شیدې ولې پوستکی ځوان ساتي؟

ژباړه: حمیدالله حمیدي نن سبا په نړۍ کې ګڼ شمېر ښځې او نارینه خپلې ډېرې پیسې په سینګار توکو لګوي څو ښایسته ښکاره شي او پوستکی یې خراب نه شي؛ خو شيدې بیا هغه څه دي چې هم ارزانه دي او هم پر ښایست سربېره، د روغتیا لپاره ګټورې دي. په شيدو کې شته مواد د پوستکي د زړښت مخه نیسي، ځوان او تازه یې ساتي. په شیدو کې شته لاکتیک اسید د بدن پوستکي ته یو پوښ ورکوي، چې د دغه پوښ ځلا په پوستکي کې د ښایست لامل کيږي.

څېړنو ثابته کړې ده، چې په شيدو کې شته ويټامین B12، پروټین او کلسیم د پوستکي د خرابېدو او وچېدو مخه نیسي. تر ډېره په هغه کريمو کې چې د مخ د نرموالي لپاره کارول کيږي، لاکتیک اسید شتون لري چې دغه ماده په زیاته کچه په شېدو کې هم موندل کيږي. دغه راز که په اونۍ کې یو یا دوه ځله د شيدو له ماسک څخه ګټه واخیستل شي، له وخت مخکې د زړښت او د مخ د پوستکي د ګونځې کېدو مخه نیسي. دغه راز که په ورځني ډول یو ګيلاس شیدې وڅښل شي، د روغتیا لپاره ګټورې دي، غاښونه، نوکان او وېښتان هم روغ ساتي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب