له ځوانۍ سره مینه لرئ؟ دغه خواړه مو د اوږدې مودې لپاره ځوان ساتې

له ځوانۍ سره مینه لرئ؟ دغه خواړه مو د اوږدې مودې لپاره ځوان ساتې

هر انسان له ځوانۍ سره مینه لري او غواړي د اوږدې مودې لپاره ځوان پاتې شي خو په ژوند کې داسې مرحله هم راځي چې انسان ورو ورو خپل ځواني او وړتیا له لاسه ورکول پیلوي. د دغې مرحلې پیل ستاسې په لاس کې دی. د ځینو خوړو له خوړلو سره د اوږدې مودې لپاره ځوان پاتې کیدی شئ.

د عمر له نظره د مفیدو خوړ استعمال نه یوازې دا چې انسان له اضافي وزن څخه ژغوري بلکه ځینې خواړه کولی شي ستاسې د ویښتانو اوسنی رنګ، ستاسې د مخ ځلا او وړتیا د اوږدې مودې لپاره د زیاتیدوونکی عمر له منفي اثراتو وژغوري.

دلته مو له ځینو هغو خوړو سره چې خپل ترکیب کې شته اسیدونو، منرالونو او ویټامینونو په مرسته تاسې د اوږدې مودې لپاره ځوان ساتلی شي.

۱- کافي
هر سهار یو ګیلاس کافي نه یوازې دا چې ستاسې ورځ په خوښۍ سره پیلوي بلکه په کافي کې شته ګټور مواد ستاسې جلد یا پوټکی له مختلفو تومورنو څخه ژغوري. د نوو څیړنو پر بنسټ د کافي زیات استعمال د پوټکي د خرابیدو مخه نیسي او د سرطان خطر کموي. همداراز په مخ کې د پیدا کیدوونکو ګونځو څخه هم مخنیوی کوي.

۲- هندواڼه
د ګرمیو په موسم کې د تندې له منځه وړونکی دغه میوه د لایکوپين نومې موادو تر ټولو غوره منبع ده. لایکوپین نومې مواد زیاته اندازه د اکسیډنټ ضد خاصیت لري او رومیانو او هندواڼې ته سور رنګ ورکوي. لایکوپین نومې مواد د انسان پوټکی د لمر د وړانګو له زیانونو ژغوري. د یوې څیړنې پر بنسټ په هندواڼې کې د رومیانو په نسبت ۴۰ سلنه زیاته نباتي کیمیاوي مواد شتون لري کوم چې د پوټکي ځلا د اوږدې مودې لپاره ساتلو کې ډیره زیاته مرسته کوي.

your ads

۳- انار
دغه حیرانوونکې ګتې لروونکې میوه د اکسیډنټ ضد خواصو او مختلفو ویټامینونو یو له غوره منابعو څخه دی. دغه میوه پوټکی له ګونځو، خشکي او نورو ناروغیو څخه ژغوري. د یوې څیړنې پر بنسټ په منځنی عمر کې د ویټامین استعمال د انسان پوټکی له ګونځو او خشکي څخه ژغوري. له دې سربیره په انارو کې شته اینتوسیان نومې مواد پوټکي ته جذابیت وربښي. همداراز دغې میوې کې شته ایلجیک اسید ستاسې پوټکی د لمر د وړانګو له منفي اثراتو ژغوري.

۴- شنې پاڼې لروونکي سابه
ټولې شنې پاڼې لروونکي سابه په زیاته اندازه کیروټین نومې مواد لري کوم چې د پوټکي حجراتو څخه ساتنې سره سره د پوټکی لندبل ساتلو کې هم مرسته کوي. شنې پاڼې لروونکي سابه پوټکی د مختلفو ناروغیو له منفي اغیزو هم ژغوري. له دې سربیره د وینې په فشار کنټرول لرلو لپاره هم شنې پاڼې لروونکي سابه ډیرې مهمې ګڼل کیږي.

۵- پوڅکۍ
پوڅکۍ خپل ترکیب کې د سیلینیم نومې مواد لري کوم چې پوټکی د لمر د وړانګو له زیانونو ژغوري. د یوې څیړنې پر بنسټ د پوڅکۍ استعمال په بدن کې د اوسپنې اندازه برابره ساتي چې په پایله کې د انسان ویښته ژر نه سپينیږي.

۶- هګۍ
د ګوتو نوکان له پروټین څخه جوړیږي نو له دې څخه معلومیږي چې د پروټین کموالی د انسان نوکان کمزوری کوي. هګۍ خپل ترکیب کې زیاته اندازه ویټامین بي کمپلیکس لري کوم چې د بدن پروټین د کمیدو مخه نیسي. له دې سربیره په هګیو کې شته پروټین د وینې لوړ فشار ټیټوي او د زړه د ناروغیو خطر له منځه وړي.

۷- خټکی
خټکی خپل ترکیب کې زیاته اندازه بیټا کیروټین او ویټامین اې لري چې نه یوازې دا چې د انسان د سر د حجراتو وده او نمو کنټرولوي بلکه د پوټکي ځلا هم زیاتوي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب