افغانستانبیلابیل اسلامي لیکنېڅیړنیز بحثونهمعلومات

سیکولرزم، د ټولنې د بربادۍ بل باب (1)

یکوال: نعمان منلی

سیکولرزم پردۍ پدیده

زموږ  هیواد  ته د پردیو له یرغلونو ترڅنګ  د نورو ډېرو ستونزو په شمول ګروهیزې او فکرې ناروغۍ هم رالیږدول کیږې ، لکه باندنې یرغلګر چې د اشغال شوې ولس له وګړو نه د ځان د ساتنې او لارښوونې په نیت وګړیز ځواک استخداموي داراز له اشغال شوي ولس نه د خپلو ګروهیزو موخو او افکارو د ترویج په نیت له هغه ولس نه اجیر او مزدور قلمونه هم استخداموي ، موږ په خپل هیواد کې په دا څو لسیزو کې داسې قلموال ولیدل چې د یرغلګرو ګروهې او افکار یې موږ ته زموږ په ملې ژبو وژباړل او په لویه پیمانه یې زموږ په ولس کې خپاره کړل .

د لینن د الحادي فکر او اند ژباړن اوس هم زموږ په هیواد کې ژوند کوي او دا نن یې موږ وینو چې دبل بادار په اجوره د هغوی لیبرالې اندونه ژباړې او تشریح کوي . نن خبره دومره سوروره شوې ده چې د استشراقي فکر پلویانو زموږ په هیواد کې  په ډیره شیطاني توګه پراخه کار پیل کړی دی او غواړې له حق دین نه مسلمانان لرې او د باطل لارې ته نږدې کړي .

موجوده وخت کې په هیواد او سیمه کې سیکولرزم تر ټولو لویه پردۍ او خطرناکه پدیده ده چې په مختلفو برخو کې کار ورته روان ده، غربي میډیا په مختلفو برخو کې سیکولرزم ته کار کوي، د دې فکر د ترویج له پاره یې پریمانه وسایل او سړي په کار ګومارلي دي، له خواله رسنیو نیولې تر راډیو تلویزون پوري ګڼ شمیر پروګرامونه تیار او فعال دي او د سیکولرزم په ترویج او تعمیم بوخت دي، او په خورا ماهرانه توګه دا کار پر مخ ولي.

په دې لړ کې تر ټولو خطرناک کار په اصطلاح د ځیني دیني فکر لرونکو لیکوالانو دی، دوی د اسلامي دعوت په نوم او پلمه په شعوري توګه سیکولرزم ته په کار بوخت دي، دوی په شدت سره د جهاد او جهادي فکر مخالفت کوي، په اسلام کې د سیاسي نظام د اهمیت راکملو له پاره دلایل وړاندې کوي او خلکو ته د شخصي اصلاح او اسلامي دعوت په پلمو دا فکر ورکوي چې اسلامي نظام په اوس وخت کې ناچله او ضرورت ورته نشته، دا فکر خطرناک ځکه دی چې په دیني رنګ او صبغه کې وړاندې کیږي او آرموخه یې په غیر مستقیمه توګه یا په مستقیمه توګه سیکولرزم ته خدمت او د سیکولریتي نظام ملاتړ ده.

د سیکولرزم د موخو او اهدافو او د سیکولرزم د اسلام ضد او اسلامي اخلاقو دښمن فکر په اړه دلته څو ګډي وډې لیکنې درته وړاندې کوم، په دې سره به د سیکولرزم موخي او اهداف دروپیژنم، او په ځانګړې توګه به د غرب ځپلو سیکولریستانو د کار او د کار د څرنګوالي په اړه دقیق معلومات درسره شریک کړم، د سیکولرزم په اړه زما دا لیکني پوره ترتیب او منظم معلومات نه دي بلکي دا د کالم په شکل د ورځو د انګرنو په پایله کې لیکل شوې دي، په هر صورت معلومات یې ګټور او د ځوانانو له پاره معلوماتي دي.

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: