عالیقدر ملا محمد عمر مجاهد (رح) متواضع او خواخوږي انسان وو!

عالیقدر  ملامحمد عمر مجاهد ( رحمه  الله  )  یو متواضع او خواخوږي  انسان وو !!!

مرحوم عالیقدر امیرالمومنین ملامحمدعمر مجاهد ( نورالله مرقده ) ما څلور ځله له نیږدي لیدلی وو، دوه ځله هغه لوګر ولایت ته له کندهار څخه سفر کړی وو ، داهغه وخت وو چې طالبانو کابل لا نه وو نیولی ، ړومبی جنګي کرښه دچهار اسیاب دسنګ نویشتي او ریشخورو په غرونو او غونډیو باندي وه

اول سفر خو یې دلوګر او چهاراسیاب له نیولو ورسته چې ۱۹۹۵ کال وو غالبا دوه دری میاشتي بعد وه ، دوهم راتګ یې بیا له اول سفر څخه څلور پنځه میاشتي ورسته وو ، په دواړو سفرونو کې ملاصاحب دچهار اسیاب او میدان شهر دړومبو کرښو له قومندانانو او مسؤلینو سره ګډ مجلس اوسلا کول وو ، چې په څه ډول کابل ښار ولکه کړل شي ،

چون په هغه وخت کي خاص مسؤلیتونه نه وو نو زه هم دلوګر ولایت په مقام کې اوسیدم او له نورو ملګرو سره کوم خدمت به چې دمشرانو له لور ي راسپارل کیده هغه به مو په ورین تندي په مخ بوو ، ملاصاحب چې دواړه ځله لوګر ته تشریف راوړ دخدمت سعادت يي زمونږ دملګرو په غاړه وو

دغه راز د ملاصاحب دلیدلو ، روغبړ او یو څو کلماتو موقع الله تعالی دوه ځله په کندهار کې راپه برخه کړه ، چې یو ځل دوالي په کوټی کې په دغه ورځ مولنا حسن جان رح هم راغلی وو او ملاصاحب ورسره ملاقات درلود ، بل ځل له هرولایت څخه دری دری تنه جید علمای کرام کندهار ته دقضايی مجلس لپاره غوښتل شوي وو ، زه دلوګر ولایت له دریو تنو جیدو علمای کرامو سره دهغوی دخدمت لپاره ورسره ملګری وم ،په نوموړي مجلس کې مي هم ملاصاحب له نیږدي ولید

مرحوم ملاصاحب ، چې په اول ځل لوګر ته راغی هلته شهید ملایارمحمد اخند والي وو دوهم ځل چې کله راغی نو بیا مولوي عبدالکبیر صاحب دلوګر والي وو

ابتدايي حالات وو په ټول لوګر ولایت کې دوه که دری موټره وو ، یعني خپله والي صاحب هم خاص موټر نه درلود ، ملاصاحب چې کله بیرته کندهار ته دتګ اراده وکړه دلوګر دهغه وخت والي صاحب ته یې وویل چې یوڅوک راسره ولیږه چې یو( بایفور ) موټر په لاس ورکړم ، والي صاحب ورسره یو زه او یو بل تن ( مولوي امیرالله ) چې دلوګر ولایت وو له ملاصاحب سره ملګري کړو ،

ملاصاحب نیږدي پنځه شپږ ساته لوګر کي دهلیکفتر لپاره انتظار وکړ چې له کندهار څخه به راشي ، خو رانغله ، غالبا کومه هلیکفتر چي راتله هغي ته څه تخنیکي عوارض په لاره کي پیښ شوي وو که بل څه ستونزه وه ، بالاخره ملاصاحب تصمیم ونیو چې دځمکي له لاري ځو ، نو شهید ملارحمت الله ته یې وویل چې ته به دي دوه بایفورونه مونږ ته پریږدي ترڅو مو کندهار ته ورسوي ، څرنګه چې شهیدملارحمت الله دملاصاحب دطالبی او جهاد دوخت نیږدي ملګری پاتی شوی وو ، په دغه وخت کې یې یو څه طبع خوشي هم ورسره وکړه ، ملارحمت الله ورته وویل ته چې زمونږ بایفورونه بیايي ، نو مونږ تر چهاراسیاب په څه شي ولاړ شو ، ملاصاحب ورته وویل هغه په ډمبر ( سرک ) باندي کرايی موټران ځي ورځی پکښي سپاره سی او زان تاوانیان کړی ، نورو مسؤلین هم هلته ولاړ وو ، لکه شهید ملا دادالله ، شهید ملابورجان ، ملاعبدالرزاق ، شهید ملامشر هریوه ملاصاحب ته ویلي چې مونږ به بایفوران درته پریږدو ، خو ملاصاحب دشهید ملارحمت الله بایفورونه خوښ کړل

بالاخره له لوګر ولایت څخه دتنګي وردګو په لاره کندهار ته روان شولو ، لاره هم سخته خرابه ، کنډر کنډر وه ، ددوړو او ګردونو خو پوښتنه مکوه ، لوګري ملګري ته مي وویل چې ترکندهار پوري به په دې دوړو کې مړه شو ، دملاصاحب خپل محافظین هم لس دولس نفره وو کله چې له تنګي ووتو بایفورونه ودریدل دوه نفره طالبان له شا سیټه راښکته شول ، ما او دابل ملګري ته یې راغږ کړل چې له باډی راښکته شی ، سیټ ته راشی ، مونږ لږ ځان ټینګ کړ چې نه همدلته ښه یو خوشحاله یو ، په دې وخت کې ملاصاحب راښکته شو وي ویل وروره راښکته شی ، نوبت مو ده ، لاره خرابه ده تریوځای به سیټ کې کښینی بیا به دانور ملګری کښیني ، بالاخره ورښکته شولو ،

لوګري ملګري ته مي داسې اوار وویل چې بیا ونه وايی سړی ګوره عدالت کوي کنه په باډی کې به له اخ ټوخه لویدلي وای ، څه مزل وشو دوردګو سالارو سیمي ته چې ورسیدو دملاصاحب کوم ملګري غږ کړ چې په دغه هوټل کې دغرمي ډوډی وخورو ، ملاصاحب ورته وویل سمه ده ورتاو شی اول مو دماسفښین لمونز وکړ ، بیا هوټل ته ورغلو ، کله چې له ډوډی فارغ شولو ، الله مي دی غاړي نه بندوي زمونږ دټولو اویازره افغانی شوي که پنزه اویازره ، خزانه دارملګري جیب ته لاس کړ ، پیسي یې ورکړي ملاصاحب پري غږ کړل چې یو فنزه زره بالا ورکړه ، کوم ملګري زیات شی نه وي راغوښتی ، په دغه وخت کې مي له هوټلچي نه داسي په ارام وپوښتل چې داکس څوک وو ،چې وي ویل پنزه زره زیاتي ورکړه ، هوټل والا چې دوردګو ولایت  وو په خپله لهجه یې راته وویل ( څه یې  پیجنم ، دطالبانو کوم قومندان به وي ، الله دی عزت وکا ، طالبان ټول ښه خلک دی ، دلته ځي راځي زمونږ حق نه خوري ، لدي وړاندې دلته دتنظیمونو قومندانان وو هم به یې مفته ډوډی وخوړه اوهم به یې کنځلي راته کولي )

لدې ځایه چې روان شو لږ مزل به مو کړی وو چې دکندهار له خوا هلیکفتر راغله ، لوګر ته یې ځان ورساوه ، هلته ورته ویل شوي وو چې دوی دځمکي له لاري روان دی ، هلیفکتر په پنځه پاوه کې بیرته زمونږ له سره تیره شوه ، په دې وخت کې مونږ هم غزني ښار ته نیږدي شوي وو ، هلیکفتر دغزني دهوايی میدان خواته تاو شوه او هلمته زمونږ لپاره کیناسته ، مونږ هم ور ورسیدلو ، ور وختلو ، مزل شروع شو ، لمر نیږدي په ډوبیدو وو ، ملاصاحب مبارک پيلوټ ته اشاره وکړه چې هلیکفتر کینوه چیرته چې دماښام لمونځ وکړو ، پلیوټ هم هغه دچا خبره رپ ونه واهه هلیکفتر ته یې دزابل ولایت شهرصفا ولسوالی دسیند له غاړي کینوله ، لمونځ مو دملاصاحب په امامت اداکړ ، له سنتو او دعا ورسته ملاصاحب ملګرو ته توصیی هم وکړي ، چې څوټکي یې زما په ذهن اوس هم شته ، ملاصاحب وویل ګوری دالله تعالی حکمت او مدد ته چې اوس یې ددې خاوري واک او اختیار مونږ او تاسي ته راکړ ، فساق او فجار یې دطالبانو په لاس ختم او متلاشي وګرځول ، داهلیکفتر وګوری نن دطالبانو په اختیار کي ده ، په ټول تاریخ کې چا تصور نه وو کړی چې یووخت به طالبان په هلیکفتر کې ګرځي او چې دلمانځه وخت راشي نو په خپل اختیار به یې کشینوي ، دهلیکفتر سوارلی ، عمله او پیلوټان به ټول یوځای سره کوزیږي اوپه جماعت به لمونځ اداکوي ، ګوری دادشکر ځای دی خو دلوی امتحان ځای هم دی ، تکبر به نکوی ،دالله دشعایرو درنشت به کوی او دالله دمخلوق سره به زیاتی نکوی .

بیا هلیکفتر ته وختلو ماسخوتن اذانونه به شوی وو چي ، دکندهار هوايي ډګر کې ښکته شولو .

داسلامي امارت اوسنی زعیم محترم منصور صاحب ( حفظه الله ) په هغه مهال دهوايی ډګرونو مشر وو ، دملاصاحب مخ ته راغی ستړي مشي یې ورته وویله ، ملاصاحب ورته وویل چې زه کندهار ښار ته ځم ، له ماسره دغه دوه میلمانه دي دلوګر دوالي صاحب انډیوالان دي ، ددوي خوشه ده چې شپه دلته میدان کې کوي که ښار ته راسره ځي ، جناب منصور صاحب ورته وویل چې یا دلته به شپه تیره کړي سهار به یې بیا درولیږو که څه کار یې وو.

خوندوره شپه مو په میدان کې تیره کړه ، سهار دمحترم منصور صاحب په هدایت دهوايی میدان په پلانکوچ کي دملاصاحب دکار ځای ته ور ورسول شو، کله مو چې حال ور ولیږه ، چې مونږ راغلي یو ، په لسو پنځلسو دقیقو کې یې ملاصاحب احکام راولیږل ، دکندهار دانحصاراتو ریاست ته داسې لیکلي ، ( محترم حاجي اکا ته

السلام علیکم ورحمت الله

دلوګر دوالي صاحب لپاره یوشه بایفور ورکړه !

لاندي دملاصاحب لاسلیک وو

بیا انحصاراتو ریاست ته ورغلو ښه ډیر بایفورونه ولاړ ، یو یې مونږ ته راکړ او له ځان سره مو را روان کړ .

البته مناسبه خرجه یې هم راکړه ، خو رانه هیره ده چې څو وه !

نتیجه :

ماچې په ټوله لار مرحوم ملاصاحب ته کتل او دهغه یو یو حرکت مي څاره ، دری حقیقتونه راته واضح او معلوم شول ، اول داچې ملاصاحب سخت نرم مزاجه ، حلیم او دترحم دیو ې لویي زخیري څښتن وو ، په لاره به یې له خپلو ملګرو سره انتهايي خوږ برخود کاوه ،داسې یې ځان باله لکه چې دهمدغو ۱۲ تنو ملګرو څخه یو دی هم دی ، یعني هیڅ راز تفوق او امرانه لهجه یې نه درلوده ، چې دملګرو به څه ډول خوشه وه ملاصاحب به هغه منله، هیڅ ډول پابندي او محدودیت نه وو چې فرضا زه داخبره وکړم نو په ملاصاحب به بده ولګیږي ، له لوګر څخه وتلي نه یو چې ملګرو ملاصاحب ته وویل چې دغه خورا شه ځمکه ده لږ به منظره وکړو ، ملاصاحب ورته وویل سمه ده ، ټول ورښکته شول ، ملګرو یو بل سره غیږي شروع کړي بیا یې ډبره اچول شروع کړل ، ډبري اچولو ته ملاصاحب هم ورپورته شو او برخه یې ورسره واخیسته.

دوهم ، دملګرو دحلال خوراک فکر ورسره وو ،چې مبادا کومه ګوله خوراک یې په هوټل کې زیات نه وي کړی ،ضمنا یې دا درس هم ملګرو ته ورکاوه چې په خوراک اوڅښاک کې به پام کوي او هم به دعامو مسلمانانو دمال او حقوقو خیال ساتي

دریمه خبره داچې دسفر په اوږدوکي یي پرمونږ لدي امله زیات شفقت وکړ ، دموټرله باډی څخه یې سیټ ته ښکته کړو اوبار بار یې راباندي غږ کاوه چې ( دغت ) ونکړي یعني خفه نشي ، ترڅو مونږ فکر ونکړو چې ملاصاحب باندي صرف خپل نیږدي ملګري ګران اوصرف هغه پیژني او خدای مکړه انډیوالي پالي ، بیا یې دکندهار په هوايي میدان کې ترهغو له مونږ روان نشو چې زمونږ خوښه یې نه وه معلومه کړي چې په میدان کې شپه کوي او که له ماسره ځي ، له دغه دریمي خبري څخه مي مطلب داده دی چې داخبره خلکوته څرګنده شي چې ملاصاحب دڅه ډول مزاج او طبیعت څښتن وو ، ځکه عمومي تاثر دادی چې ملاصاحب له چاسره خبري ډیري نکولي او پراخ طبیعت یې نه درلود ، خو خبره برعکس وه

دایو مختصر یاداشت وو چې له ډیري مودي مي په ذهن کي وو چې راټولوم به یې او دملاصاحب دتل پاتو خاطرو په لړ کي به یې لیکم ، چون وخت زیات وتلی ، الله تعالی دي وکړی چې ذهن اوحافظي یاري راسره کړي وي

له پورته خاطري لیکلو څخه مي یو هدف داوه چې نور ملګري او درانه مشران دي هم دملاصاحب غوره کارنامي ، دهغه تاریخي مجلسونه او خاطري ولیکي ، مونږ خو کشران خلک یو لدي زیات مواد نشته راسره ، باید مشران ملګري چې ملاصاحب یې ډیر لیدلی ، مخامخ یې هدایات ورنه اخیستي او مهم وقایع ورته معلوم دي هغه باید خامخا و لیکي ، دوخت په تیریدو له ذهنونو وځي او هروخت مساعد حالات هم نه برابریږي ، له همدغو خاطرو څخه بیا یو منظم تاریخ لیکل کیدای شي.

له متعال رب ( جل جلاله ) څخه ارزو لرم چي دمرحوم ملاصاحب ټولي کارنامي ، جهادونه ، کړاوونه او میړاني په خپل دربار کي قبولي وګرځوي اوپه عوض کې دي دجنت الفردوس اعلی مقامونه ورنصیب کړي او دده په لاس دجوړ او ولاړ اسلامي امارت بنیادونه دي نور غښتلی او دنوي زعیم محترم منصورصاحب په عمر ، فکر او عزم کې زیات برکتونه کیږدي ، امین یارب العالمین

 ع ـ عزیزي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

One Comment

  1. ښاغلی عزیزي ؛ صاحبه ! دا چې تا د ملا صاحب په اړه لیکلي ممکن چې په انفرادي ډول به ښه سړی وو ، مګر که د هغه صاحب په پاتې شونو وروسته له ۲۰۱۴ کاله غور وکړو نو ډیر داسې څه به پیدا کړو چې کاش هغه امیر یې مه وای شرمولي او نه یې تر پوښتنې لاندې راوستي وای .
    او له تا مننه چې د هغه د شخصیت په اړه دې خاطرات لیکلي مګر ډک له مبالغې…

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب