د شبکې سرور او ورک ستیشن Workstations & Servers

Networking Basics: Part 4 – Workstations and Servers

که چیرې تاسو له شبکې سره ډیر نابلده هم یاست نوبیا به مو هم هرومرو دServer اوWorkstation ویوکي خامخا اوریدلي وي .دادواړه ویوکي بل هیڅ شی نه دی بلکه دکمپیوټر رول په شبکه کې ښیي  په دې مانا که چیرې ویل کیږي چې داسرور دی نو په دې مانا چې داهم کمپیوټر دی مګر سختکالي (Hardware) یې له معمولي کمپیوټر څخه توپیر لري اودسرورسختکالي پکې کارول شوي دي ځکه ورته سرور وایي. یا داچې اړینه نه ده چې که دسرورسختکالي پکې نه وي نو موږ ورته سرور نه شو ویلی بلکه کولای شودیوسرورOperating System په یو عادي کمپیوټر کې هم انسټال کړو اوووایو چې دایو سروردی یا داچې کهWindows XP هم په یو کمپیوټر کې وي اووکولای شودهغه کمپیوټر له لارې فایلونه ،پرنټرونه یا نورسختکالي Share کړای شو نوسرورورته ویلی شو.مګر حقیقت دادی چې په شبکو کې باید تاسو سرورداسې یو کمپیوټر غوره کړی چې دلوړظرفیت سختکالي ولري ترڅووکولای شي خپله دنده دسرور په توګه ښه ترسره کړي .

په یوه شبکه کې دکمپیوټر رول په دریو برخو ویشلی شو :

۱-Workstation

۲-Server

۳-Peer

لومړی کتګوری هغه کمپیوټرونه دي چې دشبکې له مختلفو منابعو څخه کاراخلي مګر په خپل ځان کې دنورو لپاره هیڅ شریکه منبع نه لري په دې مانا کوم فولډر یا سختکالی دده لارې له نورو سره نه وي شریک شوی .دنمونې په توګه که یوایکس پي کمپیوټر ولرو له شبکې سره نښتی وي دشبکې له شریک پرنټر څخه کار اخلي ،دنورو کمپیوټرونو لخوا شریک شویو فایلونو څخه کاراخلی مګر دده له لارې له نوروکمپیوټرونو سره هیڅ نه وي شریک شوي دې کمپیوټر ته Workstation وایو.

سرور هغه کمپیوټر ته وایو چې دشبکې سره دځانګړیو منابعو دشریکولو په موخه کارول کیږي  سرورهم دنورکمپیوټرونو توګه په عادي توګه کارکوي مګر په دومره توپیر سره چې سرور ځانته خپل Server  Operating Systems لري لکه وینډوز سرور۲۰۰۰،وینډوز سرور۲۰۰۳ ،وینډوز سرور۲۰۰۸ اوداسې نور.لکه څنګه چې په عادي کمپیوټرونو کې ترسره کیږي همدغه شان یوسرورکارونکی هم کولای شی عادي پروګروامونه لکه مایکروسافټ افیس یا ځینې نورپروګروامونه په سرورکې هم وکاروي . مګر دې کار ته دشبکې اوسروردامنیت دخوندي ساتلوله امله اجازه نه ورکول کیږي . اوبله داچې دسرور په کړووړو بده اغیزه لري .نوله همدې امله ښه نه ده چې په سرور کې داوړ پروګرامونه وکارول شي کوم چې په عادي کمپیوټرونو کې کارول کیږ ي .

بل ډول دکمپیوټر ته Peer وایي .داداسې کمپیوټر ته ویلي شي چې هم دسرور اوهم دWorkstation په توګه دنده ترسره کوي . دغه ډول کمپیوټرونه معمولا دWorkstation  کمپیوټرونو Operation System کاروي لکه وینډوز ایکس پي  مګر له دې کمپیوټر څخه دنورمال کارونولپاره ګټل اخستل کیږي اوهم ددې له لارې له نورو کمپیوټرونو سره منابع شریک کیږي .

په پخوانو وختونو کې داډول کمپیوټرونه په کوچنیو شبکو کې کارول کیدل  لامل به يې داو چې دکوچنۍ شبکې درلودونکيو اقتصادي شرایطو به دانه ایجابوله چې دلوړې بیې سرورونه واخلي نوځکه به یې کمپیوټر داسې جوړکړ چې دداواړو (Workstation  اوسرور) دندې ترسره کړي . دنمونې په توګه هرکمپیوټر کارونکی کولای شي دخپل کمپیوټر له لارې خپل فایلونه دشبکې له نورو کارونکو سره شریک کړي اوکه پرنټر ولري هم کولای شي دهمدغه کمپیوټر له لارې یې له نوروسره شریک کړي اوټول ترې کارواخلي . مګر په غټو اوسترو کمپنیو کې دPeer کارول له پامه وغورځیدځکه چې دشبکې امنیت ورسره خوندي نه وي اونه شي کیدای چې له یوټاکلي مرکزي څخه کنترول کړای شي .

مګر پام مووي چې سرورخوارا ډیر ډولونه لري سرور یواځې ددې لپاره چې له لارې یې فایلونه اوسختکالي سره شریک شي نه کارول کیږ ي بلکه دډیرو نورو موخو لپاره هم کارول کیږي لکه دمثال په توګه Domain Controller سروریا هم Member سرور.

Member Server یو عادي کمپیوتر ګڼل کیږي چې دشبکې سره نښتی وي اوکوم دسرورOperating Systems چې مخکې یادشول کاروي.Member Server کیدای شي دفایلونو دذخیرې په توګه وکارول شي چې په دې صورت کې ورته File Serverویل کیږي اوکه دشبکې خوراډیر شریک شوي پرنټرونه په یوه سرور کې وي اودهماغهMember Server له لارې له شبکې سره شریک شوي وي نو په دغه وخت کې بیا دغه Member Server دFile Server په نوم یادیږي .همداراز که Member Server په ځان کې مختلف پروګرامونه ولري اوکارونکي بیا پروګرامونه ددغه سرور له لارې وکاروي نو په دغه صورت کې دغه Member Server دApplication Server په نامه یادوو. اوهمداراز په Member سرورونو کې ډول ډول پروګروامونه انسټالیږي چې دهماغه پروګروام له  مخې نومول کیږي لکه که په کوم Member Server کې Exchange Server انسټال وي نودغه سروردMail Server په نوم یادیږي . مطلب دادی چې ممبر سرور کیدای څخه ډول ډول کارواخستل شي . مګر Domain Controllerدځانګړيو موخو لپاره کارول کیږ ي. دډومین کنټرولر دنده داده چې دشبکې امنیت خوندي کړي اودشبکې دسنبالښت چارې يې په مټ ترسره شي . تاسو به لیدلي وي چې کله په یوه شبکه کې کمپیوټر ته ننوزی (Log in) کیږي نو کارن نوم اوپټ نوم(Password) درڅخه غواړي ،نو په شبکه کې همدغه ډومین کنټرولر دی چې دټولو کارونکوکارن نوم اوپټ نوم له خآن سره ساتي اوتاسو ته اجازه درکوي ترڅو کمپیوټر اوشبکې ته ننوزی .

په شبکه کې هرهغه څوک چې دشبکې دپایښت اوسنبالښت چارې ورترغاړې وي دNetwork Administrator په نامه یادیږي .کله چې یو نوی کارونکی ستاسو کمپنی ته راځي اوغواړي ستاسو له شبکې څخه کارواخلي نو Network Administrator به ورته په ډومین کنټرولر کې یو کارن نوم اوپټ نوم جوړوي ترڅو نوی کارونکی یې په مټ کمپیوټر اوشبکې ته ننوزي اودشبکې له شریکو سرچینو څخه کارواخلي . کله چې نوی کاروونکی خپل کارن نوم اوپټ نوم کمپیوټر ته ورکړي نودغه کارن نوم اوپټ نوم ډومین کنټرولر ته ځي .ډومین کنټرولر ګوري چې دغه کاروونکی کارن نوم اوپټ نوم لري اوسم دي که نه ؟

که سم وي نو پریږدي یې چې کمپیوټر اوشبکې ته ننوزي که نه نو نه شي ننوتی .چې دغه ټوله پروسه دAuthentication په نامه یادیږي .

پس ویلی شو چې دauthentication پروسه په بشپړه توګه دډومین کنټرولر په مټ ترسره کیږي که چیري دیو فایل سرور له لارې فایلونه شریک شوي وي اوکاروونکی دغه فایلونه غواړي وکاروي نوددغه کارولو په صورت کې به فایل سرور له کارونکي څخه کارن نوم اوپټ نوم غواړي اوبیاهماغه دauthentication پروسه له ډومین کنټرولر سره صورت نیسي که ډومین کنټرولو اجازه ورکړه کاروونکی به وتوانیږي چې دفایل سرور له فایلونو څخه کارواخلي که نه نو نه شي کولای پس ځکه موږ مخکې وویل چې دشبکې دامنیت دخوندي کیدو چارې دډومین کنټرولر دنده ده .

ډاکټر ثواب الدین مخکښ

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب