ګناهونه

غلا كول

قوله تعالى (إِنَّمَا جَزَاء الَّذِينَ يُحَارِبُونَ اللّهَ وَرَسُولَهُ وَيَسْعَوْنَ فِي الأَرْضِ فَسَادًا أَن يُقَتَّلُواْ أَوْ يُصَلَّبُواْ أَوْ تُقَطَّعَ أَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُم مِّنْ خِلافٍ أَوْ يُنفَوْاْ مِنَ الأَرْضِ ذَلِكَ لَهُمْ خِزْيٌ فِي الدُّنْيَا وَلَهُمْ فِي الآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ (33)

ژباړه. بيشكه هم داخبره ده چې جزا دهغو كسانو چې جنګ كوي دوی دالله جل جلاله اودهغه د رسوله سره، يعني دالله او رسول ددوستانو سره جنګ كوي او سعي كوي منډي وهي دوی دالله په مځکه کې دفساد او بدامني غورځولولپاره،نو سزايي داده چې دوی دي ووژل سي او يا دي صليب کړل سي (( يعني په دار دي وځړيږي او بيا دې په نس باندي كراس غوندي غوڅ کړای سي  په هغه صورت کې چې لاره يي نيولي وي او بيا يي خلك هم وژلي وي،اويادې پري کړای سي لاسونه او پښي ددوی يعني راسته لاس او چپه پښه يا راسته پښه او چپه لاس په هغه صورت کې چې لاره يي نيولي وي خلك يي لوټ کړي وي خو څوك يي وژلي نه وي، يادي وشړل سي په حبس سره يا ويو ليري ځای ته څو دهغوی دشره څخه  خلك په امان سي، دغه بدرنګه جزا ده دغلو لپاره په دنيا کې شرم او رسوايي ده چي دنورولپاره عبرت سي اوسته  دوي لره دالله پاک له طرفه په اخرت كښي عذاب ډير لوی.

وَالسَّارِقُ وَالسَّارِقَةُ فَاقْطَعُواْ أَيْدِيَهُمَا جَزَاء بِمَا كَسَبَا نَكَالاً مِّنَ اللّهِ وَاللّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ (38) فَمَن تَابَ مِن بَعْدِ ظُلْمِهِ وَأَصْلَحَ فَإِنَّ اللّهَ يَتُوبُ عَلَيْهِ إِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ (39)

ژباړه.کوم چې نر غل او غلا كونكی اوښځه غله ياغلا كونكي ده نو پريکړی تاسولاسونه ددوی دواړو، لپاره دجزا دهغه عمل چې دوی کړيدی چې هغه دبل دحاجزمال غلا ده، همدارنګه داکاروکړي دتنبيه لپاره دطرفه دالله، او الله پاک چې دی ډير قوي دی په تنفيذ داحكامو سره اوښه حكمت والا دی چې هر كار په ډير تدبير او حكمت سره كوي، البته يو لاس دعادي غلا په صورت کې پريکيږي چې ددې غله حكم دقطاع الطريق څخه توپير لري، دادهغه غله حكم دی چي په پټه سره دخلكومال غلاكوي، دشپي كورته ورځي يابل انحصارماته وي  اودهغه څخه مال غلا كوي، نو هر چا چي توبه ويستل وروسته دظلم كولوڅخه په ځان اوپه بل چا باندي چې غلا ده توبه په اخلاص سره، نو بيشكه چې الله جل جلاله غفور الرحيم دی، په قبلولو دتوبي سره.

  غيبت كول لویه ګناه ده!
  غيبت په کومه اندازه گناه ده؟
  د زکات نه ورکوونکو ته ډير سخت دردوونکي غذابونه

{وعن ابي هريرة رضي الله تعالى عنه ان رسول الله (صل الله عليه وسلم) قال لا يزني الزاني حين يزني وهو مؤمن، ولا يسرق السارق حين يسرق وهو مؤمن،ولا يشرب الخمر حين يشربها وهو مؤمن } رواه بخاري ومسلم وابو داود والنسائي.

دحضرت ابي هريرة رضي الله تعالى عنه څخه روايت دی هغه وايې چې رسول الله صلى الله عليه وسلم چې  رسول الله (صل الله عليه وسلم)ويلي دي داچې زنا نه كوي زنا كونكی انسان په داسي حال کې چې هغه دې زنا كوي او دی دي مومن مسلمان وي او غلا نه كوي غلا كونكي انسان په داسي حال کې چې هغه غلا كوي او دی دي مومن مسلمان وي،او شراب نه څښي شرابي انسان په داسي حال کې چې هغه دې شراب څښي او دی دې مومن مسلمان وي، رواه بخاري وغيره.

غلا كول يوازي يوه لازمي ګناه نده بلكه دهغه ډيرنور متعدي اړخونه بد او خراب دي، غلا يو دانه چې دبل مال خوري، بلكه پكښي ظلم، تخويف، بي امنيتي دبل په عزت تعرض او نور داسي بد اړخونه لري.

{وعن ابي حميد الساعدي رضي الله تعالى عنه ان النبي (صل الله عليه وسلم) قال لايحل لمسلم ان يأخذ عصا بغير طيب نفس منه، قال ذالك شدة ما حرم الله مال مسلم على المسلم} رواه ابن حبان في صحيحه.

دحضرت ابي حميد الساعدي رضي الله تعالى عنه څخه روايت دى،هغه وايي چې  رسول الله (صل الله عليه وسلم) ويلي دي نه دی روا او جائز لپاره ديوه مسلمان دا چې واخلي يوه لکړه دبل چا بيله سمي  ايجازي دنفس دمالك ددي لکړي، وايي دا دډيره شدت څخه دحرام والي دمال دمسلمان په بل مسلمان باندي، چې البته دحديث مبارك څخه غصب او غلا ټوله مراد ده والله تعالى اعلم.

{عن ابي ذر رضي الله تعالى عنه، عن النبي صلى الله عليه وسلم فيما يرويه عن ربه عز وجل انه قال: يا عبادي اني حرمت الظلم على نفسي، وجعلته بينكم محرما فلا تظالموا} رواه مسلم والترمذي وابن ماجه.

  ای له لمانځه غافله مسلمانه وروره !
  د نشه يي توكو ګناه
  د غیبت لامونه څه دي؟

دحضرت ابي ذر رضي الله تعالى عنه څخه روايت دی دحضرت خير البشر (صل الله عليه وسلم) څخه چې هغه بيا دالله عزوجل څخه حكايت كوي، په تحقيق سره چې الله جل جلاله وايي اي بندګانو زما، ما حرام ګرځولی دی ظلم په خپل ځان باندي، همدارنګه ما ګرځولی دی ظلم په ما بين ستاسو كښي يوپه بل باندي حرام،نو تاسو يو په بل باندې ظلم مه كوی، غلا يو دهغه ظلمونو څخه ده چې بيخي اخوفه او ظالمانه طريقه ده، په يوه حديث شريف كښي راځي چه په ورځ دمحشر به يوه سړيته عملنامه وركول سي دده به دا فكر سي چې دی بري اوکاميابه دی، خو دهغه وروسته به دده په ضد هغه كسان راسي چې ده ورباندي قسم قسم ظلمونه کړي وي، چې په هغه كښي به هغه كسان هم راسي چې د هغه مال وړی اوغلاکړی وي، دده نيك عمل به هغو مظلومينو ته توزيع سي تر څو دده عمل خلاص سي كه يي كفايت ونکړي بيا به دمظلومينو خطيئات پرده باندي غورځول کيږي په همدې ډول سره به په جهنم کې وغورځول سي.

{ عن ابي هريرة رضي الله تعالى عنه، عن النبي صلى الله عليه وسلم لعن الله السارق يسرق البيضة فتقطع يده، ويسرق الحبل فتقطع يده، قال الاعمش يرون انه بيض الحديد، والحبل كانوا يرون انه منها ما يسوى} رواه البخاري وغيره.

دحضرت ابي هريرة رضي الله تعالى عنه  څخه روايت دی، دحضرت خير البشر (صل الله عليه وسلم)  له مباركي خولي څخه، هغه وايي چې لعنت وايي الله جل جلاله په هغه غله باندې چې دی يوه هګی غلا كوي  او په هغه باندي دده لاس غوڅ سي، اولعنت وايې پر هغه غله باندي چې  هغه رسی غلا كوي او په هغه باندي دده لاس قطع سي، حضرت اعمش وايي دهګی څخه هغه داوسپني هګي مطلب ده چې دتوپ د ګولی غوندي استعماليده او رسي هم هغه دكښتيو دټولولو يا كشولو رسي ده چې ددواړو قيمتونه تر لس درهمه زياتيده نو ځکه يي دلاس دغوڅيدو ذكر ورسره وکړي، لكه څنګه چې مو وړاندي  ذكرکړه چې غلا يوازي لازمي ګناه نده چې سپكه وګڼل سي، غلا هم ظلم دی چې دبل مال په زورځيني اخلي او يايي ورباندي وژني، غلا هم دفساد خپرول دي، چې په  عام طور خپل ژوند، تجارت او ورنيز كارونه نسي كولای، نو ځکه چې الله دوی ته په دنيا او اخرت كښي درنه سزا وركوي چې په دنيا کې لاس يا لاس او پښه دواړه ورڅخه غوڅيږي، يا وژل کيږي، يا صليب غوندي په دارځړول کيږي او يا په محبس کې اچول کيږي، ترڅويي خلك دشر څخه په امان سي، اما په اخرت کې ورته عذاب عظيم، يعني لوی عذاب دی، دا چې الله به څه ورسره كوي څومره عذاب به وركوي الله جل جلاله ښه پوهيږي، خو په حديثونومبارکه وو کې دهغه عذاب جهنم ذكر شوی دی،خو داچې جهنم خپله بدځای دی ددې سره سره په جهنم كي نورمختلف، سخت او درانه عذابونه هم سته، چې الله جل جلاله ته  معلوم دي، دپټي غلاغله، قطاع الطريق اوجيب وهونكي يو حكم دی په حكم دغلا كښي ټولو ته غله ويل کيږي اوټوله بدکارونه دي، په ټولو دالله جل جلاله له طرفه لعنت ويل کيږي، ټوله حرام دی كه څه هم په سزا کې يوله بل څخه توپير لري، دمسلمان لپاره حتمي داپکار ده او دهغه فريضه ده چې ځان اواولاددهغوی ټولوڅخه وساتي ترڅو دداسي كبيره ګناهونو مرتكب نسي چې دالله پاک دلوی دعذاب مستحق وګرځي الله مودې په خپل فضل ورڅخه وساتي.

والله على كل شئ قدير

  د ژبې استعمال د قرآن او حدیث له نظره
  ۸۱ ګروه ظالم و ستمګر از نظر قرآن کریم
  قتل يوه ستره ګناه

Tags

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close