ضیافة یا ميلمه پالنه ټولنه او اسلام کې

ضیافة : دمیلمانه اکرام ته ویل کیږي ، اومیلمه بیاهغه څوک ده چې بل ته داحسان غوښتني په نیت ورغلی وي :

په اسلام کې دمیلمانه پالني اهمیت :

ضیافة په اسلام کې دډیرو لوړو اوصافو څخه ګڼل شوی دی .
مثلا : مجتهدین يې دقرآن کریم دآيتونو اودرسول الله صلی الله علیه وسلم دمبارکو حدیثونو په رڼا کې داسې     تعبیروي :

  • ضیافة : دمکارم الاخلاق څخه دی .یعني دمسلمان دلوړو اوشریفو اخلاقو څخه ګڼل کیږي.
  • ضیافة : د انبیاؤ سنت اودهغوئ له مبارکوعاداتوڅخه ؤ.
  • ضیافة : دصدق الایمان له اماراتوڅخه دی ،یعني درښتوني ایمان دنښانو څخه دی

شامي [ردالمحتار ] ۵ / ۱۹۶

  • ضیافة : دمسلمان له حقوقو څخه دی.
  • دامام ابوحنیفة [رح] اوامام شافعي [رح] په مذهب ضیافة [میلمه پالنه ]له مسنونو اعمالو څخه ده ، اودامام مالک [رح]اوامام احمد [رح] په مذهب دواجبو اعمالو څخه ګڼل کیږي.

د ضیافة (میلمه پالني) اجر او ثواب :

۱=   دابوهریرة رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی : چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل :که څوک په الله تعالی اودآخرة په ورځ ایمان لری نو دمیلمانه اکرام دي کوې …

البخاري برقم 6018 وطبع اخری 10 / 532، وطبع اخری ص ۸۱۱   باب اکرام الضیف .. ومسلم برقم 47 وطبع اخری 1 / 68،

۲= له عقبة بن عامر رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل :له هغه تن څخه دخیر اوښېګڼي ارزو مه لرئ ،چې میلمه پالنه نه لري . مسندأحمد 4 / 155 .

دضیافة مستحبه اومسنونه طریقه :

داسلام دین یوجامع اومانع قوانین لري او دژوند دټولو اړخونو اوپړاونو لپاره پوره لارښوونه په کې موجوده ده ،

دمیلمانه ، کوربانه ، اونورو په اړه هم پوره هدایات ذکرشوي دي :

په میلمه پالنه کې دکوربانه په اړه هدایات :

  • که کوربانه وزګار وي نو مستحب ده چې له میلمانه سره داسې مجلس وکړي چې دهغه څخه ستړیالیري شې، اوپه دغه مجلس یوډول هوسایې ور په برخه شې . یعني په ښه موضوع ورسره خبري وکړي.
  • دکوربانه لپاره داهم مستحب دی چې دمیلمانه سره په ښه پراخ تندي مخ شې ،همداسې باید میلمه په خوشحالي سره رخصت کړي.
  • دخوراک په مهال باید په میلمه دیوشي د خوراک یاڅښاک اصرار ونه کړي.
  • همداراز : کوربه که وزګاروي نوباید دمیلمه سره کښېنې ، اومیلمه دي دډیروخت لپاره یواځې نه پریږدي ، مګر داچې میلمه په تنهایې خوښ وي.
  • همداراز له میلمه سره باید هغه څوک کیشېنول شې چې میلمانه ته ورباندي تکلیف نه رسیږي.
  • همداراز که میلمه رخصتیږي نوکوربه باید دکور تر دروازه ورسره ولاړشې ، اوکه په کومه سوارلۍ سوریږي نوباید ترسواري ورسره ولاړشې.

دمیلمانه لپاره اداب اومسنونه طریقه

  • میلمه چې کوم کورته ورشې نوباید په هغه څه اکتفاوکړي چې ورته راوړل شې ، اوفرمایشونه یاتقاضاوي باید ونه کړي.
  • اوپه هغه ځای باید کښيېني چې کوربه یې ورته مناسب ګڼي یادده خوښه شې.
  • اوکه چیرته ځې یاولاړیږي نوباید دکوربه څخه اجازه وغواړي.
  • اوکه چیرته کور به مسکین یافقیر وي اودده دمیلمستیا قدرت نه لري ، اوپه نه مناسباتو څوریږي نوباید چې میلمه نورپاته نشې . ځکه په دي سره کوربه ځوریږي اوهغه ته یوډول تکلیف رسیږي.
  • میلمه باید کوربه ته دتلو یاخوراک نه وروسته ښه دعاوکړي .ځکه پیغمبرصلی الله علیه وسلم به چې چېرته میلمه و نودډوډۍ وروسته به یې دکور خلګوته دعاکوله.
  • همداراز میلمه باید تردرو ورځوزیات په یوه کور کې پاته نشې ، البته که دکوربه اصرار ؤ یایې له زړه ورنه غوښتل چې پاته شې نوبیاکوم حرج نشته.
  • میلمه ته دکوربه   په کورکې تصرف کول نه دي جائز ، مثلا نورخلګ رادعوت کول ،دکوربه دکورڅخه په ډوډۍ یانورو امورو کې فقراؤ یامساکینو ته شی ورکول ، یاکوم حیوان ته یوشی وراچول .اوداسې نور ….. البته که کوربه ورته اجازه وکړي یادهغه له طبعیته څخه اجازه ورته معلومیږي یعني دلالة اذن ورته وي نوبیا په وړاندینیو اموروکې حرج نشته.
  • میلمه باید په هغه ډول اواندازه خوراک وکړي کوم چې دلته عرف اوعادت وي ، یعني دعرف اوعادت مراعات دي کوي ،ځکه په دي سره دکوربه زړه هم نه خفه کیږي.

مسئله :

علامه عیني رح په عمدة القاري ۲۲ ۱۱۱ مخ کې دابوهریرة رضي الله تعالی عنه دوړانديني روایت په تشریح کې لیکلي دي : چې دمیمله داکرام اوپالني وړاندیني احکام یواځې په کلیو اووتلوسیموکې دې ، په بازار کې دغه حکم نه دی ، له دوو وجو څخه :

لمړی داچې : په ښارکې دمسافر لپاره مسکن [یعني داوسیدو ځایونه ] اوخوراک وي لکه فنادق یعني هوټلونه ،مسافرخاني اونور ..

اودوهم داچې په ښارکې تل دمسافرو هجوم وي نوکه دغه احکام څوک هلته پلي کوي له شکه خلاص به له یوه هجوم سره مخ کیږي چې دادمسلمان په حق کې تکلیلف بمالایطاق دی .

موسوعة الفقهیة ۲۸۳۱۶۳۱۷ م شامله .

 

 

 

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب