لاجورد لار افغاني اقتصاد کې روح پو کوي

د لاجورد لاره کوم ده؟

لاجورد هغه تاریخي لار ده چې نږدې ۲۰۰۰ دوه زره کاله وړاندې د افغانستان د بدخشان ولایت لاجورد د همدې لارې اروپا ته لېږدول کېدل، له دې امله د لاجورد په نامه یاده شوه.

دغه ترانزیټي لاره د فاریاب ولایت د آقینې له بندر او د هرات ولایت د تورغونډۍ له بندر څخه پیل او د ترکمنستان د ترکمن باشي بندر په لور غځېدلې او د تورې بحیرې څخه له تېرېدو وروسته د آذربایجان پلازمینې باکو او وروسته له هغه د ګرجستان پلازمینې تفلیس او د تورې بحیرې تر پوتي او باتومي بندرونو پورې رسېږي او سر بېره پر دې د قارص له بندر څخه د ترکیې هېواد د استانبول بندرونو ته او په پایله کې اروپا سره نښلیږي.

د دې لارې د جوړېدو تړون د ۲۰۱۷ مېلادي کال د نوامبر پر ۱۵ مه نېټه د افغانستان، ترکمنستان، ګرجستان، ازربایجان او دترکیې د حکومتونو د استازو ترمنځ لاسلیک شو چې بالاخره د ۲۰۱۸ مېلادي کال د ډسمبر په ۱۳ مه نېټه په هرات ولایت کې د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د افغان حکومت د مشرتابه او د یادو هېوادونو د استازو ترمنځ رسماً پرانېستل شوه.

د دې سترې اقتصادي هوکړې عملي کول د سیمې په کچه د افغانستان فعاله اقتصادي ډېپلوماسي په ډاګه کړه، ځکه د لارې د بیارغولو لپاره یې بشپړه افغاني طرحه درلوده چې د پرلپسې هڅو په ترڅ کې یې د سيمې پر هېوادونو ومنله.

your ads

له شک پرته د دې لارې پرانېستل او بیارغول افغانستان او جنوبي اسیا په لنډه او ارزانه لار له اروپا، منځني ختیځ او د افریقا له شمال سره نښلوي، چې رغول یې د اسیا په ټرانزیټي او سوداګریزې څلور لارې د افغانستان په بدلولو کې مهم ګام دی.

افغانستان چې له بده مرغه په وچه کې ایسار هېواد دی، له دې مخکې یې تر ډېره د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې له نورې نړۍ سره ټرانزیټ سوداګري درلوده ،چې افغان سوداګر به د ګڼو ستونزو او چالشونو سره مخامخ ول،د دوی مالونه به په میاشتو میاشتو بند پاتې کېدل او ډېری وخت به افغان حکومت او ملت په دې ګواښل کېده که دا لار درباندې وتړو، نو تاسې به له لوږې مړه شئ. خو د چابهار بندر وروسته د لاجورد له لارې خوشبختانه افغانستان اوس مهال د نورو هېوادونو او د نړۍ له مهمو بازارونو سره په ډېرو برخو کې ونښلول شو. افغانستان نور له انزوا څخه راوتی او په اسانه کولای شي خپل صادراتي توکي لکه غالۍ، مرمر ډبرې، زعفران، انګور، انار مڼې او نورې وچې او تازه مېوې اروپا او د نړۍ بازارونو ته ورسوي.
د لاجورد لارې په پرانېستلو او د سوداګرۍ په پیل سره به سوداګري او صادرات زیات شي،د بهرنیو سوداګرو پام به افغانستان ته راواوړي.،افغانستان به د دې لارې له ترانزیټ زیات عواید هم ترلاسه کوي، د افغاني تولیداتو او محصولاتو پر وړاندې به هغه مشکل کم شي، چې ویل کیږي افغاني محصولات او تولیدات بازار نه لري.

په حقیقت کې افغاني تولیدات او محصولات ښه بازار لري خو اساسي ستونزه دا وه چې بازار ته یې لار نه وه، په دې سره به اوس د افغاني توکو ارزښت پيدا او بیې به یې لوړې شي.

بله دا چې افغانستان د تیر سازمان یا نړیوال ټرانسپورټ غړیتوب لري، خو دا چې د دې سازمان غړیتوب او کار لپاره لارې نه وې، په دې سازمان کې د افغان سوداګرو ونډه یا نه وه او یا له نشت سره حساب وه.

نو په دې لار سره دوه اړخیزه او څو اړخیزه سوداګري، ټرانزیټ او ټرانسپورټ پراختیا مومي او په دې لار کې د لا ډیرو هېوادونو غړیتوب دا امکان زیاتوي چې افغانستان بالاخره بحر ته هم لار پيدا کړي.

د لاجورد لارې یو بل لوی اهمیت په دې کې دی چې دغه لاره نړیوالو بازارونو ته تر ټولو لنډه ترانزیټي لاره ده.

په دې مانا چې د کراچۍ د بندر په پرتله به زموږ مالونه په کم وخت او کم لګښت سره صادریږي، د کره معلوماتو له مخې زموږ مالونه به د کراچۍ بندر په پرتله د لاجورد له لارې درې یا څلور ورځې مخکې رسیږي، له دې معلومیږي چې لاجورد تر ټولو نږدې لاره ده.همداشان په هره لارۍ به د کراچۍ بندر په پرتله دوه نیم یا درې نیم زره ډالره کم لګښت راځي نو وېلای شو چې لاجورد د افغانستان په اقتصادي او سوداګریز ډګر کې د افغانانو لپاره ستر ویاړ او لویه لاسته راوړنه ده.

مبارز محمد ځدراڼ

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب