محمدي ﷺ اخلاق (عبرتناکه کیسه)

د مکې بازار کې یوې بوډۍ ښځې د لرګیو پنډه په سر ایښې وه؛ خپل کور ته روانه خو د ډیر زړښت او کمزوریتوب له امله یې لینګي لړزېدل او ورو ورو قدمونه یې اخیستل.

بازار کې ګڼه ګوڼه ډيره وه هرڅوک په خپل کار پسې روان ؤ، لیکن د مکې یو ځوان چې له لرې څخه دغه کمزورې بوډۍ ښځه ولیدله په بیړه ورغی او هغه د لرګیو پنډ یې ورڅخه واخیستلو او په اوږه یې کړ، له بوډۍ ښځې نه یې د هغې د کور په اړه وپوښتل چې چیرې دی، که څه هم د بوډۍ ښځې کور یوه اندازه لرې ؤ او ګرمي هم زیاته وه خو ځوان بیا داسې نه ؤ چې د مسافې لرې والی او د ټکنده غرمې لمر دې دده په همت کوم منفي تاثیر وکولای شي بلکې په ډیرې عاجزۍ او خاکسارۍ له دغې بوډۍ سره د مرستې په پار یې د هغې پنډکی سرباندې کېښودلو او روان شو.

بوډۍ او ځوان روان وو د مکې ګرمي خو هسې هم ډیره سخته وي، خو په دې ورځ بیا ګرمۍ دومره زور اخیستی ؤ، له اوږده مزل وروسته د بوډۍ کور راورسیده ځوان هم له خپل اوږې څخه بار ښکته کړ او د هغې د کور مخې ته یې کښوده، بوډۍ ښځه چې د مرسته کوونکي ځوان له ښو اخلاقو نه متأثره شوه، په ډیره شرمېدلې لهجه یې ورته وویل: ځوانه! له ماسره داسې څه نشته چې ستا اجره درکړم، خو زه به تاته یو قیمتي نصیحت وکوم او هغه داچې کله خپل ښار مکې ته ستون شوې هلته یو جادوګر دی، محمد یې نوم دی او د پیغمبرۍ دعوه هم کوي. که چیرې ورسره مخ شوې؛ پام کوه چې خبره یې ونه منې!!

ځوان په پوښتونکې لهجه ورته وویل: ابۍ ولې یې خبره ونه منم؟!!

بوډۍ ورته وویل: ځکه چې هغه محمدنامی کس بد اخلاقه دی.

ځوان بیا ورته وویل: که چیرې زه پخپله محمد یم بیا څه وکړم؟!!

بوډۍ ښځې په داسې حال کې چې له سترګو یې اوښکې بهیدلې دا مبارکه کلمه وویله: «اشهد ان لا اله الا الله و انک رسول الله». ژباړه: ګواهي ورکوم په دې خبره چې نشته معبود برحق مګر؛ یو الله ﷻ او داچې ته (محمد ﷺ) د الله رالیږل شوی پیغمبر یې.

الله پاک څه ښه فرمایلي:

﴿ وانک لعلی خلق عظیم ﴾ [سورة ن : ۴]. ژباړه: او بیشکه چې یې ته(اې محمده) هرومرو (خامخا) په خلق خویونو(دین ډیر لوی باندې).

نو راځئ چې خپل ځانونه او ځوانان په نبوي اخلاقو ښایسته کړو ترڅو کفار زمونږ له نیکو اخلاقو څخه متأثر شي او د دښمنۍ پرځای د اسلام دوستي خپله کړي.

الله ﷻ مونږ تاسو ټولو ته محمدي اخلاق را په برخه کړي. آمین

ژباړه: قدرت الله «تنها»

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب