له روژې څه ډول زياته ګټه پورته کړو؟

د روژې مياشت مونږ ته د اجرونو او برکتونو د لاسته راوړلو ډيره ښه موقع او د نيکمرغۍ يو ښه فًرصت دی. په همدې ډول مونږ ته د دې وار راکوي چې مونږ خپل ځانونه له ګناهونو پاک کړو. د روژې اصلي موخه او مقصد دا دی چې مونږ په دې مياشت کې ډير په روغتيا ژوند وکړو او ځانونه اصلاح او سم کړو.

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: کله چې د روژې مبارکه مياشت راورسيږي، د جنت دروازي خلاصيږي، د دوزخ دروازې بنديږي او شيطانان ټول په ځنځيرونو تړل کيږي. (صحيح مسلم ( ۱۰۷۹) او سنن ترمذي(۶۸۲).

د روژې مبارکې مياشتې او د روژې د سپيڅلي چاپيريال له کبله چې له ګناه نه د ځان ژغورلو او د ګناه د نه کولو کوم توان او زغم مونږ ته را په برخه شوی مونږته دا موقع راکوي چي مونږ الله تعالی ته خپله هڅه اواستعداد وښايو. او مونږ هغه کارونه وکړو کوم چې دغه هڅه لا زياته کړي.

 له قرآن سره خپلې اړيکې ژوندۍ کړه:

د دې لپاره چې خپل دماغ، حافظه او فکر په يو مناسب چوکاټ کې وساتو او الهي رحمت لاسته راوړو، نو مونږ بايد خپل ډير وخت قران ته وقف کړو.

په دې معنی چې مونږ نه يوازې دا چي قران هره ورځ تلاوت کړو، بلکه بايد په هغه څه کې هم غور او فکر وکړو د کوم چې هغه مونږ ته ښودنه کوي او د هغې د ښوونو په رڼا کې خپل ژوند سم او برابرکړو. هر څومره چې مونږ په قران او د هغه په ښوونو کې ډيرځيرکيږو اوغور کوو، په هماغه کچې مونږ ته ګټوردی ځکه الله تعالی مونږ سره د همدې قران په وسيله په مستقيمه او نيغه توګه خبري کوي.

قران کريم زمونږ د زړونو لپاره يو ښه هوسا کوونکی او آراموونکی، زمونږ د بې ځايه غوښتنو او هوس لپاره يو واګی، او زمونږ د شکونو او انديښنو د لرې کولو لپاره يوه ښه درملنه ده.

ځکه نو مونږ ته په کار ده چې قران د زړه په ګرانښت او اخلاص سره ولولو، د هغه په موخواو اهدافو ځان پوه کړو او په هغه کې غور وکړو. څومره د افسوس اونهيلۍ ځای دی د هغه چا لپاره چې قران لولي او له لوستلو نه يې ګټه نه اخلي.

الله جل جلاله فرمايي:دا د الله آيتونه دي چې مونږ يي په حقه پر تا لولو، نو د الله او د هغه له اياتونو وروسته به په کومه خبره ايمان راوړئ؟ سورت الجاثيه( آيت۶ )
او همدارنګه فرمايي: آيا هغوی د اسمانونو او ځمکې واکمنۍ د الله جل جلاله پيداکولو اودي خبرې ته چې کيدای شې د مرګ وخت يې نژدې شوی وي په غورنه دي ځيرشوي؟ ښه نو له دې خبرې پرته بل څه شته چې دوی پرې ايمان راوړي؟ سورت الاعراف (آيت ۱۸۵)

د روژې په مبارکه مياشت کې د قران کريم د تلاوت او لوستلو اهميت مونږ ته له دې نه هم په ډاګه څرګنديږي چې حضرت جبريل عليه السلام به په دې مياشت کې ټول قران له حضرت محمدصلی الله عليه وسلم سره تکراروو. (صحيح البخاري۴۹۹۸)

له بې ګټې کړو وړو نه ډډه کوه:

په دې مياشت کې مونږ بايد د هغو اعمالو اوعادتونو په مخنيوي کې، کوم چي دروژې ګټي اوفايدي کموي اوبي ارزښته کوي، له نورو وختونو نه لازيات ويښ او بيدار واوسو. مونږ بايد له افراط او زياتوالي نه ځان وساتو لکه په خوراک اوڅښاک کې له زياتوالی نه اوهمدارنګه په غيبت او بې ځايه خبرو کولو کې له زياتوالي نه.

همدارنګه مونږ بايد له بې ځايه بوختياوو او مصروفيتونو نه د ځان ساتلو لپاره ډير زيار او کوښښ وکړو. په دې مبارکه مياشت کې له دې بوختياوو نه د ځان ژغورلو لپاره په جومات کې کښيناستنه يا اعتکاف ډېره غوره لاره ده. کله چې مونږ په جومات کې اعتکاف کوو، مونږ ځان د ورځني ژوند د انديښنو او مشغولتياوو نه خلاصوو.

سخي او د ورکړې څښتن اوسه:

يوه بله لاره چي ځان په دې مياشت کې پاک کړو دا ده چې مونږ بايد ډېره سخا وکړو او د دې ورکړې او سخاوت په مرسته په خپل ځاني هڅو او تمايلاتو بری تر لاسه کړو يعني مونږته په کار ده چې زيات خيراتونه او صدقات وکړو.

له حضرت ابن عباس رضی الله عنهما نه روايت دی چي وايي حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم زموږ ټولو نه ډېر د ورکړې خاوند وو، ليکن د روژې نه به هيڅکله ډيرسخي نه وو. [صحيح البخاري (۱۹۰۲) او صحيح المسلم (۲۳۰۸)]

 نيک چلنده او زغمونکی اوسه:

په دې مبارکه مياشت کې د نيک چلند او ښو اخلاقو زياتول بايد يو بل لومړيتوب وي. غوره اخلاق د يو روژه لرونکي لپاره ډير ښه او بهترملګری دي، ځکه زياتره خلک کله چې وږي شي خپل نيک چلند له لاسه ورکوي، ډير ژر غوسه کيږي او د خپلو بې واکو ژبو په واسطه نور ازاروي. دغه ډول عمل د روژې هغه اصلي موخه او هدف له ګواښ سره مخامخ کوي. په روژه کې بايد صبر ته وده ورکړل شي ځکه روژه ځيني وختونه صبر ته ويل کيږي.
الله جل جلاله فرمايي:
د صبر او لمانځه په وسيله مرسته وغواړئ. (سورت البقره ۴۵)
ځينې مفسرين په دې آيت کې د صبر معنی په روژې سره کوي نو دا آيت فرمايي چې په روژه اولمونځ کې مرسته وغواړئ.
همدارنګه رمضان ته د صبر مياشت هم ويل شوې: ای محمده! د الله له لورې ووايه چې ای زما مومنو بنده ګانو! له خپل رب نه وډار شئ. کومو کسانو چې په دې دنيا کې ښيګڼې کړي د هغوی لپاره ښيګڼه ده. او د الله ځمکه پراخه ده. له شک نه وتلې ده چې صبرکوونکو ته به له حساب نه پورته اجر ورکړای شي. سورت (الزمر ۱۰)

د صبر په وسيله مونږ د خپل ژوند له مشکلاتو سره مقابله کولای شو. له دې دروند او غوره صفت نه پرته به زمونږ ژوند ډير تريخ او نهيلی وي. د روژې مياشت هغه مياشت ده په کوم کې چې مونږ دغه د صبر او حوصلې صفت ته ښه وده ورکولی شو.
خدای جل جلاله دي مونږته کاميابي راپه برخه کړي.

لیکونکی: محمد فیصل اخندذاده

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب