فضيلت په تقوا ده، خو تقوا څه شى ده؟

تاسې څه ګمان کوئ چې تقوا په ږيره ده؟ په تسپو ده؟ په ډېرو نفلونو او ذکرونو ده؟
هېڅکله نه. دا د تقوا ډېر واړه او ډېر ځله ناريښتنيې نښې نښانې دي، خو اصلاً تقوا بيا بېل شى دى.

که يې له علمي جامع او مانع تعريف نه تېر شو، نو په لنډه کې تقوا له خداى څخه هغه ډول ايماني وېره ده چې د انسان د چلند څرنګوالى جوړوي. تر څو چې تشريح نه شي، همدومره لنډ هم پرې نه شو پوهېدلى ځکه دا يو داسې مفهوم دى چې د مسلمانۍ دار او مدار پرې ولاړ دى، خو څومره چې ستر دى هغومره يې له خلکو څخه حقيقت ورک دى. ها د چا خبره په ترجمه کې ورک شوى دى (lost in translation).

تقوا يو متحد مصداق نه لري، بلکې په هر چا کې د هغه حالت ته په پام فرق کوي. ښايي په يو ډول خلکو کې د تقوا هغه غوره معيار د بلې ډلې خلکو لپاره بې تقوايي وبلل شي.
فرض کړئ د ښار تر ټولو شتمن سړى شپه ورځ په کور ننوتى، روژې نيسي، نفلونه کوي او ټوله شپه عبادت او ژړاګانې کوي. دا که په ګوښه کې کوم عادي پاتې سړى کوي تقوا ده، خو د شتمن لپاره د بخل او د خپل مسوليت د نه پېژندلو نښانه ده. دى بايد له کوره راووځي د خلکو له حالته خبر شي، د وږو او بېوزلو لاسنيوى وکړي، نه دا چې خپله هم په وږه ګېده په کور ننوتى او د نورو د ګېډې په غم کې هم نه دى. اسلام ده ته يو لوى ټولنيز مسوليت ور پر غاړه کړى دى چې هغه په ګوښه توب کې نه کېږي.

اداري تقوا

بل مثال: د هېواد د برېښنا د وزير په اړه ويل کېږي چې د ورځې روژه نيسي او د شپې عبادت کوي. ږيره يې هم ښه لويه پرې ايښي، مجاهد هم دى او طبعاً ځان د نورو وزيرانو په پرتله يو تقواداره مسلمان ښيي. خو په ده کې د تقوا معيار نه لمونځ او نه روژه دى، بلکې د هغه مسوليت او امانت په پالنه کې چې ورله غاړه شوى صداقت او خدمت د ده لپاره د تقوا او مسلمانۍ تر ټولو مهم محک جوړوي.
که په فردي تقوا کې د برق وزير رښتيا هم هماغسې وي لکه چې ويل کېږي، خو چې په اداري يا حکومتي تقوا کې لکه چې يې ګورو تر سيکولرو او بې نمازه وزيرانو هم ناوړه دى، نو متقي يا ښه مسلمان ورته ويلى شو؟ درې څلور ځلې يې د کابل د برېښنا د څلرويشت ساعته کولو وعده ورکړه، خو هغه نېټې واوښتې او د برېښنا حال اوس تر بد بدتره دى. په مقابل کې، د پوهنې سيکولر او پرچمي وزير بيا ښايي د ورسپارل شوي امانت په ترسره کولو کې د برېښنا تر وزير زيات رښتينى وي، نو هغه که په فردي تقوا کې ناوړه هم دى، په رسمي هغې کې تر لومړني غوره دى. د حکومت پر څوکۍ ناست کس لپاره د هغه لمونځ او عبادت هومره نه حسابېږي لکه د هغه خدمت او امانتداري ځکه دلته تر فردي تقوا چې زيان او ګټه يې يوازې خپل ځان ته رسېږي ټولنيزه تقوا خورا زياته مهمه ده.

بله بېلګه: له اسراف او اضافه خرچي څخه ډډه کول او متواضع ژوند کول د فردي تقوا لپاره ضروري ده، خو د هغه پاکستاني ايالتي وزير په اړه څه واياست چې د خلکو تر خدمت زيات وخت په بس يا اورګاډي کې په سفر تېروي، او په الوتکه يا دولتي ګاډي کې ځکه نه ځي چې د بيت المال پيسې ضايع نه شي؟ ايا ده د خپلو ايماني مسوليتونو او ګټې او تاوان انډول ساتلى؟

your ads

راځئ په قرآن او سنت کې يې وپلټو چې اصلي تقوا څه ده.

د انسان د خلقت هدف تقوا ده

په قرآن کريم کې تقوا د انسان د پيدايښت هدف ګڼل شوى  د “و ما خلقت الجن و الانس الا ليعبدون –الذاريات ٥٦” آيت ښيي چې د انسان خلقت د عبادت لپاره شوى. خو خداى د چا عبادت او پېژندنې ته اړتيا نه لري. خداى له ځانه پوره دى د چا هيڅ شي ته اړتيا نه لري. په دې توګه عبادت هم د انسان لپاره کمال او بشپړتابه دى، نه د هغه د خالق لپاره. له همدې لامله په  بل آيت کې عبادت وروستى هدف نه، بلکې يو منځنى هدف يا وسيله ګڼل شوى او وروستى هدف تقوا ګڼل شوې ده. يا ايها الناس اعبدوا ربکم والذين من قبلکم لعلکم تتقون – البقرة ٢١ (اې خلکو د هغه خداى عبادت وکړئ چې تاسې او له تاسې مخکې خلک يې پيدا کړي، دا د دې لپاره چې تقواداره شئ.)
په بل ځاى کې تقوا د کاميابۍ لاره ښوول شوې. واتقوا الله لعلکم تفلحون – آل عمران ٢٠٠(تقوا وکړئ چې کامياب شئ).
له همدې ځايه ده چې قرآن په بل ځاى کې د غوره والي، کمال او لوړوالي معيار همدا د تقوا صفت ښيي چې د انسان د پيدايښت دليل هم دى. قرآن وايي يا ايها الناس انا خلقناکم من ذکر و انثى و جعلناکم شعوبا و قبائل لتعارفوا، ان اکرمکم عند الله اتقاکم – الحجرات ١٣ (اې خلکو، تاسې ټول مو له يو نر او يوې ښځې پيدا کړي ياست، او بيا مو په ملتونو او قومونو وېشلاست تر څو سره وپېژنئ. په تاسې کې تر ټولو غوره هغه څوک دى چې زياته تقوا لري) يانې قومونه او ملتونه يوازې ستاسې د پېژندنې وسيله ده، نه د بهترۍ، او د ښه والي معيار يوازې تقوا ده.

کومه تقوا؟

خو له دغې تقوا څخه چې د انسان د خلقت هدف جوړوي او همدارنګه د ښه والي او کمال معيار دى، موخه کومه تقوا ده؟ فردي که اجتماعي؟ په بل عبارت د انسان د خلقت هدف او د غوره والي معيار دا دى چې ډېر ذکر، تسبيح او تهليل کوي او که دا چې له خلکو سره ښه کوي او د ښو لپاره مبارزه کوي؟
د دې ځواب د ادم عليه السلام د پيدايښت د پلان پر مهال د خداى او ملايکو تر منځ په مناقشه او بحث کې پروت دى. و اذ قال ربک للملائکة اني جاعل في الارض خليفة، قالوا ا تجعل فيها من يفسد فيها و يسفک الدماء،  و نحن نسبح بحمدک و نقدس لک، قال اني اعلم مالا تعلمون – البقرة ٣٠. (هغه وخت ياد کړه چې خداى ملايکو ته وويل زه پر ځمکه خپل يو استازى پيدا کوم. ملايکو وويل ايا ته داسې څوک پيدا کوي چې په ځمکه کې به فساد کوي او ويني به تويوي، حال دا چې موږ ستا په ستاينه او پاکي ثنا وايو. خداى ورته وويل په څه چې زه پوهېږم تاسې پرې نه پوهېږئ.)  ملايکو ګمان وکړ چې خداى انسان هم د دوى په څېر د خداى د ستاينې، ذکر او ثناء لپاره پيدا کوي، خو خداى د دوى استدلال رد کړ او ورته ويې ويل چې دا چې د انسان له پيدايښت څخه زما هدف څه دى تاسې پرې نه ياست پوه شوي.
بيا چې قرآن هر چېرته بې له استثناء د هدفمندو او کاميابو انسانانو صفات په تفصيل بيانوي زيات ټينګار يې په اجتماعي تقوا وي. په مکي سورتونو کې مسکينانو ته د ډوډۍ په ورکولو، له يتيم سره په ښه کولو او آن تر دې چې د ورځنيو ضرورتونو د وسايلو يو بل ته پر ورکولو ټينګار کوي. په مدني سورتونو کې چې بيا هر چېرته له ايمان وروسته د لمانځه ذکر شوى، پرلپسې ورپسې د زکات ورکړه ياده شوې چې موخه يې د ټولنې د اقتصادي پيوستون ټينګښت دى يادونه شوې. د قرآن په يو تر ټولو لنډ او خورا جامع سورت، والعصر، کې هم يوازې هغه کسان کامياب بلل شوي چې له ايمان او عمومي نېک عمل سربېره يو بل ته د ښو کارونو کولو سپارښتنه کوي.

د اسلام روح اجتماعي تقوا ده

په والعصر کې خو د انسان د برياليتوب لنډې لارې بيانې شوې. دوه بېلګو ته به راشو چې قرآن په تفصيل سره د تقوا شرطونه او ځانګړنې په ګوته کوي:
لَيْسَ الْبِرَّ أَنْ تُوَلُّوا وُجُوهَكُمْ قِبَلَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ وَلَكِنَّ الْبِرَّ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَالْمَلائِكَةِ وَالْكِتَابِ وَالنَّبِيِّينَ وَآتَى الْمَالَ عَلَى حُبِّهِ ذَوِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ وَالسَّائِلِينَ وَفِي الرِّقَابِ وَأَقَامَ الصَّلاةَ وَآتَى الزَّكَاةَ وَالْمُوفُونَ بِعَهْدِهِمْ إِذَا عَاهَدُوا وَالصَّابِرِينَ فِي الْبَأْسَاءِ وَالضَّرَّاءِ وَحِينَ الْبَأْسِ أُولَئِكَ الَّذِينَ صَدَقُوا وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُتَّقُونَ (البقرة ١٧٧)
ښايي دا آيت په قرآن کې د تقوا د صفتونو يو له جامعترينو آيتونو څخه وي. مانا يې ده: نيکي او ښه والى دا نه دى چې تاسې مخونه د ختيځ يا لوېديځ لورې ته واړوئ (د قبلې پر سر د بحثونو په ځواب کې)، بلکې نېکي دا ده چې يو څوک پر الله، د قيامت پر ورځ، پرښتو، د الله پر نازل شويو کتابونو او د هغه پر پېغمبرانو باور ولري، او سره له دې چې مال پرې ګران دى خپلو خپلوانو، يتيمانو، مسکينانو، پردېسانو، دروېزګرو او د مريانو په ازادۍ يې مصرف کړي، لمونځ قائم کړي، زکات ورکړي، چې کله وعده وکړي پرې وفا وکړي، او د تنګسې او غمونو په وخت کې او د حق او باطل په جګړه کې صبر وکړي، ريښتوني مؤمنان او متقيان همدا کسان دي.
په دې آيت کې له ايمان سربېره چې د مسلمانۍ بنسټ جوړوي دوه د فردي ښېګڼې او درې د اجتماعي ښېګڼې صفات بيان شوي. لمونځ او صبر د انسان د نفس د پاکوالي او له اړمنو کسانو سره نفلي مرسته (صدقه)، زکات او پر وعده درېدل د اسلامي ټولنې د جوړونې لپاره ياد شوي. زکات هم يو فردي تزکيوي عبادت نه، بلکې يوه ټولنيزه اقتصادي وجيبه ده. دلته د متقيانو د صفاتو د بيان اوږد پيل هم په مرستو او صدقو، يا د ټولنې پر اقتصادي بشري پيوستون باندې شوى چې دا هم د اسلام پر اجتماعيت ټينګار کوي.

دا آيت په مدينه کې د قبلې له بدلولو وروسته د اهل کتابو د هغو بحثونو او پېغورونو په ځواب کې نازل شو چې ويل يې محمد (ص) په خپله عقيده کې کاواکه دى، تر اوسه يې بيت المقدس ته لمونځ کاوه او اوس يې د مکې پر لور کوي. د قرآن د دې آيت پيغام اهل کتابو ته دا دى چې تاسې دين په دې وړو، فرعي او سمبوليکو خبرو کې محصور کړى او د دين اصلي هدف چې د يو ګټور او باورمن انسان جوړول دي هغه مو هېر کړى، او دا چې سړيتوب دا نه دى چې په دې وړو کشمکشونو کې را ايسار شئ، بلکې له دې ور هاخوا بايد ګټور کارونه وکړئ. همدا پيغام زموږ په زمانه کې هغو کسانو او ډلو ته هم متوجه دى چې دين يې په فقهي او فرعي اختلافاتو او مذهبونو کې منحصر کړى، په داسې حال کې چې د اسلام اصلي روح ځينې پاتې دى، پرې پوهېږي هم نه.

د قرآن يو بل آيت هم د پورتني آيت مفهوم په زيات ټينګار سره تکرار کړى. لن تنالوا البر حتى تنفقوا مما تحبون – آل عمران ٩٢. (تر هغه خير او يا جنت ته نه شئ رسېداى چې هغه څه مو چې درته زيات ګران دي د خداى لپاره مصرف کړي نه وي، هغه که مال وي، که اولاد وي، خپل سر وي او يا هم وخت.)

ټولنيزه بې تقوايي فردي تقوا باطلوي
بله بېلګه چې قرآن د متقينو صفت په تفصيل بيان کړى دا دى: و سارعوا الى مغفرة من ربکم و جنة عرضها السموات و الارض اعدت للمتقين – الذين ينفقون في السراء و الضراء، و الکاظمين الغيظ  و العافين عن الناس والله يحب المحسنين –  آل عمران ١٣٣-١٣٤ مانا يې ده: د خداى لخوا بښنې او جنت ته بيړه وکړئ – هغه جنت ته چې سور يې د اسمانونو او ځمکې په اندازه دى او د متقينو لپاره جوړ شوى – هغه متقين چې هم د پراخۍ او هم د تنګسيا په وخت کې د خداى لپاره مال مصرفوي، او د خپل قهر زغمونکي دي، خلکو ته د هغوى له تېروتنو ور تېرېږي او دغه ډول نېک خلک د خداى خوښېږي.
په دې آيت کې د متقيانو ټولې ځانګړتياوې په اجتماعي تقوا پورې اړه لري.
د دې لپاره چې د انسان د فضيلت او غوره والي معيار اجتماعي تقوا ده، نه يوازې فردي، يو ثبوت دا هم دى چې که څوک ټولنيزه تقوا نه لري او فردي تزکيه او تقوا کې هر څومره هم لوړه وي هغه نه شي ژغورلى او آن د هغه فردي عبادت ور باطلولى شي. په دوو حديثونو کې جلا جلا بيان شوي چې که مسلمان د بل چا په مال تجاوز وکړي او حرام وخوري، څلوېښت شپې يې لمونځ نه قبلېږي، او بل دا چې که هر څومره زارۍ او خشوع هم وکړي دعا يې نه قبلېږي. يوه ګوله پردى مال خوړل د لسګونو لمونځونو د باطلېدو سبب کېږي. په نورو حديثونو کې څرګنده شوې چې يو مسلمان که هر څومره عابد او زاهد وي، خو چې غيبت کوي، په چا تهمت تړي، سپکې سپورې کوي او يا شيطانت کوي جنت ته نه شي تللى. خو داسې به چېرته نه وي راغلي چې د هغه مسلمان صدقه، ښه اخلاق، د مريض پوښتنه او تحفه نه قبلېږي چې لمونځ نه کوي، يا تراويح نه کوي، يا تهجد نه کوي او يا ږيره نه پرېږدي.

بې تادوه هم ودانۍ نه جوړېږي
هسې هم نه ده چې فردي تقوا هېڅ اعتبار نه لري. فردي تقوا، د نفس تزکيه، فردي عبادت او ذکر د انسان (فرد) د جوړونې بنسټ جوړوي. لومړى پر خداى ايمان له انسان څخه يو حق پېژندونکى او شکرګزاره انسان جوړوي، ورپسې فردي عبادتونه دي چې د انسان سلوک او عمل سوچه د يو سپېڅلي نيت له مخې ګرځوي. همدا لمونځ، د خداى ياد او ذکر دى چې د ايمان مراندې قوي کوي او له خداى سره د انسان اړيکې تل تازه ساتي. هغه ټولنيز کارونه چې له خداى سره د يو ژور تړاو او يو سپېڅلي احساس او لوړ معنوي هدف پر بنسټ ترسره کېږي هغه بې له شکه تر ټولو سالم او کامياب کارونه دي. له همدې ځايه ده چې له کافر څخه د هغه نېک عملونه او په اصطلاح د بشري انګيزې له مخې کړې مرستې خداى ته نه دي منظورې.

په دې توګه فردي تقوا يوه وسيله او د لوړ هدف لپاره چې اجتماعي تقوا ده بنسټ جوړوي او اهميت يې په خپل ځاى کې خورا زيات دى ځکه ودانۍ بې له بنسټ (تادو) څخه نه شي جوړېدلى. خو که څوک يوازې تادوونه وکاږي او دېوالونه او لوړ منزلونه پرې ونه تړي، دا هم ودانۍ نه شوه. يوازې تادو هېڅ ګټه نه لري.
په حديثونو کې هم پر ټولنيزې تقوا دومره ټينګار شوى چې همدا د دين موخه ګڼل شوې. پيغمبر صلى الله عليه وسلم وايي الدين حسن الخلق (د اسلام دين ښه اخلاق دي). دا داسې يوه وينا ده لکه له يو چا څخه چې کوم غټ کارو بار يې روان کړى وي پوښتنه وکړې چې دا ستا د کار او ماموريت هدف څه دى، او هغه درته ووايي چې که يې خلاصه درته ووايم هدف يې زما شخصي ګټه وټه ده. پېغمبر (ص) وايي دين په لنډو ټکو کې ښه اخلاق دي. د دې حديث چې وايي تر هغه څوک ښه مسلمان نه شي کېداى چې خپل ورور ته هغه څه خوښ نه کړي چې ځان ته يې خوښوي يو بل تعبير، د ورور پر ځاى مطلق خلک راغلي چې امام احمد را نقل کړى او وايي  و ان تحب للناس ما تحب لنفسک و تکره لهم ما تکره لنفسک. دا خبره پېغمبر (ص) د يوه سوال په ځواب کې وکړه چې غوره ايمان څه ډول دى. ده ورته وويل: دا دى چې د خلکو لپاره هغه څه خوښ کړي چې د ځان لپاره يې خوښوي او هغه څه بد وګڼي چې د ځان لپاره يې بد ګڼي. دلته د ناس يا خلکو لفظ راغلى چې کافر او مسلمان دواړو ته ويل کېږي.

ګټورتوب او اغېزمنتوب تقوا ده

په دې توګه د اسلام هدف دا دى چې ټولنې ته يو ګټور انسان وړاندې کړي او خپل پلويان داسې وروزي چې د ځمکې پر مخ يې هر څه ته، له چاپېريال نه نيولې تر حيواناتو او مسلمان او کافر انسان پورې هر څه ته ګټه ورسېږي. د شريعت دار او مدار هم د انسانانو له مصالحو پرته بل څه نه دى، چې په دې اړه ښايي بل وخت بحث وکړو. د خير الناس من ينفع الناس حديث ښايي هر چا اورېدلى وي چې مانا يې ده په خلکو کې غوره هغه څوک دى چې خلکو ته يې ګټه زياته رسېږي، دلته هم د خلکو لفظ ياد شوى. همدا ډول يو بل حديث چې وايي الخلق عيال الله، فاحب الخلق الى الله من احسن الى عياله (ټول مخلوق د خداى عيال دى او خداى ته نژدې هغه څوک دى چې د هغه له عيال سره ښه کوي). دا بيا له انسانانو ور هاخوا په مطلق ډول د خداى له مخلوق سره نيکي کول د ښه والي او کمال معيار ګڼي. د خداى عيال په دې مانا ده چې هغه يې د روزي او ټولو چارو د سمبالونې مسؤل او متکفل يا رب دى.
کله چې د تقوا ډګر هومره پراخ دى چې هېڅوک چې په هر حال کې ژوند کوي ورڅخه نه شي وتلى، هر څوک په خپل وس او اندازه د تقوا په مراعاتولو پړ دى. همدا د وس او اندازې په انډول د هر چا لپاره د تقوا لومړيتوبونه هم تشخيصيدلى شي. د چا چې ټولنې ته په لوړه کچه ګټه رسېدلى شي، خو هغه خپله وړتيا په شخصي ګټو، يا فردي تقوا، او يا ټولنې ته په لږ ګټورو کارونو لګوي دا تقوا نه بلکې بې تقوايي شوه. که يو ستر عالم د ثواب په نيت خپله ټوله ورځ د حيواناتو په مړولو او ساتلو تېروي، خو هاخوا انساني ټولنه له جهالت څخه هلاکېږي دى مطلق ګنهګار دى. که يو څوک زموږ شړېدلې افغاني ټولنه ژغورلى شي، خو دى له خپلې دغې وړتيا څخه کار نه اخلي او په نورو کم ګټو ټولنيزو کارونو سر دى، د تقوا لاره يې غلطه کړې ده. که يو ولسمشر يا کابينه ښه عبادت کوونکي وي، اوږدې ږيرې يې پرې ايښې وي او تل د اسلام په نامه غږېږي، خو چې د خداى د مخلوق او د خپل ملت خدمت ونه شي کړى، د دوى فردي تقوا او د نفس تزکيه يې د خداى له عذابه او حسابه نه شي ژغورلى او ټولنيزه مسلماني يې تر سوال لاندې راځي. همدا د هر چا له حالت سره سم د تقوا د معيار او لومړيتوب خبره ده چې حضرت محمد صلى الله عليه وسلم دې يوې پوښتنې ته چې غوره مسلمان څوک دى يا غوره عمل څه دى، ډول ډول ځوابونه ويلي، ځکه د هر چا حالت او مسؤليت ته يې کتلي او بيا يې د هغه له حال سره سم تر ټولو غوره کار ور ښوولى. هغه چا ته چې کوم غټ ټولنيز مسوليت يې نه درلود او په کور کې مور او پلار ور له غاړې و ويلي چې تر ټولو غوره کار له مور او پلار سره نيکي کول دي. يو بل څوک چې يې په اجتماعي چلند کې سست ليدلى ښه اخلاق يې ورته تر ټولو غوره کار ګڼلى او څوک چې يې د نفقې او صدقې لپاره وړ ګڼلى هغه ته يې د خداى په لاره کې پر انفاق باندې ټينګار کړى.

مسلمان د جهان لپاره، نه د ځان

په دې توګه په ټولنه کې د هر چا د تقوا مسوليت معلوم دى. ښايي د يو چا تقوا دا وي چې له خپلې کورنۍ سره ښه وکړي، د بل چا بيا د خپل کلي او سيمې خلکو ته خدمت وي، د يو بل چا تقوا بيا ښايي د طبي خدمتونو وړاندې کول وي، د يو ښوونکي يا استاد لپاره د روزنې او ښوونې ښه ترسره کول تقوا وي، او د يو تاجر لپاره حلال خوړل او رښتيا ويل، او له بې وزلو سره مرسته تقوا ده. د تر ټولو عادي انسان تقوا ښايي يو چاته د لارې ښوول وي، له لارې څخه د مضرو شيانو ليرې کول او د حيواناتو پالل وي. مهمه پکې دا ده چې څوک په کوم ځاى کې څومره هم د نورو انسانانو لپاره اغېزمن او ګټور وي په هماغه ډګر کې مسوليت لري. پر وعده وفا کول، د امانت ساتل، د خپلوۍ پالل، له ګاونډي سره ښه کول او  رښتيا ويل خو د اسلام هغه سپارښتنې دي چې هېڅوک په هېڅ حالت کې هم ځينې نه شي وتلى.
هر څومره چې د تقوا کچه لوړېږي، هغومره څښتن پرې مهربانېږي. د يو عالم لپاره چې په ټولنه کې د پوهې رڼا خپروي، خوب هم په عبادت کې حسابېږي، خو د يو عادي سړي لپاره خوب غفلت دى.
له دې ټول بحث څخه دا اخلو چې د خداى په وړاندې تر ټولو غوره کسان هغه مسلمانان دي چې تر ټولو زياته ګټه يې ټولنې ته رسېږي. همدا تقوا ده او همدا د ان اکرمکم عند الله اتقاکم د آيت هدف هم دى. او همدا د انسان د پيدايښت موخه هم ده. هغه کسان چې چا ته يې ګټه نه رسېږي او ټولنيز اخلاق نه لري، يا په بل عبارت يوازې ځان جوړوي، د هغه هدف خلاف ژوند کوي چې انسان يې لپاره پيدا شوى دى.
همدا د فردي بې ګټې او اجتماعي هدفمندې تقوا تعبير ارواښاد ګل پاچا الفت په خپل شعر کې په دې بڼه کړى:

ډېر تفاوت شته په انسان کې د مانا په لحاظ
واړه لګيا دي ، ځينې ځان ځينې جهان جوړوي

محمد يونس برهان

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب