جهاد او غزاګانې

مجاهد بايد مخلص وي

د نيت اصلاح داسي ده لکه د اطاق شا تير، که سم وي ټول بام او پکې لګېدلي بازوان به برابر وي ګني د لوېدو ويره يې وي، د بنده د فلاح او د الله تعالی په نزد يې د کاميابۍ مدار په اخلاص ولاړ دی، د مسلمان په ټولو عملونو کې مطلوب اخلاص دی، اخلاص يعني په عبادت کې يوازي د الله جل جلاله مقصود ګرځول، په دې توګه چې دا نيت او قصد له ټولو دنيوي او مادي اغراضو پاک وي.

الله جل جلاله فرمايي : ( وما أمروا إلا ليعبدوا الله مخلصين له الدين ) [ البينة : 5 ]

ژباړه : او هغوی ته پرته له دې بل هيڅ حکم نه و شوی چې له هر راز باطلو او درواغو څخه جلا خالص د يو الله تعالی بندګي وكړئ ! او د حضرت حنيف ابراهيم عليه السلام په شان له هر چا او هرې خوا څخه علاقه شكولې د همغه يوه مالك الملك بندګان شئ.

او په سورت کهف کې الله جل جلاله فرمايي : ( قل إنما أنا بشر مثلكم يُوحى إليّ إنما إلهكم إله واحد فمن كان يرجو لقاء ربه فليعمل عملاً صالحاً ولا يشرك بعبادة ربه أحداً ) [ الكهف : 110 ]

ژباړه : اى محمده ( صلی الله علیه وسلم)! ووايه چې زه ستاسې په څير انسان يم، ماته وحي كېږي چې ستاسې خداى همدا يو خداى جل جلاله دی، نو څوك چې له خپل پروردګار سره د يو ځاى كېدو په هيله وي هغه بايد ښه عمل وكړي او په بندګۍ كښې له خپل رب سره بل څوك شريك نكړي.

په پورته آيات کې د اخلاص ګټه بيان شوي، هغه فايده چې ټول مسلمانان يې د ترلاسه کولو هيله لري، داسي ډير احاديث او اياتونه شته چې د نيت د اصلاح ارزښت ترې څرګندېږي چې لاندي به يې څو مثالونه ذکر کړو، او که د نيت اصلاح نه وي نو بې له شکه چې سړی د ژوند په هر حال کې له سخت اضطراب، دنيوي او اخروي زيان سره مخ کېږي.

نيت که څه هم د انسان په هر عمل کې ځانګړی اهميت لري خو دلته يوازي په جهاد او مجاهد غږېږو چې د نيت اخلاص ورته څومره مهم دی، جهاد هغه ځانګړې فريضه ده چې مجاهد ته پکې د اخلاص د ډير حرص تاکيد شوی، دا ځکه چې رياء مجاهد ته تر نورو ژر ځان رسوي، همدا وجه ده چې په کتاب الله او سنة الرسول علیه السلام کې ورته په دې اندازه زيات پام شوی چې هر ځای کې د جهاد لفظ راځي د ( في سبيل الله ) په قيد سره مقيد وي.

د جهاد نيت په قرآن کريم کې

أَمْ حَسِبْتُمْ أَن تُتْرَكُواْ وَلَمَّا يَعْلَمِ اللّهُ الَّذِينَ جَاهَدُواْ مِنكُمْ وَلَمْ يَتَّخِذُواْ مِن دُونِ اللّهِ وَلاَ رَسُولِهِ وَلاَ الْمُؤْمِنِينَ وَلِيجَةً وَاللّهُ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ )سورة التوبة: 16 ]

ايا تاسې دا ګمان کوئ چې همداسې به پريښودل شئ؟، په داسې حال كښې چې تر اوسه پورې الله تعالی دا نده څرګنده كړې چې له تاسې نه څوك هغه كسان دي چې هغوى ( د هغه په لاره كې ) سرښندنه وكړه او له الله تعالی او پېغمبر عليه السلام او مومنانو څخه پرته يې څوك صميمي دوست ونه نيو، تاسې چې څه كوئ الله پرې ښه خبر دى.

مطلب دا چې تاسي به الله تعالی په روان حالت پرېنږدي، ترڅو چې په تاسې کې مخلص نه وي څرګند شوی او مخلص هغه څوک دی چې الله جل جلاله يې په آياتونو کې په ( المجاهدون في سبل الله ) سره يادوي.

که څه هم الله تعالی په هرڅه عالم دی خو د جهاد په فرض کولو کې يې حکمت دا دی چې د بنده ګانو په امتحانولو سره په علم ظهور معلومه کړي چې کوم يې مخلص او فرمانبردار او کو يو عاصي او نافرمانه دی.

بل ځای الله جل جلاله فرمايي : ( وَجَاهِدُوا فِي اللَّهِ حَقَّ جِهَادِهِ ) [ سورة الحج: 78 ]

د الله تعالی په لار كې همغسې جهاد وكړئ لكه څنګه چې د جهاد كولو حق دى.

د ( مجاهده ) په لفظ كې هر قسم كوښښونه د ژبې وي كه د قلم ، مالي وي كه بدني، شامل دي او هم د ( جهاد ) ټول اقسام جهاد مع النفس، جهاد مع الشيطان، جهاد مع الكفار، جهاد مع البغاة، جهاد مع المبطلين د دې لفظ لاندې داخل دي.

مفسرين حضرات ليکي چې جهاد هغه فرض دی چې خورا زيات اخلاص ته احتياج لري، په زړه کې به مو له الله تعالی پرته بل هيڅ نه وي، په آيت کريمه کې له ( حق جهاده ) نه مراد په ټول وس او توان سره په هغه څه عمل کول چې الله تعالی يې امر کړی او له هغه څه ځان ساتل دي چې ترې منع کړي يې يو، يعني د خپل نفس د تهذيب او د دنيوي چارو د سمون لپاره داسې پوره زيار وباسئ چې د دې لوى او اهم مقصد لپاره وړ او لايق او د هغه له شان سره موافق وي، د دنيوي مقاصدو د بري او كاميابۍ لپاره څومره تكليفونه او زحمتونه په ځان اخلو، دا لار چې د دين او د اخرت د دائمي بري او كاميابي لاره ده، په دې كې چې هرڅومره زحمت او محنت ګاللی شو بايد ويې ګالو.

په پورته ايت کريمه کې د ټول اخلاص او مجاهدې امر شوی، نو که په جهاد کې يوازي د چا نيت ډير لږ هم خراب شي جهاد به يې د اعلاء کلمة الله لپاره نه وي او دی به في سبيل الله نه وي بلکه د غنيمت، شهرت، نوم، او انتقام لپاره به جنګېږي او له ثواب پرته يوازي هغه څه به ترلاسه کړي چې نيت يې کړی.

دلته که هغه ټول آياتونو ليکو چې د مجاهد نيت ته پکې اشاره شوې او د اخلاص امر پکې شوی، مضمون اوږدېږي، نو مناسبه ده چې يوازي يې په يادونه بسنه وکړو.

په ډيرو هغو آياتونو کې چې مسلمان ته پکې د جهاد امر شوی او يا يې د مالي او ځاني جهاد صفت پکې بيان شوی، د جهاد ټکی پکې د ( في سبيل الله ) په قيد سره مقيد ذکر شوی دی، نو هر هغه څوک چې په جهاد کې يې نيت يوازي او يوازي د اعلاء کلمة الله او هر حرکت او فکر يې د خداي لپاره نه وي دغه مخصوص اعمال يې جهاد نه بلکه جګړه بلل کېږي او که ووژل شي هغه کټه به تر لاسه نه کړي چې وعده ورسره شوې بلکه د خپل ځان او مال په دې سودا کې به داسي تاوان وکړي چې بيا به يې په ډيرو مجاهدو هم په ګټه بدل نکړای شي.

د جهاد نيت په احاديثو کې

په ډيرو حديثو کې هم مجاهدينو ته د اخلاص امر شوی او جهاد پکې د هغه چا في سبيل الله او د اعلاء کلمة الله لپاره بلل شوی چې په زړه کې يې له الله پرته بل هيڅ نه وي.

نبي عليه السلام فرمايلي : من غزا ولا ينوي في غزاته إلا عقالا فله ما نوى . رواه الإمام أحمد وغيره ، وهو حديث صحيح.) چا چې غزا وکړه او نيت يې نه وو مګر د حيوان د غاړوندي، نو ده لره هغه څه ده چې نيت يې کړی.

له دې حديث نه څرګندېږي چې که کوم مجاهد په جهاد کې ډير صاف و اوسي خو يوازې د خپل آس يا اوښ لپاره د يو غړواندي د پيدا کولو نيت وکړي نو جهاد يې في سبيل الله نه بلکه د همدې عقال لپاره دی.

په بل حديث کې چې ابوموسی اشعري رضی عنه روايت کړی، راځي چې : ( سئل رسول الله صلى الله عليه وسلم عن الرجل يقاتل شجاعة ويقاتل حمية ويقاتل رياء، فأي ذلك في سبيل الله؟ فقال : من قاتل لتكون كلمة الله هي العليا فهو في سبيل الله ( رواه الجماعة )

له نبي عليه السلام نه چا پوښتنه وکړه چې يو څوک د دې لپاره جنګېږي چې خلک يې شجاع او دلير ياد کړي او يو سړی د قومي تعصب په خاطر جنګېږي نو کوم يو يې د خدای په لار کې جنګېږي؟ نبي عليه السلام وفرمايل : هغه څوک چې د الله د دين د برتري او سرفرازي په موخه جنګږي هغه د خدای په لار کې دی.

ابو امامه رضی الله عنه روايت کوي چې يو سړي له نبي عليه السلام نه وپوښتل چې يو سړی غزا کوي او له اجر سره د نوم او شهرت هيله هم لري نو ده لره څه شی شته؟ نبي عليه السلام درې ځله ورته وويل چې ده لره هيڅ شی ( ثواب ) نشته، بيا يې وفرمايل : إن الله لا يقبل من العمل إلا ما كان له خالصا، وابتغي به وجهه ). رواه أحمد والنسائي) الله جل جلاله هيڅ عمل نه قبلوي مګر هغه چې خاص د الله تعالی لپاره وي او مقصد پکې د الله تعالی رضا وي.

داسي ډير نور احاديث هم روايت شوي او په ځينو احاديثو کې د هغه چا لپاره وعيدونه هم بيان شوي چې په جهاد کې يې د الله له رضا او اعلاء کلمة الله پرته بل مقصد او ارمان وي.

دا چې مجاهد تر هر چا زيات اخلاص ته محتاج دی نو ورسره ښايي چې په هر حال او هر ځای کې په زړه او ژبه دا کلمات ولري او دا يې شعار وي چې : ( قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ لَا شَرِيكَ لَهُ وَبِذَلِكَ أُمِرْتُ وَأَنَا أَوَّلُ الْمُسْلِمِينَ )

مجاهد که نيت خالص نه کړي نو الله جل جلاله به ترې د خپل دين د حمايت لپاره د يو مهمل څيز کار واخلي، دی که د جهاد په سبب په دنيا کې کوم ارمان سر کړي خو په آخرت کې به يې هيڅ په نصيب نه شي، الله تعالی داسي خلکو ته هيڅ احتياج نه لري، هغه جل جلاله خپل دين په فاجر او فاسق هم ساتلی شي او ساتلی یې دی، رسول کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي : ( إِنَّ الله عَزَّ وَجَل سَيُؤَیدُ هَذَا الدِّین بَأقْوامٍ لاَ خَلاَقَ لَهُم ) [ رواه أحمد والطبرانی ]

الله تعالی د دې دين پشتيباني او حمايت په داسي چا کوي چې د آخرت په خير کې هيڅ نصيب او برخه نه لري.

بل ځای فرمايي : ( وَ إِنَّ اللهَ لَيُؤَيِّدُ هَذَا الدِّینَ بِالرَّجُلِ الْفَاجِرِ ) [ رواه البخاری ]

الله جل جلاله د دغه دين نصرت او اعانت په يو فاجر او ګنهګار سړي کوي.

د مجاهد د نيت خرابولو تر نورو لوی سبب د مال او دنيوي شرف او نوم حرص دی، دا هغه څه دي چې په دې برخه کې تر ټولو زيات رول لري، که له مجاهد سره د دې يوه حرص او طمعه پيدا شي للهيت او اخلاص ورسره په زړه او فکر کې نه ځايېږي او له منځه ځي، رسول الله صلی الله عليه وسلم د دې دواړو په اړه فرمايلي : ( مَا ذِئْبَانِ جَائِعَانِ أُرْسِلا فِی غَنَمٍ بِأَفْسَدَ لَهَا مِنْ حِرْصِ الْمَرْءِ عَلَى الْمَالِ وَالشَّرَفِ لِدِینِهِ ( [ رواه أحمد و الترمذی ]

دين ته د مال او شهرت د حرص زيان تر هغو دوو وږيو ليوانو زيات دی چې د پسونو په رمه پسې تر شا واستول شي، يعني هغه دوه وږي ليوان رمې ته دومره زيان نشي رسولی څومره تاوان چې د مسلمان دين ته د مال او نوم لالچ او حرص رسوي.

د مطلب خلاصه يوازې په دې ټکو کې راغونډوم چې اخلاص د خير منبع او ريښه، د تقوا او احسان پيل، د نجات سبب او د خلاصون لار، د کاميابۍ علامه او د موفقيت دوهم نوم دی.

او ضد يې د شر چينه او اصل، د بدۍ او نافرماني شروع، د شکست سبب او د هلاکت لاره، د زيان علامه او د ناکامۍ او شاتګ دوهم نوم دی.

نسأل الله تعالى أن يثبت الإخلاص في قلوب المجاهدين في كل مكان ، ليثبت أقدامهم و يوحد صفوفهم ،و يزلزل أعدائهم  لتكون كلمة الله  هي العليا .

لیکوال: مولوي احمدګل ريان

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: