ګناهونه

له گناهونو د وقايوي علاج نسخه

دايو څرگند حقيقت دى لکه څنگه چې د انسان بدن په فزيکي لحاظ رنځوريږي او په ترڅ کى جسم ته رنگارنگ دردونه  ناراحتۍ او صدمې رسيږي . همدارنگه د انسان روح هم له رنځورتيا څخه محفوظ نه دى گناهونه او ناوړه اخلاق هغه روحي بيماريانې دي چې د انسان روحانيت او سپيڅلتيا ته پرې قوي صدمه او تکليف رسيدﻻى شي . خو که له يو طرفه د ظاهري روغتيا رنځ پوهانو د بدني او جسماني ناروغيو د مخنيوي له پاره له دوا مخکې  وقايوي علاج ښودلىاو په دې خبره سره ټول يوه خوله دي چې وقايه تر علاج بهتره ده خو له بل طرفه بيا روحاني رنځ پوهانو هم د روح د پاک ساتني او سپيڅلتيا په غرض د گناهونو د مهلکو مرضونو څخه د وقايې په توگه يو لړ داسي نسخې وړاندې کړي چه د عملي کولو په صورت کې نه يواځې دا چې انسان به له ناوړه کړو وړو څخه وژغوري بلکې روح او نفس به يې د روحانيت په لحاظ پاک مطمين  تروتازه او د خوشحالۍ احساس کوونکى وي ددغه روحاني رنځ پوهانو په لړ کې يو هم ابراهيم ابن ادهم دى چې د خپلې زمانې خورا ډير يو متدين باروسوخه او د الله جل جلاله ددوستانو په ليکه کې شميرل کيده هغه ته يو کس راغى او ورته يې د ځان له طرفه د بار بار گناه کولو په اړه شکايت وکړ . هغه مبارک ورته وفرمايل ( زه به درته د گناه څخه د خلاصون  لپاره يوه وقايوي نسخه ترتيب کړم که يي عملي کړې اميد دى چې د گناهونو له دې مرض څخه به نجات ومومې د هغې نسخې مواد په ترتيب سره په لاندې ډول دي .

١- اى د گناهونو رنځوره تاته وايم چې کله هم په گناه او جرم لاس پورې کوې نو بيا د خپل رب او خالق روزي مه خوره ځکه دا ډيره ناځواني او کم همتي ده چې د خپل بادار د رزق خوراک سره سره بياهم له هغه نا فرماني کوې د گناهونو رنځور په ځواب کې وويل چې دا خو ناممکنه ده ځکه چې په دې نړۍ کې خو د ټول رزق مالک الله جل جلاله دى هغه اود هغه له رزق نه بل رازق شته او نه هم بله روزي شته . ابراهيم د ادهم ځوى ورته وفرمايل چې ښه دا نشې کولاى دوهم کار وکړه .

٢- چې کله د ې گناه او نا فرماني کوله  نو بيا د خداى جل جلا له په ځمکه مه گرځه ځکه دا ډيره بده خبره ده چې د هغه په فرش د گرځيدو، ناستې ولاړې او ويده کيدو سره سره له هغه نافرماني کوې .
هغه وويل دا خو نشي کيداى ځکه د الله جل جلا له له ځمکې پرته خو بله ځمکه نشته چې زه پرې خپله استوگنه قايمه کړم . ابراهيم د ادهم ځوى ورته وويل چې ښه له دې نه هم عاجز يې نو دريم کار وکړه .

٣-چې کله گناه کوې نو په داسې يو پټ ځاى کې يې کوه چې الله جل جلا له دې نه گوري ځکه دا ډيره سپين سترگي ده چې ته دې د الله جل جلا له د ليدو په وړاندې گناه وکړې  او هغه دې تا وگوري . هغه وويل دا خو محاله ده ځکه د نړۍ په گوټ گوټ کې داسې ځاى نشته چې هلته دې الله جل جلا له څوک ونه گوري هغه خو د کايناتو د نظام په ذره ذره کې خپل مخلوق ليدلاى شي . روحاني رنځ پوه ورته وويل چې ښه دا هم نشې کولاى او نه ممکنه ده نو ته مجبور يې چې څلورم ته مخه کړې اوهغه دا چې .

٤- کله چې ملک الموت درته راشي او د ژوند شمع دې مړه کيږي نو بيا له هغه څخه د خپلو گناهونو د توبې له پاره لږ وخت وغواړه چې توبه پکې وباسې ځکه د زړه له اخلاصه په شرايطو برابره توبه د گناه څخه انسان داسې پاکوي لکه چې گويا گناه يې له سره کړې نه وي هغه ورته وويل ( چې د انسان د ژوند د پاى نيټه خو نه يولحظه مخکې کيداى شي او نه وروسته کيداى شي او نه هم د روح د قبضولو هغه موظف ملک چاته بيا مهلت ورکوي روحي ناروغ ورته وويل دا خو نا شونې ده هغه مبارک بيا ورته و فرمايل چې دا يو کار دې هم له وس برابر نه دى نو يو پنځم چانس لرې له دغه چانس څخه استفاده وکړه :

٥- چې کله ته د گناهونو پيټى په سر اخرت ته لاړې نو دا خو طبيعى ده چې تا به د خپلو ناوړه کړو وړو په وجه د الله جل جلا له د عذاب فرښتې جهنم ته وړي بيا له هغوې سره د مقابلې لاره خپله کړه ورسره مه ځه . د گناه په مرض اخته ضعيف انسان ورته وايي چې دا کله کيداى شي چې زما غوندې عاجز ناتوان يو څوک دې د الله جل جلا له د عذاب له هغې غښتلې او د بر ځواک فوځ سره مقابله وکړي . ابراهيم د ادهم ځوى ددغه پنځه قلمه وقايوى نسخې له وړاندې کولو وروسته هغه ته داسې خطاب کوي . اى د الله جل جلا له بنده ! چې کله ستا حالت دادى چې د الله جل جلا له رزق خورې د هغه په ځمکه گرځې راگرځې او هغه ستا په هرځاى او هر وخت کې ليدونکى او مراقبت  کوونکى دى او د خپلو گناهونو څخه بيا د ژوند په وروستيو شيبو کې د توبې ويستلو چانس هم نه درکول کيږي دا خو لا پريده چې نه بيا د الله جل جلا له د غضب د فرښتو سره د مقابلې توان ولرې نو بيا دغه ټولو حالتونو ته په کتنې ته په کوم جرئت اوپه کوم منطقي دليل د خپل حقيقي بادار اوخالق نه  نا فرماني کوې هغه ورته په ځواب کې وويل چې بس بس يقيناً دانسخه ماته زما د گناهونو څخه د ژغورنې يو موثر وقايوي علاج شو .

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: