ماهي او هګۍ خوړل ماشومان ذهین کوي

که غواړئ ماشومان مو ذهین او هوښیار شي نو لږ تر لږه تر شپږو میاشتو روزانه یوه هګۍ ورکړئ، ځکه چې په هګۍ کې ټولې هغه مادې پرتې دي چې د ماشوم دماغو ته وده ورکوي.

همدا ډول د چین او امریکې کارپوهانو د یوې کړې څیړنې وروسته ویلي چې کوم ماشومان په اوونۍ کې لږ تر لږه یو ځل ماهیان وخوري د نورو ماشومانو په پرتله پنځه چنده ذهین او هوښیار وي.

د هګۍ په اړه د واشنګټن پوهنتون او د ماهي په اړه د پنسلوانیا پوهنتون په څیړنه کې ویل شوي، که ماشوم روزانه هګۍ او لږ تر لږه یوه اوونۍ کې ماهي وخوري، ددوی دماغي ماده قوي کیږي، او ماشوم ذهنا د نورو په نسبت ښه کیږي.

په دې څیړنه کې په ۱۶۳ داسې ماشومانو کتنه وشوه چې عمرونه یې له ۶ څخه ۹ میاشتو ترمنځ وو، له دوی څخه ۸۰ ماشومانو ته روزمره هګۍ ورکړل شوه چې نورو پاتې ماشومانو ته یې ورنکړه، په پایله کې مالومه شوه چې د ذهانت له لحاظه هګۍ خوړونکې ماشومانو قوي، ذهین او هوښیار وو.

د ماهي په اړه د پنسلوانیا پوهنتون پروفیسر «جیانګ هونګ لوئي» ویلي: که والدین وغواړي چې ددوی ماشومان روغ رمټ او ذهین وي باید په یوه اوونۍ کې پرې ماهي وخوري، ځکه چې په دې کې داسې مادې شته چې په ښه خوب کې ماشوم سره مرسته کوي او ده ته دماغي وده ورکوي.

همدا ډول څیړونکي وایي چې په هګۍ کې څو ډوله پروټین، ویټامن A او B12 موجود وي چې د ماشوم دماغو ته وده او ورکوي، او پر دوی ښه او مثبت اغیز کوي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب