ماشوم او راتلونکی يې
يوازې د آدم عليه السلام او بي بي حوا د ماشومتوب په اړه نه پوهيږو، نور که د انسان پېدايښت ته ځير شو، نو هر انسان دماشومتوب دوره تيره کړې ده.
زموږ د خوږ پيغمبر محمد صلی الله عليه وسلم په ګډون ټولو پيغمبرانو د ماشومتوب دوره تېره کړې ده .
تاسې چې په نړۍ کې د کومو پاچاهانو، ولسمشرانو، د اسلامي ګوندونو مشرانو او نابغه ګانو نومونه اورئ دا ټول يو وخت ماشومان وو.
ماشوم په ټولو انساني ټولنو کې لوړ مقام درلود او لري يې.
دلته خبره د نر او ښځې ده، د جهالت په دوران کې چې کله محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم نه وو مبعوث شوی، د عربو قبايلو به نوې زېږدلې نجونې وژلې.
ځينو مندو به په پټه نوې زيږيدلې نجونې ساتلې، او داسې پيښې هم شوي، چې نجونې لويې شوي، کله چې يې پلار د جهالت په وخت کې پرې خبر شوی، په لويوالي کې يې هم خپل ښځينه اولاد وژلی دی.
همدغو د جهالت د وخت پيښو ته په کتو سره الله عزوجل په قرآن کريم کې فرمايي: قَد خَسر الّذينَ قتلوااولادهم سفهاً بِغير علم (الانعام).
هغه کسان په بې اندازې زيان کې دي چاچې خپل اولاد په نا پوهۍ کی د خپل حماقت له امله وواژه.
د جهالت دوره کې هغه خلک نه پوهېدل، په کور کې د نجونو پيداکېدل يې عار او شرم باله، ځکه ويل يې بيا به زموږ د کور نجلۍ لويږي او واده کېږي به، دغه د نجلۍ واده کول او مېرمن کېدل يې د خپل جهالت او ناپوهۍ له امله شرم باله.
حال داچې همدغه جاهل عرب چې خپلې لوڼې يې وژلي د خپلو مېندو څخه پيدا شوي وو.
اوس وخت يو بل جهالت ته ورته رواج او دود په ډېرېدو دی، په ښارونو او کليوالو سيمو کې داسې تبليغات کېږي، چې د ډيرو ماشومانو درلودل ځکه ښه نه دي چې روزل او تربيه کول يې ګران دي.
که لږ اولادونه وي؛ نو ښوونځی او تعليم پرې کېدای شي، مور او پلار يې توانايي لري چې په نس يې موړ کړي، د هغه کالي او نور احتياجات ورپوره کړي.
که چېرته ډير ماشومان کوم پلار او مور لري؛ نو بيا د هغوی تعليم او تربيه او دا ډول د هغوی لپاره د ژوند نورې اړتياوې کورنۍ نه شي چمتو کولای، او بالاخره دغه ماشومان بې لاره کېږي، بي تربيه کېږي، او بيا غلا او داړه ماران ورڅخه جوړيږي.
راځئ لومړی د الله جل جلاله کلام ولولو: وَلاَ تَقْتُلُواْ أَوْلادَكُمْ خَشْيَةَ إِمْلاقٍ نَّحْنُ نَرْزُقُهُمْ وَإِيَّاكُم إنَّ قَتْلَهُمْ كَانَ خِطْءًا كَبِيرًا (بني اسراٹل ۳۱ ).
ژباړه : او خپل اولاد د فقر او لوږی له وېرې مه وژنئ، موږ به هغوی ته هم روزي ورکوو او تاسې ته يې هم درکوو، رښتيا داده چې د اولاد وژل ډېره لويه ګناه ده.
وژل يوازې د نجلۍ څخه مراد نه دی. که هلک وي او يا نجلۍ چې د لوږي له ډاره ووژل شي او يا په اوسنۍ عصري ژبه ضايع شي (د مور له لوري زيان شي) دېته د اولاد وژنه ويل کېږي.
د اولاد د بنديدو خبره ښه داده چې په دې اړه هم پوره پام او غور څخه وروسته د علماوو او ډاکټرانو تر مشورې وروسته هغه کار وشي چې انسان پکښې ګناهګار نه وي.
تربيه، ښه او بد د الله پاک له لوري دي، د مور او پلار په توان کې نه دي چې د دوی په خوښه که دوی وغواړي اولاد به يې د ښو اخلاقو لرونکی وي، او که دوی ونه غواړي اولاد به يې بې لاري وي.
موږ په خپل ګران هيواد افغانستان کې ډيرې ښې بېلګې لرو، د ښه متدين شخص اولادونه به وو؛ خو منحرف او د کفر عقېده به يې خپله کړه.
د ځينو ښو مسلمانو تقوی لرونکو خلکو زامن به وو، خو په غلا، قتل او ډول ډول ناروا کړنو به يې لاس پورې کړی وو.
هغه څه چې په هيڅ ډول يې مور، پلار او کورنۍ پرې راضي نه وه.
دا ډول د ځينو هغو بې علمه، غريبو او په تقوی او ديانت کې د کمزورو خلکو زامن وو، چې پنځه وخت د جماعت پابندي به يې کوله، هجرت يې وکړ، جهاد يې وکړ او پايله شهيدان شول.
په خپل کور او سيمه کې ټول خلک د همدغو کسانو له اخلاقو او کړنو څخه راضي وو.
ځينې داسې خوشبخته خلک هم شته چې خپله هم ښه تقوی لرونکي کسان وي او اولادونه يې هم الله پاک د ښو اخلاقو لرونکي کړي.
ځينې داسې کورنۍ وي چې د يوه مور او پلار زامن وي يو ورور د ښو اخلاقو لرونکی وي، له مسلمانانو سره ښه رويه او اخلاق کوي؛ خو بل ورور بيا غل، بداخلاقه او د کلي او کور ټول خلک ورڅخه په تکليف وي.
له دې پورته څرګندونو څخه معلوميږي چې د ماشوم د ښو او بدو واک د مور، پلار او کورنۍ په واک کې نه دی، دا هغه الهي هدايت وي، چې د الله جل جلاله خوښه شي هغه انسان ته يې ورکوي، البته که مور او پلار په رښتيني زړه له الله جل جلاله سره اړيکه، ښه نيت، او نېک عمل ولري بيا يې الله جل جلاله اولاد هم نه بې لارې کوي.
کله کله موږ وينو يو انسان د ماشومتوب په حالت کې ډير ښه اخلاق لري، چې ځوان شي هم ښه وي، يو ځل ناڅاپه بد شي.
کله بياداسې کېږي چې يو ماشوم د ښو پرځای بد کوي، په ښوونځي، کلي او کور کې خلک ورڅخه په تکليف وي؛ خو کله چې لوی شي، يو ناڅاپه الله جل جلاله رحم پرې وکړي او هغه د ښو اخلاقو څښتن شي.
هغه ميندې او پلرونه چې ددې ويره لري چې د اولادونو د ډېروالي له امله به يې اولادونه بې لارې شي او يا د اقتصاد د کمزورتيا له امله به ونه توانيږي چې خپل اولادونه وروزي، دا د اسلامي شريعت سره سمون نه لري.
د اولادونو ښه، بد او د هغوی روزي د الله جل جلاله له لوري ده، او الله جل جلاله ته به زارۍ کوو چې د مسلمانانو اولادونه د ښو اخلاقو څښتنان کړي.
ليکنه: مولوي فضل محمد فيضان