لومړی تدبير بيا توکل | حدیث

يو صحابي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی عرض يې وکړ: يارسول الله! زه په ځنګل کې اوښه پيايم نو چې د لمانځه وخت راشي، ايا اوښه همداسې پرېږدم پر الله توکل وکړم او که په يوه ونه پورې يې وتړم؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: اعقل ساقها وتوکل، يعنې پښه يې وتړه بيا پر الله بروسه وکړه، معنا داچې ازاده يې مه پرېږده اول يې په رسۍ وتړه او بيا پر رسۍ بروسه مه کوه پر الله بروسه وکړه، رسۍ شکېدلی شي او دوکه هم درکولی شي.

مولانای روم ددې حديث مضمون په شعر کې داسې بيانوي: به توکل پايه ی اشتر بند، يعنې په توکل د اوښې پښه وتړه، همدا توکل او اسباب اختيارول دواړه د يوه مؤمن سره د هغه په ژوند کې يو ځای روان وي، رسول الله صلی الله عليه وسلم چې به کله هم يو کار کاوه لومړی به يې تدبير ورته ونيو اګر که دعا به هم وه، بيابه يې وويل: اللهم هذالجهد وعليک التکلان، خدايه! دا زما هڅه وه نور مې پر تا بروسه ده، (ترمذي، ابوداؤد، باب الدعوات)

له همدې امله يعقوب عليه السلام هم چې کله خپلو دوهم زوی بنيامين له خپلو نورو زامنو سره مصر ته ليږی نو ورته ويې ويل: لن ارسله معکم حتی تؤتوني موثقا من الله

ژباړه : هیڅکله به یې درسره ونه لیږم ترڅوچې دالله په نوم کلک لوزرانکړئ چی خامخابه یې راته راولئ.

دا ټول په دې دلالت کوي چې له توکل نه وړاندې تدبير نيول جائز دی.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب