فکر وکړه او شکر وباسه! – مه خفه کېږه! ۳

فکر وکړه او شکر وباسه!

کله چې د الله تعالی نعمتونه رایاد کړئ، نو سر تر پایه به تاسی ته د الله تعالی نعمتونه سترګو ته ودریږی:
( وَاِن تَعُدُّواْ نِعْمَةَ اللهِ لاَ تُحْصُوهَا .)

« که تاسی دالله تعالی د نعمتونو شمیرل وغواړئ، نونه یي شی شمیرلی»

روغ بدن، سوکاله ژوند، په وطن کې امن، کور اوکالی، خوراک اوڅښاک، لنډه داچې ټوله نړۍ درسره شته؛ خوته پرې نه پوهېږې، ښکلی ژوند لرې، خو پام دې ورته نه دی!

( وَأَسْبَغَ عَلَیْکُمْ نِعَمَهُ ظَاهِرَةً وَ بَاطِنَةً )

« او خپل ښکاره او پټ نعمتونه یې پر تاسی تمام کړی دی »

ته دوه سترګې، یوه ژبه، دوه شونډې، دوه لاسونه او دوه پښې هم لرې:

( فَبِأَیِّ آلآءِ رَبِّکُمَا تُکَذِّبَانِ .)

« تاسې به دخپل رب کوم کوم نعمتونه درواغ وګڼئ!؟ »

ایا دا کومه ساده خبره ده، ته څنګه کولای شې له پښو پرته دوه ګامه واخلې او یا پرې ودرېږې!؟

کله چې غمونه او اندېښنې ستا له سترګو خوب وتښتوی، نو څنګه به وکولای شې، چې خوب وکړې!؟
چې خېټه دې د مرضونو او دردونو ذخیره وی ، نو څنګه به وکولای شې، چې اوبه او خواړه وڅښې او وخورې؟ او څنګه به دې ورته زړه وشی!؟

لږ فکر خو وکړه، چې څومره ستر ویاړ دې په برخه شوی، په غوږونو اورې او کوڼ نه یې، سترګې دې کار کوی او ړوند نه یې، بدن دې روغ دی او کنډو پکښې نشته، عقل دې روغ دی او لیونی نه یې، نو بې شکه چې څومره ستر ویاړ دې په برخه شوی.
ایا د احد دغره په اندازه سرو زرو په بدل کې به دې یوه سترګه چاته ورکړې؟ ایا دشهلان د غره په اندازه سپینو زرو په بدل کې به خپل غوږونه ورکړې؟ ایا د خپلې ژبې په بدل کې به یوه ماڼۍ واخلې؟ ایا د یاقوتو او ملغلرو امیل به د دواړو لاسونو په بدل کې واخلې؟

د سر له ویښتو څخه ان د پښو تر ګوتو پورې د الله تعالی په نعمتونو کې پټ یې؛ خو بیاهم نه پوهېږې، په غمونو او اندېښنو کې ستړی ژوند تېروې، دا په داسې حال چې په بدن روغ او په خیټه موړ یې، ولې د ورک شی په اړه اندېښمن یې، او د موجودو شیانو په اړه شکر نه وباسې!؟

پر مالی تاوان خفه یې، حال دا چې نېکمرغی، خیر، وړتیا او داسې نور ټول نعمتونه ستا په واک کې دي؛ خو بیا هم دالله تعالی د نعمتونو په اړه په بې پروایۍ کې پروت یې، فکر وکړه او شکر وباسه:

( وَفِي أَنفُسِکُمْ أَفَلاَ تُبْصِرُونَ. )
« او ستاسی پخپل وجود کې دالله تعالی د عظمت نښې موجودې دی، نو بیا ولې تاسې له عقل نه کارنه اخلئ؟ »

دخپل ځان او چاپېریال په اړه فکر وکړه، نو هر څه به درته معلوم شي:

( یَعْرِفُونَ نِعْمَةَ اللهِ ثُمَّ یُنکِرُونَهَا .)

« دوی د الله نعمتونه پېژنی؛ خو بیا هم ورڅخه منکرېږي. »

لیکوال: – دوکتور عائض بن عبدالله القرنی
ژباړه: – رحــمــت الله مــومــن

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب