له ټلیفونه غیر اړین فایلونه حذف کړئ او سپیډ یې تېز کړئ

زیاتره وخت له څو میاشتو کارولو وروسته زیرک ټيلیفون سست کېږي. ښکاره خبره ده، چې هره ورځ یو نوی اپلیکېشن یا ګېم (لوبه) انسټالوئ او ازمایښت ورباندې کوئ او یا ټوله ورځ له ملګرو سره فایلونه تبادله کوئ نو دا خبره به خامخا منځ ته راځي.

خو که ستاسو د زیرک ټيلیفون (سمارټ فون) سټوریج کم وي بیا لا زیات پرېشانه کېږئ.

په دې ډول حالاتو کې له ټيلیفون څخه د غیر ضروري فایلونو لیرې کول لازمي دي. که هر څومره زورور او ښه هارډوېر لرونکی سمارټ فون لرئ، په یوه میاشت کې باید له غیر ضروري فایلونو پاک شي.

د غیر ضروري فایلونو لیرې کولو لپاره ځينې مشهور اپلیکېشنونه شته لکه کلین ماسټر، اې وي جي کلېنر، ایواسټ کلېنر، ایف سکیور بوسټر او سېفټر میجک. خو په دې وروستیو کې د غیرضروري فایلونو ختمولو لپاره د SD MAID په نوم یو نوی اپلیکېشن پیدا شوی او د شهرت پوړیو ته رسېدلی دی.

SD Maid – System Cleaning Tool

دا اپلیکېشن څلور برخو ته تقسیم شوی او څلور کارونه کوي – کورپس فاینډر، سیسټم کلېنر، ایپ کلېنر او ډېټا بېس.

کورپس فاینډر Corpse Finder د دې اپلیکېشن تر ټولو ښه ځانګړنه یا فیچر دی. دا د ان انسټال شویو اپلیکېشنونو پاتې شوي فایلونه او فولډرونه پیدا کوي او ختموي یې. (ان انسټال شوي هغه اپلیکېشنونه دي چې تاسو یو ځل انسټال کړي وي او وروسته مو بېرته له ټيلیفونه لیرې کړي وي(

ایپ کلېنر App Cleaner سره په ټيلیفون کې د شته اپلیکېشنونو هغه فایلونه ختموي (حدف کوي) چې نه شتون یې هیڅ تاوان نه کوي، مطلب دا چې ټیلیفون مو سپکوي او اضافي بوج ورنه ختموي.

سیسټم کلېنر System Cleaner په ټيلیفون کې هغه بې ګټې فایلونه پیدا کوي چې وخت ناوخته په ټیلیفون کې جوړېږي خو اوس یې اړتیا نه وي.

لنډه دا چې د انډرایډ اپلیکېشنونو او ټیلیفون په تېزوالي کې ایس ډي مېډ اپلیکېشن ډېره مرسته کوي او په کارولو سره به یې ستاسو موبایل سپک او تېز وي.

لاندې ځینې نور هغه اپلیکېشنونه دي چې په انسټالولو او کارولو سره یې د ټیلیفون رفتار تېزېږي او غیراړین فایلونه حذفوي:

Clean Master

CCleaner

Avast Cleanup & Boost

The Cleaner – Speed up & Clean

ژباړه: موسی کلیم

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب