Uncategorized

مارتین لوترکینګ د عدم تشدد، تساند، تساهل او زغم سمبول

په دې ورځو کې د امریکی متحده ایالاتو کې د لوترکینګ(Martin Luther King) د ترور د ورځې د یادښت په مناسبت او د ده د ډیر عالی شخصیت او مدنی مبارزې درناوی کیږی. لوترکینګ په نړۍ کې د مدنی حقوقو ستر مبارز پیژندل شوی دی. هغه له تعصب، تشدد او ټولنیزی بیعدالتی سره بریالۍ مبارزه وکړه، په تیره بیا د ۱۹۵۰-۱۹۶۰کلونو په بهیر کی یې د نړیوالو پام خپل شعار(زه یو ارمان “خوب” لرم) “I Have a Dream” ته را واړاو. د ده دغه انسانی خیال او خوب ټولنیزه سوکالی، عدالت، زغم، تساند او تساهل وو، چې بالاخره یې په مدنی ټولنو کې تحقق وموند.
دا هغه مهال و چې په اسیا کې ګاندهی او پاچا خان ( خان عبدالغفارخان) همدا داعیه چلوله، په افریقې کی نسلن ماندیلا هم د تور پوستو په وړاندې د غیر انسانی تعصب او تبعیض په ضد پاڅیدلی و.

اوس مارتین لوترکینګ په توله امریکا او نړۍ کې د تور پوستو نامتو مبارز او هغه ټولو ته ګران او خوږ نوم دی چې د نړۍ ادبیاتو کې د اتل په توګه پېژندل شوی دی. هغه څیره چې په ۱۹۶۸م. کال کې یې له ترور څخه ورسته د دده د پلویانو له خوا داعیه نوره هم توده او ځلنده وساتل شوه. ، مارتین لوترکینګ دی، چې د خپلو خلکو د مدنی او سیاسی حقونو ستر مدافع او په دې برخه کې تر ټولو بریالی اتل و، د زغم له لارې یې وکولای شول چې ځان خپل مقصد ته ورسوی.
د غه په نړۍ کی خوږ نوم چی اوس ډیر ځایونه لکه ښوونځي، مدنی بنسټونه، علمی مرکزونه او نور دده په نوم نومول شوی دی، د دې ښودنه کوی چی د عدم تشدد او زغم چلند یو انسانی، اخلاقی، معقول او د منلو وړ او بریالی کیدونکی چلند دی. نوموړی د یوه متعصب نظام په دننه کی د تعصب او تبعیض او ښکیلاک پرضد له زغم ډک ژوند وکړ. د دوی د سوانحو په لوستلو سره پوهیدای شوی چې زغم نه یواځې دا چې د دوی د بریالیاتوب راز دی، بلکې د دوی د نیک شهرت او محبوبیت لامل هم دی.
په افریقې کې د نلسن ماندیلا خوب ریښتیا شو، په امریکه کې د کینګ ارمان ترسره شو، هند کې د ګاندهی جی درناوی کیږی، او ورځ تر بلې یې ارمانونه تحقق مومي، خو ایا د خان عبدالغفار خان خوب او خیال څنګه شو؟
له نیکه مرغه افغانان هم دا ډول یو مشر لري، چې د خپل ملت لپاره یې ارمان څه چې ارمانونه لرل. د بنو د تیرې اونۍ جلوس یې د ارمانونو یو انځور و. هیله ده افغانان کولای شی چې د اړتیا پر مهال نړۍ ته خپل (کینګ) وروپیژني ، هغه خان عبدالغفار خان دی، خو سوال دا دی: آیا موږ کله د دغه لوی شخصیت په نوم کومه ورځ لرو؟ آیا موږ ترټولو زیات د تشدد قربانیان نه یو؟

پوهاند محمد بشیر دودیال

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: