قرآن، تفسیر او ژباړه څه ته وايی؟

قرآن څه ته وايي؟

قرآن د لوى څښتن تعالى معجز کتاب دى چي پر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم باندي په عربي ژبه د وحيو د امين او راوړونکي جبرائيل عليه السلام په واسطه نازل سوى دى او موږ ته په تواتر سره لېږدول سوى، چي تلاوت يې عبادت دى او د کتاب يا مصحف د دوو وقايو په منځ کي غونډ ، يوځاى کړى سوى او خوندي سوى دى او د الحمد لله په سوره پيل سوى او د الناس په سوره پاى ته رسېدلى دى.

پورتنى تعريف موږ ته راښيي چې:

قرآن کريم د الله جل جلاله داسي معجز کلام دى چي له الله جل جلاله پرته بل څوک دغسي کتاب نه سي رامنځ ته کولاى. او زموږ پر ستر پيغمبر حضرت محمد مصطفى صلى الله عليه وسلم د وحيو له لاري نازل سوى دى، نه له کومي بلي لاري، يعني د لوى څښتن لخوا په نېغ او مستقيم خطاب يا د صحيفو په توگه نه دى نازل سوى. البته دغه وحي د جبرائيل عليه السلام پر لاس زموږ پيغمبر صلى الله عليه وسلم ته لېږلي سوي دي. همداراز دغه قرآن موږ ته په قطعي ثبوت سره رالېږل سوى دى. تلاوت او لوستل يې عبادت دى او ټول د مصحف په دوو وقايو کي خوندي دى او هيڅ شى نه دى ځني ورک او ضايع سوى او نه يې بدلون موندلى دى. خو قرآن کريم پر هغو ټولو ليکنو چي په مصحف کي راغلي دي، نه دى مشتمل، بلکي په هغه کي سريزي، فهرستونه او داسي نور نه دي شامل او يوازي او يوازي هغه څه قرآن باله سي چي په سورت فاتحه پيل او په سورت الناس پاى ته رسېدلي وي. ([1] ).

تفسير څه ته وايي؟

تفسير داسي يو علم دى چي په هغه سره پر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم باندي د لوى څښتن د نازل سوي کتاب په هکله پوهه او د هغه د معناوو بيان او د هغه د احکامو او حکمتونو را ايستل په لاس راځي. ([2] ).

عالمانو فرمايلي دي چي تفسيرپوهنه  د قرآن کريم له پوهنو څخه ډېره غوره او شريفه پوهه ده، چي په هغې سره د قرآن کريم هغه معناوي او موخي څرگنديږي چې د مسلمانانو د دې او هغي دنيا د نېکمرغۍ لامل گرځي.

ژباړه څه ته وايي؟

ځينو ويلي دي چي ژباړه چي د عربي ترجمې پښتو ژباړه ده په يوه ژبه د بلي ژبي تفسير او څرگندوني ته وايي او ژباړن(ترجمان) هغه چاته وايي چي د دوو بېلو بېلو ژبو د خاوندانو خبري يوه او بل ته څرگندي کړي او په ويې پوهوي.

خو ځينو نورو لغت پوهانو سمه دا بللې ده چي ترجمه يوه عربي کلمه ده چي له يوې کلمې څخه بلی کلمې او له يوې ژبي څخه بلي ژبي ته اړولو او ژباړلو ته وايي، البته په هغه معنا او مفهوم چي په اصل کي شتون ولري.

بيا ژباړه پر دوه ډوله ده:

(الف):کلمه په کلمه ژباړه يا په اصطلاح” تحت اللفظي ژباړه“. چي دا ډول ژباړه د قرآن کريم په اړه پخوا هم، په زياته په راوروستو وختونو کی د پوهانو لخوا په اتفاق سره ناسمه بلل سوې ده او وايي چي دا ډول ژباړه هيڅکله نه سي کولاى چې د قرآن کريم د گردو او رشتيانيو معناوو او موخو او اعجاز او اسلوب او د هغه د بلاغت د کيفياتو او ځانگړنو او اصلي قرآني نظم او د هغه د احکامو او لارښوونو سمه څرگندويه اوسي.

(ب):آزاده ژباړه او په روان او آسان عبارت او په ډېر دقت او احتياط سره د يوې جملې معنا او مفهوم بيانول. چي دې ته معنوي يا تفسيري ژباړه وايي. چي ټول عالمان پر دې په يوه خوله دي چي بايد د قرآن کريم په ژباړلو کي له دغه ډول ژباړي څخه کار واخيستل سي. ([3] ).



([1])-  وگورئ: لمحات عن علوم القرآن، ٩٨٣ مخ، د الزرقاني ١ / ١٢، قطان، ٢١، الصالح، ١٩، او د الزحيلي د اصول الفقه ١ / ٤٢١، په حواله.

([2])-  وگورئ: د علامه سيوطي الاتقان، ٢ / ٥٤٩ مخ.

([3])-  وگورئ: د دکتور محمد حسين الذهبي التفسير والمفسرون، ١ / ٢٣  او ورپسې مخونه.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب