كيداى شي همدا يوه جمله مو ژوند بدل كړي!

که غواړی خپل ژوند ته تغییر ورکړی نو دا لیکنه هرمرو ولولی، ځکه یوازې ستاسې لپاره لیکل شوې ده، تاسو کولای شی د خپل بریالیتوب لپاره ډیر ښه قانون په لار واچوی، دا قانون شاید ډیر ساده او آسان ښکاره شي خو په همغه اندازه مهم او مؤثر هم دی:
د هرې بریا او ماتې مسؤلیت یوازې او یوازې په خپله غاړه واخلئ.

پدی ترتیب به تاسو د ژوند له هرې شیبې څخه خوند واخلئ، او ډیر ژر به په خپل ژوند کې لوى بدلون ووینى.
دا د بریالیتوب تر ټولو مهم او بنستیز رکن دی، دا زده کړئ چې د ژوند مسؤلیت سل په سلو کې په خپله غاړه واخلئ، دا مهمه نده چې تاسې څوک او چيرې ياست.
بریالي خلک هیڅ کله هم د هغه پیښو په وړاندې چې مخ ته یې راځي ځان کم نه بولي او نه یې هم په شرایطو پورې تړي، او نه هم نور شا اوخوا خلک د ده په ناکامۍ ور ګډوي، او نه یې رټي. بلکه د دې پرخلاف، په هر ډول موقعیت یا شرایطو کې چې وي، د خپل ژوند واګي سل په سلو کې په خپل لاس کې اخلي او باالاخره خپل ژوند ته تغیر ورکوي.
د بیلګی په توګه، تاسې هره ورځ دفتر ته نا وخته ځئ، او د دې کار پړه بيا د ښار په ترافیک او ګڼه ګوڼه اچوى.

څه فکر کوئ چې ستاسو د دفتر مشر به ستاسو دغه دلیل ومني؟ ښکاره ده چې نه!
خو تاسو غواړی یوازې خپلو نمګړتیاوو ته دلایل پیدا کړی او خپله ګناه منطقي ښکاره کړی. دا دلیل چې تاسو یې منطقی بولی د نورو لپاره هسې یوه مسخره ده او بس. او دا واقعا هماغه شی دي چې زیاتره خلک کله له ماتی سره مخامخ شي او یا په زړه پورې پایلې نشی راوړای نو ترسره کوي يې. هغوی بیا په بهانو پسې ګرځي تر څو خپله نمګړتیا په هغو ور واچوي او ويې رټي.

فکر وکړئ که تاسو یو دوکاندار یاست او په یوه میاشت کې هیڅ ښه خرڅلاو ونلری، نو آیا د اقتصاد خرابوالی، او یا د بازار شرایط او وضعیت ته بد او رد ویل ستاسو په خرڅلاو څه اغیز کولای شي؟ نه! ځکه د بازار شرایط او د اقتصاد خرابي یو بهرنی فکتور دی، چې هیڅكله ستاسو په واک کې ندی. اوس تاسو فکر وکړئ، که چیرې بیا د همداسې کار و بار سره مخامخ شی خو دا ځل مسؤلیت سل په سلو کی په خپله غاړه واخلی نو دا ځل به د دې مشکل پوره کنټرول په خپل واک کې ولري؟ ځکه چې دا ځل مو ښه ځان پوه او بیداره کړی دی. همدا دلیل دی چی په ژوند کې باید د بریالیتوب لپاره مسؤلیت په غاړه اخیستل و آزمویل شي.
هره پیښه ممکنه ده ستاسو په ژوند کې رامنځ ته شي خو که تاسو د خپل ژوند واګي په خپل لاس کې ولری نو هرومرو به پایلې ستاسو په خوښه کیږي. او کولای شی خپل کارونه په پوره بریا تر منزله ورسوی او په زړه پورې پایلی تر لاسه کړی.
په آخر کې: تل هڅه وکړی چې بریالي اوسي او ناکامۍ ته په ژوند کې ځای مه ورکوئ چې بیا به تل ناکام وی.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب