غښتلی هوډ

هېڅکله هم په پیل شوي کار باندې چې د شریعت مطابق وي؛ پښېمانتیا و نه کړې او نه ترې وروسته شې، ځکه له پیل شوي کار څخه وروسته کېدل داسې وي لکه پر مخ د اخیستل شوي ګام څخه په شا کېدل او دا په دې معنی دی چې له تا سره هغه توان او قدرت نشته چې دغه کار پای ته ورسوې او په سمه توګه یې پرمخ بوزې، ستا په زړه کې هیله من توب له منځه تللی او ناهیلتوب یې ځای نیولی دی.

مسلمان باید تل هیله مند وي او د مأیوسۍ له څپو څخه ځان وژغوري، ځکه ناامیدي د مسلمانانو کار نه دی بلکې ناامیدي د کافرانو له صفتونو څخه شمېرل کېږي چې الله جل جلاله ورته په دغه مبارک آیت کې اشاره کوي: إِنَّهُ لاَ يَيْأَسُ مِن رَّوْحِ اللّهِ إِلاَّ الْقَوْمُ الْكَافِرُونَ [يوسف: 87]

ژباړه:.د الله له رحمت څخه مه ناهیلي کېږئ، ځکه چې د هغه له رحمت څخه کافران ناهیلي کېږي.
بله دا چې ستا دوستان هم ستا د کار مانع ګرځي او نه غواړي چې ته دغه کار په سمه توګه ترسره کړې البته د انسان دوستان دوه ډوله دي:

۱-ښه دوستان
۲-بد دوستان

-ښه دوستان هغه دي چې ستا په بریالیتوب باندې خوښېږي او ستا د بریا لپاره د زړه له کومې در سره هر ډول مرسته کوي، او غواړي چې ته لوړ معراج ته ورسېږې خو بد دوستان بیا هغه دي چې ستا په بریالیتوب نه خوښېږي او تل په دې هڅه کې وي چې هېڅ ډول پرمختګ و نه کړې، او د دوی لاس ته وګورې او دا ډول دوستان په دې باندې وېرېږي که چېرې دا سړی پرمختګ وکړي نو هرڅه به له لاسه ورکړي، حال داچې هرڅه الله تعالی کوي که چېرې ټول خلک راجمع شي او یو کس ته ضرر او یا ګټه ورسوي نو هغه څه ورته رسوي چې الله جل جلاله ورته لیکلي وي خو بیا هم د انسان فکر لنډ وي او ډېرو خبرو ته یې فکر نه رسي.

یعنې دغه ډول دوستان همېشه هڅه کوي ترڅو ستا د لارې خنډ وګرځي، ستا د پیل شوي کار لپاره به هر ډول خنډونه لټوي ترڅو ستا د کار مخه و نیسي.

مسلمان باید ځیرکه وي او د هر چا د هر ډول خبرو تر اغېز لاندې نه راځي، بلکې خپل پیل شوي کار ته دوام ورکړي ترڅو د کامیابۍ پړاو ته ورسېږي، ځکه مشران وایي چې د بري لومړی شرط غښتلی هوډ دی. که څوک غواړي چې په خپلو ټولو چارو کې بریالی وي نو تر ټولو وړاندې باید لاندې چارې سرته ورسوي:

-د هر کار لپاره باید مشوره وکړي.
-د کار لپاره باید ضروري اسباب برابر کړي.
-غښتلی هوډ او تصمیم ولري.
-د شریعت مطابق کار مخ پر وړاندې بوزي.
-تل هیله مند واوسي او له ناهیلیتوب څخه ځان وساتي.
-او تر ټولو مهمه دا چې پر الله تعالی باندې قوي بروسه او توکل ولري.

که چېرې څوک دغه پورتنۍ چارې تر سره کړي نو تل به په خپلو چارو کې بریالی وي او له ناهیلیتوب څخه به یې ځان ساتلی وي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب