قرآن اړوند

قران کريم دبشريت لارښود

په دې سره دبشر اساسي لاره موندل کيږي . دجهل او ناپوهۍ تپې تيارې دې نوموړى کتاب کې ښه په واضحه توگه ښودل شويدى لکه په دې مبارک ايت کې الله تعالى فرمايي دا قران يو کتاب دى چې نازل کړيدى مونږ تاته اى محمده دپاره ددې چې راوباسي خلک په دې کتاب سره دتيارو له کفر څخه رڼا دايمان ته، ددې لوړ کتاب ستر والى له دې څخه جوت دى چې دالله په نزد زمونږ دستر رسول محمد صلى الله عليه وسلم شان ډير زيات لوړ دى نو دنوموړى کتاب مقصد هم ډير زيات لوړ دى هغه دا چې دالله تعالى په امر سره د گردې دنيا خلک هغه که عرب دى که عجم، سپين دي که تور. مزدور دى که شته من ، باچا وى که عام اولس دا گرد په قران سره دناپوهۍ جهالت دلوگيو دوړو او تورو خاورو څخه راوويستل شول او دبشريت او انسانيت په ټولگى کې اودرول شول .

الله پاک دغه قران حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ته دخلکو د لارښونې لپاره ورکړى چې دانسانيت او بشريت اساسي کړنلارې پرې وپيژندل شي ددې کتاب څخه پخوا هم په نورو امتونو کې دلارښوونې لپاره نور وسايل دهغو زمانو خلکو ته نازل شوى وو چې دهغه وخت سره مناسب وو قران دخلکو سره په ډيره عامه لهجه خبرې کوي او ځکه خلکو ته دا احساس پيدا کوي چې ورباندې عمل وکړي دقران اغيزې ته بل کوم دنيايي کتاب نه شي رسيدلى قران دبشريت لپاره غوره درس ورکوي ،دټولنې عام بد رواجونه ،دود او دوستورونه چې خلاف يې وي ډير په ځغرده سره يې غندي ،بدعتونوسره په ډيره لوړه سطحه مبارزه کوي دهمدغه قران په واسطې چې چې د عمل جوگه شي نوله هغه بشر څخه اشرف المخلوقات جوړيږي نوپه همدې دليل چې قران يوستراعجاز،اوله حکمت ډک مضامين لري چې دا ټول د بشريت لپاره دلارښوونې په صورت ښودل شوى.

حضرت محمد صلى الله عليه وسلم دقران په اړه فرمايي چې الله په دې قران سره ډير قومونه اوچت کړي هغه قومونه چا چې پر عمل کړى وي او او امرونو ته يې غاړه ايښودې وي او له نواهيو څخه يې پرهيز کړې وي نوته دالله له خوا په درنده سترگه کتل شوي دي اوپه دې قران سره ډير قومونه سرټيټې شوي اوذليل کړي دا هغه قومونه دي چاچې دقران اوامرو نه سرغړونه کړې ده او د نواهيو يې هېڅ خيال نه دى ساتلى. او همدارنگه چې قران کې الله تعالى فرمايي (سوگنددى په قران چې څښتن دپند،ذکر،بيان ،شرف ،شهرت اوعظمت دى )دبشريت د لارښوونې لپاره قران کريم د لوړشان ،دډيرو پندونو څخه ډک دى اود نصيحتونو څخه په ستر درجه برخمن دى په ډيراعيزناک ډول ورته دلارښوونې اود الله تعالى اورسول الله (ص) د اساسي پيژندنې لارې چارې په ښه ډول برابروي قران کريم ښوونکى او پوهونکى دى

فضل قادر انډيوال
2020

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: