له خولۍ پرته لمونځ حکم؟ – او نورې پوښتنې

پوښتنې:

1.    له خولۍ پرته لمونځ څه حکم لري؟
2.    په اذان کې هره کلمه دوه ځلې تکرار کیږي خو د پاى لا اله الا الله یو ځلې…ويل كيږي، د دې وجه څه ده؟
3.    په لمانځه کې که چیرې سلام مکمل وویل شي څه زیان لري؟ یعنې که داسې وویل شي (السلام علیکم و رحمت الله و برکاته)
4.    که چیرې د یو چا څخه د جمعې مبارکې لمونځ په جماعت قضا شي نو دې ولې نشي کولای په کور کې د جمعې د ورځی ۱۲ رکعته لمونځ اداء کړي؟
5.    که چیرې یو استاد د قرآنکریم شاګردانو ته د تلاوت کولو په وخت کې یوه سجده څو ځلې په مختلفو ځایونو کښې تکرار کړي نو یوه سجده پر ګرځي او که یې هر څو ځلې چې لوستلى وي هغومره ځلې؟
6.    په یو تعلیمي مرکز او یا هم یو بل داسې ځای کې چې مسجد نه وي خو هره ورځ جماعت پکښې کیږي آیا هلته اذان کول ضروري دي که څنګه؟
7.    یو شخص څرنګه کولی شي چې په لمانځه کې ځان د شیطان د وسوسو څخه وژغوري؟
8.    یو څوک څرنګه پوهیدلی شي چې آیا کامل مومن دی او که نه؟
9.    که چیرې د قصیدې د پخولو په هکله راته ووایاست چې دا خلك وایي قصیده په هدیره کې چې ۴۰ شپی یو څوک تیرې کړي بیا وروسته تر هغې د نوموړی شخص تعویز قبلیږي او ډیر ژر اثر کوي؟
10.    آیا د خاله د لمسۍ سره نکاح جواز لري، یعنې د خاله د زوی يا لور د لور سره نکاح جواز لري؟

غوښتنه: که چیرې نوموړی سوالونه مکمل را ځواب کړئ نو ستاسو منندوی به یم
مننه
ذبیح الله د کندهار ولایت څخه

ځوابونه

ګرانه وروره ذبيح الله!
السلام عليكم و رحمة الله و بركاته
له څه كم دوه درجنه پوښتنو څخه دې يوه نړۍ مننه، ستاسې د پوښتنو ډول، له علم او د دين له حقيقت سره ستاسې د مينې څرګندونه كوي، الله دې ستاسې په علم كې بركت واچوي او الله دې يې د عمل جوګه كړي.
ستاسې ځوابونه به ان شا الله په ترتيب سره ځواب كړو
1.    بې خولۍ لمونځ کېږي او جواز لري، البته مسلمان ته لازمه ده چې الله تعالى ته د ادب او احترام په شکل ودريږي، كوم ډول چې د احترام څرګندويي وكړي بايد هغه غوره شي.
يو بد رواج دا دى چې ځينې خلك كه چيرې خولۍ ونه لري نو بيا ناولې، ماتې او كږې وږې پلاستيكي او د ټوټو خولۍ چې په جومات كې ايښې وي، او مياشتې مياشتې چا مينځلې هم نه وي د ثواب په خاطر او د لمانځه د ښه كيدو په خاطر په سر كوي، او يا يې آن د نورو پر سرونو په لمانځه كې ږدي چې د هغوى په لمانځه كې توجه هم له منځه وړي. او يا دا چې ځينې خلك بيا چې خولۍ ونه لري نو بيا د پزې دستمال په سر كړي چې دا نو كوم احترام او درناوۍ دى چې سړى ورسره د الله تعالى سره مخ كيږي؟
ځينې خلك بيا پټو او څادر تر سر تاو كړي … او آن نه غواړي چې په هغه بڼه د يو محترم شخص په وړاندې ودريږي خو الله تعالى ته بيا په هماغه بڼه وړاندې كيږئ؟ دا له دين دارۍ څخه عجيب برداشتونه دي.
لنډه دا چې بې له خولۍ څخه لمونځ جواز لري، او كه څوك معمولا له خولۍ سره ګرځي نو ښه ده چې بيا له خولۍ سره لمونځ هم وكړي، خو داسې نه چې خولۍ د لمانځه له ډيرو ضروري شيانو څخه وګڼل شي.

2.    د آذان کلمات توقيفي دي، کوم خوب چې زياتو صحابه کرامو ليدلى وو په هغه کې همدغه کلمات راغلي دى، نو مونږ نشو ويلاى چې په اول کې ولې څلور ځله تکبير ويل کېږي او په اخر کې دوه ځله يا لااله الاالله ولې يو ځل ويل کېږي. ډير شيان په شريعت كې توقيفي دي، يعنې څرنګه چې شريعت را ته ښوولي په هماغه بڼه به كيږي، كه دا پوښتنو ته مو دروازه خلاصه كړه بيا به څوك وايي چې ولي د سهار لمونځ دوه ركعته فرض دى د ماسپښين څلور او د ماښام درى… په همدې ډول ډيرشيان چې پكې پوښتنه كول او تفحص هيڅ ګټه نه لري، حكمت يې له الله سره دى او زموږ دنده يې يوازې عملي كول دي.

3.    په لمانځه کې که سلام تکميل وويل شي، هېڅ باک نلري بلکه بعضې علماء وايي چې تکميل ويل يې غوره او بهتر دى.

4.    د جمعې لمونځ صرف دوه رکعته دى او نور سنت دي او د دې لمانځه له شروط څخه دا دي چې د جمعې په ورځ به په جماعت سره كيږي. په انفرادي شکل د جمعې لمونځ نشي کېداى.

5.    د سجده تلاوت د آيتونو په تلاوت کې حکم دا دى، که چېرې په يو مجلس يو آيت څو ځله هم تلاوت شي نو يوه سجده تلاوت واجبيږي او که چېرې همدا يو آيت په مختلفو مجلسو او مختلف ځايونو کې تلاوت شي لکه تاسې چې ويلي دي نو بيا د تلاوت د ځايونو د تعداد په اندازه سجدې د تلاوت واجبيږي او که چېرې د سجده تلاوت مختلف آيتونه په يو مجلس هم وويل شي نو بيا د آيتونو په اندازه سجدې تلاوت لازميږي.

6.    په هر ځاى کې چې څوک په جمع سره لمونځ کوي نو غوره خبره دا ده چې د هغه لپاره اقامت او آذان وشي، که هغه تعليمي مركز وي كه بازار او كه بل ځاى.

7.    په لمانځه کې د شيطان له وسوسې څخه مسلمان په دې ساتل کېږي چې په لمانځه کې الله تعالى ته متوجه وي او خشوع او عاجزۍ سره لمونځ اداء کړي لکه څرنګه چې بعض علماء وايي، د قيام په وخت کې بايد سړى د سجدې ځاى ته وګوري او دا فکر وکړي چې همدې خاورو ته زما ورتګ دى نو الله تعالى او مرګ به ورپه ياد وي او د رکوع په وخت کې د قدمونو غټو ګوتو ته وګوري او دا فکر وکړي چې زما روح به لمړى له دې ګوتو څخه وزي او د سجدې په وخت کې د پزې نرميو ته وګوري او دا فکر وکړي چې په قبر کې لمړى زما د پزې نرمي خاوري کېږي او د قعدې په وخت کې سينې ته وګوري او دا فکر وکړي چې زما روح به د وتلو څخه مخکې دلته يو ځل راجمع کېږي او بيا به له بدن څخه ورزي نو د لمانځه په ټولو حالاتو کې به يې الله تعالى او مرګ په ياد وي، نو په دې طريقه سره کولاى شي ځان د شيطان له وسوسې څخه وساتي.

8.     د قصيدې پخولو او تعويذنو په رابطه بايد ووايم چې په دې شکل قيصده پخول او تعويذونه کول په اسلامي شريعت کې کوم اصل او اساس نه لري او دا د ځان څخه جوړ شوي شيان دى چې بايد ځان ترې وساتل شي. كه څوك غواړي په دم او دعا باندې تداوي وكړي او يا څه آفت لرې كړي نو د پيغمبر صلى الله عليه وسلم ماثورې دعاګانې شته چې هم يې ويل ثواب لري، او هم بركت پكې دى او هم د پيغمبر صلى الله عليه وسلم سنت دي.

9.    د خاله له لمسۍ يعنې د خاله د زوى يا لور له لور سره نکاح کول جائز دى او دا هېڅ ډول محرماتو کې نه راځي، ځکه چې د خاله له لور سره نکاح صحيح ده نو له لمسۍ سره يې هم جواز لري.

والله اعلم و بالله التوفيق

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب