افغانستان تاریخافغانستان مشاهیرویاړونه او کارنامې

شاه حسين هوتک

شاه حسين هوتک لڼد پیژندنه:

شاه حسين هوتک
واکمنيهوتکي واکمني: ۱۷۲۵ ز. – ۱۷۳۸ ز.
تاج گټنه1725
بشپړ نومشاه حسين هوتک
لقبونهشاه, مير, سلطان
زېږونځایکندهار
مړينه۱۷۳۰ ز.
د مړينې ځایکندهار
هديرهکندهار
مخکنی پاچاشاه محمود هوتک
وروستنی پاچااحمد شاه دراني
کورنۍهوتک
پلارميرويس هوتک[۱]
مذهبي گروهېسني اسلام

شاه حسين هوتک:

شاه حسين   شالم خيل هوتک او دحاجى ميرويس خان نيکه  زوى دى.

 په٢٣دربيع الاول په(١١١٤)سنه هجرى دکلات په سيورى کې پيداسو،هغه وخت چې ميرويس نيکه دبيت الله او اصفهان په سفر و، شاه حسين کوچنى ؤ اوله ملايار محمد هوتک څخه ئې درس لوست، تر دوولسوکلو پوري دعمرئې فقه، تفسير، منطق اودبلاغت کتابونه ولوستل او په قندهار کې له پلاره مصالح دامورو زده کړل.

حاجى ميرويس خان په ٢٨دذوالحجة الحرام (١١٢٧) سنه هجرى په کندهارکې وفات شو، حسين هغه مهال څوارلس کلن واودخپل مشرورورشاه محمود سره و، ميرعبدالعزيز دميرويس نيکه ورور په کندهارکې مشر شو.خو له اولس سره يې لار نه وړه، ترڅو په (١١٢٩هـ کال)دشپې دنارنج قصر له بامه خطا سو، راولويد او ياهم ووژل شو.

دخپل کاکا تر مرګه وروسته امير محمود په قندهار کې پاچاسو، هغه دسيستان اوکرمان په خوا لښکر ويوست ، په سنه(١١٣٥هـ) چې داصفهان دضبط دپاره ولاړ، په قندهار کې يې خپل ورورشاه حسين پاچاکړ  اودقندهار اوفراه پاچاهي ئې ترغزنى، شاه حسين ته ورکړه. دټولو غلجو ملکانو، خانانو او مشرانوشاه حسين پخپله باچاهې ومانه او خطبه اوسکه ئې په نامه جاري شو.

دپټي خزانې له قوله :

“شاه حسين يودلاور باچا ؤ،په فقه کې يې “مسايل ارکان خمسه”کتاب ليکلى  و.

يولوى عالم چې دده په عصرکې يي ژوند کاوو، د قندهار جامع امام ملا محمد يونس توخى و ،چې دملا محمد اکبر زوى و اودعلومو تدريس يي کاوه. د”جامع فرايض”کتاب يي په پښتوليکلى دى .

 بل عالم ملازعفران ترکى دى اودمحمد چې دباچا زوى ده،استادهم و.ملازعفران په حکمت اورياضي او طب کې استاد و اود “ګلدستۀ زعفراني “کتاب ئې په حکمت  اوطب کې ليکلى دى .

پاچاشاه حسين په جنګ کې لمړنى وه اودممالکو په نيولو کي ګړندى؛دغلجوطوايف تر غزنى پورى دده باچاهي منلى  او په ابداليو کې يي تر سيستانه اوهراته حکم  کاو،په سنه (١١٣٨)هجري شاه حسين لښکر تيار کړ اودبهادر خان په سالارى ئې شالکوټ ا وږوب ولايت فتح کړ .

په کال(١١٣٩هـ)سنه په خپله باچا ديره جات فتح کړل اوتر ګومله ئې ضبط کړل ،اوس په دغو ټولو مځکو دده سکه جاري ده اوحکم يي روان دى.

د شاه حسین په وخت کې علم او ادب:

اعليحضرت شاه حسين ډېر عالم، اديب او علم روزونكى پاچا وو او د ده عصر پر پښتنو باندې په ډېرې ارامۍ او راحت تېر شو، لوېديزې او شمالي خوا ته تر فراه، سبزوار او هرات پورې او ختيځ خواته تر غزني او گومل پورې ده حكمراني كوله او سربېره پردې،پښين ، شال او د پنجاب د اسماعيل او غازي خان دېرې هم د شاه حسين په وختو كې فتح شوې. همدارنگه د ملتان لته هم د كندهار د قوواو له خوا تهديد شوه او د پښتنو پرمختگ د ملتان تر حدودو ورسېد.

د دې زلمي پاچا د علم پروروۍ د ثبوت لپاره همدا دليل بس دى چې په شاهي ارگ كې يې ادبي انجمن جوړ كړى وو او په اوونۍ كې به یې يوه ورځ د خپل وخت ډېر لوى علما، شاعران او اديبان خپل كتابتون ته رابلل. شعرونه به يې اورېدل او ادبي مجلسونه به يې كول. شاعرانو ته به يې صلې وركولې چې د همدې ټولنې په بركت او ددې پاچا په امر د پښتو قيمتي نښير پټه خزانه ډگر ته راووت او وليكل شو او نور ډېر كتابونه په پښتو كې پيدا شول. شاه حسين پخپله هم د پښتو ژبې ښه شاعر وو. پر ملي وزن يې خواږه شعرونه ويل. د دې علم دوست پاچاهي تر ۱۱۴۹ هـ پورې دوام وكړ.

شاه حسين اديبان او شاعران وروزل ، هغه محمد هوتک بن داود ته امر وکړ تر څو دده دزمانې دحالاتو په هکله يو آثر وليکي،محمد هوتک بن داود هم يو آثر د “پټه خزانه” په نوم وکېښ.داکتاب بيا عبدالحي حبېبي وموند او له پارسي ژباړي او حواشيو سره يي خپور کړ.

باچا په ارګ دقندهار کې ،هغه قصر چې نارنج باله شى  په هفته کې يوه ورځ دربار کاوو، په کتب خانه او مجلس کې پنځه (٥)علماء جمع کيدل،شعراءاوفضلاء به يي را ټولول او مجلس به يي ورسره کاوو.

کله چي دشال دفتح کېدلو زيري قاصدراوړ،نوملا زعفران ور ووت،څه وخت وروسته بېرته مجلس ته راغى اوزېرى دفتحې دشال او ږوب يي وکړ . دابيتو نه يي وويل :

دحــــــــسين  پاچا دبخت  ننداره ګــــورئ

چې ئـې فتح په لښکرو ږوب وشــــال کا

چې دازېــــرى ئى راوړى دى حـــضورته

نو زعفران انعام پر سر زعفرانى شال کا

باچا ژرزعفرانى شال ورکړاوپه دغه مجلس ئې حاضرينو ته شالونه وښندل،دباچا په انعام سرلوړي شول.

شاه حسين په پښتو ژبه شعرونه هم ويل ، چي دنمونې په توګه به يي لاندې غزل وګورو :

بـــــيـــلتانه دى دغمو په چـــپاو چور کړم

په تيـارو کې دهجران ئې له تا دور کړم

بــــيـلتانه دى هسي اوښکې راخپرى کړي

ستادفـکر په ګرداب کې تل عبور  کړم

دفــــــراق پړى مي کـــيښود ومرۍ تــــــه

      پــه جهان کې ئې رسوالکه منصور کړم

   پــــــــه وصال دې هم ناښاد يـــمه دلبرې !

  دبيـــــلتو ن فکر په زړه کې نا صبورکړم

    دبـــاڼو غـــــشى مـــــې وخوړ په ځګر کې

  غـــــــــمازانو په غمزو  غمزومجهور کړم

   خـــلـق ياد زما،دعـــشق په لـــېونو کـــــــــا

       زه (حسـين )محبت هسي مشهور کړم “[2]

د شاه حسین واکمنۍ پای:

د ۱۱۴۹ هـ كال د رجب په ۱۷ نادر شاه افشار د افغانستان خواته د ضبط په خيال راوكوچېد، ځكه چې ده د درې څلورو كالو پرله پسې جگړو په اثر د هرات د ابداليو حكومت له منځه اخيستى وو او د پښتنو د ځواکونو پاتې برخه يې هم په پارس او گورجستان كې ماته كړې وه، ځكه يې نو اوس د كندهار د غلځيو د پايمالولو څخه بل كار نه درلود.

د كوچني اختر د مياشتې پر دويمه نادر شاه تر سيستان راتېر شو او د همدې مياشتې پر ۱۸ د دلخك او دلارام له لارې د هېلمند غاړې ته راورسېد او د دې ځاى تر نيولو وروسته د كوچني اختر پر ۲۱ د هېلمند تر سيند راپورې ووت. د ۱۱۴۹ هـ د ذيقعدې په اوايلو كې يې د كندهار کلکه كلا محاصره كړه. شاه حسين د كندهار زلمى مدافع له خپل نامتو سپه سالار سيدال خان ناصر سره يو كال او څو مياشتې په مېړانه دفاع وكړه او نادر شاه يې له خپل ستر پوځي ځواک سره پرې نه ښود چې پر ښار تصرف وكړي.

شاه حسين تر ١١٤٩ هـ کال پوري پاچهي وکړه ، د ۱۱۵۰ هـ د ذلحجې لومړۍ ورځې وې چې د زلمي شاه حسين نظامي طاقت پاى ته ورسېد، ځكه چې تر هغه دمخه د هوتكو د دورې نامتو او زړور سپه سالار سيدال خان ناصر د شاه حسين له زوى محمد سره د كلات په كلا كې د نادر د جنگياليو په لاس ورغى او دا نامتو سپه سالار د نادر په امر د سترگو له نعمته بې برخې او ړوند كړاى شو. ځكه نو شاه حسين هم نادر شاه ته تسليم شو او د ده له دې تسلېمېدو سره د هوتكو د شاهنشاهۍ لمر ولوېد او لكه سلطان محمد چې ليكي: «زلمى شاه حسين تر ۱۵ كالو سلطنت وروسته د نادرشاه په امر د پارس مازندران ته تبعيد شو او هماغلته د نادري قهر د زهرو په مټ د برات په لسمه پر ۱۱۴۹ ؟ ، بايد ۱۱۵۲ وي، له دنيا ولاړ.

ظفر کاکاخيل ليکي:

نادر شاه د شاه حسين له زړورتيا اغيزمن شو، نو ځکه يې په دې شرط ورسره سوله وکړه چې شاه حسين به دکندهار والي وي، دپوځ يوه برخه به يې دنادر په پوځ کې شاملېږي او شاه حسين به دنادر په نوي جوړ کړاى شوي ښار کې هستوګنه غوره کوي. داتړون وشو خو نادر په تړون ونه درېد، په شاه حسين بدګومانه او مازندران ته يې ولېږه.[3]

نادر افشار شاه حسين مازندران ته تبعيد کړ  او هلته يي په ١١٥١ هـ – ١٧٣٨ ز کال دزهرو په واسطه وواژه.


 

[1] – تفصيل يې دميرعبدالعزيز په بحث کې وګورئ.

[1] – پټه خزانه ١١٠ مخ  ،محمد بن داود هوتک،دوهم چاپ ١٣٣٩هـ ش، دپوهني وزارت ،ددارالتاليف رياست.

[2] – پورتنى ماخذ ، ١١٢،١١٠ او ١١٤ مخونه .

[3] – پښتانه دتاريخ په رڼا کې ،٦٧٠ مخ،سيدبهادر شاه ظفر کاکاخيل ، يونيورسټي بک ايجنسي پېښور پښتونخوا ، ٢٠٠٩ ز کال چاپ .

[4] – دافغانستان لنډ تاريخ، ٣٧٦ مخ ١ ټوک ، پوهاند عبدالحى حبيبي ، دبېنوا ژباړه. ١٣٥٦ هـ ل کال دکابل چاپ

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: