علم حدیث

علم حديث په اړه ځینو اصطلاحاتو تعریغونه

حديث : 

حديث په لغت کې نوې يا خبرته وايي او په اصطلاح کې د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم وينا ،کردار،تقرير او صفت څخه عبارت دی .

تقرير محدثين داسې تعريفوي :

 چې يو صحابي يو عمل د رسول الله صلی الله عليه وسلم په حضور کې انجام کړی وي هغوی صلی الله عليه وسلم د هغه له وينا او عمل څخه منع نه کوي کړې بلکي چپتيا او سکوت يې اختيارکړی وي .

ځنې مهم او ضروري تعريفونه :

مخکې له دې چې علم حديث پيل کړو څو مهمو او ضروري تعريفاتو ته اشاره کوم چې په لاندې ډول دي :

الخبر: 

په لغت کې راپور ته وايي او په اصطلاح کې د جمهورو محدثينو په نزد خبر د حديث مترادف لغت دی چې مفهوم يې يو دی .

الاثر: 

په لغت کې پاتې شوني ته وايي او په اصطلاح کې اثر هم د حديث مترادف دی مګر د ځنو په نزد اثر د حديث نه جلا مفهوم لري يعنی اثر هغه دی کوم چې صحابه يا تابعينو ته منسوب وي .

الاسناد :

 اسناد د راويانو هغه سلسله ده چې متن ته رسيدونکي وي يا د سند په ذريعه يو حديث خپل ويونکي ته د رسولو څخه عبارت دی .

المتن :

 د روايت شوي حديث اصلي مقصد او خبرې ته متن وايي يعنې کله چې سند سر ته ورسيږي او مقصود خبره شروع شي همدا متن بلل کيږي .

المسند :

په لغت کې چا ته منسوب کول او په  اصطلاح کې هغه حديث دی چې سند يې د اول څخه تر آخره پورې ذکر شوی وي او کله د هغه اطلاق په داسې کتاب سره هم کيږي چې په هغه کې يوازې د يو صحابي روايتونه جمع کړ شي مسند بلل کيږي .

راوي : 

هغه کس ته وايي چې په سند سره يې حديث روايت کړی وي .

المحدث : 

د حديثو عالم ته وايي کوم چې  احاديثو روايت کوي او هم ورباندې پوهه لري .

الحافظ : 

حافظ هم د محدث مترادف مفهوم لري مګر د ځنو په نزد حافظ هغه چا ته ويل کيږي چې ۱۰۰۰ زرو احاديثو په احوالو لکه روايت ،جرح او تعديل او نورو عالم وي .

الحاکم : 

هغه څوک دی چې د ټولو احاديثو په اړه معلومات ولري مګر لږ څه ورته نا معلوم وي .

علم حديث په دوه ډوله دی :

علم حديث باعتبار درايت او علم حديث باعتبار روايت.

۱- علم حديث باعتبار درايت : هغه علم دی چې د حديث د متن او سند له احوالو او څرنګوالي د قبول او رد په لحاظ سره بحث کوي .

۲- علم حديث باعتبار روايت : هغه علم دی چې د هغه په وسيله د رسول الله صلی الله عليه وسلم اقوال ،افعال ،تقريرات او صفات پيږندل کيږي .

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: