له لمانځه نه غافله مسلمان ورور سره څو خبرې!

څنګه کولای شم چې لمونځ سره مي شوق پیدا شي؟

ګرانه وروره ! فوراً په کلک عزم توبه و باسه داسې فکر وکړه چې د محشر ورځ برپا کيدونکي ده او لپ لغړ د الله جل جلا له  در بار ته ور روان يو ، داسې فکر وکړه چې که ناګهانه د مرګ شبې را ورسيږي سترګې مې پورته نيولې وي او د مرګ نښې نښاني په سترګو ووينم نو هغه وخت به څه کوم؟
د الله جل جلا له  په مهربانه دربار کې خپل د عجر سر تيټ کړه او په خپلو کړو توبه وباسه او د الله جل جلا له  فرمانبرداري پيل کړه .
الله جل جلا له  تا ته په مهربانه او مينه ناک لهجه داسې وايي :
يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنفُسِهِمْ لاَ تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ (الزمر 53 )
ای زما  بنده ګانو!  کومو کسانو چه پر خپلو ځانونو تيری کړی دی د الله له رحمت څخه مه ناهيلې کيږی يقينًا الله ټولی ګناوی بښي هغه خو بښونکی اومهربان دی .
او چا چې په صدق توبه ويستله او نيک کارونه يې پيل کړل هغوی پاک شول الله جل جلا له  فرمايي :
د کبيره ګناهونو د بيان وروسته فرمايي : (إِلَّا مَنْ تَابَ وَآَمَنَ وَعَمِلَ عَمَلًا صَالِحًا فَأُولَئِكَ يُبَدِّلُ اللَّهُ سَيِّئَاتِهِمْ حَسَنَاتٍ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا) [الفرقان: 70].
مګر هغه چا چې ( له ګناهونو څخه وروسته ) توبه ايستلې وي او ايمان يي راوړی وي او ښه عمل يې کړی وي د دغسې خلکو بدۍ به الله جل جلا له  په ښو واړوي . او الله جل جلا له  بخښونکی او مهربان دی .
 ګرانه ! لمونځ د اسلام دوهمه بنا ده چې په اسلام کې په لمانځه کولو زيات ټينګار شوی دی .

د لمونځ ادا کول د منکراتو او ناروا نه د نجات سبب ګرځي:

وَأَقِمِ الصَّلاَةَ إِنَّ الصَّلاَةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ وَلَذِكْرُ اللَّهِ أَكْبَرُ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تَصْنَعُونَ (العنکبوت ۴۵).
 اوقائموه لمونځ   يقيناً لمونځ  منع کوي (لمونځ کوونکی ) له فحشآء او ناوړه چارو څخه ، او خامخا يادول د الله ډير لوی دی او الله په هغه څه پوهيږي چه تاسې يې کوئ .
 لمونځ د نجات لاره ده او د جنت د دخول لويه وسيله ده
والَّذِينَ هُمْ عَلَى صَلَوَاتِهِمْ يُحَافِظُونَ ۹ أُوْلَئِكَ هُمُ الْوَارِثُونَ۱۰ الَّذِينَ يَرِثُونَ الْفِرْدَوْسَ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ (المؤمنين ۹-۱۱) .

د لمونځ ترک کول عظيمه ګناه ده :

مَا سَلَكَكُمْ فِي سَقَرَ ۴۲ قَالُوا لَمْ نَكُ مِنَ الْمُصَلِّي(المدثر۴۳).
(کله چې دوزخيان له هغوی نه وپوښتې ) تاسې څه شي دوزخ ته بوتلی ، هغوی به ووايي مونږ له لمونځ کونکو څخه نه ؤ.

دا مطلب په پوره غور ولوله

پوښتنه مې وګړه څنګه لمونځ نه کوی؟
 ويل يې : مشغول ومه
ومې ويل : څه مشغوليت ؤ ترلمانځه هم مهم په داسې حال کې چه  دقيامت په ورځ به لومړی حساب دلمانځه وي .
ويې ويل : پوهيږی چه ددنيا مشغوليت ذيات دی نوڅه بايد وشي ؟
ومې ويل :آيا نه پوهيږی چه داسلام اوکفر ترمنځ سرحد لمونځ دی ؟
حديث شريف : بَيْنَ الرَّجُلِ وَبَيْنَ الشِّرْكِ وَالْكُفْرِ تَرْكُ الصَّلاَة
ويې ويل : مسلمانې يواځی په لمانځه کې نده ،مهمه داده چه دانسان زړه پاک وي ،زه مسلمان ته ضرر نه رسوم ،له خلکوسره ښه سلوک لرم اودټولوسره خوش اخلاقی کوم.
ومې ويل : دغه شيطانی حيله ده چه ځنی مسلمانانوته دهغه په وسيله فريب ورکوي ترڅودګناه مرتکب شي ،چه دی فکرکوي مابه ښه کارکړی وي زه خوښه سړی يم حال داچه ترلمانځه نولويه ګناه شته ؟ داسترعبادت ګوره !
دادشيطان وسوسی دي چه زمونږ ناوړه اعمال راته ښه ښکاره کوي.
قوله تعالی : وَإِذْ زَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ أَعْمَالَهُمْ (الانفال ۴۸)
ويې ويل :ډيرخلک شته چه لمونځ کوي خوبيا هم ګناه کوي.
ومې ويل :نوڅوک چې لمونځ کوي هغه به نو ګناه نه کوي معصوم به وي ؟ معصوم له ګناه خو يواځی پيغمبران دي،خوته لمونځ کوه اوورسته ناوړه اعمال پريږده اوښه کارونه شروع کړه ،همدغه ته به يوه نمونه وی په ټولنه کې اوستا ښه اعمال به په ډيرو خلکو تأثير وغرځوي.
ويې ويل : زه خو کلمه د لااله الاالله وايم اوالحمدالله مسلمان يمه اورسول الله (ص) فرمايلی چه لااله الاالله دجنت کلۍ ده اوڅوک چه لااله الاالله ووائی د دوزخ اور په هغه کس حرام دی اوبل داچه الله (ج ) غفوراورحيم دی.
ومې ويل :داچه لااله الاالله دجنت کلۍ ده هيڅ شک پکې نشته ولی پوهيږی چه علماؤ په شرح ددی حديث شريف څه ويلی؟.
لااله الاالله دجنت کلۍ ده ولی هره کلۍ  دندانی لری چه دهغه په وسيله  دروازه  خلاصيږی اودجنت دکلۍ دندانی صالح اعمال دي او لااله الاالله بدون له عمل په اسلامی تعليماتو په شان دبی دندانو کلۍ ده .
قوله تعالی :وَبَشِّرِ الَّذِين آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ أَنَّ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ (البقره ۲۵).
قوله تعالی : وَالَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ أُولَـئِكَ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ (البقره ۸۲).
نوثابته شوه چه ايمان اونيک عمل لازم اوملزوم دی .
يوبل ورور ؤ چه سخت زحمتکښه ؤ خولمونځ يی  بالکل نه کولو .
ورته ومې وويل وروره ته ولی لمونځ نه کوی ؟
راته ويې ويل : له وسه می نه کيږي  اوترټولو ګران شی ماته لمونځ کول دي.
په لمانځه کې خو سستی کولو کې هم سخت وعيد دی وار خو د بالکل پريښودوشو.
قوله تعالی :
إِنَّ الْمُنَافِقِينَ يُخَادِعُونَ اللّهَ وَهُوَ خَادِعُهُمْ وَإِذَا قَامُواْ إِلَى الصَّلاَةِ قَامُواْ كُسَالَى يُرَآؤُونَ النَّاسَ وَلاَ يَذْكُرُونَ اللّهَ إِلاَّ قَلِيلاً (النساء ۱۴۲ ).
بيا می ورته دلمانځه اهميت او دلمانځه  دپريښودو سخت غذابونه بيان کړل  ، ددی نه ورسته  هغه کس سخت خفه شو دغه وخت درمضان روژی ته څو ورځی پاتی وی ، ورسته يی راته وويل  زه هر کال يواځی په روژه  کې لمونځ کوم کله چه روژه ختمه شي زما لمونځ  هم ختم شي ، خو نن ورځ زه له خپل رب (ج )  او تا سره وعده کومه چه دروژی له پيل څخه ورسته به بيا دمرګ ترورځی لمونځ قضا نه کړم .
همغه ؤ چه ورسته بيا دټولو څخه مخکې همدا کس لمونځ ته پاڅيدلو.
ګرانه  !
آيا لمونځ ماليات غواړي  ؟ چه دپيسو په ورکړه دي زړه ونه شي .
آيا لمونځ  دومره ډير وخت نيسي  چه تا دژوند له چارو محروم کړي ؟
آيا لمونځ  دومره دروند عمل دی چه تا سخت ستړي کړي ؟
آيا لمونځ  کوم مباح عمل دي چه ثواب اوغذاب ونه لري ؟
بلکی لمونځ  دمسلمان دنجات  ذريعه ده او دلمونځ په غفلت سره دسختو غذابو نوخبرداری ورکړ شوی دي .
لمونځ  يوه الهی منظمه برنامه ده چه په ټاکلو اصولو اوټاکلو وختونو تر سره کيږي ،هيڅ څوک  هم ددی برنامی دتغير توان نلري .
ګرانه !
لمونځ دورځی پنځه وخته  يواځی څو دقيقی وخت نيسي چه بنده دخپل ستر څښتن (ج ) حضور ته دريږی او دهغه (ج )  مناجات کوی .
نو ګرانو وروڼو اوخوندو  راځي !
نور ددی پر ځای چه شيطان ته تسليم وو  او هغه پر مونږ باندې دخپل زړه لوبې وکړي  راځی ! خپل رب  (ج )  ته تسليم شو اونور دهغه (ج )  پوره  اطاعت  وکړو .
ګرانه پام کوه ! کله داسی فکر اوسوچ ونه کړی چه زه خو نو ډير ګنهګاريم  نور نو له شرمه دتوبی اودوعا لاسونه خپل رب(ج )  نشم پورته کولی .
پوه شه داسې فکر هيڅ کله هم مه کوه د الله تعالی د رحمت دربار هر کله دخپل بنده پر مخ پرانيستي دی
الله  (ج ) په ډيره مهربانۍ سره خپلو ګنکارو بندګانو ته داسې خطاب کوي :
قوله تعالی  :
يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنفُسِهِمْ لاَ تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ (الزمر ۵۳ ).
ای زما  بنده ګانو!  کومو کسانو چه پر خپلو ځانونو تيری کړی دی  دالله له رحمت څخه مه ناهيلی کيږی يقينًا الله ټولی ګناوی بښی هغه خو  بښونکی اومهربان دی .

او د توبې په اړه د رسول الله ( ص) وينا هم ولوله :

وعن أبي حمزةَ أنسِ بنِ مالكٍ الأنصاريّ – خادِمِ رسولِ الله صلی الله عليه وسلم قَالَ : قَالَ رَسُولُ الله صلی الله عليه وسلم : للهُ أفْرَحُ بِتَوْبَةِ عَبْدِهِ مِنْ أَحَدِكُمْ سَقَطَ عَلَى بَعِيرهِ وقد أضلَّهُ في أرضٍ فَلاةٍ (متفق عليه ).
له ابي حمزه انس  بن مالک انصاری (رض) خادم رسول الله (ص) نه روايت دی چه رسول الله (ص) فرمايلی :
چه ديوه کس نه په يوه دښته يا صحرا کې خپل اوښ ورک شوی وي او هغه پيدا شي نو دغه کس به څومره خوشحاليږي –  بس الله تعالی ددی نه هم ذيات دخپل بنده په توبه ويستلو خوشحاليږي .
 ګرانه  نور نو ستا خوښه ده چه څرنګه خپل تصميم ونيسې .
خدای (ج )  دي  په اخلاص سره د رجوع او توبی کولو توان  ما اوتاته  راکړي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب