له ګناه څنګه ځان وژغورم؟

بینجامین فرنکلین وایي: وړو شیانو (کارونو) ته پام کوه؛ ځکه یو وړوکی سوری به یوه لویه بیړۍ ډوبه کړي.

دلته چې د کومو وړو کارونو خبره کیږي هغه زموږ له اعمالو پرته بل څه نه دي او وړوکی سوری هغه دی چې زموږ د ګناهونو په نیتجه کې جوړ شوی. ډیر کله انسان د ګناهونو جال کې دا ډول راګیر شي چې په لومړي سر کې ورته ګناه ډیره وړه ښکاري خو په پای کې یې عادت وګرځي. د نمونې په توګه دروغ ویل درواخله. سړی لومړی د کوم مشر یا امر له ویرې، یا هم له جزا څخه د خلاصون په موخه او یا هم هسې د حقایقو د پټولو لپاره دروغ وایي. خو د وخت په تیریدو په عادت واوړي. او کله چې کوم څوک په دروغ ویلو عادت شي نوموړی عادت د بنیادم په ذهن کې په نیم هوښیار ډول ثبت شي او وخت په وخت په لاشعوري (ناخبره) توګه او یا هم خوشې د یوې اسانې چارې لټولو لپاره سړی دروغ وايي. ځکه خو اسلام انسانان مخکې له مخکې پدې خبر کړي چې هیڅ یوه ګناه وړه ونه شمیري.

ځینې وخت د ګناهونو د ډیریدو له امله بنده سره دا خیال پیدا شي چې اوس نو له ګناهونو ځان ساتل ناشوني دي. هغه عادتونه چې ناوړه دي پریښودل یې ورته له امکان لري ښکاري. کله هم داسې احساس سړي ته مخ شي چې له دې عادتونو (بدو عادتونو) پرته کیدای شي ژوند ونه کړی شي. دلیل یې د ګناه په کولو کې استمرار او دوام دی.
پداسې حال کې باید بنده ناهیلی نه شي او پدې دې وپوهیږي چې الله جل جلاله په هر حال کې د بنده مرستې ته چمتو دی. بس په صاف زړه دې له الله بښنه وغواړي او د نیکیو په لور دې مخه کړي. الله جل جلاله څو څو ځله اعلان کړی چې بښونکی او مهربان دی. الله جل جلاله همدارنګه ویلي چې که چیرې زما کوم بنده زما په لور په قدمونو راشي زه به یې په لور په منډو ورشم (ډیر زر به ورته بښنه وکړم). که چيرې الله له ما او تا غواړي یو قدم یې په لور واخلو نو د خپل خالق لپاره دومره هم نه شو کولی؟ د داسې ذات لپاره چې له ډیرو ګناهونو سره سره هم تیار دی خپل رحمت په موږ ولوروي، قدم هم نه شو پورته کولی؟ همدا اوس د زړه له اخلاصه توبه وکړئ او الله ته وروګرخئ مهمه نه ده چې ګناهونه مو څومره دي.

د بدو عادتونو بدلول سخت هم دي او وخت ته هم اړتیا ده خو د دنیا او اخرت نیکمرغي پدې ارزي چې سړی یې لپاره کم له کمه له ګناهونو د ځان پاکولو هڅې پیل کړي. هر انسان ته ښايي چې صبر زده کړي، له ګناهونو صبر.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د صبر درې نمونې بیان کړي. ۱. صبر د الله په طاعت باندې ۲. د مصیبت پر وخت صبر او ۳. له ګناهونو صبر.

امام ابن تیمیه رحمه الله له ګناهونو صبر د ازموینې او تکلیف پر مهال د صبر په پرتله غوره ګڼي.

کله د بدلاري او سرغړاوي نه د دهغه کارونو په لور چې د یوه انسان او په تیره یوه مسلمان په حیث یې کولی شو پام اړول ستونزمن وي. د دې چارې د اسانولو لپاره په پوره جرئت او پیاوړي ایمان پدې عقیده پکاره ده چې الله جل جلاله په هیڅ حالت کې له خپل بنده کوم څه نه دریغوي مګر دا چې په بدل کې یې ورته څو چنده ښیګڼه ورکوي. تر جنت به غور نور څه وي؟!

لنډه دا چې مسلمان باید د بدو عادتونو د پریښودلو په پایله کې رامنځ تو شوو وړو داغونو په ځای د ګناهونو له امله رامنځ ته شوو سوریو ډکولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي څو د ایمان کشتۍ یې له ډوبیدو وژغورل شي.

ژباړه: محمد مدثر اسلامي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب