له مني سره وینه

په مني کې وینه بیلابیل علتونه درلودلی شي ممکنه ده په بولي تناسلي سیسټم او لاره کې دمیکروبي کیدا ،التهاب او یا زخمونو له امله پيدا شي دغه حالت معمولاً د سمینل وزیکول په نامه دنلکو دالتهاب له امله هم پيدا کیداي شي که په دریو اونیو کې ېې وینه بنده نه شوه او دغه خونریزي دوام وکړي باید یوه یورولوجیسټ ته مراجعه وشي چې اصلي علت ېې پیدا شي موږ به ېې دلته په ځینوعلتونو په تفصیل سره خبرې وکړو خو ډاکټر ته ورتګ حتمي دی چې اصلي علت ېې پيدا شي .
په مني کې دوینې موجودیت ته هیمتوسپرمي وايي په ټول کې هر هغه غړی چې دمني په تولید او انتقال کې رول لري که التهابي یا میکروبي شي او یا دکوم ګوزار له امله زخمي شي ددې سبب کیږي چې په مني کې وینه ولیدل شي دمثال په توګه دمني کڅوړه ، دمني دانتقال لارې ، اپیډیډم چې دبیضې په خواکې پروت غړی دی ، پروستاټ، او دادارار د راوتلو لاره ممکنه ده التهابي شي یا دګوزار له امله زخمي شي په نتیجه ېې دغه ستونزه پيښیداي شي التهاب ممکنه ده دډیر تحریک ، ګوزار ، ډبرې ،په پروسټاټ مثانې ، دمني په کڅوړې او نوروبرخو کې دکلسیم درسوب ، او نورو مکروبونو له امله پیدا شي .
زهروي ناروغۍ چې دمقاربت له امله پيدا کیږي لکه سوزک ،کلامیډیا او سفلیس هم ممکنه ده دغه ستونزه پيدا کړي ځینې څیړنې ددې ښودنه کوي چې په ځوانانو کې التهاب او میکروبونه دهیمټوسپرمي عام علت دی .
دانزال دلارو بندیدل هم ممکنه ده یو علت وي په پروسټاټ او دمني په کڅوړه کې دکیسټونو رامنځته کیدل هم ممکنه ده دغه ستونزه رامنځته کړي کله چې دغه لارې بندې شي هلته موجود رګونه غټ اویا شلیږي او ددې سبب کیږي چې وینه وبهیږي او کله چې مني له دې لارې په زور تیریږي دغه وینه له ځان سره بهرته لیږدوي دغه راز کله چې پروسټاټ غټ او التهابي شي د ادرار پر لارو فشار راوړي او دهیموټوسپرمي رامنځته کولی شي .
دغه راز د بیضې ،اپیډیډم او پروسټاټ تومورونه هم دغه ستونزه پيدا کولاي شي البته څیړنو ښودلې ده هغه کسان چې په مني کې وینه لري اتیا په سلو کې سرطاني ستونزې نه لري خو له دې سره سره باید سړی ورته پام وکړي او کله چې دغسې ستونزه ځنډنۍ شي باید حتماً ډاکټر ته ورشي او اصلي علت ېې پيدا شي .
په مثانې ، دمني په کڅوړې او لارو کې درګونو ستونزې هم ممکنه ده دخونریزۍ سرچینه وي چې باید له پامه ونه غورځول شي دغه راز دوینې لوړ فشار او دبدن نورې عمومي ناروغۍ هم کله نا کله په مني کې دوینې ستونزه پیښولی شي پردې سربیره دلګن خاصرې په برخه کې په تیره بیا دبیضې او دمني دتلونکو نلکو ګوزارونه هم یو علت دی .
کم جنسي مقاربت او له حده ډیر جنسي مقاربت هم په مني کې دوینې دراتګ سبب کیداي شي دغه راز ځینې کسان له حده زیات تحریکیږي ټول دغه موارد دهیموټو سپرمي لامل کیداي شي خو له دې سره سره کله ناکله هیڅ کوم علت موجود نه وي او ښايي دغه ستونزه پيښه شي خو اصلی مسله دا ده کله چې څو اونۍ دغه ستونزه تکرارشي او وینه کمه او ورکه نه شي حتماً باید ډاکټر ته ورشئ چې اصلي علت پيدا او معالجه شي .
هغه کسان چې په عمر پاخه وي او له څلویښتو ېې عمر ډیر وي او نورې نښې هم ولري ممکنه ده د psa په نامه ټیسټونه ترسره کړي دغه راز ممکنه ده ډاکټر دغه ډول کسانو ته دلویو کولمو او مقعد له لارې سونوګرافي ترسره کړي چې دپروسټاټ ، دمني دکڅوړو ، او نورو غړیو په حجرو کې ستونزه معلومه کړي .
په دې روده کې ډاکټر دسونوګرافي یو پروب دمقعد له لارې لویو کولمو ته استوي دغه پروب یا نلکه یو ډول څپې خپروي او کله چې څپي پر شاوخوا حجرو او غړیو لیګیږي او بیرته انعکاس کوي دغه منعکس شوې څپي په دستګاه کې ثبتیږي او په دې ډول ددې سیمې تصویر اخیستل کیږي دغه روده کابو پنځه نوي په سلو کې علت تشخیصولی شي البته دغه چاره په هغوکسانو کې ترسره کیږي چې نور علتونه پکې پيدا نه شي او وینه هم په څو اونیو کې بنده نه شي په تیره بیا دپاخه عمرنارینه ووته ښايي اجراشي .
که په دې ډول هم ناروغي معلومه نه شي ښايي نورو ټیسټونو ته اړتیا پیښه شي دمثال په توګه ممکنه ده سیسټوسکوپي او ام ار ای هم ترسره کړي .
په اکثرو ناروغان کې هیمتوسپرمي دخباثت یا سرطاني تومورونو پایله نه وي او معالجه ېې هم دهغه علت ته په پام سره ترسره کیږي او ممکنه ده التهاب ضد درمل او انټي بیوټیک درکړل شي خو انټي بیوټیک غوره ده له کلچر یا دمني له کرلو وروسته ورکړل شی .
البته که وینه یوازې وي او درد اوسوي ونه لرئ نو دا ښه زیری دی اوممکنه ده کومه خاصه ناروغي ونه لرئ ډیره ځله له دریو اونیو وروسته بیرته په خپله ښه کیږي خو ددې لپاره چې نورعلتونه رد شي غوره ده یوځل ډاکټر ته ورشئ خو ډیر ځله دا خطرناکه مسله نه وي او ښايي له درملو پرته ښه شي خو ما ېې ټول اړخونه په ګوته کړل ځکه چې احتیاط حتمي اوشرط دی .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب