له الله تعالی څخه امید او ښه ګمان

له الله تعالی  څخه ډار او د هغه د رحمت امید ساتل یو ستر عمل ده ــ حضرت ابوهریره رضی الله عنه روایت نقل کوي چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ارشاد فرمایلی ــ إِنَّ حُسْنَ الظَّنِّ  ِمنْ حُسْنِ عِبَادَةِ اللهِ (ترمذي او حاکم).الله تعالی څخه ښه ګمان لرل هم د الله تعالی ښه عبادت ده ــ

یو بل حدیث قدسي کې راغلي چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د الله تعالی دا ارشاد نقل فرمایلی :  وایي چې زما بنده چې پر ما څنګه ګمان کوي نو زه د هغه مطابق یم او کوم ځای چې ما یادوي نو زه د هغه خواکې یم ــ (بخاري او مسلم).

مطلب دا چې په قرآن او حدیث کې د الله تعالی د رحمت امید ساتلو په اړه ډېر فضائل وارد شوي ــ لیکن ددې مطلب دا ده چې انسان باید د خپل استطاعت مطابق د الله تعالی د احکامو په رڼا کې خپل ژوند تېر کړي ــ که دغوکوښښونو سره بیاهم کومه غلطي او کمي ترسره شوي وي نو د الله تعالی د رحمت امید دې ساتي ــ او که څوک پخپل دنیوي ژوند کې همداسې د ګناه کارونه کوي او تل په غفلت کې ژوند تېروي او بیاهم دا ګمان کوي چې دی به وبښل شي نو دا ډول خلک په سخته غلطي کې دي او په حدیث کې د دا ډول خلکو په اړه سخته غندنه شوې ــ

سمه کړنلاره دا ده چې انسان د خپل فکر په اصلاح سره بیاهم د الله تعالی څخه وېره او خوف ولري، ور سره د ښه ګمان او د الله تعالی د رحمت او امید دواړه خبرې داسې راټولې کړي لکه وېره او امید په هغه باندې مسلط وي.

حضرت انس رضی الله عنه روایت نقلوي چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د یوه ځوان خواته تشریف ور وړی وچې هغه د مرګ په حالت کې وو ــ هغه ورته وفرمایل: که د چا په زړه کې اوپه داسې وخت کې همدا دوه خبرې جمع وي (خوف او وېره) الله تعالی د هغه امیدونه پوره کوي او هغه له خوف څخه په امن کې ساتي. (ترمذي).

your ads

لیکوال: نور الله خان احمدزی

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب