لونګۍ او چادري؛ هغه ارزښتونه،چې سپک شول

لونګۍ، پګړۍ او لنګوټه،چې ځینې يې شمله هم بولي؛ اسلامي سنت او بیا په افغانستان کې د افغانانو لرغونی ملي دود دی،چې ځینو شاعرانو هم په خپلو شعرونو کې اشاره ورته کړې ده.
لونګۍ د افغانستان په ګډون په ډېرو هېوادونو لکه پاکستان،هندوستان، ایران، تاجکستان او د نړۍ په یو شمېر نورو هېوادونو کې کارول کېږي.
ترڅنګ یې د ښځو لپاره چادري ده؛که څه هم د چادرۍ او حجاب په اړه نظرونه مختلف دي،خو کلونه کېږي،چې چادري زموږ په هېواد کې د حیا او پناه د یوه ارزښت او سمبول په توګه پېژندل شوې او استفاده ورڅخه کېږي.

لونګۍ او چادري په افغانستان کې د ډېرو پلویانو ترڅنګ ځینې مخالفین هم لري،چې په یو نه یو ډول خپل مخالفتونه ورسره څرګندوي او په زړه پورې یې لا دا ده،چې چادرۍ ته د ښځو او لونګۍ ته د نارینه وو لخوا سپکاوی کېږي.
ستاسو به په یاد وي،چې څه موده وړاندې یوې بهر مېشتي سندرغاړې د چادرۍ او افغان مېرمنو پر وړاندې خوله خلاصه کړه او له سپکاوي ډکې خبرې یې وکړې،چې د افغانانو، په ځانګړي توګه د مېرمنو له سخت غبرګون سره مخامخ شوه.
دا دی اوس یوې بلې سیاستوالې؛ ظاهراً د عدالت د تأمین په نوم؛ زموږ د عزت او حیا منل شویو سمبولونو باندې ملنډې ووهلې.
دلته څو موارد د پام وړ دي:
لومړی،خو دوی د خلکو له حساسیتونو خبر ندي.

دویم دا،چې له دې لارې غواړي ځان د خلکو په منځ کې مهمه څېره وښيي.
او دریم د پروژو مسئله ده،چې د پیسو وږي دا ډول کړنې ترسره کوي؛څو وکولای شي پروژې ترلاسه کړي.
له دې وړاندې هم ځينې نورې ورته پروژې په کابل ښار کې نندارې ته وړاندې شوې،چې یوې مېرمنې د ځان مظلوم ښودلو په نوم اوسپنیزې جامې په غاړه کړې او اوسمهال په فرانسه کې چکرې وهي.
له شک پرته،چې دا ډول حرکتونه د مادیاتو په نیت کېږي؛نه د ښه والي او سمون په نیت.

 ولې دا ډول ملي او منل شوې ارزښتونه سپکېږي؟ 

که پخوا به د چا له سره سهواً پګړۍ یا لونګۍ ولوېده یا ونړیده،نو ویل به یې خدایه ته مې عزت ته خیر کړې او که چا به په زوره ونړوله؛ نو دا به د بدۍ زېری و.همداسې چادرۍ ته به ډېر درناوی کېده؛ که کومه چادري والا مېرمن به له کومې کوڅې تېرېده،نو حاضرو کسانو به مخامخ ور کتلی نشول،خو نن د ځینو مغرضو کسانو لخوا غلطه استفاده ورنه کېږي،سپکاوی یې کېږي او بیا سرې سترګې او خلاصې تڼۍ هم ګرځي.

ټولو ته معلومه ده،چې لومړی وسله وال مخالفین او په دویم ګام کې بیا ظاهراً روڼ اندي کسان د دې ارزښتونو لومړی درجه سپکوونکي دي.

په تېرو کلونو کې له لونګۍ او چادرۍ نه ناسمې استفادې وشوې،چا بمونه پکې ځای پرځای کړل او خپلې موخې ته د رسېدو لپاره یې کار ورڅخه واخیست،چا په چادرۍ کې نارینه زموږ تر خاورې راولېږل او دا چاره اوس هم دوام لري.

د بهرنیانو او کورني پیسه دوستو کړیو لخوا هم د چادرۍ او لونګۍ سپکاوي ته لمن وهل کېږي، ځیني کسان بیا د عقدو له مخې دا کار کوي،داسې کسان هم شته،چې دا دوه ارزښتونه د بنسټ پالو او ترهګرو سمبولونه بولي.

 

څنګه یې مخنیوی کېدای شي؟
د تاریخ په اوږدو کې دا ډول کړنې تر منزله نه دي رسېدلې او اوس به هم دا ډول کسان هېڅکله خپلو موخو ته و نه رسېږي،خو هغه کسان،چې دا ډول حساسیت پاروونکې پروژې پر مخ بیایي باید خپله سزا وویني،څو بیا دغسې اقدام ته زړه ښه نه کړي،ځکه ډموکراسي دا نده،چې تاسې د بل چا ارزښتونه سپک کړی او د پیسو د ترلاسه کولو لپاره لنګه غوا ترې جوړه کړئ.
– که څوک په راتلونکې کې دغه ډ‌ول فعالیتونه کوي؛په لومړي ګام کې باید د اساسي قانون له مخې او د فعالیت د بڼې د څرنګوالي پر بنسټ او له مطالعې وروسته اجازه ورکړل شي.
– هغه بنسټونه، چې دا ډول پروژې تمویلوي باید مشخص او خلکو ته وروپېژندل شي.
– د دې ډول پروژه یی نندارتونو له تنظیموونکو باید وپوښتل شي،چې له دې کاره یې موخه څه ده؟

– ښځه دې د ښځو پر ضد د وسیلې په توګه نه کارول کېږي.

ځکه که دغه ډول فعالیتونه دوام پیدا کړي؛ سبا به د افغانانو پر نورو ارزښتونو هم ور ودانګي.

خوشحال آصفي

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب