”ما د هغه د وژنې اراده نه ده كړې او نه خو مې چاته د هغه د وژلو امر كړى، تر څو چې له موږ سره وي ښه به ورسره كوو.”وژني؟” وروسته چې قراّن د منافقون د سورت په نازلېدو سره په ډاګه د عبد الله ابن ابى منافقت  تائيد كړ، د عبد الله ابن ابى زوى چې هغه هم عبد الله نومېده توره يې راوكښه او پيغمبر (ص) ته يې وويل چې اجازه وركړي چې خپل پلار ووژني.
ده وويل: اې د خداى پيغمبره (ص)، كه دې اجازه وي خپل پلار به زه ووژنم ځكه هغه منافق شوى او بل څوك دې نه وژني ځكه بيا به ما د پلار د دغچ احساس ونيسي او هسې نه چې زه بيا د هغه قاتل ووژنم او ځاى مې تل په اور كې شي. پيغمبر (ص) عبد الله ونازاوه او ويې هڅاوه چې له خپل پلار سره ښه وكړي.
پيغمبر (ص) وويل: ”ما د هغه د وژنې اراده نه ده كړې او نه خو مې چاته د هغه د وژلو امر كړى، تر څو چې له موږ سره وي ښه به ورسره كوو.” په دې پېښه كې عبد الله ابن ابى په واقعيت كې پر پيغمبر (ص) باندې د كودتا هڅه كړې وه او د هغه د نيت پخلى قراّن هم وكړ، نو د صحابه وو تر منځ تصور دا وو چې هغه بايد ووژل شي، خو پيغمبر (ص) له هغه سره د نيكي كولو سپارښتنه وكړه او د حضرت عمر (رض) د ټينګار په ځواب كې يې وويل چې كه عبد الله ابن ابى ووژنو، خلك به وايي پيغمبر په خپلو يارانو پسې راخيستې او دښمنان به خوشالي كوي چې د مسلمانانو تر منځ اختلاف پيدا شو. عبد الله ابن ابى يوازې هم نه وو، ګڼ پلويان يې درلودل چې د هغه په شړلو يا وژلو سره به ټولو ته داسې ښكاره شوې وه چې د پيغمبر د پلويانو تر منځ درځ رامنځته شوى. دا د اسلامي امت د ليكې د يووالي په اړه د پيغمبر (ص) حرص دى چې عبد الله ابن ابى يې ونه واژه او تر مرګه يې ونه شاړه.
كه نه د نړۍ په سياستونو كې د كودتاچيانو سزا اعدام وي. خو د رسول صلى الله عليه وسلم  ژور فكر هغه دې ته ورساوه چې تر ټولو مهم د مسلمانانو يووالى دى او حكمت او قوت په يوموټي والي كې دى.
په دې كيسه كې موږ د عبد الله ابن عبد الله ابن ابى د غيرت او پر اسلام باندې د سرښندنې غوره بېلګه هم وينو چې د خپل پيغمبر او دين په ساتنه كې يې پر خپل پلار توره راوكښله.  په رښتيا چې اسلام هغوى داسې سره يو كړي ول چې مسلمانان د پلار او زوى تر منځ تر تړاو هم سره نژدې ول.  همدا د دوى د اخلاص او يووالي بركت وو چې د اسلام زرينه دوره يې جوړه كړه.

هوښيار دپلومات او برلاسى ويناوال:

داعې يا بلونكى په حقيقت كې د هغه چا د فكر او پيغام د رسولو په موخه خلكو ته لېږل شوى استازى يا دپلومات دى چې ګمارلى يې دى. يو بريالى دپلومات هغه دى چې خلكو ته په ښه ډول د لېږونكي طرف استازيتوب وكړاى شي. د دپلوماسۍ تر ټولو غټ تكتيك له خلكو سره په حكيمانه ډول د چلند او اړيكو نيول جوړوي.
په داسې حال كې چې په اوسنۍ نړۍ كې ډېرى دپلوماتان له تظاهر، چل ول او د خوږ ګوتې نيولو له لوبې څخه كار اخلي، د خداى د استازي دپلوماسي خورا سوچه او له زړه سواندۍ ډكه وه. كه يې له چا سره مذاكره كوله هم په ډېر ساده، خو خورا هوښيارۍ، سره ورته غږېده. كه به خبره د جوړې روغې او د مركو وه، هلته به يې هم په انصاف او د ټولو خواوو په خوشالولو پرېكړه كوله او كه د سفيرانو او ليكونو لېږل وو، هلته به يې هم له خواخوږۍ  او صراحت ډكه لهجه كاروله. همدا رڼه دپلوماسي او د خواخوږۍ چلند وو چې بلنې يې له مرييانو نيولې تر لوړو پاچايانو پورې په اسانۍ سره د خلكو په زړونو كې ځاى نيو. ګڼ پاچايان او ولايتي اميران يې يوازې د يو ليك په لېږلو او يا د يو استازي په استولو اسلام ته را كاږلي. په لاندې بېلګو كې د پيغمبر (ص) د دپلوماتيكې ژبې او چلند اغېز ګورو چې څه يې ترلاسه كړي:
1_ پوهېږو چې د پيغمبر (ص) دغه صفتونه د يو بشر په توګه يادوو. هغه خپله هم ويلي وو چې: ”په هغو چارو كې چې ماته وحى نه ده شوې، زه ستاسې د يو عادي وګړي په څېر يم.” كله چې د وحى وخت لا نه وو رارسېدلى او محمد صلى الله عليه وسلم د مكې د يو عادي سړي په توګه پېژندل كېده، هغه مهال يې هم كړنې د خلكو د ژغورنې او خير ښېګڼې سرچينې وې تر دې چې هغه په مكه كې د ‘امين’ يا رښتونې او امانتګار لقب وګاټه. د لانجمنو موضوعاتو د حل كار چې ډېر ځله يې جرګې او مركې هم نه شي كولى، پيغمبر (ص) په ډېر ساده ډول پكې بريالى شوى. كله چې پيغمبر (ص) پنځه دېرش كلن وو، قريشو د كعبې د بياودانولو كار پيل كړ. د كعبې ډېرى ولاړه برخه يې ړنګه كړه تر دې چې هغه تادو ته يې ورسوله چې ابراهيم او اسماعيل عليهما السلام اېښى وو.
كله چې د كعبې د نورو ټولو برخو ودانول په مكه كې د مېشتو قبايلو لخوا په ګډه سره پاى ته ورسېد، د حجر اسود ډبرې د اېښودو پر سر د مختلفو قبېلو او كورنيو تر منځ سخته لانجه رامنځته شوه. د ودانولو په چارو كې هرې معتبرې قبيلې ته د يوې برخې جوړولو وياړ يا دنده وركړل شوې وه، خو د حجر اسود د بيا ځاى پر ځاى كولو دنده چاته نه وه ور كړ شوې، ځكه خبره لانجې ته ورسېده. د ښكېلو قبېلو تر منځ څلور پنځه ورځې لانجه روانه وه. بالاخره ټولو په دې اتفاق وكړ چې كه هر څوك لومړى د محمد صلى الله عليه وسلم پرېكړه داسې وكړه چې د حجر الاسود تيږه يې په يو څادر كې كېښوده او په شخړه كې له څلورو ښكېلو قبېلو څخه يې د هر يو مشر ته د څادر يوه پېڅكه وركړه چې تېږه هغه ځاى ته پورته كړي چې ټاكل شوې پرې كېښودل شي. او بيا يې په خپل لاس تيږه له څادره واخيسته او پر هماغه ځاى يې كېښوده. قريش د پيغمبر (ص) دغې پرېكړې او مركې ته ډېر حيران شول او په ټولنه كې يې د هغه اعتبار نور هم زيات كړ.مسجد الحرام له دروازې څخه ننوتل هغه به د شخړې پرېكړه كوي.
سترګې د ټولو دروازې ته وې چې محمد صلى الله عليه وسلم لومړنى سړى وو چې حرم ته ننوت. را ټولو شويو قريشو نارې كړې چې هذا الامين، رضيناه، هذا محمد (دغه رښتينى او امانتدار سړى دى.
موږ يې پر پرېكړه خوښ يو. دا محمد دى.) محمد صلى الله عليه وسلم پرېكړه داسې وكړه چې د حجر الاسود تيږه يې په يو څادر كې كېښوده او په شخړه كې له څلورو ښكېلو قبېلو څخه يې د هر يو مشر ته د څادر يوه پېڅكه وركړه چې تېږه هغه ځاى ته پورته كړي چې ټاكل شوې پرې كېښودل شي.
او بيا يې په خپل لاس تيږه له څادره واخيسته او پر هماغه ځاى يې كېښوده. قريش د پيغمبر (ص) دغې پرېكړې او مركې ته ډېر حيران شول او په ټولنه كې يې د هغه اعتبار نور هم زيات كړ.
2_ كله چې د مكې دوه خورا زړور مشران، حمزۍ ابن عبد المطلب او عمر ابن الخطاب رضي الله عنهما په اسلام مشرف شول، مشركينو وموندله چې د محمد (ص) دعوت لكه چې سور نيسي او د مخنيوي نه دى. نو د معاملو او خبرو اترو لار يې ونيوله چې كه وكولاى شي پيغمبر (ص) د نوي دين له تبليغه لاس اخيستلو ته اړ باسي. قريشي مشرانو په خپل استازيتوب عتبۍ ابن ربيعۍ پيغمبر (ص) ته ور ولېږه چې پر جوړجاړې خبرې ورسره وكړي. عتبۍ پيغمبر (ص) ته راغى او ورته ويې ويل: اې ورارهء، ته خپله پوهېږې چې ته زموږ په ټولنه كې د لوړ مقام خاوند يې او ستا كورنۍ هم يوه معتبره كورنۍ ده، خو تا خپل قوم ته داسې څه راوړي چې هغوى دې سره پرې بېل كړي دي، د خپلو خلكو په دين پسې دې بدې خبرې پيل كړې او د خپلو پلرونو له دين څخه منكر شوى يې.
نو زه تاته يو وړانديز لرم چې پرې غور وكړه، ښايي ځينې يې درته د منلو وي. پيغمبر (ص) ورته وويل: ”د وليد پلاره، وايه زه اورم.” بيا عتبۍ خپل وړانديزونه پيل كړل چې پيغمبر (ص) ته يې د قوم د مشرۍ، د شتمنيو د وركولو او كه كومه ناروغي لري د هغې د تداوي كولو خبره وكړه.
د عتبۍ وړانديز چې ختم شو، پيغمبر (ص) ورته وويل: ”د وليد پلاره، خبرې دې خلاصې شوې؟” هغه ورته وويل: هو. پيغمبر (ص) ورته وويل: ”ښه، اوس نو زما خبر هم واوره.” او د فصلت د سورت څو لومړني اّيتونه يې ورته تلاوت كړل. بيا عتبۍ پاڅېد او كله چې د خپلو نورو مشرانو غونډې ته ورغى، هغوى وويل قسم دى چې عتبۍ بدل شوى.
او عتبۍ بدل شوى هم وو. مسلمان نه شو، خو هغوى ته يې وويل چې: ګورئ دا سړى نه شاعر دى، نه كوډګر دى، نه نجومګر دى او نه هم لېونى دى لكه تاسې چې واياست، بلكې هغه يو غټ كار پيل كړى، ښه به دا وي چې غرض پرې ونه كړو، كه بريالى شو نو د هغه پاچاهي ستاسې د خپل قوم پاچاهي ده او كه مغلوب شو، له غمه به يې خلاص شو.
دلته كه د خبرو اترو جريان ته ځير شو، پيغمبر (ص) په داسې توګه ځواب وايي چې سړى فكر كوي دا به په اوسنۍ په اصطلاح عصري زمانه كې د كوم مړدب او كارپوه دپلومات خبرې وي، نه1400كاله مخكې د پيغمبر (ص) خبرې له خپل دښمن سره. لومړى پيغمبر (ص) عتبۍ ته په درناوي غوږ نيسي چې د هغه پر دعوت نيوكه كوي، بيا چې كله وړانديزونه پيلوي، پيغمبر (ص) ورته وايي چې  ابالوليده (كنيه نوم د احترام پر مهال ويل كېږي، لكه يو څوك چې په تخلص باندې ونوموې) ووايه، زه اورم. او بيا چې كله د هغه خبرې ختمې شوې، بيا يې پوښتي چې خبرې دې خلاصې شوې؟
او د هغه د پام اړولو لپاره بيا وايي چې: ښه اوس نو له ما واوره. رسول صلى الله عليه وسلم څومره په ښه توګه له خپل دښمن سره محاوره كوي او د هغه درناوى په پام كې ساتي. موږ په اوس مهال كې هم دومره مړدبه او درانه مذاكره كوونكي نه لرو، په تېره بيا كه د دوو سرسختو دښمنانو تر منځ د خبرو اترو سيالۍ وي.
3_ د بعثت په پنځم كال حبشې (ايتوپيا) ته د مسلمانانو د يوې ډلې د لېږلو پرېكړه د پيغمبر (ص) د سياسي او دپلوماتيكي ځيركۍ خورا څرګنده نښه ده. دغه ډله مسلمانان په حقيقت كې يوې بلې وچې (افريقا) ته د پيغمبر (ص) سفيران او يا دپلوماتيك ټيم وو. دوى هلته د څو كارونو لپاره لېږل شوي وو. لومړى دا چې د هغه هېواد له واكمنانو سره دوستانه اړيكې جوړې كړي او په دې توګه هلته د مسلمانانو لپاره يو ځاى پيدا كړي چې د اړتيا په وخت كې پكې پناه واخيستلى شي.
لېږل شويو مسلمانانو په حبشه كې حالات وارزول او د هغه ځاى له واكمنانو سره يې ښې اړيكې هم جوړې كړې. په حبشه كې د اسلامي نهضت د يو پلاوي مېشتېدلو داسې مانا درلوده لكه په اوس مهال كې په يو هېواد كې د سفارت پرانيستل او د يو-بل په رسميت پېژندل. لېږل شوى پلاوى په عين حال كې په حبشه كې د اسلام د خپراوي لپاره بلنه هم پيل كړه او هلته يې خلك له اسلام سره اشنا كړل.
د دوى د بلنې د برياليتوب لومړۍ لاسته راوړنه دا وه چې د حبشې پاچا مسلمان شو، كه څه هم خپل ولس ته يې د خپل نوي دين په اړه څه ونه ويل. د پلاوي د وياند په توګه د جعفر ابن ابوطالب ټاكل هم د مسلمانانو د سياسي ځيركۍ څرګندونه كوي. جعفر (رض) د خبرو او دپلوماتيكي چلند خورا تكړه سړى وو. د هغه د كمال اټكل له دې ښه كېدى شي چې كله چې د نجاشي پاچا په دربار كې له عمرو ابن عاص سره د هغه د خبرو مقابله شوه، عمرو ماتې وخوړه او پاچا د جعفر (رض) پر خبرې قناعت وكړ او د مسلمانانو په ضد د عمرو تبليغاتو كار ورنه شو كړاى، سره له دې چې وروسته چې عمرو (رض) مسلمان شو هغه ته د داهيۍ العرب (د عربو د خورا هوښيار سړي) لقب وركړ شو.
4_ وروسته له هغه چې له قريشو سره د حديبيې د سولې تړون لاسليك شو، په سيمه كې د امن ګواښونكي ځواكونه او غدار يهودان وشړل شول او اسلامي دولت يو څه ارامه ساه واخيسته، پيغمبر (ص) بېلابېلو شاوخوا پاچايانو او واكمنانو ته ليكونه لېږل پيل كړل. د ليكونو او استازو لېږلو لړۍ په راتلونكو كلونو كې هم پسې دوام وكړ. دا په اصل كې سربېره پر دې چې د اسلامي دعوت خپرول وو، يوه دپلوماتيكي هڅه هم وه چې نوى راټوكېدلى اسلامي حكومت په نړۍ كې له نورو دولتونو سره اړيكې ټينګې كړي، پر هغوى باندې اغېز وكړي او د هغوى ټولنې له اسلام سره په دې پړاو كې اشنا كړي، چې بيا وروسته د حالاتو له ښه كېدو سره دغه بلنه هغوى ته و هم رسوي.
سره له دې چې محمد صلى الله عليه وسلم په سيمه كې يو لوى ځواك شوى وو او پر خپلو سرتېرو يې بې كچې باور درلود، خو په ټولو ليكونو كې يې واكمنانو ته په ډېره نرمه ژبه بلنه وركړه. ټولو هغو واكمنانو ته چې له اسلام سره يې ځينې مشترك ټكي درلودل، لكه عيسوي واكمنان، هغوى ته يې لومړى په ليك كې د همدغو ګډو ټكو يادونه وكړه او ورته ويې ويل: يا اهل الكتاب تعالوا الى كلمۍ سواء بيننا و بينكم الا نعبد الا الله ولانشرك به شيئا، ولا يتخذ بعضنا بعضا اربابا من دون الله (اې اهل كتابو، راځئ پر هغې ګډې خبرې سره ټول شو چې له خدايه پرته به د بل چا عبادت نه كوو، له هغه سره به شريك نه نيسو او له خدايه پرته به نور څوك څښتنان نه ګڼو.) ځينو عيسوي پاچايانو ته پيغمبر (ص) د عيسى عليه السلام او د هغه د مور بي بي مريم په اړه حقايق هم وليكل چې وكولا ى شي دغه ګډ ټكي دوه دولتونه سره نژدې كړي او هغوى د اسلام په اړه غوراو فكر ته راجلب كړي.
په ليكونو كې يې له سلام وروسته پاچايانو ته داهم وليكل چې كه غواړې سرلوړى او بريالى واوسې، مسلمان شه او څښتن به درته اجر دركړي، خو كه مسلمان نه شې خپله ګناه به دې هم پرغاړه وي او د خپل ولس هم.
له شاوخوا دوولسو پاچايانو او سيمه ييزو واكمنانو څخه چې پيغمبر (ص) ورته ليكونه ولېږل، څلور يې مسلمان شول چې ځينو يې خپل ولس هم اسلام ته وبلل. هغه ليكونه چې پيغمبر (ص) لېږل د هغه وخت له دپلوماتيك دود سره سم، خپل مهر به يې پرې لګولى وو او ځان يې د خداى د پيغمبر په توګه هغوى ته ور پېژاند. د دغو ليكونو رسوونكي هم داسې كسان ټاكل كېدل چې د خبرو اترو په هنر كې تكړه وو. په ځينو دربارونو كې چې له ليك رسېدو وروسته واكمنانو د پيغمبر (ص) له استازي سره د خبرو غوښتنه كړې چې قناعت وركړي، هغوى په ښه توګه توانېدلي چې د اسلام پيغام ورته ورسوي.
5_ د ښه سياست يوه برخه داده چې له هر چا سره د هغوى د اهميت او ارزښت په كچه سم چلند وشي او كه كله امتياز د كار په پرمخ بيولو كې اغېزمن ثابتېداى شي، ځينې خلك ونازول شي. كله چې مكه فتح كېده او د اسلامي لښكر د ښار دروازو ته نژدې شوى وو، عباس (رض) ابوسفيان چې تر لږ مخكې د مشركينو د لښكرو قومندان وو، تر لاس نيولى پيغمبر (ص) ته راووست.
عباس له مخكې له ابوسفيان سره خبره كړې وه چې مخكې له دې چې پيغمبر (ص) مكې ته ننوځي تسليم شي او اسلام ومني. ابوسفيان د پيغمبر (ص) په مخكې اسلام ومانه. ابوسفيان د فتحې پر مهال د مشركينو عمومي مشر وو. عباس پيغمبر (ص) ته وړانديز وكړ چې: اې رسول الله، ابوسفيان ته پېژنې چې داسې سړى دى چې د فخر او ملكۍ كارونه يې خوښېږي، نو يو څه ورسره وكړه چې پرې ووياړي.
پيغمبر (ص) ومنله او ويې ويل: هرهغه څوك چې په مكه كې د ابوسفيان كور ته ننوځي په امن دى. پيغمبر (ص) په دې كار سره وكړاى شول چې ابوسفيان ډېر په اسانۍ د زړه له كومې خپل پلوى وګرځوي، بې له دې چې كوم جوړجاړى ورسره وكړي. مكې ته د سوله ييزې ننوتنې لپاره د ابوسفيان خپلول يو غټ ګام وو.
پيغمبر (ص) هم د ابوسفيان ټولنيز حيثيت وساته چې د تسليمي او كېنې احساس ونه كړي او هم يې مخلص مسلمان جوړ كړ. په عين حال كې دا د هغو ځيركو واكمنانو چلند وو چې پر خپلو سرسخته دښمنانو باندې د برلاسۍ پرمهال له هغوى سره داسې چلند كوي چې هغوى ته د پخوانۍ دښمنې د پښېمانۍ احساس وركړي او له فاتحينو سره د زړه له تله ملګرتيا پيل كړي.
همدا لامل وو چې كله چې پيغمبر (ص) مكه فتح كړه او د كعبې شاوخوا راټول شويو كسانو نه يې وپوښتل چې څه فكر كوئ چې اوس به زه له تاسې سره څه كوم؟ هغوى ورته وويل: خيراً، اخ كريم و ابن اخ كريم (موږ د نيكۍ تمه لرو، ته زموږ يو مهربانه او شريف ورور او وراره يې.) او پيغمبر (ص) هم ورته وويل چې: ”نن زه پر تاسې كوم احسان نه باروم او ځان له تاسې لوړ نه ګڼم. ځئ تاسې ازاد ياست. ” بيا يې د كعبې كلي عثمان ابن طلحه ته بېرته وسپارله ځكه له پخوا راهيسې د كلي ساتنه د هغه د كورنۍ دنده وه، او ورته ويې ويل: هان عثمانه، دا دې كلي ده. نن د نيكي او وفاء ورځ ده.
د پيغمبر (ص) په اړه د مكې د خلكو لومړنۍ او وروستنۍ خبرې د هغه شخصيت او چلند په څو ټكو كې لنډه ارزونه ده. مخكې له دې چې هغه مبعوث شي، د مكې خلكو هغه ته د امين لقب وركړى وو. او كله چې د رسالت پاى نژدې كېږي او مكيان نور د ټول عمر له دښمنۍ څخه ستړي شوي دي، هلته بيا همدغه خپل پخواني دښمن ته د ‘اخ كريم و ابن اخ كريم’ لقب وركوي. يو عربي متل وايي: الفضل ما شهد به الاعداء (كمال هغه دى چې دښمنان پرې اعتراف وكړي.)
پاى
______________________________________________________
سرچينې:
فقه السيرة، محمد الغزالي
المنهج الحركي للسيرة النبوية، منير محمد غضبان
الرحيق المختوم، مولانا صفي الرحمن مباركفوري
الوصية النبوية للامة الاسلامية، د. فاروق حمادة
اسلامي سياست، مولانا ګوهر الرحمن
نبي الرحمة، ابو الحسن الندوي
السيرة النبوية امة و بناءدولة صالح احمد الشامي
السيرة النبوية دروس و عبر ، د. مصطفى السباعي
محمد يونس برهان

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: