لويه څارنوالي څه ته وايي؟

لوی څارنوال او نور څارنوالان په اجرائیه وي څواک کې د ننه او د باندې يو ډول قانوني څارنه کوي . د قانون تر پښو لاندې کيدو په صورت کې څارنوالان په محکمو کې له ټولنيزو ګټو او د قانون له حاکميت څخه ملاتړ کوي . د لوی څارنوال او د نورو څارنوالانو ګومارل او د څارنوالۍ سيسټم رامنځ ته کول په هر هیواد کې له قانون سره سم تر سره کيږي .

هغه څه چې بايد ارومرو وويل شي؛ په هر دموکراتيک دولتي نظام کې قاضي القضات او نور قاضیان، لوی څارنوال او څارنوالان، ټول پوليس او پوځيان د هېڅ يوه ګوند او سياسي غورځنګ غړي نه شي کيدای  . همدارنګه دين هم له سياست څخه بيل وي .

-لکه څنګه چې ډاکتر د ناروغیو په هکله وسوس لري او تر ټولو زيات له مکروبو ډارېږي؛ همدا ډول څارنوالان هم بايد تر ټولو زيات له قوانینو څخه وډار شي او په رښتيني ډول یې تطبیق کړي   

– ټولنيز پسادونه دوه ډوله دي  : يو دا چې خلک د قوانينو پروا نه کوي؛ دغه خوږ درمل کيدای شي . بل دا چې قوانين خلک پاسيد وي، دغه خوږ نه شي درمل کيدای  ځګه چې دا خوږ په خپله د درملو له کبله دي . «مونتسکيو » 

د سياست بنسټيزه دنده

د سياست لومړۍ  او بنسټيزه  دنده  د يوه دولتي نظام ټېنګول دي . دا چې دا نظام د څرنګه اساسي قانون پر مټ رامنځ ته کيږي د هغه هیواد د خلکو په هوډ، منلو او غوښتنو پورې اړه لري .

خو هغه څه چې د خلکو اړتياوې او غوښتنې تر سره کوي هغه څه دي چې د يوه دولتي نظام د ټېنګښت بنسټ جوړونکي دي . کوم ملتونه چې ملي شعور لري  دوی خپل دولتي نظام د ملي ګټود خونديتوب او ځمکنۍ بشپړتيا لپاره غواړي .

 هوښيار خلک نه يوازې د خپل ملي نظام کمزوري او ړنګول نه غواړي بلکې ودانویې، د وخت له غوښتنو سره سم په ک سمون راولي، د هغه مهال له اړتياوو سره يې سم د ملي او نړيوالو غوښتنو جوګه کوي .

دوی په دې خبره پوهيږي چې د دولت درلودل تر دې ډير ښه دي چې هېڅ دولت ونه لري  . ځکه چې په بشري ټولنه کې د دولت جوړول مدني او مترقي پديدې ګڼل کيږي .

 همدارنګه ډيرو ملتونو د ژوند په اوږدو کې زښتې زياتې ستونزې او غميزې زغملي دي تر څو لومړی د دولتي نظام په ټېنګښت بريالي شوي دي او بيایې خپل نظام دموکراتيک او عادلانه کړی دی .

– سياست بې غږه سوان دی چې ورو، ورو خپل ځان د مقصد پړاو ته رسوي . «مونتسکيو »

– سياست د شطرنج د لوبې غوندې دی ؛ دچا چې دغه لوبه زده نه وي هغه يې بايلي.  « ژان ديوليس »

ميرزاعلم حميدي – هالنډ

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب