لرغونی يونان

د لرغوني يونان په اړه

د تاريخ له په زړې پورې پيرونو څخه يو هم د لرغوني يونان کولتور دی. د دې مدنیت د اوج پير په قبل الميلاد پنځمه او څلورمه پيړۍ کې وو. د همدې پير پر مهال د يونانیانو مدنیت وغوړيده. دوی زياتې سترې مفکورې درلودلې چې تاریخ ته د دوی د اهمیت څرګندوي کوي.‌ موږ اوس هم د انګريزې ژبې د ګڼو کلیماتو په ګډون د خپلې پوهې په برخه کې د يونان مدنیت پوروړي يو. د ژبې تر څنګ ګڼې نورې مفکورې له يونان څخه راغلې دي چې: ډیموکراسي، خمکنی ساينس، موسيقي،‌ رياضي،‌ سپورټ او شاعري په کې شامل دي.

لرغوني يونانيان د جنوب لويديځې اروپا په يوه سيمه کې اوسيدل. دا خاوره زياته غرنۍ او سمندر ته نږدې پرته وه. يونانیانو کرکيله او د بيړيو چلول په ښه توګه زده کړي وو. يونانیان پر ګڼو ټاپوګانو او ټاپو وزمو هستوګن وو او دوی د ښارونو جوړول پیل کړل. دا ښارونه له نورو ولسونو سره د سوداګرۍ مرکزونه وو.‌ مشهور يې د سپارتا، آتن او د کورينت ښارونه دي. که څه هم دې ښارونو له يو بل سره زیات توپیر درلود، خو ټولو د لرغوني يونانيانو پوهه او مهارت په ښه توګه څرګنداوه.‌

د سپارتا په ښار کې ټول ځوانان د پوځ لپاره روزل کیدل. ماشومان چې به کله را زلمي شول، پوځي خدمت لپاره برتي کیدل. نجونې به هم ښوونځي ته تللې او هلته به يې د خپل دين، د کورنۍ تربيې او د پوځي فعاليتونو په اړه زدکړې کولې. په سپارټا کې اوسپنیزې پیسې دود وې او د سپارتیانو لپاره خورا مهمه وه چې فقیر سړی په کې موجود نه وي. سپارتيان په دې عقیده وو چې د دوی لپاره د فردی برياليتوب پر ځای د ټول ښار بريالیتوب مهم دی.

آتن له سپارتا سره ډير توپیر درلود، خو بيا یې هم اوسيدونکي په دې فکر وو چې ښار یې خورا مهم دی. د آتن اوسيدونکو د خپل ښار چاپیره ديوالونه راتاؤ کړي وو چې خوندي یې کړي. د دې دیوالونو تر منځ پروت لوی ښار خورا ښکلی وو ځکه چې په منځ کې يې تپې، مارکيټونه او مجسمې وې. آتن په ځانګړي توګه د لويو ښوونځيو او تياترونو له پلوه مشهور وو. د آتن ماشومانو به د زده کړې لپاره په ښوونځیو کې زیات وخت لګاوه. کله چې به زلمیان شول، بيا ښوونکي، سياستپوهان او ساينسپوهان وو.

د سپارتا او آتن په څير، د کورينت ښار اوسيدونکي هم پر خپل ښار ډیر وياړل.‌ دوی غوره ودانونکي وو چې په کسبونو کې يې زیات مهارت درلود. دوی ګڼې ودانۍ، معبدونه، سړکونه او پلونه جوړ کړې وو. بهرنیان د دوی له ودانیزو مهارتونو خورا اغیزمن شوي وو او په کورينت ښار کې يې له هستوګنې څخه خوند اخيسته. دې کار د کورينت ښار د سوداګرۍ او کاروبار لپاره ډیر مهم کړی وو.‌ خلک به د بيلابیلو اجناسو د پیر او پلور لپاره له لرې ځایونو څخه کورينت ته راتلل. کورينت په يو خورا بډای ښار بدل شوی وو او هلته هستوګنه خورا ګرانه وه.

د لرغوني يونان دين

لرغونی يونان په يوه داسې دين عقيده درلودله چې ګڼ نارينه او ښځينه خدایان يې درلودل. د يونانیانو لپاره هر يو خدای يوازینی او ځانګړی شخصيت درلود. دوی ګڼ خدایان نیولې وو او په دې عقيده وو چې هر يو خدای د ښاریانو په ورځني ژوند کې ځانګړې ونډه لري. تر ټولو مهم خدای یې زيوس نومیده. يونانیان په دې عقیده وو چې زيوس د ټولو خدایانو شاه دی او پر اسمان ولکه لري چې تالنده او بريښنا رامنځته کوي.‌ د دوی په عقيده زيوس ګڼ اولادونه درلودل چې هغه هم خدایان ول.‌ د يونان په ټولو ښارونو کې د زيوس ګڼې مجسمې وې چې يوه يې ۵۰ فټه لوړه وه.

د زیوس يو زوی آپولو Apollo نوميده چې يو معبود بلل کیده او په اړه یې فکر کیده چې ګڼو شيانو سره يې علاقه درلودله له دې کبله په انګريزي کې اپولونين Apollonian هغه چا ته ویل کیږي چې له زياتو شيانو سره علاقه لري. اپولو د موسيقۍ او غشی ويشتونکو ساتونکی بلل کیده. د اپولو مجسمې داسې جوړې شوي دي چې يا د موسيقي آله او يا ليندۍ او غشی په لاس کې لري. یونانیانو به اپولو ته د فرياد پر مهال يوه سندره ویله چې د paeans يا د خوشحالۍ سندرې په نامه یې يادوله او هيله يې درلودله چې د راتلونکي په اړه به له دوی سره خبرې وکړي او ددوی غوښتنې به هم ورکړي.

درې مشهوره يونانیان

ګڼ مشهوره یونانیان دي چې په زړه پورې مفکورې يې رامنځته کړې. يونانیان د شعرونو او کيسو په ليکلو، د ساينس او طبيعت په اړه تفکر او لوبو کې ډیر پرمختګ کړی وو. د یونانیانو يو تر ټولو مشهور شخصيت سقراط وو. سقراط او د هغه کورنۍ په آتن کې اوسیدل، کله چې لوی شو له بازار او تياترونو څخه به يې ليدنه کوله او په دې لټه کې وو چې له خلکو سره د لیدو کتو پر مهال په زړه پورې بحثونه وکړي. سقراط به خوښوله چې له خلکو څخه زياتې پوښتنې وکړي څو د هر ډول شيانو په اړه خپله پوهه لوړه کړي. د سقراط داسې کیسې شته چې ده به د ماښامنيو ميلمستياؤ، تياتر، محاکمو او بازارونو کې له خلکو پوښتنې کولې. د سقراط له خوا پوښتل شويو پوښتنو به ځينې وخت هغه کسان ګډوډ کړل چې خبرې به يې ورسره کولې او د ځواب په موندلو کې به له ستونزو سره مخامخ کیدل. هغه به داسې پوښتنې خوښولې چې عدالت څه ته وايي او د يوه پوه لپاره د عدالت کليمې څه معنی درلودله. هغه د يو لوی فيلسوف په توګه مشهور شو. زده کونکي، زياتره د هغه مفکورې او ژوند مطاله کوي.‌

د یونان یوه بله مشهوره څيره د هومر Homer په نوم شاعر دی. هومر له سقراط څخه ډیر پخوا ژوند کاوه خو ټولو يونانیانو د هغه د شخصیت او شعرونو په اړه معلومات درلود. هومر په سترګو ړوند وو او خپل شعرونه يې نشو ليکلای، خو په لوړ غږ به يې ضمضمه کول. د هغه مشهور شعر د ايلياد په نامه ياديږي چې يو حماسي شعر دی ځکه چې ډیر اوږد دی او د بيلابيلو خلکو او ځايونه يې په کې بيان کړي دي. هومر به د رښتينو پيښو په اړه شعر وايه خو له حقيقت سره به يې يو څه افسانه هم ګډوله. د ايلياد شعر د دوه جنرالانو کیسه بيانوي چې دواړه په هيلين نومې يوې ښکلې انجلۍ مين وو. په دې شعر کې بيان شوې کیسه يوه تراژيدي‌ يا ويرجنه کيسه ده او يو خوشالونکی پای نه لري. هومر به دا کیسه بيا او بيا يونانیانو ته تکراروله چې جګړې خوشاله پای نه لري، او دا ښه ده چې د جګړې پر ځای د سولې پر لور مخه کړي.

فيثاغورث يو رياضي پوه وو. لومړنی کس وو چې اعداد او هندسه يې مطالعه کړه. فیثاغورث دا هم ویل چې له حکمت او پوهې سره مینه لري. ګڼو خلکو د فیثاغورث ذکاوت درک کړی وو او د هغه شاګردي يې پیل کړه. فیثاغورث لږ تر لږه ۳۰۰ زده کوونکي درلودل او دوی غوښتل چې ټول يو ځای د يوې ټولنې په څیر له خپلې خوښې سره سم ژوند وکړي. فیثاغورث يو خورا مهم فارمول کشف کړ چې د هغه په نامه نومول شوی دی. دغه فارموله او يا تيوري زاويې او د هغو ضلعې تشریح کوي. فیثاغورث د شپې په اسمان کې د ستورو د مطالعې لپاره دغه فارمول کاراوه چې دې به د هغه کار منظم او ښکلی ښکاراوه.‌

د يونانيانو ژوند

لرغوني‌ يونان له سپورټي ساليو څخه هم خوند اخيسته. دوی د لوبو سيالۍ يا ټورنمنټ رامنځته کړی وو چې د اولمپيک لوبو په نامه ياديده. دا لوبې هر څلور کاله رابلل کیدلې. د سياليو په وخت کې به يونان جګړې درولې او د بشپړې سولې فضا به يې رامنځته کوله.‌ ځوانو سيالانو به په بيلابيلو لوبو کې سيالۍ کولې چې: ځغاسته، بوکس او د ډیسک اچول په کې شامل وو. د سياليو ګټونکي ته به د زيتونو يوه څانګه ورکول کيدله چې د سولې، درنښت او د لوبې د ګټلو سيمبول به ګڼل کیده.‌ د سياليو ګټونکی به په خپل هیواد کې هم نازول کیده او زياتره وخت به يې د هغه په درنښت يو مجسمه جوړوله.‌

تیاتر د یونانیانو لپاره زيات ارزښت درلود. د ديونسيوس Dionysus تیاتر چې د آتن لومړنی تیاتر وو په پرانستې فضا کې جوړ شوی وو.‌ هر کال به د دې نندارو پر مهال، څارونکي په لومړي کتار کې کيناستل او ګڼې نندارې به يې څارلې او د غوره نندارو په اړه به يې پریکړې کولې. لرغونو يونانیانو دوه ډوله نندارې وړاندې کولې چې يو ډول یې تراژيدي او بل به يې خوشالونکې وې. د غوره نندارې ليکوال ته به يې د ښې نندارې د لیکلو لپاره د پیچک ګل ګيډۍ ورکوله.

دا هغه دلایل دي چې څرګندوي ولی لرغونی يونان په تاریخ کې يو خورا په زړه پورې پیر دی. لرغوني يونان له خپلو ښارونو، پوهنې او بشريت سره د مينې له کبله اوسمهالې ټولنې ته زياتې مرستې رسولې دي.‌ 

پوښتنې

څو ځوابه پوښتنې

  1. لاندې کوم يو د لرغوني‌ يونان له مشهورو ښارونو څخه نه دی:
  2. کورينت
  3. آتن
  4. روم
  5. سپارتا
  6. فيثاغورث په لاندې مضمون کې د خپلو مهارتونو له کبله مشهور دی:
  7. تاریخ
  8. د ځمکې ساينس
  9. رياضي
  10. انګريزي
  11. دغه يونانی معبود د غشی ويشتونکو خدای بلل کیده:
  12. هومر
  13. اپولو
  14. زیوس
  15. ډيونسيوس

صحیح او غلط

  1. ــــــــــــــ يونانیانو له سپورټي سياليو سره مینه درلودله او يو ټورنمنټ يې جوړ کړی وو.
  2. ــــــــــــــ د یونان مدنیت په ۷مې او ۸مې قبل المیلاد پيړۍ کې اوج ته رسیدلی وو.
  3. ــــــــــــــ د لرغوني يونان ښارونه د سوداګرۍ لوی مرکزونه وو.
  4. ــــــــــــــ د آتن د ټول ښار چاپیره ديوالونه راتاؤ شوي وو.

خانه خالي

  1. دا ښار په دې مشهور دی چې خپلو زلميانو ته يې پوځي روزنه ورښودله: ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
  2. ايلياد د دوه جنرالانو کيسه بيانوي چې پر ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ نومې يوې ښکلې انجلۍ مين وو.
  3. د اولمپیک لوبو ګټونکو ته يې ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ورکوله چې د سولې،‌ درنښت او د لوبې د ګټلو د وياړ سيمبول بلل کیده.
  4. دا شخص په آتن کې اوسيده او يو لوی فیلسوف شو: ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ځوابونه

څو ځوابه پوښتنې

  1. لاندې کوم يو د لرغوني‌ يونان له مشهورو ښارونو څخه نه دی:
  2. کورينت
  3. آتن
  4. روم
  5. سپارتا
  6. فيثاغورث په لاندې مضمون کې د خپلو مهارتونو له کبله مشهور دی:
  7. تاریخ
  8. د ځمکې ساينس
  9. رياضي
  10. انګريزي
  11. دغه يونانی معبود د غشی ويشتونکو خدای بلل کیده:
  12. هومر
  13. اپولو
  14. زیوس
  15. ډيونسيوس

صحیح او غلط

  1. ـ صحیح ـ يونانیانو له سپورټي سياليو سره مینه درلودله او يو ټورنمنټ يې جوړ کړی وو.
  2. ـغلط ـ د یونان مدنیت په ۷مې او ۸مې قبل المیلاد پيړۍ کې اوج ته رسیدلی وو.
  3. ـصحیحـ د لرغوني يونان ښارونه د سوداګرۍ لوی مرکزونه وو.
  4. ـصحيحـ د آتن د ټول ښار چاپیره ديوالونه راتاؤ شوي وو.

خانه خالي

  1. دا ښار په دې مشهور دی چې خپلو زلميانو ته يې پوځي روزنه ورښودله: سپارتا
  2. ايلياد د دوه جنرالانو کيسه بيانوي چې پر هيليننومې يوې ښکلې انجلۍ مين وو.
  3. د اولمپیک لوبو ګټونکو ته يې د زیتون يوه څانګه ورکوله چې د سولې،‌ درنښت او د لوبې د ګټلو د وياړ سيمبول بلل کیده.
  4. دا شخص په آتن کې اوسيده او يو لوی فیلسوف شو: سقراط

درخت دانش څخه مننه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب