قرنطین نه څنګه استفاده وکړو؟

د کرونا ناروغي د خپریدو او نورو ته د سرایت څخه د مخنیوي په موخه ډاکتران توصیه کوي چې خلک په کورونو کې پاتې شي.

د کرونا وایروس د انسانانو په تاریخ کې لومړنۍ وبا نده، بلکې داسی وبا ګانی د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کې هم راغلې دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په اړه په کور کې د پاتی کيدو توصیه کړې ده او د وبا له امله وژل کیدونکي یې شهید سره تشبیه کړي دي.

دا چې اوس په ټوله نړۍ او د افغانستان په بیلا بیلو سیمو کې خلک د کرونا وایروس له امله قرنطین دي، دا یو ښه فرصت دی چې خپلې کورنۍ، مور او پلار، میرمنې او اولادونو سره وخت تیر کړو.

داسې نده چې تاسی د قرنطین په وخت کې څه نشۍ کولای، بلکې د قرنطین په وخت کې ډیر داسی کارونه دي چی په ترسره کولو یی تاسو ته دنیوي او اخروي ګټې په لاس درځي.

د قرنطین سربیره حکومت هم په کابل او ځینې نورو ښارونو کې ګرځند بندیز لګولی دی. له دې فرصت څخه د غوره ګټه اخیستلو لپاره مې وړاندیز دا دی چې په لومړي سر کې د درې هفتو لپاره پلان جوړ کړئ او د کور په دیوال یې راوځړوئ چې ټول ورته متوجه وي.

your ads

په دې ورځو کې څه کوو؟

څومره کتابونه مطالعه کوو؟ (که د سیرت النبی کتاب انتخاب شي او د ټولې کورنۍ په وړاندې مطالعه شي، ډير به ګټور وي).

د لمر اخیستلو لپاره په کومه ورځ او چیرته ولاړ شو؟

د میلمنو د تګ را تګ انتظام څنګه وکړو؟

او… خلاصه دا چی د قرنطین یوه ورځ هم بی پلانه تیره نشي.

د کرونا وایروس د خپریدو له لامله مونږ ډیری نشو کولای چې د جمعې ورځې لمونځ او پنځه وخته لمنځونه په مسجد کی ترسره کړو، خو خفه کیږئ مه بلکې په کور کې په جماعت سره د لمانځه په ترسره کولو سره تاسو ته ستر او ګټور اجر منتظر دی.

د کورنۍ مشرانو! متوجه اوسئ چې تاسو اوس مقتدي نه یاست بلکې اوس امام یاست.

اوس په تا پسې ستا کورنۍ د لمانځه لپاره ودریږي، نو ستا کورنۍ تا څاري چې په څه شکل لمونځ ترسره کوئ. ستاسو اولادونه تاسو څاري او ویني. ستاسو د ماشومانو لپاره همدا ستر فرصت دی چې هغوی ته لمونځ په صحیح شکل ورزده کړئ، هغوی مو ترڅنګ او تر شا دروئ او لمنځونه یې صحیح کړئ.

دا ستاسو د کورنۍ او اولادونو لپاره د چمتووالی او په لمانځه د عادت کیدو غوره فرصت او دوره ده.

د لمانځه د پای ته رسیدو وروسته هغوی ته هغه اذکار چې د لمانځه نه وروسته ویل کیږي ورزده کړئ او د دغو اذکارو ثواب او فضیلیت ورته بیان کړئ.

لمانځه نه وروسته د آیت کرسي لوستل د جنت ضمانت کوي؛ د سبحان الله، الحمد الله او الله اکبر ۳۳ ځلې لوستل د ګناهونو د مغفرت سبب کیږي او د کامیابي ضمانت کوي. لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي (ویونکی یې نه پښیمانه کیږي).

د کورنۍ په غړو او ماشومانو کې مو که قدرت او توانایې وي او سورة فاتحه او نور واړه سورتونه یې زده وي، هیڅ پروا نه کوي چی تاسو یې د امامت لپاره مخ ته کړئ او تاسو ورپسې ودریږئ.

دې سره به د هغوی په زړه کې د لمانځه مینه زیاته شي او ورسره به د هغوی شجاعت او زړورتیا هم زیاته شي. لمانځه نه وروسته هغوی تشویق کړئ، غلطیانې یی ورته په نښه کړئ او په خپل امامت سره مو ورته دا غلطیانې اصلاح کړئ.

ستاسو لمونځونه له خپلې کورنۍ سره، له خپلی ميرمنې سره او له خپلو ماشومانوسره لوی او ستر عملی فرصت دی چی د الله کتاب قران کریم ته مراجعه وکړئ، پداسی حال کې چې زمونږ د عمر ډیر وخت تیریږي خو کتاب الله ته فرصت نشو پیدا کولای.

د کورنۍ مشر ته لازمه دا ده چې د کور د کوټو نه یو کوټه د مسجد لپاره تیاره کړي او خپل پنځه وخته لمنځونه په هماغه کې ترسره کړي.

په دې سره به مو د ماشومانو په زړه کې د مسجد شوق او مینه زیاته شي. د پنځه وخته لمانځه لپاره وختونه وټاکئ او په ټاکلي وخت لمنځونه ترسره کړئ او په دې سره مو کورنۍ او ماشومانو ته د وخت ارزښت وروښایاست.

د سهار لمانځه نه وروسته د قران کریم تلاوت په اجتماعي شکل کوئ او د کورنۍ د غړو غلطیانې ورته اصلاح کړئ.

که درته ممکنه وي چی کورته مو یو حافظ استاذ ونیسئ، تاسو او د کورنۍ ټول غړي ترینه تجوید سره د قران کریم تلاوت زده کړئ.

همداسی ورزش مه هیروئ، او ټوله ورځ مو د پلان سره سمه تیروئ.

نو پدې ورځو کې د دې ثواب او اجراو د ګټې (دنیوي او اخروي) په اړه فکر وکړئ چې په ترسره کولو یی تاسی ته حاصلیږي.

ابو حنيفه اسلامي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب