عبدالرحمن الناصر | اسلامي ایډیال ځوانان

مجبوره یو د دې یوویشت کلن خلیفه لنډ تاریخ ته څو ګامه شاته ولاړ شو، له 41 هـ – 132 هـ، پوري د اسلامي امت د خلافت واګې د بنو امیه کورنۍ په لاس کې وې، لکه مخکي مو وویل هغه مهال د عربو واکمنو دا بدمرغه عادت و چې څوک به له واکه وغورځول شو هغه خو پریږده د هغه ټوله کورنۍ به یې ختموله، کله چې د بنو امیه و واک ختم شو او خلاقت د عباسیانو لاس ته ورغی په بنو امیه و پسي یې راواخیستله او ډیر زیات یې ووژل، په بنو امیه و کې د عبدالرحمن الناصر یو نیکه عبدالرحمن بن معاویه اندلس ته وتښتیدی، او هلته یې مستقل دولت اعلان کړ.

عبدالرحمن الناصر الدین الله د همدې خلافت اتم خلیفه و دی د اندلس په مشهور ښار قرطبه کې په 22 د روژې کال 277هـ کې زیږیدلی دی او په کال 316هـ خلیفه وټاکل شو، په دې وخت کې په اندلس کې ګڼ شمیر سیاسي مشکلاتو شتون لاره او کورني مخالفتونه و، عبدالرحمن هغه ټول له منځه یووړل او یو پیاوړی دولت یې رامنځته کړ، پیاوړي دولتونه خو په نړۍ کې خورا زیات نور هم تیر شوي دي خو د عبدالرحمن حکومت په نړۍ کې یو بیساری حکومت بللی شو، ځکه د ده د خلافت په زمانه کې په اندلس کې علمي او سیاینسي انقلاب رامنځته شو او حقیقت داده چې دا انقلاب د نړۍ بیساری انقلاب دی، تاریخي کره شواهدو ثابته کړې ده چې د اروپا په نشأة ثانیه کې د اندلس علمي او سیاسي انقلاب پوره ونډه لرلي ده، او دا انققلاب دې یوویشت کلن ځلمي عبدالرحمن الناصر رامنځته کړی و.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب