قهر او غوسه مه كوی، نرم خویه واوسئ

قاراوغوسه په هیڅ حالت کې انسان ته ښه نه ده. که غواړی چې دژوندانه رنځونه اوفشارونه اوناخوالی مو لږی شی باید دا توانمندی په ځان کې ومومی چی په خپلو هیجانونو، بیځایه ولولواوغوسې برلاسی شی اوهغه کابو کړی. قاراوغوسه هغه وخت راڅرګندیږی چې دشخص اودهغه هدف په منځ کې چې دی غواړی ورورسیږی خنډ راشی، کله چې دانسان غوښتنه په لاس رانه شی هغه وخت قاراوغوسه اوولولی راپاریږی.نو کله چې پریوه موضوع ستاسو قارراشی  مخکې له دې چې دهغې په وړاندې غبرګون وښیی ،لمړی یو څه فکر وکړی اودا توان په ځان کې رامنځته کړی چی مخکې له غبرګونه فکروکړی. هغه څوک چې د ناوړوپیښو یاغبرګونونوپه وړاندې چټک غبرګون ښیی هغه ډیرضعیفه اوکمزوری انسان دی. دی به دخپل دغه غبرګون په وړاندې هرومروبل غبرګون وینی چی ده ته ناوړه پیښې رامنځته کوی، چې بیاوروسته به پیښمانه شی اوبیا به پیښمانی ګټه هم ونه لری. په دې کارسره به هم ځانته اوهم به نوروته ستونزی رامنځ کړی.
غسه کول اودپیښوپه وړاندی قارجن غبرګون په روغتیا هم ناوړه اغیزه لری ګیډه کې د تیزابو دجوړیدو لامل ګرځی اوهم عصبی سیستم له ګډوډیو سره مخ کوی. دغوسې دکابو کولو لپاره ارواپوهانو کوم ګټورعلاج لاسته نه دی راوړی خوبیایی هم لارښونی ګټورې دی.
که غواړی خپله غوسه کابو کړی نو په ځان واک ومومی. دبیلګې په ډول که تاسو دچا دتهمت له وجې ډیر په غوسه یاست که لږفکر وکړی نو ستاسو دغه غوسه بې ځایه ده، ستاسو دغوسې وجه داده چې تاسو فکر کوی داسې کسان به وموندل شی چې په دې تهمت باوروکړی. که چیری پوره په ځان باورلری چې هغه کارتاسو نه دی کړی نو پوه شی چې دنوروخبری پرته دسپې له غپیدوبل څه نه دی. بلکې دهغه اغیزه پرته ستاسو له ماغزو بل چیرې نشته.
. ( که چیری تاسو په یقینی ډول پوهیږی چې ستاسو لاره سمه ده اوبرابره ده بیانو دې ته اړنه یاست چې اندیښنه وکړی چې نړیوال به څه فکروی.)
تاسو چې له خپلې بدبختی، بدچانسۍ ، دژوندانه له ستونزو، بیوزلۍ نه شکایت کوی له یاد مه باسی چې په زرګونو داسې خلک شته چې غواړی تاسو غوندې واوسی.
خوښ اودپرانستې وچولی څښتن انسان دهرچا خوښیږی ، بدخلقه قهرجن اوتروش وچولی انسان دهیچاهم نه خوښیږی اونه غواړی چې څوک دوستی ورسره وکړی. دبشر داخاصیت دی چی دښه خلق درلودونکی کسانو سره ناسته اوولاړه وکړی.نو راځی په خوښی اوخلاص وچولی سره نه یواځې ځان ته بلکې نوروته هم خوښی ورپه برخه کړی اودنورودګرانښت وړشو.
ښه اخلاق به دې محبوب دزړونو کړی بدخویی به دې جلا له ورونو کړی

دسیرت ښایست دصورت له ښایست نه ډیرمهم دی که هرڅومره یو بدرنګه بدقواره انسان وی خوکه چیرې ښه خوی ولری دنوروپه زړه کې ځای نیسی.خو که څومره ښکلی اوښایسته وی خو بدخلقه وی دهیچا هم نه خوښیږی.
ترهغو چې بشپړ دلیل ونه لری په چا بدګمانه کیږی مه همیشه خلکو ته په ښه نظرګوری. غروراوتکبر له ځانه لری کړی.
قران په دې هلکه څومره ښه  ارشاد لری چې د انسانی اخلاقو یو مکمله بیلګه کیداشی، اوکه عملی شی د انسانی ټولنی ډیری ستونزی پری حل کیدلای شی، ترجم ه:[ ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی له ډیروګمانونو لری والی وکړی، ځکه ځینې له دغو ګمانونو څخه ګناه ده، اوهیڅ کله هم دنوروپه کارکې تجسس مه کوی، اوهیڅ یو ستاسو دبل غیبت مه کوی. آیا ستاسو نه څوک دا خوښوی چې د خپل ورورد مړی غوښې وخوری؟ په یقین سره چې تاسو ټول له دې کاره کراهیت لری، تقوی خپله کړی چې خدای پاک توبه قبلوونکی اوم هربانه دی.](حجرات – ۲۱ )
زموږدټولنې ډیرې سترې غمېزې چې دقاراو غوسې اودښمنۍ سبب ګرځی له بدګمانۍ یودبل له غیبت اویودبل په چاروکې له تجسس نه رامنځته کیږی. که چیرې زموږدټولنې اخلاق په بشپړه توګه په اسلامی اصولو بناشی نو پوره باور ده چې سل په سلوکې به ډیری ستونزی له مینځه ولاړې شی. که چیری په چا بدګمانه نه شو که چیری خپله د چاغیبت ونه کړو یاهم د چاغیبت ته غوږ ونه نیسواود چا په چاروکې تجسس ونه کړواود چا  نمامی ته غوږ ونه نیسو نو په ډیروخبروکې به مو قاراوغسه نه وی کړی.

قران په دې هکله چې که یو فاسق اوبدکاره بنیادم تاسو ته کوم دچا په هکله بد خبرراوړی فرمایی:[ ای هغو کسانو چې ایمان موراوړی که کوم فاسق تاسو ته یو خبرراوړی د هغه په هکله څیړنه وکړی، داسې نه شی چی په ناپوهی سره یوې ډلې ته ضرر ورسوی چې بیا وروسته به پښیمانه شی.](حجرات – ۶)
قران موږڅیړنې تحقیق اوفکرکولوته هڅوی اوله چټک غبرګون غسی قار اوجګړی نه مو په هغو خبروکې چې نوریی دکوم شیطانت یا مدعا له مخې موږ ته رارسوی منع کوی.
عجیبه ده چې قران زموږد ژوندانه ټولې چارې راپه ګوته کوی اوموږ ته داسې لارښوونې په هره برخه کې کوی چې زموږ ژوند د بشپړې هوساینې لورته بیایی خوموږ تری غافله یو. زم وږد ټولنې ډیری سترې ستونزی په اوس وخت کې د ټولنیزواخلاقو دکمزوروالی له کبله دی له بده مرغه هغه ټولنې اوخلک چې په قران ایمان نه لری اوهغه د اللهی کلام په توګه نه منی خو په خپلو ټولنوکې هغه څه مراعاتوی چې اصلاْ مسلم ان د قران له لاری پری مأمورشوی. تاسو وګوری په هغوټولنوکې چې هلته د خلکو په مینځ کې یو د بل د غیبت عادت نشته، هلته دروغ ویل لږوی یو پربل بدګمانی نه کوی ، یو د بل په چاروکې تجسس نه کوی ، یو دبل خبرسره نه وړی یو پربل م سخری نه کوی څومره پرمختګونه لری. یوبل ډیرناجایز عمل چې له بده مرغه زموږ ټولنه کې دځینو خلکوترمنځ دود دی یوپه بل د ناوړو یاداسې نومونو ایښودل دی چی بل لوری یی نه خوښوی، دغه ډول یو قوم په بل قوم نومونه ږدی چې په پایله کې همدغه نومونه دښمنی اوپه ټولنو کې دبدمرغۍ اوناخوالو لامل ګرځی. اوداسې نومونه لکه شین سترګۍ، لوی خولیۍ، کوږپزی،… همدغه شان په بل قام یاډلې باندې ناوړه نومونه لکه ګوډان، کاږه، پکان، موزیان، هندوان … چې هم اسلام منع کړی اوهم په انسانی معاشره کې ښه نه دی، اوکله چې هغوی ته مخامخ بدنوم یادیږی دوی شرمیږی، زوریږی د مقابل لوری په وړاندی یی کرکه پیداکیږی ، چې دا د باکلتوره ټولنو اوخکلو کارنه وی.
قران په نورباندی دملنډو وهلو اودبدونومونو دایښودو په په اړوند فرمایی:[ ای هغو کسانو چې ایمان موراوړی باید ستاسو یوه ډله  بره ډله باندې ملنډې ونه وهی، کیدای شی هغوی له دوی نه ښه وی، اونه دې ښځې په نوروښځو ملنډې ووهی، چې هغوی به له دوی نه ښې وی، یو بل ته ښکنځلې اویو دبل عیبونه مه لټوی اوپه ناوړونومونو یوبل مه یادوی، ډیره بده ده چې وروسته له ایمانه چا ته دفسق نووم ورکړی که چیری دغه کسان توبه ونه کړی نو ظالمان اوتیری کوونکی دی.](حجرات -۱۱)

داسلامی اخلاقو په مراعاتولوسره هم ځانته اوهم نوروته خوښی وګټی اوله دځان اودنورودناخوالو مخنیوی وکړی. دخلکوپه مینځکی اودقامونو ډلو اوکورنیو مینځکې دښمنی اوتربګنی ډیری بدمرغۍ زیږوی اوزموږ خوږ ژوند له غم اواندیښنې سره مخامخ کوی یاهم دنوروژوند له غم سره مخامخ کوی راځی چې دښواخلاقو په مراعاتولوسره یو بل ته دتیریدنی اوبخښنې په کولوسره ډیرې بدمرغې اوناخوالې راکمې کړو.
له بله لوری څخه هیڅکله دانتقام په فکر کې مه کیږی، انتقام اوبدل اخستل هم مخکې له دې چې خپل انتقام واخلو اوهم وروسته له هغه نه زموغمونه، ناخوالی،کړاوونه اوستونزې ډیروی.
یو بل ته تیریدنه له لوړو اسلامی اخلاقو څخه ګڼل کیږی اوالله (ج) هغه چاته چې د خپل مسلمان ورور بخښنه کوی د هغه له ګناه څخه تیریږی له غچ اخستو،بدل اوانتقام څخه ډډه کوی نو د� �وړاجر درلودونکی وی.( امربالمعروف اونهې عن المنکر، جهاد، دظالم په وړاندې دغږاوچتول،قصاص اونورځینې موضوعات شته چې دهغه ب
په هکله هرمسلمان باید خپل علم حاصل کړی اوعملی کولو کې یی هغه ډول کړنه ترسره کړی چې داس� �ام مبین دین یی حکم کوی.)
زموږ دبحث اوخبروموضوع په ورځنیو چاوراوهغو اموروکې چې شریعت اواسلام یی دبخښنې غچ نه اخستو اوتیریدنې یا ګذشت حکم کوی ده.چې سوله،له مسلمان سره کینه اوحسد نه کول،  دبدوپه وړاندې غچ نه اخستل اوښه کول، دښکنځلو اوبدوردوپه وړاندې ګذشت، دجاهلانو په وړاندې غلی پاتې کیدل اوهغوی ته دسلام ویل یاښې خبرې اونوردی چې په دې ډله کې راځې. دنرم چلند اوتیریدنې په هکله  قران فرمایی [ درحمان خدای (خاص) بنده ګان هغه دی چې پرځمکه په کراری اوبې له کبره ګرځی اوکله چې   جاهلان ورته  خطاب وکړی هغوی ته سلام وایی.] (فرقان – ۶۳)
[اتل هغه څوک نه دی چې په غیږنیونه کې نوروته ماته ورکړی بلکې هغه څوک دی چې دغوسې اوقارپه وخت کې ځان قابوکړی]. (مسند امام احمد) په بل مبارک حدیث شریف کې راځې [ که چیرې یو له تاسو ته غوسه راغله نو چوپ پاتې � �ی.](مسند امام احمد)
خپله غسه کابوکړی دمسلمان په وړاندې له تیریدنې اوګذشت څخه کارواخلی، کبراوغرور بیخی مه کوی که جاهلانو تاسوته هرڅومره بدې خبرې وکړی تاسو دسلام لفظ ورته ووایی یا هغوته ښې اومناسبې خبرې وکړی دابه ستاسو ځواکمنی ښه شخصیت وښیی اوله دې لاری به موهم نورو ته ښه لوست ورکړی وی اوهم به مو ځانته خوښی � �احت اوویاړګټلی وی. ډیرداسې کسان په تیره بیا زموږ په ټولنه کې شته چې دچابده خبره خوپریږده که څوک ان یوځل بدبد ورته وګوری هم نو له واره جګړه کوی. اوکه چیری دچا دبدی خبری یاکړنې په وړاندې غبرګون ونه ښیی نو ځان ورته کمزوری ښکاری اوله خلکوشرمیږی چې ګواکې کمزوری دی. دبیلګې په توګه که څوک دده په ځغرده خبروکړی یا ښکنځل ورته وکړی یا ان که وارپرې وکړی نوکه چیری متقابل عمل ونه کړی له ځانه سره فکرکوی چې خلک به یی کمزوری اوبې غیرته وبولی، حال داچی هم په اسلام کې اوهم په باکلتوره اومتمدنه ټولنه کې په ورته حالاتو کې تیریدنه،بخښنه اوعامل په وړاندې ښه چلند یا چوپتیابه غوره وی اوداسې کس ته ښه نیک باغیرته حلیم اود ښواخلاقو خاوند ویل کیږی. پریږدی چی خلک تاسوته  دغچ دنه اخستو به مقابل کې کمزوری اوبې غیرته ووایی، خو الله پاک درنه راضی شی، آیا تاسو دخدای رضا خوښوی که دخلکو؟ اوپه دې پوه هم شی چی دښواوپوهو خلکورضاهم ستاسو په ښه کړنه اواخلاقی عمل کې ده نه په غچ اوځان ښودنه کې. راځی چې له چا نه شرم پریږدو اوخپله کړنه دخدای لپاره کړو.راځی له خپلې افغانی ټولنې داناوړه دود ورک کړو په تیره بیا ځوانان دې په دې اړوند فکر وکړی. که څوک دناوړه غبرګون په وړاندې ورته غبرګون ښیی نو د ده پرناپوهې اوکمزوری باندې دلالت کوی. تل به تاسو یو پوه هوښیارسړی هغه ته ووایی چې ډیرپه ورین تندی له هغه چاسره چې د ده په ړاندی یی بدچلند کړی وی متقابل عمل وکړی.
یو بله ډیره مهمه خبر زموږ په بیځایه غیرت اوځینو ناوړه مروجو دودونوکی ده چې دشریعت پرځای هغه ته پاملرنه کوو اوشریعت دخلکو څخه دشرم یا دخپل غچ اوځانی غوښتنې په خاطر ترپښو لاندې کوو، په دې اړوند بیلګې ډیری دې چې د یوې یادوونه کوو، دمثال په ډول یو وخت ستاسو دکورنۍ کومه کونډه ده چې تاسو غواړی دخپل دود له مخې په هغې غیرت وکړی. که چیری ستاسو په دغه غیرت دغه کونډه راضی وی نو ستاسو داغیرت په رښتیا هم غیرت دی اوباید دمظلومو دردلیدلو لاس نیو ی داسلامی شریعت مطابق وشی. خوکه چیرې نوموړی کونډه ستاسو په تصمیم راضی نه وی اوهغه دشریعت مطابق بل څه وغواړی اوتاسو یوازی دخپل غیرت اوناوړه دود له کبله وغواړی شریعت اومدنی اخلاق ترپښولاندی کړی نو داغیرت غیرت نه دی پریږدی چې شریعت پرځای شی ولوکه ستاسو غیرت ته په اصطلاح زیان رسوی. دغه رازنورې ډیرې بیلګې زموږ په افغانی ټولنه کې شته چی دیادونې وړدی اوباید مخنیوی یی وشی څوچې دفردی اوټولنیز سوکاله ژوندانه څخه برخمن شو.

 

دمحمد شفیق (حقپال)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب