ماشومان ولې باید کتاب لوستلو ته وهڅول شي؟

ماشومان په چاپېریال کښې د ګلونو په څېر دي، په کوم چاپېریال کښې چي ماشومان نه وي بې خونده، کرار او له خوښیو څخه خالي، خالي ښکاري، اولاد د خدای ج ستر نعت دی، ددې نعمت قدر دې له هغوئ وپوښتل شي د چا په کور کښې چي ماشومان نه وي.
ماشوم دنیا ته له راتګ سره د سپین ساده کاغذ په څېر وي څه چې دې زړه غوښتل ورباندې لیکلی یي شې.
د مور غېږه د ماشوم لپاره لومړنۍ مدرسه ده.
رسول الله “ص” فرمایي: که پلار خپل اولاد ته تحفه ورکوي، تعلیم او تربیه یي تر ټولو غوره تحفه ده.

ماشومان ډېر څه له چاپېریال څخه زده کوي، تر هر چا لومړی دې مور او پلار د ماشومانو تربیت ته پاملرنه وکړي او دا ددوئ فرض هم دي.
د ماشومانو ښه تربیه ډیرې ثمرې لري، د مور او پلار د نیک نامي سبب ګرځي، د اولاد ښه تربیه د هغوئ له مړیني وروسته د صدقه جاریه په کتار راځي.
برعکس ددې د ټولني په زیان تمامېږي، مور او پلار ته په کار دي تر هرڅه وړاندې د ماشوم ښې روزنې ته پام وکړي او هغوئ ته دښه تعلیم او تربیې زمینه برابره کړي.
د ماشوم په تربیه کښې دې له ماشوم سره ښه رویه، مینه او شفقت ته لومړیتوب ورکړل شي، په په ماشومانو ذهني فشار راوړل ماشومان له نفسي فشار سره مخ کوي، له ماشومانو سره دې د هغوئ له خوښي سره سم مثبت لوبي وشي، لوبي او ساعت تیری د ماشومانو په ژوند مثبت اغېز کوي، د لوبو په وخت ماشوم ډیرې تجربې عملي ترسره کوي، زده کوي او دپیاوړتیا هیله ورسره پیدا کوي.
ماشومانو ته دې په ډېر شفقت سره د لویانو سره ناسته، ولاړه، خبرې کول، سلام اچول، کار کول او لویانو ته احترام کول ور زده کړل شي.
والدین دې د ماشوم خبرو ته غوږ ونیسي تر څو ماشوم د والدینو سره سره د خبرو کولو په طریقه او وصولو وپوهېږي، د هغوئ خبرې وڅاري، ومني او عملي یي کړي.
له ماشوم څخه د کوم کارکولو وروسته دې ماشوم وستایل شي له دې سره ماشوم هر ځل په ډیره اسانۍ سره د لویانو خبرې منلی شي.

د ماشوم پالني په وخت دې والدین خپلې غلطۍ کنترول کړي، ماشومان تر لویانو هوښیار وي کیدای شي ستاسو له غلطیو څخه ماشومان ګټه پورته کړي، د ماشوم تر مخ په چا پسې خبرې کول، ښکنځلې کول که څه هم د اسلام له نظره دا یو ناوړی کار دی خو د ماشومانو تر مخ دې بلکل دا کړنې نه ترسره کوي داسې کړنې نه دا چې ماشوم ته ښه روزنه ورکوي بلکې ماشوم په بدو کړنو اموخته کوي.

د نن ورځي والدینو ته دا مهمه ده چې ماشوم له کتاب لوستلو سره آشنا کړي ”یو انسان هر کله دوکه درکولای شي مګر کتاب همیشه ښه لارښوونه کوي “
که چیرې په ماشوم کښې د مطالعې او کتاب لوستنې عادتونه پیدا شي ماشوم پخپله د ښو او بدو توپیر درک کوي ، ماشومان کتاب لوستنې ته را وبولئ تر ډیرو نصحیتونو یواځي او یواځي یوه جمله ” لږ نور سبق ووایاست “ بهتره ده.

لیکنه: مقتصد ستړی

your ads

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب