صدقة الفطر (سرسایه) څوک باید ادا کړي؟

سرسايه له ناوړو کړو وړو څخه دروژه دار تزكيه ده

عن ابن عباس رضی الله عنه  قال   فرض رسول الله صلى الله  عليه وسلم  صدقة الفطر  للصائم  من اللغو  والرفث  وطعمة للمساكين  فمن اداها  قبل الصلوة  فهي  زكوة  مقبولة  ومن اداها بعدالصلوة فهي صدقة  من الصدقاة  . رواه ابوداود وقال  الحاكم صحيح على شرط البخاري  .  الترغيب  ۱\ ۲۷۹

ژباړه :  ابن عباس رضي الله  تعالي عنه وايې  چې پيغمبر صلى الله عليه وسلم  دسرسايې  وركول  واجب  كړي  داد روژه دار دلغواو بيكاره اعمالو څخه   پاكي ده  اودنيستمنو غريبانو لپاره  روزي  ده  .  نو كه څوك يې  د اختر دلمانځه  وړاندي  اداكړي  نو دادهغه  لپاره  قبوله  صدقة  اودبدن ښه زكوة ده .

اوكه يې  داختر د لمانځه څخه وروسته  اداء كړه  نو دا د صدقاتوڅخه  يو ډول  صدقه شوه  .[ يعني داهم  په صدقه كې شمارل كيږي  ليكن  لمړي ډول يې  غوره اودډیرثواب  وړ ده ]

تشريح  :

له فرض څخه مراد  وجوب ده ،څرنګه چې په حديث  كښي  سرسايه  دروژه دارڅخه  دخطاوو طهارت اوپاكي  ګڼله شوي نو ځكه  دسرسايې  په  وركړه كښي   شتمن  اوهغه نيستمن  چې ليږڅه دنفقي څڅه  اضافه لري     دواړه  داخل  دي  ځكه  چې داسي طهارت ته هرڅوك  اړتيا لري   . ترغيب ۱\۲۷۹

په دي اړه نورحديثونه

[ الف ] وعن عبدالله بن ثعلبة … قال : قال رسول الله صلی الله علیه وسلم . . . . اماغنيکم فيزکيه الله وامافقيرکم فيردعليه اکثر مما اعطاه .المشکوة   ۱۶۱

عبدالله بن ثعلبة یا ثعلبة بن عبدالله له خپل پلار څخه روایت کوي چې پیغمبرصلی الله علیه وسلم وفرمایل ….. چي شمتن دی ځکه صدقة الفطر ورکوی چې په دي سره یې الله تعالی له ګناهونوڅخه پاکوي ،اوفقیردي هم ورکوي ځکه چې الله تعالی به ترهغه ډیره ورکړي چې ده په صدقة الفطر کي ورکړي وي .

your ads

تشریح : که څه هم داحنافو په نزد باندي سرسایه په هغه چا واجب دی چې دنصاب خاوندوی یعني دوه سوه دراهم یادهغوئ دقیمت په مقدار پیسي یانور اجناس ولري ،خوڅرنګه چې سرسایه دروژي داجرونو تکمیل ،په روژه کي دشوو تقصیراتو کفاره ،او دالله تعالی دلوري څخه دوروکړل شوي ژونداوحیات شکرانه ده نوڅکه باید هغه خلګ چي کمي پیسي ولري بایددغه فضائل له لاسه ورنه کړي ،

په دي سربیره پیغمبرصلی الله علیه وسلم وفرمایل : چي نیستمن ته الله تعالی ددغي صدقي عوض اوخلف بیرته ورکوي ، ملاعلي قاري رحمه الله په مرقات۴\۲۸۷کي وایې چي په پورتني حدیث کې واضح دلیل دی چي الله تعالی مساکینوته ددغي صدقي عوض بیرته ورکوي .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب